تفسیرالکبیر

څلورم څپرکی

د مالک یوم الدین، تفسیر

په دې کې څو فایدې راغلي دي:

لومړۍ فایده: د الله دا قول چې وایي الله مالک یوم الدین دی، معنا یې دا ده چې الله تعالی د بیا را ژوندي کېدو او د جزاء دورځې څښتن دی.

د نېکچارۍ او بد چارۍ تر مینځ توپیر شته او منونکی او نا منونکی فرق لري، موافق او مخالف سره توپیر لري. دا توپیر او فرق د جزاء په ورځ معلومېږي. لکه چې الله تعالی وایي: {لیجزی الذین اساو ا بما عملوا و یجزی الذین احسنوا بالحسنی} او دا هم الله تعالی ویلي دي: { مْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ } او دا یې هم ویلي دي: { إِنَّ السَّاعَةَ آتِیَةٌ أَکادُ أُخْفِیها لِتُجْزَى‏ کلُ‏ُّ نَفْسِ  بِمَا تَسْعَى }. وګوره چې که یو څوک ظالم پر مظلوم باندې مسلط کړي او بیا ور څخه د مظلوم انتقام او کسات نه اخلي، نو دا انتقام نه اخیستل به یا د عجز او بې سېکۍ له کبله وي او یا به په دغه ظلم خوښ او راضي وي. یا به نه پوهېږي چې له ظالم سره څه وکړي، او دا درېواړه صفتونه د الله په باره کې محال دي. نو واجب ده چې الله تعالی د مظلومانو انتقام له ظالمانو څخه واخلي.

کله چې دا انتقام په دې نړۍ کې وانه خیستل شي نو لازمه ده چې په اخر کې له ظالم څخه د مظلوم انتقام واخیستل شي چې همدا د الله د دې قول: {مالک یوم الدین} مراد دی او د دې قول چې وایي: {فمن یعمل مثقال درة خیراً یره} مراد همدا دی. روایت دی چې د قیامت په ورځ به یو سړی راوستل شي نو دا سړی به خپلو ټولو چارو ته وګوري نو په خپلو چارو کې به کومه ښه او د ګټې چاره ونه ګوري. نو غږ به ورته وشي چې ای فلانیه د خپل عمل په برکت جنت ته ننوځه، نو دا سړی به ووایي ای الهی! ما څه کړي دي چې جنت ته ورباندې ننوځم؟ نو الله تعالی به ورته ووایي: ایا ته خبر نه یې چې یوه شپه ته ویده وې او په اړخ اووښتې رااوښتې چې په دې مهال کې دي وویل: {الله} بیا درباندې فی الحال خوب غلبه وکړه نو دا له تا څخه هېر شول چې تا الله ویلي دي او ما ته خو نه خوب راځي او نه سر دروندوالی نو له ما څخه ستا الله ویل نه دي هېر شوي.

همدا رنګه سړی راوستل شي او عمل یې تلل کېږي. دا عمل حسن وي او که بد عملي وي نو د ده حسنات کم شي بیا یو پاکټ راوړل شي، نو دا پاکټ د ده دحسناتو تله درنه کړي، ځکه چې په دې پاکټ کې لیکل شوي وي چې {اشهدان لااله الا الله} نو د الله له ذکر سره هیڅ څیز نه برابرېږي.

دا یوه ښکاره خبره ده چې واجبات په دوه ډوله دي:

اول ډول د الله حقوق دي او دوهم ډول د بنده ګانو حقوق دي. د الله په حقوقو کې مسامحه کېدلای شي، ځکه الله د عالمونو څخه غني او بې پروا دی. خو د بندګانو حقوق باید وساتل شي او له ورانولو څخه یې ځان ساتل په کار دي. روایت دی چې ابو حنیفه {رح} یو مجوسي ته پور ورکړی و نو دی ور پسي ورغی چې خپل پور ورڅخه وغواړي کله چې د پوروړي د کور دروازې ته ورسېده نو د ده کوښو ته نجاست ورسېده نو ده خپله کوښه وڅنډله نوهغه نجاست د ده له کوښې څخه لیري شو او د مجوسي د کور پر دېوال باندې ور ولوېده، نو ابوحنیفه {رح} حیران شو او ویې ویل: که دا نجاست همداسې پرېږدم نو د مجوسي دېوال به بد ښکاره شي او که دا نجاست د مجوسي له دېوال څخه وتوږم، نو دمجوسي دېوال به خراب شي. نو دروازه یې ور وټکوله، یوه نجلۍ را ووتله، ده ورته وویل: خپل مولا ته دي ووایه چې ابوحنیفه په دروازه کې دی. نو مجوسي ورته راووت او ګمان یې وکړ چې خپل پور به ور څخه وغواړي، نو په عذر یې ورته پیل وکړ. ابوحنیفه {رح} د دېوال د نجس کېدو ورته وویل او ورته یې وویل چې دا دېوال څرنګه پاک کړي؟ نو مجوسي ورته وویل، چې زه غواړم چې خپل ځان پاک کړم. نو مسلمان شو. خبره دا ده چې ابوحنیفه له بد ظلم څخه ځان ساته چې دا د مجوسي د مسلمانېدو سبب شو، نو که څوک له ډېر ظلم څخه ځان وساتي څومره ګټه به وکړي او له الله سره به یې څومره قدر وي.

دوهمه فایده: په {مالک یوم الدین} کلمه کې قدریانو اختلاف کړی دی، چا {مالک یوم الدین } لوستلی دی او چا { ملک یوم الدین } لوستلی، د هغو حجت چې مالک وایي څو وجهې لري:

 

لومړۍ وجهه: په مالک، کې یو توری زائید دی نو په داسې لوستلو کې ثواب ډېر دی.

دوهمه وجهه: دا ده چې په قیامت کې ډېر ملوک وي خو مالک به یو وي چې هغه الله دی.

درېیمه وجهه: مالک کله ملک وي او کله ملک نه وي بلکه چې ملک کله مالک وي او کله مالک نه وي. ملکیة او مالکیة کله کله یو له بل څخه توپیر لري، مالیکیه د تصرف د ازادۍ سبب دی او ملکیة داسې نه دی، نو مالک له ملک څخه اولی دی.

 

څلورمه وجهه: ملک، رعیت لري او مالک مریه ګان لري او د مریه حال د یو رعیت له حال څخه ټیټ دی. نو قهر اوزور په مالکیت کې له ملکیة څخه ډېر دی. ښکاره ده چې مالک له ملک څخه په لوړ حال کې وي.

 

پنځمه وجهه: رعیت د ملک له ملک څخه ځان ایستلای شي خو مال او مریه د مالک له مالکیت څخه ځان نه شي ایستلای. نو ښکاره ده چې مالکیت له ملکیت څخه پیاوړی او زور ور دی.

 

شپږمه وجهه: پر ملک باندې د رعیت د حال رعایت واجب دی او پر رعیت باندې د ملک خدمت او چوپړ لازم نه دی، خو پر مریه باندې د څښتن چوپړ لازم دی او مریه د څښتن له امر څخه په خپل واک کې نه دی. همدا وجهه ده چې د مریه قضاء او امارت او شهادت صحیح نه دی او کله چې څښتن سفر ته ځي او مریه ور سره وي دا مریه هم بالتبع مسافر ګڼل کېږي. چې څښتن د اقامت نیت وکړي، مریه هم مقیم کېږي.

د هغه چا حجت چې ملک له مالک څخه اولی بولي څو وجهې لري:

لومړۍ وجهه: دا ده چې هر څوک په خپل هیواد کې مالک دی خو ملک په هیواد کې یو دی. نو ملک له مالک څخه اشرف دی.

 

دوهمه وجهه: دا ده چې په {قل اعوذبر الناس، ملک الناس} کې یوازي ملک راغلی دی، نو ملک له مالک څخه ډېر ښه دی او که داسې نه و نو ولي به په دې سورت کې یوازي ملک راته؟

 

درېیمه وجهه: دا ده چې ملک له مالک څخه اولی دی، ځکه چې لنډ دی. د ملک تلفظ لږ مهال غواړي او د مالک تلفظ اوږد مهال غواړي،چې دا خبره ابوعمرو، ژبپوه کړي ده. خو بل ژبپوه کسایي داسې ځواب ویلی دی چې زه په دغه کلمه {مالک} پیل کوم چې ډېر ثواب مې په برخه شي ځکه چې د مالک توری د ملک له تورو څخه ډېر دي او په ډېرو ښو چارو کې ډېر ثواب دی.

د دې مثال په شرعیاتو کې دا دی چې څوک د رمضان په میاشت کې د لمر له پرېوتلو څخه د مخه د سبا ورځې د روژې نیت وکړي نو دا کار روانه دی. ځکه چې ده لا د همدا نن ورځې روژه پای ته نه ده رسولې او دې باندې لا لګیا دی، نو چې د سبا ورځې روژې نیت وکړي دا جایز نه دي او دا سړی خوشي او بې ځایه د ثواب په تمه دی یوه روژه، یې لا پای ته نه ده رسولی او بلې روژې نیت یې وکړ. خو که دا سړی د لمر لوېدو څخه وروسته د سبا ورځې د روژې نیت وکړي نو بیا یې ډېر ثواب کېږي، ځکه چې په دې صورت کې دواړه روژې صحیح دي او دې سړي اږد عبادت وکړ، چې د اوږده عبادت ثواب ډېر دی او کېدای شي چې دا سړی په همدې شپه مړ شي چې بیا یې هم ثواب په برخه کېږي ځکه چې ده د اوږده عبادت نیت کړی و. که همدارنګه دلته هم په { مالک } پیل وکړي که دا ذکر یې پای ته ورساوه خوښه ده او چې سرته یې ونه رساوه نو ده خو د ثواب نیت کړی او د نیت په برکت د {مالک} د کلمې ثواب ګټې چې د عبادت مراد هم همدا ثواب دی.

اوس د دې خبرې یادونه په کار ده چې {ملک} ځان ته احکام لري او {مالک} ځان ته احکام لري.

د {ملک} احکام په څو وجهو دي:

لومړۍ وجهه: سیاسات څلور قسمه دي: د ملاک سیاست، د ملوک سیاست، د ملائکه وو سیاست او د مالک الملوک سیاست. د ملوکو سیاست د ملاکانو له سیاست څخه قوي دي، ځکه چې که ډېر مالکان سره راټول شي نو دوی ټول د یو ملک زور نه لري او مقابله سره نه شي کولای. وګوره چې څښتن پر خپلو مریه ګانو د حدودو د جارې کولو حق نه لري. او د ملایکو سیاست د ملوکو پر سیاست له پاسه دی، ځکه چې که ډېر ملوک سره راټول شي د یو {مَلَک} د سیاست زور نه لري او د ملک الملوک سیاست پر ملایکو له پاسه دی،ځکه چې الله تعالی وایي: {یوم یقوم الروح والملائکه صفاً لایتکلمون الا من اذن له الرحمن و قال صواباً} او دا قول د الله تعالی دی چې وایي: {من ذا الذی یشفع عنده الا باذنه} او الله د ملایکه و په باره کې وایي: {ولا یشفعون الا لمن ارتضی} نو ای ملوکو او واکمنو پر خپلو مالونو او واکمنیو مه غولېږئ ځکه چې تاسو د مالک یوم الدین په لاس کې اسیران یاست او ای د ملوکو رعیته کله چې تاسو د ملوکو او واکمنو له سیاست او زور څخه ډارېږئ نو ایا د مالک الملوک له زور او سیاست څخه نه ډارېږئ؟ چې د یوم الدین مالک دی.

د الله تعالی د ملِک په توګه دوهم حکم دا دی چې الله تعالی داسې ملِک او واکمن دی چې نور ټول ملوک او واکمنان ورته نه شي رسېدلای، ځکه که دوی له خپلو شتو څخه یو څه صدقه کړي نو د دوی شته کمېږي او د دوی په خزانو کې نقصان راځي. خو د الله تعالی شتمني په ورکړه نه کمېږي بلکه ډېرېږي

د الله تعالی دوېم حکم، دا دی چې دی د کامل رحمت خاوند دی او پر دې چې الله تعالی د کامل رحمت خاوند دی ډېر آیتونه دلیل دي، چې یو آیت په همدې فاتحه سورت کې راغلی دی: {الرحمن الرحیم}. دوهم آیت دا دی چې الله تعالی وایي: {هوالله الذی لاله الاهو عالم الغیب والشهادة هوالرحمن الرحیم}. بیا یې تر دې وروسته ویلي دي: {هوالذی لااله الاهو الملک}. بیا یې تر دې وروسته ویلي دي چې دی له ظلم او ځور څخه پاک دی او بیا یې ویلي دي چې دی {سلام} دی او دی هغه ذات دی چې د ده بندګان د ده له ظلم او ځور څخه سالم دي.

بیا یې ویلي دي، چې {مومن} دی. دی هغه ذات دی چې ده له خپل ظلم او ځور څخه خپل بندګان په امن کړي او ژغورلي دي، نو ښکاره ده چې دی ډېر د رحمت خاوند دی.

درېیم حکم یې دا دی چې په خپله وایي: { الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَنِ } (واک د رحمان حق دی). کله چې الله تعالی ملک خپل ګڼلی دی نو وایي چې دی رحمان دی، یعني چې په دې ورځ ټول حکم د ده دی او ډار نه شته، ځکه دی د رحمت خاوند دی.

څلورم حکم دا دی چې الله تعالی وایي: {قل اعوذ برب الناس، ملک الناس}. نو الله لومړی وویل، چې زه رب یم او بیا یي ورپسې وویل چې زه د وګړو ملک او واکمن یم. دا آیتونه په دې دلالت کوي چې ملک په احسان او ښېګڼه او رحمت باندې کاملېږي. نو ای ملوکو، واکمنو! دا آیتونه وا ورئ او پر خپلو بې وزلو رعیتونو باندې ورحمېږئ.

په رعیت باندې لازمه ده چې د خپل واکمن او ملک اطاعت وکړي او که رعیت د واکمن اطاعت ونه کړي ګډوډي واقع کېږي او ټول عالم ته ستونزې پیداکېږي اوملک ورانېږي، وګړي تباه او بربادېږي. کله چې تاسو وګورئ چې د مجاز ملک او واکمن اطاعت نه کول د ملک اوهیواد ورانی او ویجاړتیا راولي او ډېرې ورانۍ پېښېږي نو که څوک د حقیقي واکمن اطاعت ونه کړي حال به یې څه وي؟ ښکاره ده چې ډېر وران ویجاړ به وي.

ټوله خبره دا ده چې الله تعالی دا ښکاره کړي ده چې کفر د عالم بربادۍ اوویجاړتیا سبب دی. الله تعالی ویلي دي: { تكاد السموات يتفطرن منه وتنشق الأرض وتخر الجبال هدا أن دعوا للرحمن ولدا } (نزدې ده چې اسمانونه ړنګ شي ورڅخه، ځمکه څیري شي او غرونه ړنګ شي. په دې چې دوی وایي چې الله تعالی ولد لري). دا هم الله ښکاره کړي ده چې د ده اطاعت د ډېرو ښېګڼو سبب دی. الله وایي: { وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى } (خپلې کورنۍ ته په لمانځه امر وکړه او په لمانځه ټینګ شه! موږ له تا څخه روزي نه غواړو او پای د تقوی دی). نو ای رعیتونو د خپلو واکمنو امر ته غاړه کېږدئ او ای واکمنو تاسو هم د ملک الملوک او ستر واکمن حکم ته غاړه کېږدئ چې جهان ودان شي.

پنځم حکم دا دی چې الله ځان مالک یوم الدین، بولي نو عالمونو او ټولو خلکو ته خپل عدل ور ښکاره کوي او وایي: {وماربک بظلام للعبید} (الله پر خپلو بندګانو ظالم نه دی)، نو چې ښکاره ده چې الله د یوم الدین مالک دی بیا یې دا وګړو ته ښکاره کړه چې دی څرنګه عدل کوي نو وایي: {ونضع الموازین القسط الیوم القیامة فلا تظلم نفس شیآ}. (الله تعالی به د قیامت په ورځ د ټولو له پاره د عمل تله ږدي) نو مجازي ملوکو او واکمنو باندې هم لازمه ده چې پر خپلو رعیتونو عدل وکړي، ظلم او تېری ترې ونه کړي. که مجازي واکمن حق او عادل واکمن وي، نو د ده واکمنې هم حقه ده. که نه و، باطله او ناروا ده. که واکمن عادل وي د ده له عدل څخه خیر او ښېګڼه زېږي او که ظالم وي شر او ویجاړتیا ورڅخه زېږي او عالم خرابوي.

وایي چې نو شیروان له خپل پوځ سره ښکار ته لاړ او په یوه بیدیا کې له خپل پوځ څخه بېل شو او په دې بیدیا کې ډېر تږی شو. هلته د انارو یو باغ و چې یو کوچنی باغ یې ولید. باغوان ته یې وویل ډېر تږي یو انار راکړه چې تنده پرې ماته کړو. باغوان یو انار ورکړ او نوشیروان انار مات کړ او ویې زبېښه، ډېرې خوندورې اوبه له انار څخه ووتلې چې ده ته یې ډېر خوند ورکړ او په زړه کې وویل چې دا باغ به زه له دې باغوان څخه اخلم. بیا پرې تنده زور شوه او له واړه باغوان څخه یې بل انار وغوښت. باغوان بل انار ورکړ او چې نوشیروان دا انار مات او ویې زبېښه ډېرې لږې بې خونده اوبه ترې ووتلې چې د ده د خولې خوند یې ډېر خراب کړ. نوشیروان واړه باغوان ته وویل: چې دا څه چل دی چې دا انار د هماغه ونې څخه دی چې هغه بل انار و خو دا انار ډېر بې خونده او بد مزه و؟ هلک ورته وویل چې د هیواد واکمن د کوم ظلم او تېرې اراده لري، دا د هغه د ارادې د بدۍ او شومیت اغېز دی چې انار بې خونده شوی دی. نوشیروان پوه شو چې دا د ظلم او تېري اراده خو ما کړي ده. نو فوراً یې توبه وکړه او بیا یې واړه باغوان ته وویل چې تږی یم یو بل انار راکړه، باغوان بل انار ورکړ. دې آنار هم ډېرې اوبه ورکړې چې ډېري خوندورې او مزه ناکې وې. نو نوشیروان له باغوان څخه وپوښتل چې دې انار خو ښه مزه وکړه، دا څه چل دی؟ باغوان ورته وویل چې البته د هیواد واکمن به له ظلم څخه توبه ایستلي وي چې انار خوندور شوی دی. نوشیروان له ظلم څخه پخه توبه و ایستله او په عادل نوشیروان اوڅار او مشهور شو. تر دې چې ځیني وګړو روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي چې زه د یو عادل واکمن په مهال زېږېدلی یم.

دا چې الله تعالی په {مالک یوم الدین} کې مالک ګڼل شوی دی نو له دې مالکیت څخه څلور حکمونه را وځي:

لومړی حکم دا دی چې د مالک قرآئت ته ډېره هیله کېږي د ملک د قرائت په نسبت. ځکه له ملک څخه یوازي عدل او انصاف غوښتل کېږي چې انسان ور څخه سر په سر خلاصون ومومي، خو له مالک او څښتن څخه یې مریه، کالي، خواړه، رحمت، مهرباني او تربیه غواړي، نو داسې معنی ور کوي لکه چې الله تعالی وایي: «زه ستاسو مالک یم نو ستاسو خواړه، کالي، ثواب او جنت پر ما باندې دي».
دوهم حکم دا دی چې ملک اګر که مالک څخه غني دی خو ملک تا ته تمه کوي او له مالک څخه ته تمه کوي چې در سره ښېګڼه وکړي. موږ کوم ښه کارونه نه دي کړي، چې په تمه شو، چې الله دي را سره ښه وکړي. نو الله له موږ څخه د قیامت په ورځ ښېګڼې او طاعات نه غواړي، بلکه موږ ور څخه غفو، مغفرت او جنت غواړو، هغه هم خوشې په خوشې ځکه چې موږ هیڅ کوم ښه کار نه دی کړی.

نو له همدې وجهې څخه ژبپوه کسان وایي {مالک یوم الدین} قرائت ولوله ځکه همدغه قرائت په ډېر فضل او پراخه رحمت دلالت کوي.

درېیم حکم دا دی چې ملک او واکمن ته عسکر په مخ تېرول کېږي نو دا وکمن هغه عسکران او پوځیان خوښوي چې پیاوړي او غښتلي او روغ رمټ وي، خو هغه پوځیان چې بې سېکه او ناروغان وي نو دا واکمن د ناروغانو شړۍ، تنخوا او معاش نه ورکوي، خو مالک او څښتن چې مریه ګان ولري، که ناروغه شي درملنه یې کوي او که بې سېکه شي ور سره مرسته کوي او که چېرته په کومه بلا وا وړي له هغې بلا څخه یې ژغوري د ګناهګارو له پاره دا {مالک} قرائت په ګټه دی د {ملک} له قرائت څخه.
څلورم حکم دا دی چې ملک او واکمن هیبت او زور لري او {مالک} نرمي او لور لري . موږ نرمۍ او لور ته ډېره اړتیا لرو او هیبت او زور ته کومه اړتیا نه لیدل کېږي.

درېیمه فایده: دا ده چې {ملک} قدرت دی، که نو څوک ملک اومالک وي هغه قدرت لري. په دې کې خبره شته او هغه دا ده چې الله تعالی به یا د موجوداتو {ملک } وي او یا به د معدوماتو {ملک} وي. لومړی باطل دی ځکه چې د موجوداتو ایجاد محال دی، نو الله د موجوداتو پر ایجاد قدرت نه لري بلکه د موجوداتو پر اعدام باندې قدرت لري. له دې خبرې څخه دا پایله راوزي چې باید وویل شي چې الله پر موجوداتو د مالکیت خاوند نه دی او نه یې واکمن دی، نو له دې څخه دا راوزي چې قدرت او ملک نه لري، چې دا خبره د کولو نه ده.

ځواب یې دا دی چې الله تعالی د موجوداتو مالک دی او هم یې ملک دی، په دې معنا چې الله تعالی د دوی په نقل له وجود څخه عدم ته او یا په دې معنا چې دی قادر په نقل له یو صفت څخه بل صفت ته دی او دا سي قدرت یوازي الله لري، نو حق ملک همدا الله تعالی دی. کله چې پوه شوئ حق، ملک او واکمن الله تعالی دی، نو ویلی شئ {مالک یوم الدین} الله دی او دا ځکه چې له مرګ څخه د ژوندي کولو قدرت له الله سره دی. د وګړو په بدنونو باندې په دې توګه علم یوازي الله تعالی لري.

کله چې حشر او نشر او بیا ژوندي کول قیامت په خپل قدرت راولي نو دا جوته ده چې د دې چارو واکمن او د یو قیامت واکمن یوازي همدا الله دی او په دې څپرکې کې ټوله خبره د حشر او نشر پر مسئلې پوري اړه لري.

که وویل شي چې مالک یوازي د موجود څیز مالک کېدلای شي او لازمه ده چې مملوک موجود وي. فی الحال او قیامت فی الحال موجود نه دی، نو الله د یوم الدین مالک نه شي کېدای، بلکې واجب دی چې وویل شي چې الله د یوم الدین مالک دی. په دې دلیل که ووایي: زه د زید قاتل یم. نو دا اقرار دی او که ووایي، زه قاتل یم زید لره (قاتل په تنوین باندې)، نو له دې څخه مراد ګواښ او وعید دی. نو موږ په ځواب کې وایو چې حقه خو دا ده چې تاسو وایاست، خو کله چې د قیامت راتګ یو حق امر دی او د الله په حکمت کې خلل اچول حق کار نه دی، نو قیامت داسې ګڼل کېږي چې قیامت همدا اوس قایم دی او دا هم ده چې که څوک مړ شي همدا یې قیامت دی. نو سوال نه پیدا کېږي چې قیامت موجود دی فی الحال.

څلورمه فایده: دا ده چې الله تعالی په دې سورت کې خپل پنځه نومونه یاد کړي دي:

الله، رب، الرحمن، الرحیم او مالک، او سبب یې دا دی چې لکه چې وایي: لومړی مې پیدا کړې نو زه دي الله یم، بیا مې په راز راز نعمتونو وروزلې نو زه رب یم، بیا دي زما ونه منل او ګناه دي وکړه او ما ستا ګناه پټه کړه نو زه رحمن یم. بیا دي توبه وکړه نو ما درته مغفرت او بخښنه وکړه، نو زه رحیم. بیا نو تا ته جزا در کول په کار ول نو زه مالک یوم یم.

که وویل شي چې الله تعالی په تسمیه کې یو ځل رحمان او رحیم، ذکر کړي دي او فاتحه صورت کې دانومونه بیا ذکر کړي دي نو په دې دواړو ځایونو کې تکرار راځي اودرې نومونه تکرار نه راځي، نو د دې حکمت څه دی؟

ځواب دا دی چې په یاد ولره چې زه یو ځل الله او رب یم او دوه ځله رحمان او رحیم یم، چې ته پوه شې چې زه ډېر رحیم یم. نو کله یې چې رحمت دوه ځله ذکر کړ نو داسې کېږي، لکه چې ویلي وي: تاسو په دې مه غولېږئ زه {د یوم الدین} مالک هم یم. د ده مثال د الله تعالی دا قول دی چې وایي: {غافرالذنب وقابل التوب شدیدالعقاب ذی الطول}.

پنځمه فایده: قدریه ویلي دي که د بنده ګانو د افعالو خالق الله وي، نو دا ویل ممنوع دي چې الله ثواب او عذاب او جزاء ور کوي. چا ته په هغه څه ثواب ورکول چې هغه یې نه وي کړي عبث کار دی او عذاب ورکول په هغه کار چې ده نه دی کړی ظلم دی. نو پر دې بنا د الله دا قول چې وایي {مالک یوم الدین} باطل دی.

قدریه وایي که د بنده ګانو اعمال د الله په تقدیر او ترجیح نه وای، نو بیا به د دې نومونو او افعالو مالک نه وای. خو چې مسلمانانو په دې اجماع کړي ده چې الله د بنده ګانو او د دوی د اعمالو خاوند اومالک دی، نو موږ پوهېږو چې الله د مقدراتو خالق دی او مقدر یې هم دی. والله اعلم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *