د تفکرات عمیق اثر لومړۍ برخه د پښتو ژبې لوی پنځونکي، څېړونکي او تحلیل ګر لیکوال ګل پاچا الفت د نثري کلیاتو نه د ژباړونکې د خپلې خوښې او ذوق انتخاب شوي هنري نثري بېلګو ژباړه ده او دویمه برخه د سیداصغر هاشمي د ځینو نثرونو ژباړه ده.

د اثر ژباړونکې په اړه کله کله ځینې خبرې اورم او کله کله د هاشمي په اړه هم زیاتې او کمې خبرې اوریدل کېږي، چې د همدغو خبرو سپیانوي لپاره باید لوستونکي لاندې خبرو ته پاملرنه وکړي.

ـ ایا دا اثر د دوو لیکوالو پرتلنه ده او کنه؟

ـ ایا د داسې دوو لیکوال تر منځ پرتلنه کیدای شي او کنه؟

ـ دا او د دې په شان نور اثار ژبې او فرهنګ ته ګټه لري او کنه؟

ـ د ژباړنې لپاره د دې کار امتیاز په څه کې دی؟

ـ ایا له استادې مخکې بلې ښځینه لیکوالې داسې هڅه کړې ده او کنه؟

د لومړۍ پوښتنې ځواب:

تفکرات عمیق اثر د ګل پاچا الفت او سیداصغر هاشمي د منتخبو نثرونو ژباړه ده. د کتاب له پیلیزې نه تر پایه پورې یو حرف داسې نه شته چې د دواړو لیکوالو پرتلنې په اړه خبرې پکې وي.

د استاد الفت هر نثر بیله معنوي خوا لري خو استادې پوهنملې مومنې درانۍ د خپلې خوښې او د وخت او زمان د شرایطو سره برابر نثرونه ژباړلي دي او د کتاب لومړۍ برخه کې په سیستماتیک ډول یو د بل پسې راوړل شوي دي او دویمه برخه د هاشمي د نثرونو ژباړه ده. دا چې ولې د دې دواړو لیکنې انتخاب شوي یو لوی دلیل یې دا دی چې د سیداصغر لیکنې د منځپانګې له مخې د استاد الفت د فکر او نظر سره ورته والی لري. د ورته والي نه هدف دا نه دی چې د استاد نظریات کټ مټ د هاشمي په لیکنو کې راوړل شوي دي، بلکې د استاد الفت د اثارو زیاته مطالعه او په استاد الفت د هاشمي اوو کتابونو لیکل د دې لامل شوي چې د استاد الفت د فکر او نظر لاروی شي.

د نړۍ په هیڅ ژبې او علم کې داسې کوم نظر نه شته چې  د دوو لیکوال شعرونه او یا نثرونه دې په یو اثر کې را نه وړل شي او په افغانستان کې خو هیڅ داسې خبره نشته.

په ننګرهار کې اوس اوس دوه کتابونه چاپ شوي دي، د دې اثارو نومونه دي(لس غوره شاعران، لس غوره شاعرانې او داسې نور) په لسو غوره شاعرانو کې خوشحال، رحمان بابا، عبدالحمید مومند، باقر او داسې نور شاعران دي. ښځینه شاعران هم همداسې در واخله.

استاد عبدالروف بینوا اوسني لیکوال کې په لسګونو داسې شاعرانو بحث کړی دی چې ځینې یې ډير پياوړي او ځینې یې بیا کمزوري دي خو کار ته یې ناسم ویلای نه شو. اکثره ادبي تذکرې په همدې ډول دي.

نو د استادې مومنې دا هڅه د ستایلو ده او باید وهڅول شي چې په اینده کې نور علمي کارونه هم وکړي.

د دویمې پوښتنې ځواب:

په څیړنه کې پرتلیزه څیړنه لوی او اساسي کار د دوو لیکوال په ګډو خواوو پرتلنه او تقابل وي. تقابلي څیړنې کې د دوو لیکوالو، فکر، د پنځونو جولیز جوړښت ګډې خواوې، د پنځونو معنوي جوړښت ګدې خواوې او داسې نور په لسګونو خبرې راتلای شي چې د بیلګې په ډول د کرګر صاحب ( غني او خیام، غني او ټاګور، غني او نیچه) او داسې نورې په لسګونو لیکنې دي او یا زما(هاشمي) دغه درې لیکنې( د غني او الفت د شعرونو جولیز جوړښت اړیکې، د غني او الفت د شعرونو منځپانګيز جوړښت اړیکې، د زیار د اندو واند او د الفت مرغلرو اثارو معنوي جوړښت اړیکې) یې ښه مثالونه دي.

د دوو لیکوال هر ډول پرتلنه د تحقیق د لارو چارو پر بنسټ اساسي کار دی او هیڅ ډول علمي تیروتنه نه ده بلکې د علم د پرمختګ لپاره مهمه مسله ده.

استاد مومنې دغه اثر کومه پرتلنه نه ده خو که پرتلنه هم وای کومه ستونزه نه ده.

د درېیمې پوښتنې ځواب:

که له نورو ژبو پښتو ژبې ته ژباړه کیږي، له پښتو نه نورو ژبو ته یې امتیاز زیات دی چې ورنه ژباړه شوې وي. له نورو ژبو پښتو ته ژباړه کوو، خو له پښتو نورو ژبو ته هم ژباړه مهمه ده.

د پښتو ژبې د وروسته پاتې کیدو لاملونه زیات دي چې یو اساسي لامل یې دا دی چې له دې ژبې نورو ژبو ته ژباړه نه کیږي.

د نړیوالو لیکوالو په نړیوالتوب کې یو اساسي لامل یې په نورو ژبو د اثارو ژباړه ده. استاد الفت د لوی فکر خاوند دی خو دا چې نورو ژبو ته یې لیکنې ژباړل شوي نه دي نو د افغانستان فارسي ژبې لیکوال یې هم پوره نه پيژني او همدارنګه ډېر پښتانه یې هم نه پيژني.

زما د خپلې مطالعې پر اساس تر اوسه پورې د الفت صاحب هنري نثرونو فارسي ژباړه ما لیدلې نه ده، که چیرې داسې کار چا کړی هم وي نو د استادې د کار امتیاز په دې کې دی چې داسې ژباړه به له ده مخکې بل چا کړې نه وي. دی په خپل کار کې کامیابه ده او د پښتو لیکنو مفهوم یې په فارسي ژباړو کې شته .

د څلورمې پوښتنې ځواب:

مخکې مې یاودنه وکړه چې د استاد الفت نثرونه مخکې په فارسي ژباړل شوي نه وه او دا کار لومړنی کار دی. په افغانستان کې د علمي کار خلک کم لرو او په ښځو کې خو دا برخه ډيره کم رنګه ده، چې د مثال په ډول د پښتو ادبیاتو د لرغونې دورې د پیل( ۱۳۹ کال) نه د دویمې دورې (۱۲۵۰) تر پایه پورې پنځه تنه پياوړې ښځینه شاعرانې( زرغونه کاکړ، بي بي نیکبخته، رابعه، توتیا او حلیمه خټک) درلودې او اوس هم د ښځو لپاره محدودیتونه زیات دي چې استادې دغه ټولې ستونزې ګاللي او خپل علمي کارونه کوي.

د پنځمې پوښتنې ځواب:

ښه ژباړه کول لوی هنر دی او بیا خو له پښتو فارسي ته ژباړه لا ستونزمنه مسله ده نو د استادې د کار فوقیت په دې کې دی چې له دې مخکې چا د الفت نثرونه په فارسي ژباړلي نه وه او دا کار نورو ژباړونکیو ته یوه ښه لارښوونه کېدای شي او امکان لري چې ځینې لیکوال مود دې اثر نه الهام واخلي او د نورو لیکوالو لیکنې هم په فارسي او نورو ژبو وژباړي.

هیڅ یوه نارینه او ښځینه د استاد الفت نثرونه فارسي ته ژباړلي نه وه او استاده لومړنۍ ښځه ده.

په پای کې د الله تعالی له درباره استادې ته لوی خوشحاله عمر غواړم او د افغانستان ځینو خلکو ته هدایت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *