تفسیرالکبیر

دا د امام فخرالدین رازي د تفسیر الکبیر د مشهوږر او مهم تفسیر ژباړه ده چې څېړندوی زین الله منلي په پښتو اړولی دی.دا ګټور اثر به په څو برخو کې د تاند لوستونکو ته وړاندې شي.

—————–

تفسیر سورة الفاتحه

د فاتحې سورت څو څپرکي دي.

لومړی څپرکی

د الحمدلله تفسیر

د الحمدلله په تفسیر کې څو وجهې دي:

لومړۍ وجهه: دلته درې الفاظ دي ، حمد، مدح او شکر. د دې الفاظو ترمینځ توپیر په څو رازه دی.

د توپیر لومړۍ وجه: په مدح کله ژوندی ستایل کېږي او کله نا ژوندی. نه ګورې، څوک چې د مرغلري یا د یاقوت ډېره ښکلا ستایي نو د دې مرغلرې او یاقو ت مدح کوي، نه حمد. نو دا جوته ده چې مدح له حمد څخه اعم ده.

د توپیر دوهمه وجهه: مدحه کله له احسان څخه د مخه وي او کله له احسان څخه وروسته، خو حمد تر احسان وروسته وي.

د توپیر درېیمه وجهه: مدح کله منهي منه وي، لکه رسول الله علیه الصلاة وسلام، ویلي: {احثوالتراب فی وجوه المداحین} خو حمد مطلقآ مأمور به دی، رسول الله علیه السلام ویلي: {من لم یحمد الناس لم یحمد الله}.

د توپیر څلورمه وجهه: مدح هغه ستاینه ده چې په فضایلو کې په یو ځانګړي فضیلت پوري ځانګړې نه وي، خو حمد په یو ځانګړي فضیلت پوري مختص وي، چې دا فضیلت د انعام او احسان دی، نو جوته ده چې مدح له حمد څخه اعمه ده او د حمد او شکر تر مینځ توپیر دا دی چې حمد د هغه چا کولای شي چې انعام یې کړی وي. له تا سره وي که له بل کوم سره وي، خو شکر په هغه انعام کېږي چې له تا سره شوی وي، نو مختص دی په انعام پوري چې له تا سره شوی دی. چې په دې پوه شوې نو موږ وایو:

مدح، د ژوندي او نا ژوندي دواړو کېږې او هم د فاعل مختار او د غیر فاعل مختار کېږي، نو که څوک ووایي: {المدح الله} نو له دې مدحې څخه دا نه معلومېږي چې الله مختار فاعل دی. خو که یې وویل: {الحمدلله} دا دلالت پر دې دی چې دا حمد ویونکی په دې اقرار کوي چې الله موجب بالذات نه دی، لکه چې فلاسفه وایي: بلکه الله مختار فاعل دی او دا هم وایو چې {الحمد لله} اولنی دی {الشکرلله} څخه ځکه چې {الحمدالله} ستاینه د الله ده په هر انعام سره چې له ده څخه دا انعام صادر شوی دی او بل چاته رسېدلی دی خو {الشکرلله} د هغه ستاینه ده چې په سبب د انعام وي چې دا انعام شکر ویونکي ته رسېدلی وي او په دې شک نه شته چې لومړی افضل دی ځکه چې دا داسې کېږي لکه بنده ووایي: چې ما ته برابره ده که دا انعام دې راکړ او که دې رانه کړ، خو ستا انعام ټولو عالمونو ته رسېږي او ته د عظیم حمد مستحق یې.

ویل شوي دي: حمد په دې کېږي چې الله کومه بلا دفع کړې ده او شکر په دې کېږي چې الله کوم انعام کړی. که وویل شي چې نعمت په ورکړه کې ډېر دی له نعمت څخه د بلا په دفع کې. نو ولي یې دا ډېر پرېښود او دا لږ یې یاد کړ؟ موږ وایو په دې کې څو وجهې دي:

لومړۍ وجه دا ده لکه چې بنده ووایي چې زه په نعمتونو کې په لږ نعمت شکر کوم نو په ډېر به یې څرنګه نه کوم.

دوهمه وجه دا ده چې منع غیر متناهي ده او اعطاء متناهي ده. نو پر دفع کېدولو د هغې بلا چې پای نه لري شکر کول اولی دی.

درېیمه وجهه دا ده چې دفع د ضرر اهم دی د نفعې له جلب څخه نو ځکه یې مخکې کړ.

{الحمدلله} ابلغ دی له {احمدالله } څخه

په دې باره کې چې {الحمدلله} ابلغ دی.له {احمدالله} څخه څو فواید دي:

لومړۍ فایده: الله نه دي ویلي چې {احمدلله} خو ویلي یې دي چې {الحمدلله} او دا دوهم عبارت په څو وجهو له لومړي عبادت څخه اولی او ښه دی.

– لومړۍ وجهه: که یې ویلي وای: {احمدلله} دا ور څخه ښکارېده چې دا ویونکی په خپل حمد قادر دی، نو ولي یې وویل: {الحمدلله} دا {الحمدلله} دا ښکاره کوي چې الله د حامدانو له حمد څخه او د شاکرانو له شکر څخه د مخه محمود او مشکور دی. که څوک حمد او شکر ووایي او که یې ونه وایي، خو الله له ازل څخه تر ابده پوري محمود اومشکور دی، په خپل قدیم حمد او شکر باندې.

– دوهمه وجهه: دا ده چې د {الحمدلله} معنی دا ده چې حمد اوثناء د ده حق او ملک دی، ځکه همدا د ډېرو ورکړو او ډېرو نعمتونو خاوند دی چې خپلو بنده ګانو ته یې ورکوي. که ویلي یې وای چې: {احمدالله} دا عبادت د حمد په دې دلالت نه کوي چې الله په خپله د حمد مستحق دی.

دا ښکاره ده چې هغه لفظ ښه دی د حمد په دوام او استمرار دلالت کوي، له هغه لفظ څخه چې یو شخص د ده حمد وایي.

درېیمه وجهه: که یې ویلي وای {احمدالله} نو حمد یې ویلی دی. خو په هغه توګه چې دی یې وړی دی او چې ویلي یې دي: {الحمدلله} نو دا داسې کېږي چې ویلي یې دي، زه څوک یم چې د ده حمد وویلای شم؟ ځکه دی د حامدانو د حمد محمود دی. مثال یې دا دی:

که له تا څخه پوښتنه وشي آیا فلانی پر تا باندې نعمت کړی؟ ته په ځواب کې ووایې: هو! نو تا یې حمد ویلی دی خو ضعیف حمد دې ویلی دی او که ووایې چې د ده نعمتونه د ټولو وګړو له پاره وي. نو په دې عبارت تا د ده ډېر کامل حمدونه وویل.

څلورمه وجهه: حمد عبارت دی له هغه صفت څخه چې له زړه څخه وي او دا په دې باندې اعتقاد دی چې دا محمود د فضیلت خاوند، منعم او د تعظیم او اجلال خاوند دی. چې کوم وګړی ووايي: {الحمدلله} له دې سره چې په زړه کې یې حمد وي، او که نه وي نو دی ریښتونی دی، ځکه چې معنا یې دا ده چې حمد د الله حق او ملک دی، دا حمد ویونکی غافل وي او پوه وي. نو دا ثابته ده چې {الحمدلله} ویل اولی دي له دې څخه چې ووایي: {احمدالله} او مثال یې زموږ دا قول دی {لااله الا الله} ځکه په دې قول کې دروغ نه راځي. په خلاف د دې قول چې وایي: {اشهد ان لااله الا الله} ځکه ممکنه ده چې دا ویونکی په خپل دې قول کې کاذب او دروغجن وي. نو له همدې امله الله د منافقانو د تکذیب په باره کې ویلي دي چې {والله یشهد ان المنافقین لکاذبون} او د همدې سِر اوراز له کبله یې په اذان کې په دې قول امر کړی چې {اشهد} او بیا یې خبره په دې پای ته رسولي ده چې {ان لااله الا الله}.

په {الحمدلله} کې د لام معنی:

دوهمه فایده: په {الحمدلله} کې {لام} ډېرې وجهې لري:

لومړۍ وجهه: وړ اختصاص دی. لکه چې ته ووایې: {الجل للفرس} ځل خاص داس له پاره دی. نو د الحمدلله معنا دا ده چې حمد خاص د الله دی.

دوهمه وجهه: ملک یعني څښتنتوب دی، لکه چې ته ووایې: {الدار لزید} دا کور خاص د زید دی نه د بل چا.

درېیمه وجهه: د الله قدرت او استیئلا ده، لکه چې ته ووایې: {البلد للسلطان} دا ښار د سلطان دی نه د بل چا. لام، په دې عبارت کې چې {الحمدلله} یادي شوی، درېواړه وجهې راځي. که دا معنی واخیستل شي چې یوازي الله، د حمد وړتیا لري. دا خو یوه ښکاره خبره ده چې د حمد وړ یوازي الله دی او بل څوک دا وړتیا نه لري. دا هم ښکاره ده چې الله د هر څه مالک دی، نو واجب ده چې الله د حمد ویونکو د حمد خاوند او مالک دی. که د حمد معنی استیلاء او قدرت واخیستل شي نو الله د استیلاء او قدرت خاوند دی، ځکه چې الله واجب لذاته دی او پرته له الله څخه نور ټول شیان ممکن لذاته دي. د ده له پاره {الحمدلله} دا معنا لري چې د حمد وړتیا یوازي هم دی لري نه بل څوک. د {الحمدلله} معنا دا ده چې هم دی د قدرت او برلاسۍ خاوند دی نه بل څوک.

درېیمه فایده: درېیمه فایده دا ده چې {الحمدلله} اته توري لري او د جنت هم اته دروازې دي، نو څوک چې په پاک زړه دا اته توري ووایي، دا ویونکی د اتو واړو دروازو مستحق دی.

څلورمه فایده: دا ده چې {حمد} مفرد لفظ دی چې د تعریف توري ور سره مله شوي دي او {الحمد} ترې جوړ شوی دی او په دې باره کې دوه قوله دي.

لومړی قول دا دی چې الله معلوم او معهود دی، نو حمد یوازي د همده حق دی چې معهود دی. که دا {لام} د معهود له پاره نه دی نو بیا همدا {لام} د استغراق له پاره دی، ځکه که د استغراق له پاره هم نه شي نو کلام به مجمل پاتي شي.

دوهم قول دا دی چې دا {لام} عموم نه افاده کوي او یوازي ماهیت او حقیقت افاده کوي. نو په دې صورت کې چې {لام} د ماهیت او حقیقت د افادې له پاره شي نو وایو چې که د {الحمدلله} په باره کې لومړی قول واخلو نو داسې معنا ورکوي چې، چېرته چې حمد او ثنا ده دا ټول د الله حق او ملک دی. نو په دي مهال دا په کار ده چې وویل شي چې له الله څخه پرته هرڅه د حمد او ثناء مستحق نه دی. که دوهم قول واخلو، نو معنا یې داسې کېږي چې د حمد ماهیت د الله تعالی حق او ملک دی. دا عبارت بیا داسې معنا ورکوي چې د دغه ماهیت او حقیقت افراد یعني ټول حمدونه یوازي د الله دي او بل مستحق نه لري.

نو په دواړو قولونو دا ثابته شوه، چې {الحمدلله} یوازي الله له پاره دی نه د بل چال له پاره. که څوک ووایي چې منعم دهغه د حمد مستحق دی چې نعمت ورکول شوی دی، استاد د هغه د شاګرد د حمد مستحق دی او عادل سلطان د رعیت د حمد مستحق دی. رسول الله ویلي دي: {من لم یحمدالناس لم یحمدلله}.

موږ په ځواب کې وایو چې که هر څوک پر کوم چا باندی انعام وکړي په حقیقت کې منعم یوازي همدا الله دی، ځکه که الله تعالی د دغه بنده په زړه کې دا د انعام کولو داعیه نه وای پیدا کړې نو بیا دې بنده دا انعام نه شو کولای. نو دا ثابته ده چې اصلي او حقیقي منعم او ورکوونکي الله تعالی دی.

پنمځه فایده: الله وایي {الحمدلله}، له دې عبارت څخه دا ښکاري چې محمود یوازي همدغه خدای تعالی دی چې عقل هم همدا وایي. دا خبره په څو وجوهو بیانېدلای شي.

لومړۍ وجهه دا ده چې الله تعالی د بنده په زړه کې دا دانعام داعیه نه وای پیدا کړې نو ده دا انعام نه شو کولای او که الله تعالی دا نعمت چې دې منعم ورکړی دی نه وای پیدا کړی نو دې منعِم بنده پر بل منعَم بنده باندې د انعام نه شو کولای او دې منعَم له دې انعام څخه ګټه نه شوای اخیستلای. نو له دې څخه دا ښکاره ده اصلي منعم یوازي الله تعالی دی.

شپږمه فایده: د الله دا قول {الحمدلله} پر دې چې دلالت کوی پرته له الله څخه بل داسې محمود نه شته او عقل هم دا وایي. دا خبره په څو وجهو بیان شوي ده.

لومړۍ وجهه: که الله تعالی د دې منعم په زړه دا د انعام داعیه نه وای پیدا کړې نو ده دا انعام نه شو کولای نو اصلي منعم یوازي الله دی.

دوهمه وجهه: هر څوک چې بل چاته انعام ورکوي نو دا انعام ورکوونکی له هغه بل څخه – چې انعام یې ورکړی دی – بدل غواړي چې دا بدل یا ثواب دی ، یا ثناء ده ، یا د حق حاصلول دي او یا ځان د بخل نه خلاصول دی. د بدل غوښتونکی انعام ورکوونکی نه دی نو د حمد مستحق هم نه دی. خو الله تعالی په خپل ذات کې کامل دی او داسې کامل نور کمال نه غواړي، ځکه چې داسې کمال غوښتل تحصیل د حاصل دی، او تحصیل د حاصل باطل، عبث او محال دی. نو د الله ورکړه او انعام پاک سپېڅلی جود او احسان دی نو ځکه الله تعالی د حمد مستحق دی. نو دا جوته ده چې دا حمد یوازي د الله له پاره دی نه د بل چا.

درېیمه وجهه: نعمت له موجودو نعمتونو څخه دی او هر موجود نعمت ممکن الوجود دی او هر ممکن الوجود الله تعالی موجود کړی دی، لکه چې په خپله الله تعالی وایي: {ومابک من نعمة فمن الله} او د حمد معنا ثناء ده پر انعام باندې. نو هر کله چې په انعام یوازي الله تعالی کولای شي نو یوازي همدا د {الحمدلله} مستحق دی.

څلورمه وجهه: نعمت په درې څیزونو بشپړېږي، لومړی دا چې نعمت هغه څیز دی چې ګټه ولري او له نعمت څخه کوم پوه ژوندی ګټه اخیستلای شي. او دا چې کوم څوک پوه او ژوندی دی، دا پوهه او ژوند هم د الله تعالی ورکړه ده. دوهمه دا چې منفعت کامل نعمت نه شي کېدلای مګر پر دې نعمت کېدلای شي چې کوم ضرر او غم په کې نه وي او له ضرر او غم څخه د منافعو خلاصون هم د الله تعالی کار دی. درېیم دا چې نعمت هغه مهال کامل نعمت ګڼل کېدلای چې د بندېدلو له ډاره په امن او خوندي وي او له ډار څخه د نعمت خوندي ساتل هم د الله کار دی. کله چې داسې ده نو ښکاره ده چې بشپړ نعمت الله ورکولای شي ځکه خو همدا الله تعالی د کامل حمد مستحق دی، نو دا سمه ده چې وویل شي {الحمدلله}.

اوومه فایده: څرګنده ده چې حمد د هغه چا مدح ده چې هغه منعم او لورېدونکی دی. څوک چې په نعمت پوه نه وي نو داسې وګړي په حمد او شکر ویلو مکلف نه دي. انسان د الله له حمد او شکر کولو څخه عاجز دی چې د ده د عاجزۍ وجهي دا دي.

لومړۍ وجهه: الله انسان ته ډېر نعمتونه ورکړي دي چې عقل ور باندې نه شي پوهېدلای ځکه چې ډېر دی. لکه چې الله تعالی وایي: {ان تعدوا نعمة الله لاتحصوها} او کله چې انسان د الله نعمتونه نه شي شمېرلی نو همدارنګه حمدونه او شکرونه هم ډېر دي.

دوهمه وجهه: انسان هومره حمد او شکر ویلی شي چې الله یې د ویلو قدرت ور کړی وي. کله چې الله تعالی د ده په زړه کې د دې حمد او شکر داعیه پیدا کړي، د حمد او شکر عوایق او حوایل یې له مخې لیري کړي چې دا ټول د الله له لوري انعامونه دي. انسان د دومره حمدونو او شکرونو د ویلو طاقت نه لري مګر که الله ورباندې خپل عظیم نعمت نازل کړی او طاقت یې ورکړي، چې پر دې نعمت هم شکر واجب دی. په دې توګه دا دومره ډېر حمدونه او شکرونه نه شي اداء کولای ځکه چې بې نهایته دي او دا محال کار دی چې بې نهایته حمدونه او شکرونه ووایي او پر محال پوري موقوف محال دی نو انسان هغه شکر او حمد نه شي کولای چې الله یې وړتیا لري. د ده د ناسېکۍ او عجز وجوه دا دي:

لومړۍ وجهه: پر انسان باندې د الله نعمتونه ډېر دي چې د ده عقل دا سېک نه لري چې دا نعمتونه وشمېرلای شي. لکه چې په خپله الله تعالی وایي: {ان تعدو نعمة الله لاتحصوها} او کله چې وګړي د الله تعالی نعمتونه نه شي شمېرلال نو د دغو نعمتو په مقابل کې له شکر او حمد څخه هم بې سېکه او عاجز دی او هغه حمد او شکر نه شي ادا کولای، چې الله یې وړتیالري.

دوهمه وجهه: وګړي هغه مهال د الله تعالی حمد او شکر ادا کولای شي چې الله د حمد او شکر سېک او قوت ور کړي او په زړه کې یې دا مینه واچوي چې د الله تعالی حمد او شکر وکړي او هغه مهال د الله تعالی حمد او شکر کولای شي، چې الله یې له مخې څخه د حمد او شکر موانع لیري کړي.

نو دا ټول امکانات د الله تعالی انعام دی چې شکر ورباندې دي واجب دی.نو وګړي دا شکر او حمد هغه مهال پوره کولای شي چې بې نهایته شکر اوحمد وکړي او دا راز شکر اوحمد کول محال دی او په محال پوري موقوف هم محال دی. نو وګړو هغه راز شکر او حمد نه شي کولای چې د الله تعالی له شان سره وړتیا لري.

درېیمه وجهه: شکر او حمد دا نه دی چې وګړي په خوله ووایي چې {الحمدلله} بلکه دا حامد دا علم او پوهه ولري چې الله تعالی د دې راز حمد او شکر مستحق دی. خو وګړي د الله تعالی د کمال او جلال د عظمت څخه بې سیکه او عاجز دی. څوک چې بې سېکه او عاجز وي نو هغه په سمه توګه د الله حمد او شکر نه شي کولای.

څلورمه وجهه: حامد او شاکر دا کمال کوي چې ده ګوندي د الله پوره حمد او شکر ادا کړی دی، دا راز حمد او شکر چې له الله تعالی سره وړ وي ناممکن دی په څو وجوهو باندې چې یوه وجهه یې دا ده چې د الله نعمتونه ډېر دي چې ادا کول یې په یو لفظ ناممکن دی. بله وجهه یې دا ده چې که څوک دا با ور ولري چې د ده حمد او شکر د الله له نعمتونو سره برابر دي نو په دې باور باندې دا شاکر او حامد مشرک شو. ځکه یوه پوه ویلي دي چې دا پوه واسطې نومېږي چې { شکر کفر دی}.

درېیمه وجهه: دا ده چې وګړي په هرڅه کې الله تعالی ته اړتیا لري او خپلواک نه دی او الله د حامدانو او شاکرانو حمد او شکر ته کومه اړتیا نه لري. نو څرنګه به وګړي د الله تعالی حمد اوشکر وکړای شي؟

د دغو وجوهو له مخې دا ثابته ده چې بنده د الله تعالی حمد او شکر نه شي کولای. ځکه الله تعالی بندګانو ته نه دي ویلي چې {احمدو الله} (د الله تعالی حمد ووایئ) ځکه چې دا چاره د دوی له لاسه پوره نه ده او الله ویلي : {لایکلف الله نفساً الاوسعها} . چې بنده ووایي {الحمدلله} نو ده دا وویل چې د ټولو حمدونو اوشکرونو وړ او مستحق یوازي الله تعالی دی -. وګړي دا حمد او شکر وویلای شي او که ویې نه شي ویلای. الله په خپله د خپل ځان حامد او شاکر دی. د بل چا حمد او شکر ته اړتیا نه لري، داود علیه سلام الله تعالی ته وویل چې ستا حمد او شکر خو پر ما باندې فرض دی او دا راز حمد او شکر خو زما په وس او سېک کې نه دی. الله تعالی ورته وویل چې تا په خپله بې سیکې او عجز اعتراف وکړ همدومره کفایت کوي.

اتمه فایده: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: {اذا انعم الله علی عبیده نعمة فیقول العبد الحمدلله فیقول الله تعالی انظرو ا الی عبدی اعتیته مالا قدر له فاعطایی مالا قیمة له} د دې حدیث تفسیر دا دی چې کله چې الله تعالی خپل بنده ته نعمت ورکړی او دا نعمت یو معتاد څیز وي لکه چې دا بنده وږی وي نو الله خواړه ورکړي او یا تږی وي او دی اوبه ورکړي چې تنده یې ماته شي، یا لوڅ لپړ وي کالي ورکړي چې پټ شي، نو چې بنده ووایي {الحمدلله} نو د دې الحمد معنی دا ده چې ټولو حامدانو حمدونه ټول د الله دي او هغه حمدونه هم د ده دي چې حامدانو لا تر اوسه پوري نه دي ویلي خو کېدای شي چې ویې وایي. نو ټول حمدونه د الله دي هغه د عرش او کرسي د ملایکو حمدونه وي او که نور او هغه ټول حمدونه د ده دي چې د آدم علیه السلام څخه نیولي تر رسول الله پوري ټولو استازو ویلي دي. هغه ټول حمدونه هم د ده دي چې حامدانو لا تر اوسه پوري نه دی ویلي، خو کېدای شي چې ویې وایي. هغه ټول حمدونه د ده دي چې د الله د دې قول پورې یې د ده بنده ګان ده ته وایي: {دعوا هم فیها سبحانک اللهم وتحییتهم فیها سلام و اخر دعوا هم ان الحمدلله رب العالمین}. بیا هم دغه محامد متناهي دي او ټول هغه محامد چې تر ابده ویل کېږي، دا ټول د ده دي. دا ټول محامد د الله په دې قول کې دا خل دي چې وایي: {الحمدلله رب العالمین}. نو ځکه الله تعالی ویلي دي: {انظروا الی عبدی قد اعطیته نعمة واحداة لاقدر لها فاعطانی من الشکر مالا حد له ولا نهایة له}. ما بې نهایته نعمت ورکړ او ده راته بې نهایته شکر راکړ.

نهمه فایده: په دې کې کڼه او شک نه شته چې وجود له عدم څخه خیر او ښه دی، نو ویلای شو چې د الله له وجود څخه پرته نور ټول وجودونه د الله ورکړه ده او دا ورکړه د ده فضل او احسان دی اود الله فضل او احسان د شکر او حمد واجبوونکی دی، نو په ټولو موجوداتو د الله حمد واجب دی. چې بنده ووایي {الحمدلله} ، معنایې دا ده چې ټول حمد چې د هر حامد له خوا څخه وي دا راز حمد یوازي د الله دی او یوازي الله یې مستحق دی. بنده وایي چې په دې حمد کې ته هیڅ شریک نه لرې دا حمد ټول یوازي ستا دی اوبس.

لسمه فایده: که څوک ووایي چې تسبیح پر تمحید مقدم دی لکه چې ویل کېږي: {سبحان الله والحمدلله}. نو ولي حمد یوازي یاد کړی شو؟ ځواب دا دی چې تمحید پر تسبیح باندې بالتضمن دلالت کوي ځکه چې د تسبیح معنا دا ده چې الله تعالی په خپل ذات او صفاتو کې له نقصانونو، نیمګړتیاوو او افاتو څخه مبراء او پاک دی. حمد په دې معنی هم دلالت کوي چې الله پر بندګانو او خلکو باندې منعم، رحیم دی، تسبیح دې ته اشاره ده چې الله تام او پوره دی او تمحید دې ته اشاره ده چې الله لا ډېر تام او پوره دی. نو له همدې کبله پر حمد پیل اولی او ډېر ښه دی.

یوولسمه فایده: په {الحمدلله} کې ماضي او مستقبل دواړه راځي. په ماضي کې یې خپلو بندګانو او مخلوقاتو ته نعمتونه ورکړي دي او په مستقبل او وروستمهال کې یې هم ورکوي، لکه چې وایي: {لئن شکرتم لأزیدنکم}. په حمد باندې پر حامد د دوزخ دروازې بندېږي. د جنت دروازې ورته پرانیستل کېږي چې همدا د حمد ستر برکت او کمال دی او له همدې امله چې د جنت دروازې د {الحمدلله} له برکته پرانیستل کېږي دې سورت ته فاتحه وایي.

دوولسمه فایده:

الحمدلله ډېره لویه او مبارکه کلمه ده، خو په خپل ځای کې او که بې ځایه وي نو بیا مقصود په لاس نه راځي «سری سقطی» ته – چې یو روحاني تېر شوی دی – چا وویل چې طاعت او عبادت باید څرنګه وشي؟

هغه وویل: چې ما یو ځل بې ځایه الحمدلله وویله، د دې بې ځایه الحمدلله ویلو له کبله دا دېرش کاله کېږي استغفار کوم او له الله څخه بخښنه غواړم. ورته وویل شول چې څرنګه دي الحمدالله بې ځایه ویلې ده چې له دې بې ځایه الحمدلله ویلو څخه بخښنه غواړې؟

سقطي ورته وویل په بغداد ښار کې اور ولګېده او د ټولو وګړو دکانونه وسول خو زما دکان نه وسو. چا را ته وویل چې د ټولو وګړو دکانونه وسول خو یوازي ستا د کان ونه سو. نو ما وویل الحمدلله چې زما دکان نه دی سوی. زما دا حمد بې ځایه و ځکه چې ما باید د نورو وګړو د دکانونو په سوزېدلو خوا بدي کړي وای. ما وویل الحمدلله چې زما دکان ونه سو. کله چې زه پوه شوم چې غلط شوم – یوازي د خپل دکان په نه سوځېدو مې خوښي وکړه – نو خوابدی شوم او د دغه بې ځایه الحمدلله ویلو له کبله دا دی دېرش کاله کېږي چې له الله څخه استغفار او بخښنه غواړم. الحمدلله خو لویه او ستره د جلال او کمال کلمه ده خو باید چې په ځای وویل شي.

دیارلسمه فایده: هغه لومړۍ کلمه چې زموږ پلار آدم علیه السلام، یاده کړي ده هغه الحمدلله ده او هغه وروستۍ کلمه چې جنتیان یې وایي هغه هم همدا الحمدلله کلمه ده. لومړۍ کلمه آدم علیه السلام په دې توګه ویلي ده چې کله روح د ده نو (سره) ته ورسېده نو ده وویل: الحمدلله رب العالمین. او دا چې جنتیان یې بیا د وروستي ځل له پاره وایي هغه داسې ده: {و اخر دعواهم ان الحمدلله رب العالمین} نو د عالم پېل او فاتحه هم په الحمدلله شوي ده او همدارنګه یې پای او اخر هم په الحمدلله شوي ده.

نو ته هم هڅه کوه چې لومړی او پای دې د الحمدلله په همدې مبارکه کلمه وي، ځکه چې د انسان عالم ووړ دی نو چاره یې په کار ده چې د ستر عالم په شان په الحمدلله وي.

څوارلسمه فایده: جبریه او قدریه دواړو ډلو عالمانو په الحمدلله تمسک کړی او همدا الحمدلله یې د ځان له پاره سند ګرزولی دی. جبریه و په څو وجهو په الحمدلله تمسک کړی دی.

لومړۍ وجهه: هر کله چې د چا فعل اشرف او اکمل وي او د ده نعمت ډېر ښه او اعلی وي نو همدی د ډېر حمد او ثنا مستحق دی. په دې کې شک نه شته چې په مخلوقاتو کې ډېر اشرف څیز ایمان دی. که ایمان د بنده فعل وای نو بنده به له الله څخه د حمد ډېر مستحق وای. څرنګه چې داسې نه ده نو موږ پوه یو چې ایمان د الله مخلوق دی نه د بنده.

دوهمه وجهه: امت په دې اجماع کړي ده چې الحمدلله د ایمان په نعمت دی. که دا ایمان د بنده فعل وای او د الله فعل نه وای نو د وګړو دا وینا {الحمدلله علی نعمة الایمان} به باطله وه ځکه چې حمد د فاعل پر هغه څه باندې چې هغه د ده فعل نه دی، باطل دی، ځکه چې الله تعالی ویلي دي: {ویحبون ان یحمدو بما لم یفعلو}.

درېیمه وجهه: موږ دا خبره ثابته کړي ده چې الحمدلله څخه بل هیڅوک د حمد مستحق نه دي، نو ټول حمد به هغه مهال د الله و چې ټول نعمتونه د ده له لوري وای. ایمان ډېر افضل نعمت دی نو واجب ده چې ایمان د الله له لوري وي.

څلورمه وجهه: الحمدلله په خپله د خپل ځان مدح کوي او د ځان ستایل په وګړو کې بد او قبیح ګڼل کېږي. نو کله چې الله خپل کتاب قرآن کریم په الحمدلله پیل کړ چې دا الحمدلله په خپله د ده مدح ده نو له دې څخه دا جوته شوه چې د الله حال د بندګانو له حال څخه بېل دی. هغه دا چې بندګان په خپله مدح بد ښکاري او قبیح کار دی خو الله تعالی په خپله ستاینه او حمد ښه ښکاري نو داسې کېږي چې په کوم څیز بنده بد ښکاري په هغه څیز الله ښه ښکاري او دا خبره په دې دلالت کوي چې الله مقدس دی او د ده افعال د بندګانو په افعالو نه قیاسېږي.

د بندګانو ځینې چارې قبیحي دي خو د الله ټولې چارې ښې او حسنې دي چې په دې باندې د اعتزال ټول اصول ړنګېږي.

پنځمه وجهه: د معتزله و په نزد د الله ټول افعال حسن دي او په کار ده چې د ده افعال په حسن سربېره یو بل صفت هم ولري او که نه نو د ده افعال به عبث شي. عبثکاري د الله په باره کې محاله ده – الله عبث کار نه کوي. هغه څیز چې پر حسن باندې زاید دی هغه به یا واجب وي او یا به د ده تفضل او مهرباني وي. د واجب مثال نېکچارو ته د دوی د اعمالو ثواب ورکوي او د تفضل مثال دا دی چې څه د چا حق وي هغه خو ور کولی شي او لا نور هم ور کولی شي.

دا خبره په دې کې چې الله تعالی د حمد مستحق دی عیب پیدا کوي او زموږ د دې وینا چې وایو الحمدلله صحت باطلوي. د دې خبرې بیان او بفصیل دا دی: اداء د واجب د حمد استحقاق نه لري، لکه د یو چا چې پر یو بل چا باندې پور وي او هغه پور وړی پور حقدار ته ورکوي نو دا پوروړی د حمد او ستاینې مستحق نه دی. که پر الله باندې کوم فعل واجب وي نو د دغه په مقابل کې د حمد استحقاق نه لري او که الله تعالی له چا سره تفضیلآ ښه وکړي نو په دې راز ښو کولو د مدح حقدار شو او چې دا حق ور ورسېده نو کامل شو چې د دې حق تر رسېدو د مخه ناقص و او د دې دا معنا ده چې الله تعالی د حمد مستحق نه دی.

شپږمه وجهه: الحمدلله په دې دلالت کوي چې الله تعالی محمود دی. نو ویل کېدا شي چې دا حمد او مدح الله تعالی لره لذاته ثابته ده او که ثابته نه ده. لومړی ممتنع دی چې حمد ور لره لذاته ثابت دی نو دا د بل چا د مدحې له پاره ممتنع دی. دا هم ممتنع ده چې کوم څیز د ده له پاره موجب د حمد وي او هغه د ذم او بد ویلو استحاق ولري ځکه هغه چې د ده د ذات له پاره ثابت دی د دې څیز ثبوت د بل له پاره ممتنع دی.

چې داسې وي نو پر الله باندې هیڅ څیز واجب نه دی نو بندګان پر الله باندې کوم حق نه لري چې الله یې عوض ور کړي او یا ثواب ورکړي. په دې خبره د معتزله اصول ړنګېږي او دوهم قول چې الله لذاته د حمد مستحق نه دی نو په دې صورت الله ناقص لذاته دی او پر بل څیز ورته کمال حاصلېږي او دا خبره د الله په حق کې محاله ده ځکه چې الله په خپله کامل دی او د بل کوم کمال په انتظار کې نه دی چې ور باندې کامل شئ.

خو معتزله وایي: چې د الله تعالی دا قول الحمدلله هغه وخت ذات دی چې د ده په فعل کې قبیح نه شته او د ده په قضاءګانو کې ځور او تېری نه شته او د ده په حکمونو کې ظلم نه شته، موږ وایو چې الله تعالی همدغسي دی، نو الله تعالی د سترو حمدونو او مدحو مستحق دی.

جبریه وایي چې هر قبیح د الله تعالی فعل دی او هم جور د ده حکم دی. هر عبث د ده کار دی، ځکه چې همدا الله تعالی په کافر کې کفر پیدا کوي بیا یې په همدغه کفر عذابوي. حیوانات ځوروي خو عوض او بدل نه ورکوي نو په دې تقدیر به څرنګه د حمد مستحق شي؟ بله دا ده چې الله تعالی د الهیت په سبب همدغه حمد مستحق دی.

چې دا حمد به یا پر عبد او بنده باندې وي او یا به په خپله پر همده باندې وي، که دا حمد پر بنده باند وي نو پر بنده واجب ده چې به په حمد ویلو قادر وي چې په دې توګه د بنده په خبر باندې قول باطل دی.

که حمد پر الله تعالی وي نو دا واجبېږي چې الله تعالی به په خپله د خپل ځان حمد وایي او دا قول باطل دی چې الله تعالی په خپله د خپل ځان حمد ووایي. نو ځکه قدریه وایي چې د الله حمد پر بنده لازم دی نو بنده فاعل دی او پر حمد ویلو قادر دی، ځکه چې زموږ دا وینا سمه ده.

پنځلسمه فایده: پوهان په دې کې اختلاف لري چې د الله تعالی شکر په عقل واجب دی او که په سمع یعنی چې عقلي واجب دی او که سمعي. ځیني وایي چې د شکر وجوب په سمع واجب دی، ځکه چې الله تعالی وایي: و ما كنا معذبين حتي نبعث رسولا} او دا هم وایي: {رسلآ مبشرین و منذرین لئلا یکون لنابین علی الله حجة بعد الرسول} او ځینې پوهان وایي: چې شکر پر بنده باندې د شرع له راتللو څخه د مخه هم ثابت او لازم دی او د شرع تر راتللو څخه وروسته هم لازم دی. بالاطلاق. د دې دلیل د الله تعالی دا قول دی چې وایي: {الحمدلله} او د دې خبرې بیان او توضیح څو وجهې لري.

لومړۍ وجهه: دا ده چې الله وایي الحمدلله نو دا به پر دې دلالت کوي چې دا حمد د الله تعالی حق او ملک دی. علی الاطلاق. او دا د دې دلیل دی چې حمد د شرع له راتللو له مخي لازم او واجب دی او الله یې مستحق دی.

دوهمه وجهه: دا ده چې الله تعالی وایي: {الحمدلله رب العالمین} او د فقهې په اصولو کې دا ثابته شوي ده چې د حکم ترتیب پر مناسب وصف باندې پر دې دلالت کوي چې دا حکم معلل دی په همدغه وصف باندې یعني د دې حکم علت همدا وصف دی. نو دلته الله تعالی حمد خپل ځان ته ثابت کړی دی، ویلي یې دي چې الله رب العالمین دی او پر دوی باندې رحمان او رحیم دی. چې دا سي ده نو دا ثابته ده چې پر ټولو حالاتو کې الله تعالی د حمد مستحق دی، د نبي له راتللو له مخه وي او که د ده له راتللو وروسته وي خو دی مطلق د حمد مستحق دی.

شپاړسمه فایده: پر موږ واجب ده چې د حمد حقیقت او ماهییت وپېژنو، نو وایو چې د الله تعالی تمحید له الحمدلله څخه عبارت نه دی، ځکه چې زموږ دا قول {الحمدلله} له حمد څخه اخبار او خبر ورکول دي او اخبار له مخبرعنه څخه مغایر وي. نو دا واجب ده چې د الله تمحید له الحمدلله څخه مغایر وي نو اوس وایو چې د منعم حمد عبارت دی له هر هغه څخه چې د منعم پر تعظیم او سترتیا باندې د ده د انعام له امله دلالت کوي، دا فعل به یا د زړه فعل وي ، یا به د ژبي فعل وي، یا به د حوارحو او اندامونو فعل وي.

د زړه فعل دا دی چې زړه دا باور ولري چې الله تعالی د کمال او جلال په صفتونو موصوف دی او د ژبي فعل دا دی چې داسې الفاظ پر ژبه باندې راوړل شي چې د الله تعالی پر کمال او جلال دلالت وکړي او د اندامونو فعل دا دی چې په اندامونو داسې چارې وکړي چې دا چارې د الله تعالی پر جمال او کمال باندې دلالت وکړي چې د حمد همدا معنا ده.

په دې مقام کې پوهان په دوو ډلو وېشل شوي دي:

لومړۍ ډله هغه پوهان دي چې وایي: دا جایز نه ده چې د الله تعالی پر خپلو بندګانو باندې امر وکړي چې د ده عبادت وکړي او په دې قول باندې یې په څو وجهو باندې استدلال کړی دی.

لومړۍ وجهه: دا ده چې پر بندګانو به یې دا تمحید او حمد ویل پر هغه نعمت واجب کړي وي چې د مخه یې ورکړی دی او یا دا چې تر دې حمد ویلو به یې وروسته ورکوي. لومړی صورت باطل دی چې په ورکړي نعمت له بندګانو څخه تمحید وغواړي، ځکه چې د دې دا معنی کېږي چې الله تعالی له خپلو بندګانو څخه په خپل نعمت ورکړه مکافات او بدل غواړي او دا د کرم او مهربانۍ له پاره عیب دی، ځکه چې کرم انعام پر چا باندې وکړي له هغه څخه بیا نه غواړي چې مکافات ورکړي.

دوهم دا ده چې له انعام څخه د مخه ور څخه حمد ویل غواړي چې دا د بل چا ستړي کول او ځور دی. دا ظلم دی. بله دا ده چې دا راز حمد ویل پر حامد باندې خوشي بې ګټې بار دی او منعم ته کومه فایده نه لري، ځکه چې منعم او محمود په خپله په خپل ذات کې کامل او پوره دی، کوم بل څیز ته اړتیا نه لري او کامل ته دا مستحیل دی چې پر بل چا باندې خپل کمال حاصل کړي او تحصیل د حاصل کېږي. نو دا حمد ویل عبث او ضرر دی، نو واجب ده چې دا راز حمد مشروع او روا نه وي.

درېیمه وجهه: دا ده چې د ایجاب معنا دا ده چې که بنده دا کار ونه کړي چې ور باندې واجب دی نو د عذاب مستحق دی نو معنا دا ده چې الله تعالی بنده ته وایي، که دي دا واجب ونه کړ زه به عذاب در کړم او دا حمد الله ته کومه ګټه نه لري نو معنا دا شوه چې په دې فعل کې د هیچا ګټه نه شته نه د خالق او نه د مخلوق. «که دا بې ګټې کار دي ونه کړ نو زه به دي تر ابده په عذاب کړم!» دا ډول پرېکړه له حکیم او کریم لایقه نه ده.

دوهمه ډله وایي حمد ویل په څو وجهو بې ادبي ده:

لومړۍ وجهه: د الله ډېر احسان د بنده د لږ شکر په مقابل کې راځي او دا بې ادبي ده.

دوهمه وجهه: شکر هغه مهال کېږي چې نعمت په زړه کې یاد وي او زړه په دغه نعمت مشغول وي او د الله معرفت ته یې پام نه وي.

درېیمه وجهه: بنده د نعمت په مقابل کې د الله شکر کوي او دا په دې دلالت کوي چې دا بنده دا شکر او حمد د دې له پاره کوي چې ده بنده ته دا نعمت ورکړی دی او د دې سړي مطلب او معبود همدا نعمت دی او خپله خوښي یې مطلب ده، دا ډېر ټیټ مقام دی والله اعلم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *