تفسیرالکبیر

درېیم څپرکی

د رحمن، رحیم تفسیر

د فوایدو په باره کې یې:

رحمن یعني داسې نعمت ور کوونکی چې بندګان د داسې نعمت د ورکړې سېک او توان نه لري. له ابراهیم بن ادهم څخه حکایت دی چې وایي: زه د یو چا مېلمه وم، نو دسترخوان وغوړېده، یو کارغه راغی او یوه ډوډۍ یې وتښتوله، نو ما ورته تعجب وکړ اوهکپک شوو. بیا دا کارغه پر یوه غونډۍ باندې کښېناست چې هلته یو سړی له لاسونو او پښو څخه کلک پلک تړلی پروت و، نو کارغه دا ډوډۍ هغه ته ور وغورځوله چې د بندي په مخکې ولوېدله.

ذوالنون ویلي دي: چې زه په کور کې وم چې ناڅاپه مې په زړه یوه ولوله پیدا شوه او په دې ولوله له ځان څخه بې ځانه شوم. نو له کور څخه ووتلم او د نیل غاړې ته ورسېدلم. هلته مې یو غټ لړم ولید، چې منډه یې اخیستي وه. دا لړم د سین غاړې ته ورسېد.بیا دې لړم ټوپ کړ او د یوې چونګښې پر شا باندې ودرېد او چونګښه روانه وه او لامبو یې وهله، نو بیا دا چونګښه په یوه بېړۍ کې ور وختله چې چونګښه د نیل پوري غاړې ته ورسېدله او لړم یې له شا څخه کوز شو. نو په منډو روان شو، زه هم ور پسې وم، نو هلته مې له یوې ونې لاندې یو زلمی ویده ولید.

لیده مې چې یو مار ورته راغی او کله چې مار دې زلمي ته ورسېده، دا لړم هغه مار ته ورسېد، نو لړم ټوپ کړ پر مار باندې او هغه ته یې نېش ورکړ، ویې چیچه. مار هم لړم وچیچه. دواړه مړه شول. دا له ونې لاندې پروت زلمی له دواړو مار او لړم څخه روغ رمټ پاتي شو.

حکایت دی چې د کارغه بچی له هکۍ څخه ووځي، بڼکې نه لرې او داسې ښکاري لکه د غوښې یوه سره بوټۍ او کارغه ورڅخه وتښتي او نه یې ساتي. بیا په دغه سره بوټۍ باندې میاشي راټول شي ځکه چې دا د کارغه بچی یوه سره د غوښې بوټۍ ښکارې. دی په همدې حال وي چې بڼکې ور باندې پیدا شي او په بڼکو کې پټ شي. نو په دغه مهال یې مور راشي. ځکه خو د عربو په دعاء ګانو کې ویل کېږي: «ای، په ځالو کې د بچیو ساتونکیه!» نو له دغو مثالونو څخه ښکاري چې د الله فضل عام دی او احسان یې شامل دی، هر چاته رسېږي او رحمت یې پراخه دی.

حوادث او پېښې دوه ډوله دي: ځینې پېښې داسې دي چې سړی ګمان کوي چې دا ښې پېښې دي خو هغه ښې نه وي، بلکې په حقیقت کې عذاب او کړاو وي. ځینې داسې پېښې دي چې په ښکاره کړاو ښکاري خو په حقیقت کې د الله فضل، احسان او رحمت وي.

لومړی قسم دا دی: که پلار خپل زوی پرېږدي چې هر څه یې زړه وي هغه کوي او پلار یې ادب نه ورکوي او ورته نه وايي چې علم زده کړي، نو په ښکاره خو دا پلار پر زوی لور مهرباني کوي خو په واقعیت کې ور سره دښمني کوي.

دوهم قسم دا دی: لکه پلار چې زوی په ښوونځي کې را ایسار کړي او علم ورباندې زده کوي نو دا خو په ښکاره یو لوی کړاو دی خو په حقیقت کې یو ښه په زړه پوري لور او نعمت دی. په همدې راز که د کوم وګړي په لاس کې وژونکی ټپ پیدا شي او دا وګړی دا خپل لاس د نور سرایت له کبله پرې کړي، نو دا خو په ښکاره یو ستر کړاو دی، چې په باطن کې راحت او رحمت دی، نو احمق په ظاهر غولېږي او هوښیار عاقبت او اسرارو ته ګوري.

نو هر کړاو که په دنیا کې کړاو او درد او خوږ ښکاري، خو په حقیقت کې رحمت او حکمت دی. حکمت یې په دې توګه دی چې که ډېره ګټه او ښېګڼه د لږې ګټې او ښېګڼې له پاره پرېښودل شي، نو دا ډېر بد کار دی. نو په هغه تکالیفو کې چې الله پر بنده ایښي دي له بدني اړیکو څخه د ارواحو پاکي او سپېڅلتیا ده، لکه چې الله تعالی فرمایلي: {ان احسنتم احسنتم لانفسکم}. او د دوزخ د پیدا کولو مقصود دا دی چې وګړي له بدیو څخه لیرې شي، ښېګڼو او نېکیو ته مخه کړي. کله چې الله تعالی وایي: {ففروا الی الله} په دې باره کې ښه مثال د موسی او خضر علیهما السلام کیسه ده. د موسی حکم د امورو پر ظاهر بناء و، نو د بېړۍ ورانول ورته ښه ښکاره نه شول او د هلک وژل او د دېوال جوړول ورته بد معلوم شول او خضر علیه السلام ملامت وګاڼه. خو د حضر علیه السلام چارې په پټو اسرارو بنا وې نو حضر علیه سلام، ورته اسرار بیان کړل او ویې ویل: {اما السفینه فکانت لمساکین یعملون فى البحر فاردت ان اعیبها و کان وراءهم ملک یاخذ کل سفینه غصبا، و اما الغلام فکان ابواه مو منین فخشینا ان یرهقهما طغیانا و کفرا، فاردنا ان یبدلهما ربهما خیرا منه زکوه و اقرب رحما، و اما الجدار فکان لغلامین یتیمین فى المدینه و کان تحته کنز لهما، و کان ابوهما صالحا فاراد ربک ان یبلغا اشدهما و یستخرجا کنزهما رحمة من ربک }.

نوله دې قصې څخه دا ښکاره ده حکیم محقق هغه ذات دی چې خپل کار پر حقایقو بنا کړو، نه پر ظاهر باندې، نو کله چې ستا کوم څیز نه خوښېږي او عقل دي ور څخه کرکه کوي نو پوه شه چې په دې کې پټ اسرار د کامل حکم شته او د ده حکمت او رحمت دا غوښتنه. په دې مهال تا ته د {الرحمن الرحیم}، د اسرارو سمندر ښکاره کېږي.

دوهمه فایده: { الرحمن } د الله خاص نوم دی او رحیم هم الله ته ویل کېږي او هم نورو ته. نو که وویل شي چې پر دې توګه الرحمن اعظم دی،نو ولې الله تعالی دانی یعني الرحیم له اعلی پسي یعني الرحمن پسي یاد کړی دی؟

د دې پوښتنې ځواب دا دی چې له ستر لوی څخه لږ او سپک څیزونه غوښتل کېږي. ویل کېږي چې څوک کوم ستر شخص ته ورغی ورته یې وویل د یو اسان او لږ کار له پاره تا ته راغلی یم. نو هغه ورته وویل چې د دې لږ کار له پاره یو ووړ سړی چېرته وګوره. نو {الرحمن الرحیم} باندې الله ورته وایي چې له ما څخه ستر کار غواړې او د واړه کار غوښتل درته ستونزمن ښکاري، خو لکه څرنګه چې ته ما رحمان ګڼې او سترې چارې را څخه غواړې نو له ما څخه دې د څپلۍ پیاړمه وغواړه او هم را څخه د کټوۍ له پاره مالګه وغواړه. لکه چې الله تعالی موسی علیه السلام ته وویل: یا موسی د خپلې کټوۍ مالګه او د خپل پسه او مږ واښه له ما څخه غواړه.

درېیمه فایده: الله خپل ځان په { الرحمان الرحیم } ستایلی دی. بیا ده مریم علیها اسلام، ته یو رحمت ورکړ، لکه چې وایي: {ورحمة منا وکان امراً مقضیا}. نو دغه رحمت د دې د نجات سبب شو چې د کفارو او فجارو له توبیخ او ګواښ څخه وژغول شوه. بیا زه چې الله هره ورځ کې څلور دیرش واره یادوم او وایم چې دی رحمان دی، دی رحیم دی، او لفظ د { الرحمن الرحیم } په هر رکعت کې دوه ځله ویل کېږي، یو وار په {بسم الله الرحمن الرحیم } کې او یو وار په { الحمدلله رب العالمین الرحمن الرحیم } کې. نو کله چې یو وار د رحمت ذکر له ستونزو څخه د مریمې له پاره د نجات سبب شو نو ایا د مسلمانانو له پاره د { الرحمن الرحیم } دا ډېر تکرار به له دوزخ څخه د نجات سبب نه شي؟ ارو مرو به شي.

په برکت به یې له اور او عار او همدارنګه له هلاکت څخه خلاص شي.

څلورمه فایده: الله تعالی رحمن، دی ځکه چې دی هغه څه پیدا کولای شي چې بنده یې د پیدا کولو سېک نه لري، او رحیم دی ځکه چې هغه څه پیدا کولای شي چې بنده د هغه شي دجنس د پیدا کولو قدرت نه لري. نو دا داسې شوه لکه چې الله وایي: زه رحمن یم ځکه یوه نا څیزه نطفه وې او ما تا ته ښکلی صورت او څېره در کړه، لکه چې الله وایي: {وصورکم فاحسن صورکم} او رحیم یم ځکه چې ته ما ته ناقص عبادت کوې او زه تا ته سپېڅلی جنت درکوم.

پنځمه فایده: وايي چې د یو زلمي مرګ را نژدې شوی و او د شهادت د کلمې له ویلو څخه چې {اشهدان الاله الا الله} ده، ژبه ناتوانه پاتي وه او دا کلمه یې نه شوه ویلای. نو وګړي رسول لله ته راغلل چې فلانی د شهادت کلمه نه شي ویلای. نو رسول الله، هغه سړي ته ورغی او د شهادت کلمه یې ورته ور وړاندي کړه، چې ویې وایي. دی خوزېده او نا ارامه و، ژبې یې کار نه کاوه نو رسول الله وویل: دې سړي لمونځ کاوه او روژه یې نیوله؟ هغوی ورته وویل، هو! رسول الله وویل: پلار او مور یې ورڅخه خوابدي ول؟ هغوی وویل هو مور او پلار ورڅخه خوابدي ول. نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: مور یې راولئ. نو مور یې راغله چې یوه زړه بوډۍ وه، نو رسول الله دې ته وویل: ایا دې زوی ته دي عفوه کوې؟ هغې ورته وویل، زه ورته عفوه نه کوم، ځکه چې زه ده په څپېړه ووهلم او زما سترګه یې ړنده کړه. نو رسول الله علیه سلام، ورته وویل: لرګي او اور راوړئ. نو د هغه ناروغه مور وویل، چې لرګی او اور څه کوې؟ رسول الله، ورته وویل چې ستا په مخکې یې په اور کې سوزم، ځکه ده ته خوابدي کړې یې. نو هغې ورته وویل: زما ورته عفوه ده ما بخښلی دی.

نو د دې ناروغه ژبه په شهادت کلمه وچلېده. اصلي خبره دا ده چې د ده مور مهربانه وه، یعني چې رحیمه وه او رحمانه نه وه، د دغه لږ رحمت له کبله یې مور راضي نه شوه چې زوی یې په اور وسوزي. رحمن رحیم، هغه ذات دی چې د خپلو بنده ګانو ګناهونو ته نه ګوري او عفوه ورته کوي. له دې څخه دا ښکاري چې هغه چا سره به څومره ښه کوي چې همېشه د ده عبادت کوي او د شهادت کلمه وایي.

شپږمه فایده: کله چې د احد په جګړه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، رباعي غاښ، مات شو نو ویې ویل: {اللهم اهدقومی فانهم لایعلمون} (ای الله زما قوم ته لارښوونه وکړه ځکه چې دوی نه پوهېږي.) نو ښکاره خبره ده چې رسول الله، به د قیامت په ورځ وایي: {امتی امتی} او دا د ده له طرفه په دنیا او آخرت کې ډېر ستر کرم داو مهرباني ده. رسول الله، ځکه داسې مهربانه دی چې رحمت دی، لکه چې الله تعالی وایي {وماارسلناک الارحمة للعالمین} کله چې په یو رحمت کې د امت دومره ګټه او ښېګڼه ده نو هغه به څومره مهربانه وي چې رحمن او رحیم دی؟ او دا هم یو روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي: {اللهم اجعل حساب امتی علی یدی} (ای الله زما د امت حساب واک زما په لاس کړې). رسول الله له دومره رحمت او مهربانۍ سره بیا هم د یو سړي د جنازې لمونځ نه کاوه، ځکه چې هغه سړي دوه درهمه پوروړی و او رسول الله صلی الله علیه وسلم، عایشه د افک په سبب له کوره ویستله. نو الله تعالی ورته وویل: چې ته د یو رحمت خاوند یې: {وماارسلناک الا رحمة للعالمین} او یو رحمت دعالم د مخلوقاتو د اصلاح له پاره کفایت نه کوي، نو ته ما او زما بنده ګان سره پرېږده او ما او ستا امت سره پرېږده چې زه به ور سره څه کوم، ځکه چې زه الرحمن الرحیم یم.

 

اوومه فایده: قدریه پوهان وایي څرنګه به الله، الرحمن او رحیم شي، چې خلق یې د اور له پاره پیدا کړی دی او ابدي کړاو به ورکوي. هغه څوک به څرنګه رحمن او رحیم شي چې په کافر کې کفر پیدا کوي او بیا دا کافر عذابوي. او څرنګه به هغه څوک رحمن او رحیم، شي چې وګړو ته پر ایمان امر کوي او بیا یې مخه نیسي چې مومن شي؟ جبریه پوهان وايي: ډېر نعمت او رحمت هغه ایمان دی. نو که ایمان د رب له لوري نه وي، بلکه د بنده له خوا څخه وي نو د رحمن او رحیم، له بنده سره ښه لګېږي نه له الله سره. والله اعلم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *