هغه څوک چې کار نه کوي د تفریح په خوند نه پوهېږي او هغه څوک چې تفریح نه کوي د کار خونده یې نه وي. زموږ د کار مزه نشته او یو لوی علت یې دا دی چې د تفریح په هنر نه پوهېږو.

تفریح ته یا په سپکه سترګه ګورو، یا ګومان کوو چې تفریح وخت، پیسې، وسایل ،کلتوري ازادي او خوشحاله زړه غواړي چې موږ یې نه لرو نو تفریح نه شو کولای.

ځینې کسان ګومان کوي چې که هر څومره ډېر کار وکړي، هغومره به یې زیاته ګټه کړې وي خو که د وسپنې ماشین اخر تودېږي او استراحت ته ضرورت نه لري نو د غوښو له ماشینه ولې زیاته توقع ولرو؟ مختلفو تحقیقاتو ثابته کړې ده چې د هغو ټولنو او وګړیو د کار کیفیت اوچت دی چې تفریح ته اهمیت ورکوي. د پښتو شعر په کلاسیکو استادانو کې هیچا د خوشحال خټک غوندې د تفریح شوق نه دی کړی او د هیڅ یوه د کار کمیت او کیفیت ده ته نه رسېږي.

موږ کله کله وایو چې تفریح ته وخت نه لرو، حال دا چې سهار به پوره یو ساعت په چایو تېروو او نیمه ورځ به مو په فیسبوک کې په ګپ شپ تېرېږي. وخت کم نه دی خو کنټرول او تنظیم غواړي.چا راته د کابینې د یوه وزیر کیسه کوله چې ډېر ستړی وي مګر بیا هم ډېر کارونه ورڅخه نیمګړي پاتې وي ځکه دی د وزارت د پخلنځي د چارو په باره کې هم یو ساعت بحث ته وخت ورکولای شي. مطلب دا چې که څوک کارونه په مهم او غیرمهم ونه وېشلای شي او هغه چارې چې نورو ته سپارل یې ممکن دي، په نورو ونه سپاري، نه به تفریح ته وخت ومومي او نه به د خپل کار نتیجې ته خوشحاله شي.

د پیسو او وسایلو نشتوالی د تفریح د نه کولو نورې پلمې دي. زه دا منم چې په افغانستان کې به دا مشکله وي چې په یخ موسم کې په حوضونو کې ولامبو خو په کور کې ګلونه ساتل اوپه کوټه کې ګلدان لرل مشکلې چارې نه دي. زما ګاونډی چې د پوهنتون استاد دی، په کور کې کوترې ساتي. مونږ چې د تفریح له اهمیته خبر نه یو، د استاد د کور کوترې راته ښې نه ښکاري او دې ته پام نه کوو چې که ژوند خوږ نه کړو، له زغملو وځي. هغوی چې ځان وژني او بل وژني یو علت یې دا دی چې په ژوند کې ښکلاوې نه ویني. اشرف مفتون څه ښه ویلي دي:

دا خو ما په مینه دا دنیا رنګینه کړې ده

دا توره بلا خو ما په زور حسینه کړې ده

په افغانستان کې پرله پسې قتلونو او ظلمونو ګڼ کسان په روحي مړاویتوب مبتلا کړي دي. مړاوي کسان وایيٍ چې زړونه یې مړه دي او د تفریح شوق ورسره نشته. دوی که یو شوق ته مخه کړي او یو څه وخت ورسره تېر کړي، ورو ورو به یې مینه ورسره پیدا شي. دلچسپۍ تر ډېره حده له بلدتیا او عادت سره تعلق لري. زه د فوټبال له لوبې خوند نه اخلم خو هغوی چې ورسره بلد دي، په خورا خوند خوند یې ننداره کوي.

د دوه زره درې سوه کاله پخوا زمانې یوناني فیلسوف اپیکور د انسان د خوشحالۍ او نیمکرغۍ په باره کې ډېر غور کړی و. دی وایي د ژوند مقصد همدا دی چې خوند او لذت ورنه واخلو. اپیکور د یارانو شتون په ژوند کې د خوند او خوشحالي خورا لویه ذریعه بولي. هسې وایي چې د مرګ په وخت په اپیکور باندې یاران او شاګردان راټول وو او ده ورته ویل چې د خوشحالۍ د وختونو کیسې راته وکړئ چې له خوږو خاطرو سره له ژونده بېل شم.

یاري او دوستي نه خاص وسایل او امکانات غواړي او نه کلتوري بندیزونه ورباندې شته. هغه بنیادم چې یاران لري او ورسره پالي یې، د تفریح او خوشحالي لویه سرمایه ورسره ده.

د واقعي تفریح لپاره تدبیر او تربیت کړی ذهن پکار دی. مونږ په مېلو او مېلمستیاوو کې ډېر ځله وخت په دې تېروو چې په نورو لاسبري شو او دا ثابته کړو چې تر نورو زیات یو. موږ چې د زړه د صفا له کمالونو خبر نه یو، د واده او خوشحالۍ محفل راته ممکن د زړه د بوج د کمولو نه بلکې د زیاتولو سبب شي.

تفریح لوی هنر دی او مونږ د تفریح په چل په دې وجه هم ښه نه پوهېږو چې په کلتوري لحاظ په ښه سترګه ورته نه ګورو. اولادونه له پلرونو او پلرونه له اولادونو په پټه لوبې کوي . داسې ځکه کېږي چې تفریح مو لا د ژوند د یوې لازمې برخې په توګه د زړه له تله نه ده منلې.

مونږ چې د کار خلک نه یو، د تفریح خلک هم نه یو. ګڼو تحقیقاتو ثابته کړې ده چې هغه کسان اغیزمن فعالیت کولای شي چې تفریح ته وخت ورکوي.

د کور له غړیو سره په خندا او محبت چلېدل، د تفریح بهترینه ذریعه ده خو زموږ کورونه معمولا د پټکو، د ګېلو، د تروو ټنډو، د خپګانونو او ان د وهلو ټکولو زندانونه دي. مونږ اکثرو دا نه دي زده کړي چې په خپلو کورونو کې څنګه د تفاهم او محبت مشالونه بل کړو او په جنتي رڼا کې یې سکون ومومو.

د دې لپاره چې فعال او مفید واوسو، تفریح کولو او د ژوند له ښکلاوو خوند اخیستلو ته باید وخت ورکړو او د دې لپاره چې تفریح مو کاذبه او مضره نه بلکې ګټوره او رښتیانۍ وي، په تفریح باندې غور کولو ته فرصت پکار دی. یو څوک به له دې خوند اخلي چې د رخصتۍ په ورځ په خپله اشپزي وکړي او بل به د ښه کتاب له لوستلو خوند اخلي. د خپلو ذوقونو ، خپلو امکاناتو او خپلو کارونو پیژندل راسره مرسته کوي چې د تفریح مناسب ډول په اسانۍ سره انتخاب کړو. زما یوه دوست به د رخصتۍ په ورځو کې د ادارې له ملګرو سره تېروله او هلته به هم د دفتر بحثونه وو. ګومان کوم دا بیا تفریح نه شوه بلکې د ستړیا د مودې اوږدول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *