تفسیرالکبیر

پنځم څپرکی

ایاک نعبد وایاک نستعین تفسیر

په دې څپرکي کې څو فایدې دي-

د ایاک نعبد وایاک نستعین معنی:

لومړۍ فایده: عبادت هغه فعل دی چې د بل چا د تعظیم او لوی ګڼلو له پاره کېږي. کله چې څوک وایي {ایاک نعبد} معنا دا ده چې پرته له تا څخه زه د بل هیچا عبادت نه کوم.

چې د دې حصر دلیل څو وجهي لري:

لومړۍ وجهه: عبادت ډېر تعظیم ته وایي او د دې ډېر تعظیم مستحق او وړ هغه څوک دی چې ډېر انعام یې کړی دی او ډېر لوی نعمت ژوند دی چې په ده باندې له نورو ورکړل شویو نعمتونو څخه ګټه اخیستل کېږي. ژوند هغه دی چې د ده په واسطه د الله له ورکړو نعمتونو څخه ګټه اخیستل کېږي.

همدغه ژوند ته الله په دې آیت کې اشاره کړي ده: {وقد خلقنک من قبل ولم تک شیاً} او په دې آیت کې یې هم ویلي دي: {کیف تکفرون بالله وکنتم امواتاً فاحیاکم}. بل نعمت دا دی چې الله هغه ټول شیان پیدا کړي دي چې کار ور څخه اخیستل او ګټه لري او دې ته هم الله په دې آیت کې اشاره کړي ده، چې وایي: {هوالذی خلق لکم ما فی الارض جمیعاً}. په دې عالم کې چې سفلی عالم دی ټول مصالح او ښېګڼې وجود لري. دا ټول مصالح په طبیعي فلکي حرکاتو تنظیمېږي. نو الله ور پسي دا یادونه کوي چې فلکي حرکات هم د الله په حکم او اراده کېږي. وایي: {ثم استوی السما‌ء فسواهن سبع السموات وهو بکل شیء علیم}. نو دا ښکاره ده چې ټول نعمتونه د الله په ایجاد پیدا شوي دي دا ټول د الله احسان دی، چې دا هرڅه یې پیدا کړي دي نوځکه باید وویل شي چې: {ایاک نعبد}. دا جمله حصر افاده کوي یعني چې د عبادت وړ یوازي همدا یو الله دی، ځکه همدا ټول نعمتونه ده پیدا کړي دي .

دوهمه وجهه: د دې حصر او تعیین په دلیلونو کې ده او دا ځکه چې الله تعالی خپل ځان دلته په پنځو نومونو یاد کړی دی. چې هغه پنځه نومونه یې دا دی:

الله، رب، الرحمن، الرحیم او مالک یوم الدین. بنده درې احواله لري چې ماضي، حال او استقبال دی. ماضي خو تېره او معدوم ده. لکه چې په دې باره کې الله تعالی ويلي دي{ وقد خلقنک من قبل ولم تکن شیاً}. دا مړ و الله ژوندی کړ. لکه چې الله وایي: {کیف تکفرون بالله وکنتم امواتاً فاحیاکم}. بیا دا بنده ناپوه و او الله تعالی پوهه ورکړه. الله وایي: {والله اخرجکم من بطون امهاتکم لاتعلمون شیاً وجعل لکم سمع والابصار والافئدة}. بنده مړ و ژوندی شو، نه و پیدا شو، بې سېکه و سېکمن شو او نا پوه و، پوه شو. دا ځکه چې الله قدیم، ازلي و نو په خپل ازلي قدرت او ازلي علم یې دا بنده پیدا کړ او له عدم څخه یې وجود ته را واسته.

نو الله په دې الله دی. کوم چې حاضر حال دی نو بنده په دې اوسمهال حال ډېره اړتیا لري ځکه چې معدوم و نو رب، الرحمن الرحیم، ته محتاج و خو کله چې پیدا شو نو د اړتیاوو او ستونزو ډېرې دروازې ورته پرانیستل شوي او د ضرورتونو اسباب پیدا شول نو الله وویل چې زه الله یم. ځکه چې ته مې له عدم څخه وجود ته را وایستلې او کله چې ته پیدا شوې نو ما ته دي ډېرې اړتیا وې پیدا شوې، نو زه رب، الرحمن او الرحیم، یم او په مستقبل او وروستمهال کې چې دا له مرګ څخه وروسته حال دی او په دې حال کې چې هرڅه کېږي هغه مالک یوم الدین کوي. چې دا سي ده نو بنده مکلف دی چې یوازي د یوه الله عبادت وکړي نو ځکه د حصر په طریقه وايي: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.

د دې حصر درېمه وجهه دا ده چې داسې دلیل وجود لري چې الله قادر عالم، محسن، جواد، کریم او حلیم دی. خو پرته له ده څخه په نورو کې شک دی چې دا صفات لري او که نه ځکه د کوم اثر او اغېز سبب پرته له الله بل چاته نه کېږي.

نه دا نسبت طبیعت ته کېږي او نه فلک او نه ستورو ته او نه عقل او نفس ته، یوازي داسې نسبت د الله قدرت ته کېږي. چې داسې ده نو د اعتبار وړ علم یوازي یو الله لري او په باور سره الله د وګړو معبود دی او بل څوک معبود کېدای نه شي او د بل چا په معبودیت کې شک او یقین پر شک باندې اولی او ډېر ښه دی. په کار ده چې د دغه یقیني معبود عبادت وکړای شي نو له همدې کبله یې وویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.

څلورمه وجهه: عبودیت ذلت اوسپکاوی دی. دا یوازي د الله عبودیت دی چې اشرف او د قدر وړ دی ځکه چې الله د قدر وړ او اشرف دی. نو کله چې الله د موجوداتو اشرف او اعلی دی د ده عبودیت هم اشرف او اعلی دی او همدا رنګه د الله قدرت د بل چا له قدرت څخه اعلی دی او د ده علم د نورو له علم څخه ډېر کامل دی. د ده وجود د نورو موجوداتو له وجود څخه افضل دی، نو دا قطعي او باوري ده چې د ده عبودیت د بل چا له عبودیت څخه اولی او ډېر ښه دی. له همدې کبله یې وویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.

پنځمه وجهه: پرته له الله څخه چې له لذاته واجب الوجود دی نور شیان ممکن الوجود لذاته دي او هر ممکن محتاج او فقیر دی. محتاج د خپل حاجت په پوره کولو پسي ګرځي او هڅه کوي چې خپلې اړتیاوي پوره کړي. دی پرته د بل چا له مرستې څخه خپلې اړتیاوي نه شي پوره کولای. کوم څیز چې بل ته اړ وي. هغه بل چې په ښه توګه د دې محتاج او فقیر اړتیاوې پوره کولای شي هغه یوازي الله تعالی دی نه بل څوک. نو له همدې کبله یې وویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.

شپږمه وجهه: الله په خپل قدرت اسمان او ځمکه ټینګ کړي دي، لمر او سپوږمۍ ځي راځي او د ځمکې دواړه قطبونه ځای پرځای ولاړ دي او له وریځو څخه کله کله اور راو کاږي چې دا اور برېښنا ده؛ کله کله ورڅخه هوا را وباسي چې سېلۍ ده او کله کله ورڅخه اوبه راوباسي چې اورښت دی. له ځمکې څخه کله کله اوبه راوکاږي او کله کله ورڅخه کاڼي را وباسي چې ږلۍ ده بیا یې په ځمکه کې داسې اجسام پیدا کړي چې ځای پرځای ولاړ دي اوله ځایه نه خوځېږي چې دا غرونه دي او داسې اجسام یې له ځمکې څخه پیدا کړي چې روان دي او خوځېږي چې اوبه او سیندونه دي. قارون یې په ځمکه کې ننه ایسته او ځمکه یې ور باندې له پاسه کړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم، یې پورته کړ او معراج ته ولاړ. له اوبو څخه یې اور پیدا کړ او د فرعون قوم یې په کې واچاوه. هغه دا چې په اوبو یې غرق کړل او بیا یې په اور کې ور واچول چې دوزخ دی. اور یې د ابراهیم علیه سلام له پاره سوړ کړ او موسی علیه سلام یې پر طور غره باندې ور وخېژاوه او ورته یې وویل: {فاخلع نعلیک} (کوښې وکاږه) او طور یې پر موسی علیه سلام او د ده پر قوم باندې له پاسه پر سرونو ونیو لکه چې وایي: {ورفعنا بکم الطور}. ځمکه یې په وچ تنور کې ډوبه کړه لکه چې وایي: { وفار التنور} او سمندر یې د موسی علیه سلام او د ده د قوم له پاره وچ کړ. څوک چې داسې قدرت لري نو څرنګه به د ده او د نورو عبادت سره برابر شي؟ که دا نور جمادات، حیوانات، نباتات او انسان دی او یا فلک، یا ملک دی. ځکه چې ناقص او کامل او خسیس او نفیس سره برابر ګڼل د جاهل او ناپوه کار دی.

دوهمه فایده: د الله تعالی دا قول دی چې وایي: {ایاک نعبد} چې دا قول پر دې باندې دلالت کوي چې پرته له الله بل معبود نه شته دی او چې خبره داسې ده نو دا جوته او ثابته ده چې {لااله الا الله} نو د الله دا قول: {ایاک نعبد وایاک نستعین} پر نګه توحید دلالت کوي.

په دې خبره باید هرڅوک پوه وي چې مشرکان څو طایفې دي. هرڅوک چې له الله سره شریک پیدا کوي نو دا شریک به یا جسم وي او یابه جسم نه وي. نو هغه وګړي چې له الله سره جسماني شریک پیدا کوي نو دا شریک به یا سفلی وي او یا به علوي جسم وي. هغه وګړي چې سفلي اجسام له الله سره شریکوي نو دغه اجسام به یا مرکب وي او یا به بسیط وي. که مرکب و نو دا مرکب جسم به له معادنو څخه وي یا به له نباتاتو څخه وي او یا به له حیواناتو څخه اویا به انسان وي.

هغه وګړي چې شریک له معدني اجسامو څخه پیدا کوي نو دوی اصنام جوړوي، یا له ډبرو څخه یا له سروزرو څخه او یا هم له سپینو زور څخه او بیا یې عبادت کوي. هغه وګړي چې له نباتي اجسامو څخه شریکان جوړوي نو دوی یوه خاصه ونه خپل معبود ګرځوي او هغه وګړي چې شریک له حیوان څخه جوړوي نو دا هغه وګړي ول چې خوسی یې شرک ګاڼه او د هغه عبادت یې کاوه او هغه وګړي د الله شریک انسان بولي ، نو دا هغه وګړي ول چې ویل یې عزیر د الله زوی دی او مسیح هم د الله زوی دی. هغه وګړي چې بسیط اجسام د الله شریکان ګڼي نو هغه وګړي چې د اور عبادت کوونکي مجوس دي او هغه وګړي چې علوي اجسام د الله شریکان ګڼې نو دا وګړي هغه دي چې د لمر، سپوږمۍ او نورو ستورو عبادت کوي او د سعادت نحوست نسبت دي ستورو ته کوي چې دې وګړو ته صابئه ویل کېږي. اکثره منجمان هم د ستورو عبادت کوي او هغه وګړي چې له الله سره له اجسامو څخه پرته نور شیان شریک ګڼي دا راز مشرکان هم څو طایفې دي.

لومړۍ طایفه هغه مشرکان دي چې وایي د عالم مدبر نور او یا ظلمت دی چې دې راز مشرکانو ته مانویان او یا ثنویان ویل کېږي.

دوهمه طایفه: هغه مشرکان دي چې وایي ملایک فلکي ارواح دي او هر اقلیم یو فلکی روح لري چې دا فلک اداره کوي او د دې عالم هر نوع فلکي روح لري چې دا فلک اداره کوي. د دغو ارواحو له پاره صورتونه او انځورونه جوړي چې بتان دي او بیا د دغو بتانو عبادت کوي، چې دا مشرکان د ملایکو عبادت کوونکي دي.

درېیمه طایفه: هغه وګړي دي چې وایي عالم دوه الله لري چې یو الله خیر دی اوبل الله شریر دی او وایي چې د دې عالم مدبر یو الله او بل شیطان دی او دا دواړه وروڼه دي، نو هرڅه چې په دې عالم ښه دي دا ټول ښه د الله له لوري دي اوکوم شیان چې شر او بد دي دا شیان د ابلیس له لوري دي.

کله چې په دې تفاصلو پوه شولو نو وایو چې هرڅه چې د الله شریک ګڼل شوي دي، مشرک به له دغو شریکانو څخه یا ګټه غواړي او یا به یې له ضرر څخه ځان ژغوري. هغه وګړي چې الله یو او واحد ګڼې او له الله سره شریک نه مني او پرته له الله څخه د بل چا عبادت نه کوي او ورته تمه نه کوي د دوی هیله یوازي الله ته وي او یوازي له الله څخه ډار کوي، پرته له ده څخه د بل چا اوڅیز عبادت نه کوي او مرسته ورڅخه نه غواړي. نو ځکه دا موحدین وګړي وایي: {ایاک نعبد وایاک نستعین} نو د دوی دا قول چې وایي: {ایاک نعبد وایاک نستعین} د دې قول پرځای درېږي چې وایي: {لااله الاالله}.

یو ستر او مشهور ذکر دا دی چې سړی یې ووایي: {سبحان الله والحمدلله لا اله الا اله والله اکبر و لا حول ولاقوة الا باالله العلی العظیم} او دا جو ته ده چې الحمدلله د سبحان الله په معنی کې دا خل دی ځکه د سبحان الله معنی دا ده چې الله په خپل ذات کې کامل دی او الحمدلله معنی دا ده چې الله مکمل او متمم لغیره دی.

خو یو څیز هغه مهال مکمل او متمم کېدلای شي چې دا څیز په خپل ذات کې کامل او تمام وي نو دا ثابته ده چې الحمدلله د سبحان الله په معنی کې دا خله ده، نو کله چې الله وویل شي الحمدلله معنی داسې کېږي، چې د حمد ټول انواع الله ته ثابت دي، نو د الله هغه پنځه نومونه، لکه الله، رب، الرحمن، الرحیم او مالک یوم الدین. هم په الله پوري اختصاص لري.

نو لومړی سبحان الله او الحمدلله او ورپسې {لااله الاالله } د {ایاک نعبد وایاک نستعین} معنی ده. د ایاک نستعین معنی دا ده چې الله تعالی اعلی، اجل او اکبر دی او هیڅوک د ده له مرستې پرته خپل مقصود ته نه رسېږي. د {لاحول ولاقوة الابالله العلی العظیم} معنا هم دا ده چې مرستندوی یوازي الله دی. نو دا جوته ده چې فاتحه صورت له اول څخه تر پایه پوري له همدغه ذکر څخه عبارت.

درېیمه فایده: چې الله ویلي دي: {ایاک نعبد} نو په دې جمله کې {ایاک} په {نعبد} باندې د مخه دی او داسې یې و نه ویل {نعبدوک} په دې باره کې څو وجهي دي:

یوه وجهه یې دا ده چې خپل ځان یې د مخه کړ د دې له پاره چې عابد پوه شي چې معبود یوازي الله الحق دی، نو دا سړی په تعظیم کې سستي نه کوي او نه ښي لوري ته او نه کیڼ لوري ته ګوري.

وایي چې یو پهلوان استاد له یو کلیوال سره پهلواني وکړه. کلیوال څو واري له دې استاد سره پهلواني وکړه. یو چا کلیوال ته وویل چې دا ستا مقابل طرف خو هغه فلانی استاد دی، نو کلیوال پهلوان له استاد څخه لاس واخیست او دا کار یې د استاد د احترام له پاره وکړ.

دلته هم همداسې خبره ده چې لومړی الله خپل ځان معرفي کړی دی، د دې له پاره چې د ده عبادت په درناوي سره وکړای شي او بې پروایي په کې ونه شي.

دوهمه وجه دا ده چې که پر چا باندې د الله عبادت دروند شي او ور باندې ستړی شي اوقیام، رکوع او سجده نه شي کولای، نو الله بنده ته وایي چې، لومړی ایاک نعبد ووایه د دې له پاره چې ته زما ذکر وکړې او زما معرفت حاصل کړې. کله دې چې جلال، عظمت او عزت حاصل کړ او په دې پوه شوې چې زه دي مولا یم، ته زما بنده، نو بیا زما عبادتونه تاته اسانېږي. د دې مثال دا دی: څوک چې غواړي یو بار جګ کړي نو لومړی ځان پوهوي چې دا بار وړای شي او که نه ؟

نو کله چې بنده کوم دروند عبادت ته زړه وکړي، نو لومړی کوم قوي درمل خوري چې په دې ځای کې دا قوي کوونکي درمل دا {ایاک} دي. او بل مثال دا دی چې کله کوم عاشق د معشوق له کبله وهل کېږي، د خپلې معشوقې په مخ کې نو پر دې عاشق دا وهل اسان شي. د عبادت خبره هم همداسې ده چې عبادت هر څومره سخت وي خو چې عابد یې د الله له پاره کوي، نو دا عبادت ډېر اسانه او خوندور شي.

درېیمه وجهه دا ده چې الله تعلی وایي: { ان الذین اتقوا اذا مسهم طائف من الشیطان تذکروا فاذاهم مبصرون }. نو کله چې چا ته د شیطان له خوا کومه ستونزه پیدا شي لکه په عبادت کې سستي، غفلت او بطالت، نو الله ور په زړه شي، نو د ایاک نعبد په ویلو سره یې ټولې ستونزې اسانه شي او عبادت په ښه توګه سره سر ته رسولای شي.

څلورمه وجهه دا ده چې کله چې ته ووایې {نعبدک} نو تا لومړی دا یاد نه کړه چې ته دا عبادت چا ته کوې؟ نو احتمال لري چې ابلیس ووایي دا عبادت د اصنامو،اجسامو او یا د لمر، یا د سپوږمۍ له پاره دی. کله چې ته دا ترکیب یعنی {نعبدک} بدل کړي او ووایي: {ایاک نعبد} او بیا ووایي: {نعبدک} نو ستا دا قول {ایاک} ښکاره دا معنا ورکوي چې ستا مقصود معبود همدا الله دی، نو دا ډېر ښه دی په توحید کې او د شرک له احتمال څخه لیري دی.

پنځمه وجهه دا ده چې قدیم واجب الوجد لذاته په وجود کې له محدث او ممکن لذاته څخه مقدم دی نو لازمه ده چې ذکر او یادونه یې هم په نورو ټولو اذکارو باندې مقدمه وي. نو له همدې کبله الله خپل قول {ایاک} پر خپل قول {نعبد}، مقدم کړی. د دې له پاره چې د حق تعالی ذکر د خلقو پر ذکر باندې مقدم شي.

شپږمه وجهه دا ده چې ځینو محققانو ویلي دي، کله چې څوک د انعام په مهال منعم ته ګوري نه نعمت ته، نو د بلا او کړاو او په مهال کړېدلی او پر بلا ککړ ته ګوري، نه بلا ته ، نو په دې صورت کې دا وګړي د الله په معرفت کې ډوب وي. هرڅوک چې دا سي وي نو دا سي وګړي ډېر نېکمرغه دي. څوک چې د نعمت پر مهال نعمت ته ګوري نه منعم ته، نو دی د بلا پرمهال بلا ته ګوري، په بلا ککړ ته نه ګوري نو داسې وګړي په غیر الله کې فکر کوي. داسې وګړي تل له بد مرغۍ سره مخامخ وي، ځکه د نعمت موندلو په مهال د نعمت د زوال غم ورسره وي ، په کړاو کې وي او د نعمت د فوت په مهال په غم او شرم کې وي، د غم په زنځیرونو کې تړلی وي. له همدې کبله یې د موسی امت ته وویل: {اذکرو نعمتی} او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: {اذکرونی اذکرکم} کله چې خبره په دې راز ده نو موږ وایو چې الله دا قول چې وایي {ایاک} په دې قول باندې مقدم کړ چې وایي {نعبد}. څوک چې د الله د جلال په نور کې ډوب شي، ټولې خوښۍ د ده شي او کله چې داسې وي، نو دی د عبادت کولو په مهال په خپله فردوس کې وي. لکه چې الله تعالی ویلي: {لایزال العبد بتقرب الی بالنوافل حتی احبه فاذا احببته کنت له سمعاً وبصراً} .

اوومه وجهه: دا ده چې که ووایي: {نعبدک} دا عبادت په دې دلالت نه کوي چې د بل چا عبادت نه کوي ځکه په دې کې کوم ممانعت نه شته چې هم د الله عبادت وکړي او هم د غیر الله عبادت وکړي. لکه مشرکان چې هم د الله عبادت کوي او هم د غیر الله عبادت کوي. خو که ووایي {ایاک نعبد} نو د دې معنا دا ده چې خاص ستا عبادت کوم او د بل چا عبادت نه کوم.

اتمه وجهه: دا ده چې دا د {نعبد} نون د عظمت نون دی. نو دا داسې کېږي چې کله ده ته چې وویل شي کله چې له لمانځه څخه بهر یې نو مه وایه چې {نحن} اګر که په زرګونو بندګانو کې وې چې لمونځ دې پیل کړ او زموږ بنده ګي دي ښکاره کړه ، نو بیا ووایه {نعبد}. د دې له پاره چې هر چاته ښکاره شي چې هر څوک زموږ بنده وي هغه د دنیا او اخرت واکمن دی.

نهمه وجهه: دا ده چې که ووایي {ایاک اعبد} نو دا به تکبر او ځان غټ ښکاره کول شي او معنا به یې داسې شي چې {اناالعبد} خو که ووایي {ایاک نعبد} نو معنا به یې داسې شي چې زه ستا په بنده ګانو کې یو بنده یم. نو لومړی عبادت یعنی{ایاک اعبد} تکبر دی. په داسې حال کې چې دوهم عبارت یعنی {ایاک نعبد} تواضع ده. څوک چې الله ته تواضع وکړي الله هغه لوړوي او څوک چې کبر وکړي الله یې ذلیل او خواروي.

که یو څوک ووایي دا څه چې تاسو وایاست دا په الحمدلله کې راځي، سره له دې چې په دې عبارت کې د حمد ذکر د الله په ذکر مقدم دی. نو د دې پوښتنې ځواب دا دی چې دا عبارت {الحمد} د دې احتمال لري چې دا حمد د الله له پاره شي او د غیر الله له پاره هم شي، خو چې ورپسي وویل: الله یعني چې ووایي الحمدلله نو دې حمد ویونکي حمد په دې پوري مقید کړ چې دا حمد د الله له پاره دی، نه د بل چا له پاره. څوک که خپل دا قول {نعبد} مقدم کړي او {نعبدک} ووایي، دا احتمال لري، چې دا هم د الله له پاره شي او یا د غیر الله له پاره شي دا کفر دی.

خبره دا ده چې کله د غیر الله حمد جایز شو – په ښکاره توګه لکه چې الله ته چې جایز دی – نو د حمد تقدم لازم دی. د دې له پاره چې یوازي د الله له پاره شي او کله چې دلته د غیر الله له پاره حمد جایز نه دی، نو ځکه یې {ایاک} په {نعبد} مقدم کړ. نو دا احتمال پاتي نه شو چې په الحمدلله کې هم د غیر الله له پاره شی.

څلورمه فایده: کېدای شي چې څوک ووایي چې {نون} په نعبد کې به یا د جمع له پاره وي او یا به د تعظیم له پاره وي. لومړی خو باطل دی ځکه چې الله یو دی او جمع نه دی او دوهم هم باطل دی ځکه چې د عبادت مهال باید یو څوک ځان عاجز او بې وسه وښیي نه زورور اولوړ، د دې پوښتنې ځواب په څو وجهو کېدلای شی چې دا هره وجهه د الله پر بالغه حکمت باندې دلالت کوي.

لومړۍ وجهه دا ده چې له دې نون څخه مراد جمع نون دی او دا په دې باندې خبرول دي چې د انسان له پاره ښه دا دي چې لمونځ په جماعت کې وکړي او په جماعت لمونځ کول ډېره ګټه لري.

دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم، دا قول دی چې وايي: {الکتبیرة الاولی فی صلوة الجماعة خیر من الدنیا وما فیها} (د جمعې په لمانځه کې تکبیرة الاولی له دنیا او څه چې په دنیا کې دي له دې ټولو څخه ښه دی). بیا دا خبره کوو چې که کوم وګړی پیاز او یا هوږه وخوري نو دا وګړی دې جماعت ته نه حاضرېږي، د دې له پاره چې څوک ور څخه متضرر نه شي. نو دا داسې کېږي چې لکه چې الله تعالی ووایي: {د اطاعت دا شر ثواب لري او دا ثواب په دې نه خرابېږي چې دی هوږه او یا پیازخولی دی او د ده د خولې بوی کوم بل څوک ځورولی دی. نو کله چې دا ثواب په دې هوږه او پیاز نه خرابېږي، نو څرنګه دا د جماعت ثواب به د چا په ځورولو خراب شي او یا به په چغلۍ او یا غیبت او یا سعایت او شیطاني خراب شي.

دوهمه وجهه دا ده چې که کوم وګړی په جماعت لمونځ کوي نو ووایي {نعبد} او مراد یې دا د جماعت لمونځ وي اګر که دا لمونځ یوازي کوي او مراد یې دا وي چې زه عبادت کوم. {انا اعبدک} او ملائکه له ما سره په دې عبادت کې ملګري دي نو مراد په {نعبد} کې دی اوټول ملایکه د الله عبادت کوي.

درېمه وجهه: دا ده چې مومنان وروڼه دي، نو که ووایي: {ایاک اعبد} نو ده خو د خپل ځان عبادت یاد کړی او بل چا عبادت یې یاد نه کړ. خو که ویې ویل: {ایاک نعبد} نو ده خپل د ټولو مومنانو د عبادت یادونه وکړه.

چې هرچېرته وي، شرقاً وي او که غرباً وي. نو دا داسې شو لکه چې د ټولو مومنانو غم یې له خان سره خوړلی وي. چې داسې وکړي الله تعالی د ده ټولې ستونزې حل کوي او هواروي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم،ویلي دي: {من قضی لمسلم حاجة قضی الله له جمیع حاجاته}.

څلورمه وجهه دا ده چې الله خپل بنده ته ویلي دي، کله دي چې په {الحمدلله رب العالمین الرحمن الرحیم مالک یوم الدین} زما ستاینه کوله او د دونیا او اخرت ټولې ستاینې دي ماته را وسپارلې نو تا په دې چاره خپل ځان زموږ په نزد ډېر دروند کړ او له موږ سره د لوړ مقام او ځای خاوند شوې، یوازي د خپلو اړتیاوو په باره کې فکر مه کوه بلکې د ټولو مسلمانانو د اړتیاو پوره کول هم در سره غواړه.

نو بیا ووایه: {ایاک نبعد و ایاک نستعین}.

پنځمه وجهه: لکه چې بنده وایي یا الله! ما هغه عبادت یوازي نه دی کړی، چې ته یې وړتیا لرې، ځکه چې زما په عبادت کې ډېرې نیمګړتیاوې شتون لري، خو زه دا خپل عبادت د نورو عبادتونو له عبادت سره شریکوم او بیا دا ټول په یوه عبادت باندې ادا کوم او وایم {ایاک نعبد}. په دې مقام کې یوه شرعي مسئله هم شته، هغه مسئله دا ده چې کوم سړی خپل لس مریه ګان پر چا باندې وپلوري نو پېرودونکی به یا ټول قبلوي او یا به یو هم نه قبلوي او په دې عقد کې دی نه شي کولای چې ځینې قبول کړي او ځینې نور قبول نه کړي. همداسې دا د الله د ستاینې مسئله هم ده. کله چې بنده ووایي {ایاک نعبد} نو ده د الله د ټولو بندګانو عبادت د الله حضور ته تقدیم کړ. د الله له کرم سره دا نه ښایي چې ځینې عبادات قبول کړي او ځینې نور یې قبول نه کړي. که ټول عبادات رد کړي نو دا جایز کار نه دی، ځکه دا چې وایي: {ایاک نعبد} په دې کې د ټولو عابدانو عبادت لکه د ملایکو عبادت، د الله د استازو عبادت او د الله د اولیاوو عبادت داخلېږي. که د ټولو عبادات قبول کړي نو په دې صورت د نورو عابدانو له عبادت سره د همدغه عابد عبادت هم قبلوي. د دې مطلب دا کېږي لکه چې بنده ووایي: الهی! که زما عبادت د قبول وړ نه وي ته د نورو عابدانو د عبادت په ترڅ زما دا نیمګړی عبادت هم قبول کړه، نو زه تا ته د نورو عابدانو عبادت شفیع ګرزوم. د هغوی د عبادت له برکته زما عبادت هم قبول کړه.

پنځمه فایده: څوک چې د عبادت په ګټو او فایدو پوه شي نو عبادت کول ورته خوند ورکوي،چې بې له دې څخه ورته عبادت کول ګران ښکاري. د دې خبرې بیان او تفصیل ډېر وجوه لري.

لومړۍ وجهه: دا ده چې کمال په خپله یو محبوب او ګران څیز دی او ډېر ستر کمال د الله په عبادت باندې لګیا کېدل دي. چې دا عبادت د عابد په زړه کې رڼا پیدا کوي او د عابد ژبه د الله په ذکر او قرآئت شرف حاصلوي او اعضایي د الله په خدمت او عبادت ښکلي کېږي او دا احوال د انسانیت اشرف احوال دي، او لومړۍ درجه دی. نو کله چې فی الحال دا ډېر لوړ او ستر احوال دي اوپه راتلونکي مهال کې هم ډېره ستره نېکمرغي ده، نو څوک چې په دې احوال خبر شي، نو دا دروند عبادت او اطاعت ورته اسان شي او د عبادت خواږه یې په زړه کې ډېر شي.

دوهمه وجهه: دا ده چې عبادت یو امانت دی، ځکه چې الله ویلي دي: {انا عرضنا الامانة علی السموات} او د امانت بېرته ورکړه عقلاً او شرعاً واجب ده. ځکه الله تعالی ویلي دي: {ان الله یأمرکم ان تودو الامانات الی اهلها}. د امانت ورکړه یو لوی کامل صفت دی او بالذات محبوب دی.

بله دا چې یو لوری امانت ادا‌ء کړي هغه بل لوری هم امانت ادا‌ء کوي، لکه چې ځینو صحابه و ویلي دي. یو اعرابي مې ولید چې د جومات دروازې ته راغی او هلته له خپلې اوښې څخه کوز شو، اوښه یې هلته پرېښودله او جومات ته ورننوت، لمونځ یې په کې وکړ او دعا یې وکړه. نو موږ ورته حیران شولو، کله چې له جومات څخه وواته اوښه یې ونه موندله نو ویې ویل: الهی ما خو ستا امانت اداء کړ، نو زما امانت څه شو؟

راوي وایي چې موږ نو هم هکپک شولو، څه مهال لا تېر نه و چې یو سړي – چې لاس یې پرې شوی و – د ده اوښه راوستله او اوښه یې ور وسپارله. خبره دا ده چې دې سړي د الله امانت ادا‌ء کړ، الله د ده امانت هم وساته او د رسول الله د قول مراد همدا دی چې ابن عباس ته وایي: {ای هلکه په خلواتو کې د الله ستاینه کوه، هغه به په بیدیاوو کې ستا ستاینه وکړي}.

درېیمه وجهه: دا ده چې په عبادت باندې اشتغال د غرور له عالم څخه د سرور عالم ته انتقال دی او د ډېري خوښۍ سبب دی. د امام ابو حنیفه {رح} په باره کې ویل کېږي چې دی پر لمانځه کې و چې له چت څخه مار راولوېده. ټول وګړي وتښتېدل خو ابو حنیفه خپل لمونځ کاوه او له مار څخه خبر نه و، د عزوه بن زبیر په کوم اندام باندې، بده دانه ختلي وه چې باید د ده لاس پرې کړ شوی وای دی په لمانځه ودرېده او لاس یې پرې کړی شو خو دی یې په درد باندې پوه نه شو. او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې کله به یې په لمانځه پيل وکړ نو وګړو به د ده د سینې اواز اورېده او داسې اواز به یې کاوه، لکه کټوۍ چې خوټېږي او چاته چې دا خبره لېرې ښکاري او باور یې ورباندې نه کېږي د الله تعالی دا قول دې ولولي: {فلما راینه اکبرنه وقطعنی ایدیهن} (کله چې دې ښځو یوسف علیه سلام، ولید ډېر ستر سړی یې ولید او ټولو خپل لاسونه پرې کړل او دوی په درد پوهې نه شولې)، کله چې د بشر په حق کې داسې کېدای شي نو که څوک د الله عظمت ته وګوري، له داسې سترچارو څخه د سترو چارو د کېدو امکان شتون لري.

همدا رنګه که څوک کوم ستر هیبتناک واکمن ته ورشي، نو که د ده پلار او مور یا اولادونه ور باندې تېرشي دی یې نه ګوري او نه یې پېژني، ځکه چې دی د واکمن ډار اخیستی دی او په ځان باندې له ډاره خبر نه دي، نو کله چې د یوه واکمن ډار داسې پېښه را مینځ ته کوي، نو د خالق العالم، ډار خو ډېر زیات دی. بیا محققانو ویلي دي، چې عبادت درې درجې لري:

  • لومړۍ درجه دا ده چې عبادت د ثواب په تمه او یا د عذاب له ډاره اوسي، چې دا عبادت دی او دا د عبادت ډېره ټیټه درجه ده، ځکه په حقیقت کې د ده معبود دا ثواب یا عذاب دی او دې عابد د مطلوب د لاس ته راوړلو له پاره د الله عبادت وسیله ګرزولې ده، او څوک چې خپل معبود له الله څخه پرته بل څیز وګرزوي او حق تعالی وسیله ګرزوي، نو داسې وګړی ډېر بې ارزښته سړی دی.
  • دوهمه درجه دا ده چې یو څوک د دې له پاره عبادت کوي چې د عبادت په وسیله شرف حاصل کړي او یا یې چارې قبولې شي. دا درجه له لومړۍ درجې څخه لوړه ده او
  • درېمه درجه دا ده چې یو څوک د الله عبادت کوي نو د دې له پاره یې کوي، چې الله د ده الله او خالق دی او خپله دی د دې الله بنده دی. باید الله ته زارۍ او عاجزي وکړي چې دا د عبادت لوړه درجه ده. همدا ده چې څوک لمونځ کوي نو وایي، چې الله ته دا لمونځ کوم او که ووایي چې زه دا لمونځ د ثواب له پاره او له الله څخه د ډار له کبله کوم، نو دا لمونځ فاسد دی.

عبادت او عبودیت یو ډېر لوړ مقام دی او پردې خبره ډېر ایاتونه دلالت کوي.

لومړی آیت دحجر صورت په اخر کې یو آیت دی چې الله تعالی وایي: {ولقد نعلم انک یضعق صدرک بما یقولون فسبح بحمد ربک وکن من الساجدین واعبد ربک حتی یأتینک الیقین}.

نو الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم، ته په عبادت کولو امر کړی دی او په دې چې تر مرګ پوري په عبادت پوري لګیا اوسه او د دې معنی دا ده چې په هیڅ مهال په عبادت کې اخلال راوستل روا کار نه دی او له دې څخه دا ښکاره ده چې عبادت ډېر ستر امر دی اوبله دا چې الله تعالی وایي:{ولقد نعلم انک یضعق صدرک بما یقولون} بیا الله تعالی پر څلور څیزونو امر کړی دی.

۱- تسبح، چې وایي {فسبح}. ۲ – تحمید، چې وایي {بحمد ربک}. ۳- سجود ، چې وایي {وکن من الساجدین}. ۴- عبادت دی چې الله د عبادت په باره کې وایي: {واعبد ربک حتی یأتینک الیقین}. دا په دې دلالت کوي چې عبادت له خلق څخه حق ته رجوع او ورتګ دی او په دې باندې د زړه تنګ والی له مینځه ځي.

دوهم آیت د عبادت د شرف په باره کې دی. الله وایي: {سُبْحانَ الَّذي أَسْرى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً}. که عبادت لوړ مقام نه درلودای نو الله به په لوړ مقام کې چې معراج دی د عبادت ستاینه نه کوله او ځینو ویلي دي، چې عبودیت له رسالت څخه اشرف دی، ځکه چې له عبودیت سره خلق څخه حق ته مخ کوي او په رسالت سره له حق څخه خلق ته مخ کوي او همدارنګه په عبادت باندې له دنیاوي تصرفاتو څخه لیري کېږي او په رسالت سره دی تصرفاتو ته مخه کوي او له بنده سره له دنیاوي تصرفاتو څخه لیرې والی وړتیا لري. او هم په عبادت بنده د الله د مهماتو اصلاح په غاړه اخلي او رسول د امت د مهماتو اصلاح په غاړه اخلي او په دې دواړو کې ډېر فرق شتون لري.

درېیم آیت د عبودیت د شرف په باره کې دی. عیسی علیه سلام، د لومړي ځل له پاره وویل: {انی عبدالله} یعني د عیسی لومړۍ وینا دا ده چې زه عبدالله یم او د ده دا کلمه د ده د مور د پاک لمنۍ او طهارت سبب شوه، د ده وجود له طعن څخه برآئت وموند او دی د ټولو ښېګڼو له پاره کیلي وګرزېده او د ټولو افتونو دفع کوونکی شو. کله چې د عیسی لومړۍ کلمه، د عبودیت ذکر و، نو د ده عاقبت پورته ختل شول، لکه چې الله تعالی وایي: { ورافعک الی} اصلي خبره دا ده چې هغه په خوله یې د عبودیت ادعا وکړه جنت ته بوتلای شو او هغه څوک چې عملآ د الله عبودیت اویا کاله وکړي هغه به څرنګه له جنت څخه محروم او بې برخې پاتي شي.

څلورم آیت دا دی چې الله تعالی موسی علیه سلام، ته وايي: {اننی انا الله لا اله الا انا فاعبدونی} نو الله ورته وروسته له توحید څخه د عبادت امر وکړ، ځکه چې توحید اصل دی او عبودیت فرع دی، توحید ونه ده او عبودیت یې مېوه ده. ونه او مېوه یو له بل پرته نه شي پاتي کېدلیا، نو دا ایتونه د عبودیت په شرف دلالت کوونکي دي او معقول خوښکاره دی اوهغه دا چې بنده محدث ممکن الوجود لذاته دی، که د حق د قدرت اغېز په ده کې نه وای نو د عدم په تیاره کې به پاتي و او وجود اوشتون به یې نه وای موندلی. چې وجود یې نه وای موندلی نو نور کمالات به چېرته ول؟ کله چې د حق قدرت په دې پوري تعلق وموند او د وجود اوایجاد اثار په کې پیدا شول نو د وجود او د وجود کمالات یې وموندل. بنده چې څه کمالات حاصل کړي دي، دا ټول د عبودیت په سبب دي نو دا ثابته شوه چې عبودیت د ښېګڼو کیلې ده او د عبودیت په سبب بنده د نېکمرغیو د لوړو درجو او کراماتو خاوند شوی دی. بنده وویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}. علی کرم الله وجهه، ویل زما دا فخر بس دی چې زه ستا بنده یم او زما شرف بس دی چې ته زما رب شې. { اللهم انی وجدتک الهاکما أردت فاجعلنی عبدا کما أردت } (ای الله ما خو ته خپل الله وموندلې، لکه چې غوښتل مې نو ته ما هغسي بنده کړه لکه چې ته یې غواړې).

شپږمه فایده: دلته دوه مقامونه شته. یو د ربوبیت معرفت دی او بل د عبودیت معرفت دی، چې دا دواړه سره یو ځای شي نو هغه ځای ته سړی ورباندې رسېږي، چې په دې آیت کې ذکر شوي دي : {اوفوا بعهدی اوف بعهدکم} (تاسو زما عهد پوره کړئ زه به ستاسو عهد پوره کړم). د ربوبیت کمال په دې ایت کې راغلي دي چې الله وایي: {الحمدلله رب العالمعین الرحمن الرحیم مالک یوم الدین}.

نو دا چې بنده له عدم څخه وجود ته راغلی دی دا په دې دلالت کوي چې الله اله دی او دا چې د وجود په حال کې د ټولو ښېګنو خاوند دی دا په دې دلالت کوي چې الله رب، الرحمن یا الرحیم دی او د بنده د معاد احوال په دې دلالت کوي چې الله تعالی مالک یوم الدین دی.

دا جملې ټولې د غایب په لفظ راغلي دي اود الله دا قول چې وایي: {ایاک نعبد وایاک نستعین} له غایب څخه خطاب ته انتقال دی. په دې کې څه فایده ده؟ موږ په ځواب کې وایو چې په دې کې څو وجهې دي:

لومړۍ وجهه: لمونځ کوونکی د لمانځه په پیل کې اجنبي دی نو ځکه یې د الله ثنا د غایب په الفاظو وویله، تر مالک یوم الدین پورې، بیا داسې شو لکه چې الله تعالی ورته وایي: تا زما حمد ووایه او دا اقرار دي وکړ چې زه الله، رب، الرحمن، الرحیم او مالک یوم الدین یم نو ته ډېر ښه بنده یې زموږ تر مینځ حجاب مو لیري کړ او بعد مو په قرب بدل کړ. نو د مخاطب په توګه خبرې کوو او ووایه {ایاک نعبد}.

دوهمه وجهه: ښه غوښتنه هغه ده چې مخامخ وي. نه ګورئ چې انبیاء علیهم السلام، کله له خپل رب څخه غوښتنه کوله، مخامخ غوښتنه یې کوله او ویل یې {ربنا ظلمنا انفسنا} و {ربنا اغفرلنا} او {رب هب لی} او{رب أرنی}. سبب په دې کې دا دی چې دغوښتنو رد له کریم څخه مخامخ لیري او نه کېدونکی دی او دا هم ده چې عبادت خدمت دی او خدمت په حضور کې ښه او اولی دی.

درېیمه وجهه: د سورت له لومړي سر څخه تر ایاک نعبد، پوري ثنا ده اوثنا په غیبت کې اولی ده او د الله له دې قول څخه{ ایاک نعبد و ایاک نستعین} د سورت تر پایه پوري دعاده او دعا په حضور کې اولی ده.

څلورمه وجهه: دا ده چې کله چې بنده پر لمونځ پیل وکړ او ویې ویل: «نیت مې وکړ چې لمونځ کوم له پاره د تقرب الی الله» نو لمونځ کوونکی د ثواب او قربت نیت کوي بیا دا لمونځ کوونکی له دې نیت څخه وروسته پر الله باندې انواعو ثنا وایي. نو د الله د کرم تقاضا دا ده چې د ده د قربت دعا قبوله کړي.

چې خبره د غیبت له مقام څخه واوښتله او د حضور په مقام بدله شوه نو ویې ویل: {ایاک نعبد وایاک نستعین}.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *