د ځنګله مخې ته د اورګاډي پر پټلۍ ناسته وه. له ورایه، پورې غاړه د ځنګله ونې داسې تورې ایسیدې لکه همدا غځیدلې پټلۍ.

دې د سګریټ لوګی له خولې راوایست. د لوګي په ول ول حقلو کې یې تللی کس ترسترګو کیده. مخ یې لوګي ونیو. زیړ لنډ بیاتي کړي ویښته یې داسې ښکاره شول لکه د لمر مخې ته چې وریځې راغلې وي. لګیدلی سګریټ یې له مځکې وویشت. پرې وخته. د ځنګله په لور یې ګامونه ګړندي کړل.

د ځنګله ونې له نژدې تورې نه ښکاریدې. نجلۍ ورننوته، وړاندې لاړه له ونو تیره شوه. پوړې غاړه یې د ډڼد پر غاړه ملا ته لاسونه ونیول. پر اوبو خځلي او خاشې پرتې وې. اوبه داسې ښکاریدې لکه د توربخونو خاورو پیروی چې یې نیولی وي.

د اوبو پر سر د دوو کبانو لکۍ وخوځیدې. ډبره یې ورواچوله. د مرغه کاغ کاغ شو. د مرغه اوږده مښوکه وه، پر اوبو راټیټ شو لکه چې کب خوړونکی مرغه و، خو له دې وویریده بیرته یې وزر ټپ وهل او له سترګو پناه شو.

نجلۍ د اوبو له ژۍ سره د ځنګله په اوږدو روانه شوه. پاخه سړک ته ووته. کرښ کرښ غږ و، وچې پاڼې پر سړک یو اړخ بل اړخ اوښتې.

دې لایټر سګریټ ته ونیو. باد و، نه لګیده. لاس یې د سګریټ پر سر چتر کړ. د ځنګله ونې شمال ته وښوریدې. دې د ځنګله زیړو پاڼو ته زرغونې سترګې ورواړولې، ونې یو لور بل لور کیږیدې، ځنګل د ډنډ د اوبو په څیر تور ښکاریده او دې د سګریټو په کږو وږو حلقو کې په تللي کس پسې کتل چې لرې کیږي، لرې کیږي، لرې کیږي او ورکیږي….

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *