ژباړه: حمیدالله حمیدي
لږ تر لږه په اونۍ کې یوه ورځ د طبیعت لمنې ته ولاړ شئ، پلي وګرځئ او د لمر له وړانګو خوند واخلئ. له طبیعت څخه خوند اخیستل مو په وجود کې د انرژۍ د توليد سبب کېږي. پلي ګرځېدل او د لمر وړانګې جذبول په کاري محیط کې تاسو ته ارامتیا دربښي.
په کاري محیط کې له خپل ټول توان، مینې او مهارت څخه کار واخلئ، ان که له خپلې تنخواه هم راضي نه یاست بیا هم په خپله دنده کې لټي مه کوئ؛ ځکه که په پوره مینه او صداقت سره کار ترسره کړی، دغه کړنه به مو د دې لامل شي څو هغه څه لاس ته راوړی چې غواړی یې.
یو کال کې ۳۶۰ کاري ورځې لري چې ستاسو د ژوند لویه برخه جوړوي. لازمه ده چې د ژوند دې لویې برخې ته مو ارزښت ورکړئ، نو د دې لپاره چې د ژوند دا لویه برخه مو ښه تېره شي په پوره خوښۍ او خوشالۍ سره خپلې دندې ته حاضر شئ.
کاري ژمنو ته ژمن پاتې کېدل تاسو ته د ارامۍ احساس درکوي او دا کړنه به مو د دې لامل شي چې په کاري محیط کې د خوښۍ احساس وکړی.