تفتیش audit او کنترول کلمې دفترونو کې عموما زیاتې اوریدل کیږي او په مامورینو باندې دا کلمې تر یو څه حده پورې طبیعت خرابونکی تاثیر هم لري او د هغوی د وارخطایئ باعث ګرځي خو حقیقت خو دا دی چې تفتیش او کنترول د یو ښه مدیریت د نورو صفتونو غوندې ځانته خپلې قانوني ځانګړتیاوې او پرنسیپونه لري، نه خو تفتیش د کوم نظامي پولیس مانا لري او نه هم د ادارو ټول کارمندان په اداري لحاظ خراب او بد دي.انسان فطرتاَ نیمګړتیاوي لري او د عادي ژوند په شمول په اداره کې هم اکثر وخت تیروتنې کوي، ځینې وخت یو کارمند په اصولو سم نه وي پوه شوی، یا یې د قانون څخه ګونګه مانا اخستي وي او یا هم په یوه پروسه کې مالومات نلري او دا ټول ددې باعث کیږي چې تیروتنه وشي(په دې کې شک نشته چې په ادارو کې به څه نه څه ستونزې هم موجودي وي او اشخاص به یې قصدا په ځینو تیروتنو کې لاس لري) چې د چارو د لا ښه تنظیم او کنترول په خاطر په مدیریتي لحاظ ورته د تفتیش او کنترول څانګه رامنځته کیږي،اړتیا لیدل کیږي چې د یادې موضوع د لا ښه وضاحت لپاره په همدې اړه یو څه کرښې ولیکل شي او د تفتیش او کنترول پروسه لا شه روښانه او تشریح شي.
دتفتيش audit معني پلټنه او لټول دي او د راتلونکي کنترول يو ډول دی چه دمالي او حسابي فعاليتونو په پاي کي منځ ته راځي یانې د تیروتنو او اداري اشتباهاتو باره کې مالومات راټولول او د اصلاح په موخه یې لازمې لارښوونې کول دي.همدارنګه کنترول يوه فرانسوي کلمه ده چه معني يي (لوړ ليدنه)ده،کنترول دفعاليتونو دتنظيمولو څخه عبارت دی په دي ډول چه موخي او اهداف دطرح شوي پلان سره سم سرته رسيږي چه بايد دتير شوي ،روانو او راتلونکو عمليو فعاليتونه دټاکل شوي موخو او موازينو مطابق او دفعاليتونو دګټورتيا،اغيز منتيا او اقتصادي څرنګوالي پراساس ولاړ وي په لنډ ه توګه داسې هم ویلای شو چې کنترول د روانو (جاري فعالیتونو) او پلان شوو فعالیتونو تر منځ تر ممکن حده تفاوت راکمول دي، دې کې شک نشته چې یو عملیاتي پلان سل په سلو کې شاید مثبته پایله ورنکړي خو د پرنسيپونو او اصولو په بنسټ که اتیا سلنه مثبته پایله ورکړي نو هم ورته یو کامیاب پلان ویلای شو او د اداري لپاره یې مثمر او ګټور بللای شو. کنترول او تفتیش دغوښتل شوو او ټاکل شوو معيارونو او استندردونو په وړاندي دفعاليتونو دوامداره څيړل دي تر څو د اداري او عملیاتي تیروتنو څخه مخنیوی وشي. دتفتيش audit ډولونه د وخت پّه نظر کې نیولو سره او همدارنګه چې په کومه ساحه کې عملي کیږي د همدې لحاظه یې ممکن په لاندې کتګوریو باندې وویشو.
- تير تفتيش audit (مخکيني):ديوه فعآليت دآجرآ پيلولو ته وآيي.دپلآن آيښووني ،برنآمه جوړوني، آجرآتو ته تیاری نيول آو دفعآليتونومرحلې په دي پړآو کي شآمل ګڼل کيږي.
- روآن تفتيش:کله چه برنآمه آوپلآن عملي کيږي دغه وخت روآن تفتيش پيل کيږي تر څو دنآسمو آجرآتو مخه ونيول شي، دا د دې پخاطر چې اداره مطمینه شي جوړ شوی پلان د خپل سم لیدلوري سره د اهدافو د تعقیب په موخه په ښه توګه عملي کیږي او کارمندان یې د بهبود پخاطر ښې هلې ځلې کوي او کنه.
- وروستني تفتيش:دمآلي آو آقتصآدي فعآليت په پآي کي صورت نيسي او د تیروتنو د موندلو په وخت په راپور کې ورته ځانګړې لارښونې ورکول کیږي. د پلټنې audit کار باید له منل شوو نړیوالو او هیوادنې قوانینو سره سم د حسابی تفتیش شکل ولري اودغه ډول تفتيش په دريو کچو وړآندي کيږي:
- دقوآنينو درعآيت،مقررآتو،فرمآنونو،مصوبآتو آودآسي نورو آړينو آسنآدو دڅرنګوآلي آو څيړنوپر کچه.
- دآقتصآدي توب آورښتينولۍ پرکچه
- دموخو دپلي کولو آو آغيزمنتوب پرکچه.
د تفتیش audit او کنترول موخې او اهداف د شخصي تبعیض، کینې، نور کارمندان ځانته ټیټ راوستل او نورو ناوړو عملونو څخه پاکې او مبرا دي او د تفتیش په پروسه کې باید دا شامل نوي، تفتیش یواځې او یواځې د اداري فعالیتونو د بهبود او همدا شان د کړنو د سم مختګ پخاطر صورت نیسي، همدا شان تفتیش په اصل کې دلآندي مرآتبو دتآمين په منظور په آدآرآتو آو موسسآتو کي دمآلي فعآليتونو (مآلي شرحي)له څيړنو څخه عبآرت دی لکه
- په حسآب ورکولو او حساب نيولو کي سوچه والي او شفافيت
- داغيزمن او منل شوي استندرد تفتيش داجرا کولوڅخه ځان ډاډه کول او په عمومي توګه ديوي نړيوالي او معياري کړنلاري په مرسته ددغه تفتيش اجرا کول
- دجنسي شتمنيو او نقدي وجوهاتو ساتنه ،د راپور ورکولو او حسابي چارو رښتينوالي او دټولنيز،اقتصادي پراختيايي پلان دشاخصونو پلي کول
د تفتیش او کنترول بنسټیزې دندې او اساسات هم هغه څه دي چې د تفتیشي پروسې په اهمیت کې لا زیاتوالی راولي او یو سم لیدلوری ورته ټاکي لکه
- دعامه شتمنيو له دقيق او سم حساب اخيستلو څخه ډاډمنتوب
- دوزارتونو،آدآرو،شآروآليو،تصديګآنو،بآنکونو،کمپنيو آو دولتي شرکتونو سره په ګډه دمآلي آو حسآبي چآرو په آغيزمنه توګه کنترول
- ددولت دخدمتونو له تحقق څخه کنترول
- دپراختيايي او عادي بودجي لګښتونه او ټولنيز،اقتصادي ودي دپلان دتحقق له څرنګوالي څخه کنترول او د ملي اقتصاد،خصوصي سکتور او ټولنيزي ودي پياوړتيا
باید په یاد وساتل شي چې تفتیش یوه ځانګړې او اهمیت لرونکې پروسه ده چې د توظیفي او تنظیفي ټیم لپاره پکې مهم ټکي په نظر کې نیول کیږي لکه
- په فوق العاده توګه او يا دپلان سره سم دتفتيش وړ مرجع ټاکنه او دهيات توظيفول د يو واکمن مقام دليک پراساس
- تر څيړني لاندي مراجعو لمړنۍ سروي
- دکار دشرايطو په پام کي نيولو سره دتفتيش دپلان تر تيبول
- داداري جهتونو څيړل
- دمنظور شوي تشکيل داداري دکارونو څرنګوالي لپاره دکاري دندو دلايحي مطالعه کول
- ددفتر دحاضرۍ کتل او دمعاش دراپور سره يي پرتله کول
- د معاش راپور د اړوندو ادارې د فورمونو سره تطبیقول
- دتحويل خانو دشميري ،دجنسي اونقدي معتمدينو په هکله دمعلوماتو لاسته راوړل
- دتحويل خاني او خزانې سيف موجودي (د قيديت ) په ډول اوله دفتر سره دهغه تطبيقول دځان ډاډه کولو لپاره،دامانت دارۍ داصل پر بنا
- دتحويل خانودتنظيم او برآبرولو دتعليمآت نآمي د مقرراتو سره سم دمآلي کآل په وروستيوکي موجودي کول
- دفرآمينو،تصويبونو،لوآيحوآونورو حکومتي دستورونو له عملي کولو څخه ځآن ډآډه کول
- دتفتيش دپخوآني آستآزي دنظراوقول د پلي کولوڅخه ځآن ډآډمن کول.
- دعامه شتمني ساتنه
- ددولت داحکامو ،فرامينو،مصوباتو او پريکړو دتحقق او پلي کيدو څخه کنترول
- دمادي شتمنيو او تخصيصاتو داغيزمن او ګټور پکار اچولو څخه کنترول.
تفتیش Audit یوه داسې پروسه ده چې د اداري اهدافو د سم لاسته راوړلو پخاطر صورت نیسي او په دې کې هیڅ داسې اراده باید شتون ونلري چې د شخصي کینې په لحاظ چاته قصداَ ستونزه جوړه شي او یا هم د تفتیش د کارمند خپل شخصي اهداف پکې شامل شي، تفتیش کونکی کسان باید ډیر صادقانه او د رشیتنولئ د پرنسیپ په اساس کړنې سرته ورسوي او هڅه وکړي چې په یو ډیره دوستانه یي ماحول او لوړو اخلاقي معیارونو سره خپلې کړنې تنظیم کړي. د تفتیش اړوند ادارې کارمندان باید نورو ته په مثالي توګه د خپل کار او شخصیت عالیتوب او اخلاص وښي. د تفتیش د څانګې موجودیت په دې خاطر د خاص اهمیت درلودونکی دی چې په دې سره کارمندان خپلو اشتباهاتو او تیروتنو ته متوجه کیږي،د ادارې اهداف په سمه توګه ترلاسه کیږي او همدارنګه د پلان مطابق کړنې ترسره کیږي.