تلميح په بديع کې هغه صنعت ته وايي، چې يوې پېښې/کيسې/شخص ته اشاره کوي. کامګار خټک وايي:
اوس همه د يار په سترګو کې ليده شي
هغه سحر چې ياد شوى د هاروت دى
د عليخان يو بيت دى:
که واړه معشوقې له عاشقانو بې پروا واى
نه به مړه له هجره په فرهاد پسې شېرينه
زموږ بديعپوهانو د تلميح په باب کې څه نا څه تېروتنې کړې دي. يوه دا چې تلميح يې يواځې پېښې/کيسې ته په اشارې پورې محدوده کړې. دا سمه ده ،چې په تلميح کې اشخاص هم په پېښې/کيسې پورې تړلي دي؛ خو پېښه/کيسه هم په اشخاصو پورې تړلې ده او د اشخاصو له خپلمنځي تړاو پرته د پېښې پېښه او کيسه ناشونې ده. داسې نو کله پېښه مهمه وي او کله اشخاص. کله يوه تلميح موږ ته د پېښو له مخې اشخاص رايادوي او کله د اشخاصو له مخې پېښې يا کيسې؛ نو پکار وه، چې اشخاص هم ورسره ياد شوي واى.
اصل خبره دا ده، چې له اشخاصو پرته د کيسو او پېښو اهميت نيمګړى وي. زياتره تلميحات موږ د اشخاصو له امله خوښوو، ځکه زموږ عاطفي تړاو له اشخاصو سره وي. له حسين پرته راته کربلا هېڅ مانا نه لري.
تلمېح له پېښو/کيسو او اشخاصو پرته يوې مشهورې خبرې ته هم اشاره کولاى شي؛ خو د بديع کتابونو د تلمېح په تعريفونو کې دا جز نه دى ياد کړى.
دويمه ستونزه دا ده، چې زياترو بديعپوهانو له پېښې سره د (تاريخي) کلمه هم کارولې؛ خو دا ډېره دقيقه نه ده. لومړى خو موږ له تاريخه د ټاکلي زمان و مکان مانا اخلو؛ خو يوه تلميح ښايي له يوې اسطورې/افساني/داستانه راوتې وي. دويم دا، چې په (تاريخي) کې زموږ فکر مثبت وي او د فضيلت يا د عالي او تقريبا د ملي په مانا يې کاروو، لکه (تاريخي سړى) يا وايو: پلاني تاريخي کارنامه ترسره کړه ؛ خو په تلميح کې ښايي داسې پېښې هم راشي، چې تاريخي ارزښت ونه لري، دومره مشهورې نه وي يا منفي وي. د رحمان بابا په وختونو کې د (جمال خان) او (عيسى خان) پېښه تېره شوې. رحمان بابا، حميد او عبدالقادر خان خټک درېواړو پرې شعرونه ويلي او تلمېح يې ورته کارولې دي؛ خو هغې پېښې هغومره تاريخي بقا نه ده لرلې، لکه بديعپوهانو چې نورو تلميحاتو ته په اشاره ښودلې ده. له دې خبرې ثابتېږي، چې تاريخي ارزښت ثابت نه دى. هر وخت بدلېداى شي. د عيسى خان او جمال خان پېښې به هغه وخت تاريخي ارزښت لاره؛ خو اوس يې نه لري؛ خو د تلمېح ارزښت اوس هم ثابت دى؛ نو ښه دا ده، چې ثابتو مفاهيمو ته ناثابت اصطلاحات ونه کاروو.
درېيمه تېروتنه دا ده، چې بديعپوهانو په تلميح کې هغه بېلګې راټولې کړې، چې سړى يې لا په شعريت ډاډه نه وي. داسې بېخونده بېلګې مو د تلميح پر صنعتوالي شکمنوي. که تلميح راباندې عاطفي اغېز ونه شيندي، تلميح ورته نه وايو.
په تلميح کې يواځې يوې پېښې ته اشاره نه بس کېږي. د تلميح پر اصلي کلمه/کلمو سربېره که نورې کلمې او په ټوله کې د کلام ژبه اېغه نېغه وي؛ نو د تلميح عاطفي اغېز له منځه ځي. له دې نه معلومېږي، چې په تلميح کې نورې کلمې هم مهمې دي. حميد بابا وايي:
هر سردار چې د خپل قام د بدو خيال کا
ايينه دې د خپل ځان حال د جمال کا
دا شعر که سړى په تلمېح کې راهم ولي؛ نو کمزورې تلمېح به ورته وايي، ځکه تلمېح يواځې د وعظ په موخه کارېدلې، د اغېزمنولو جوهر پکې کم دى.
د تلمېح دوه اړخه وي، يو هغه پېښه/کيسه/شخص چې تلمېح ورته اشاره کوي، بل هغه پېښه/کيسه/ چې تلمېح ورته کارېدلې ده. له دې دواړو پېښو يا کسانو سره د لوستونکي عاطفي تړاو دومره مهم نه دى، څومره چې ورسره د شاعر يا ليکوال خپل عاطفي تړاو دى. که شاعر يا ليکوال په دواړو کې له يوه اړخ سره هم عاطفي تړاو ونه لري يا ورته عاطفي ارزښت ونه لري؛ نو تلمېح بريالۍ نه ده او اغېز نه شي شيندلاى. دا راته د تلمېح له کارونې معلومېږي، چې شاعر کوم اړخ ته ډېر کږون لري او د تلمېح له کوم اړخ سره يې عاطفي تړاو زيات دى. دا سمه نه ده، چې تلمېح چې کوم اړخ ته اشاره کوي، د هغه عاطفي ارزښت هم لوستونکي او هم شاعر ته ثابت وي او شاعر له ثابتو عاطفي پېښو يا کسانو نه استفاده کوي، بلکې په دې کې د شاعر او لوستوال فردي مشاهده هم وي. يو کس/پېښه به چا ته څنګه او چا ته څنګه ښکاري او دا هم ممکنه ده، چې شاعر ته د تلمېح دويم اړخ چې د ده ټول حواس پکې شامل دي او سملاسي ورسره مخ دى، ډېر عاطفي ارزښت ولري. عليخان وايي:
پلار مې د غنم دانې راوايست له جنته
زه لا تمه دار د غنمرګو د وفا يم
په دې پېښه کې حضرت ادم او په جنت کې د غنم د دانې خوراک ته اشاره ده؛ خو وينو، چې دا تلمېح صرف يوه وسيله ده، چې شاعر د اوسني يار د جفا لپاره کارولې؛ نو دويم اړخ(د غنمرګو وفا) عاطفي اغېز تر لومړي هغه زيات دى.
عاطفه يواځې مثبته نه وي، موږ منفي عاطفې او عاطفي تړاوونه هم لرو. په شاعرۍ او ليکوالۍ کې يې د قارون او فرعون تلمېحات بېلګې دي. مرحوم پسرلى صاحب وايي:
د خدايي دعوه بيا ډېرو فرعونانو کړې
خاونده کړې ورته امسا په اژدها بدله
دا هم ممکنه ده، چې شاعر په يوه پخوانۍ کيسه کې نوي اړخونه پيدا کړي يا په يوه منفي کرکټر کې مثبت يا مثبت کې منفي اړخونه ومومي او زاړه تلمېحات ورسره تازه شي. دا ډول بېلګې زموږ په شاعرۍ کې شته؛ خو کمې دي او په بديع کې خو مو بېخي شته نه. منصور زموږ په شاعرۍ کې که تشبيه، که استعاره او که سمبول راغلى، همېشه يې مانا مثبته ده؛ خو غني خان چې ورته اشاره کوي، نو وايي:
منصور يو لېونى و، د جانان اداب يې هېر که
تلمېح ډېرې ګټې لري، چې زموږ په بدېع کې ورته پام نه دى شوى.
لومړۍ دا چې د شاعر يا ليکوال ادبي استدلال ورسره پياوړى کېږي. خوشال وايي:
عشقه ته تر اورنګزېب باچا بهتر يې
چې خوشال دې په عالم کې سربلند کړ
دويمه ګټه يې دا ده، چې موږ د تاريخ و اسطورو او ادب لوست ته مجبوروي. مثلا: په يوه تلمېح که لوستونکى پوه نه شي، ښايي لټه پسې شروع کړي، کتاب پسې راواخلي. د (دارا) کلمه په فارسي او پښتو ادب کې د تلمېح په توګه ډېره کارېدلې. کوم لوستونکي چې دارا نه پېژني يا ترې بل شخص مرادوي، ښايي تاريخ يا قاموسونه او دايرة المعارفونه وګوري او په دې پوه شي، چې له (دارا) نه مراد همخامنشي باچا(درېيم داريوش) دى او په دې پلمه ډېر تاريخي معلومات ترلاسه کړي.
درېيمه ګټه يې دا ده، چې په موږ کې د استدلال په توګه د کيسو د کارونې حس پياوړى کوي او راته وايي، چې ډېرې کيسې په ياد وساتو.
څلورمه ګټه يې پخپله شاعر او ليکوال ته ده. ليکوال او شاعر کې علمي بصيرت پيدا کوي او لوست ته يې اړ باسي.
د ادب يوه ځانګړتيا لنډيز هم دى. هغه کيسې چې ساعتونه نيسي او هغه تجربې چې کلونه نيسي، په ادب کې يې په څو دقيقو او څو ساعتو کې ترلاسه کولاى شو. په ادب کې لويه خبره په ډېر اختصار سره وړاندې کېږي؛ نو تلمېح هم راته په يوه اشاره کې پوره کيسه وکړي. عموما د کيسو په تفصيل کې دومره خوند نه وي يا د کيسې تفصيل د کيسې خوند له منځه وړي؛ خو اختصار دا ډول اغېز لکه اتوم په څو کلمو کې راټول کړي او په يوه ځل يې خوشې کړي. د تجمع اغېز ډېر وي. دا د تلمېح پينځمه ګټه ده.
شپږمه ګټه يې دا ده، چې وچ نصيحت سړى تنګوي؛ خو په تلمېحاتو کې چې پېښو او اشخاصو ته اشاره وي، لوستونکى وعظ په اسانه منلاى شي.
د تلمېحاتو منابع بېلابېلې دي. تاريخي تلمېح، چې تاريخونو ته اشاره کوي.
حيات الله ګهيځ وايي:
يا تور درنجو خال شه او يا تور لکه بلال
په زړه کې ګرځوه د مينې اور لکه بلال
اسطورې دي، چې يوې اسطوري پېښې ته اشاره کوي.
د دولسمې هجري پېړۍ شاعر نجيب سربندى وايي:
ستا د مخ وګنج و ته رسد ګران دى صنمه
تل چې باندې پروت وي، ستا د زلفو تور ښامار
په دې بيت کې د (ګنج) او (ښامار) اسطوري خصوصيت ته اشاره وينو. په ډېرو کيسو کې مو لوستي، چې پر خزانه له پاسه ښامار ناست وي، چې څوک يې تالا کولاى نه شي.
مرحوم پسرلى صاحب وايي:
تلپاتې به شي عشق که وسوسې وسوځوو
ققنس غوندې د ژوند خلي خاشې وسوځوو
بله منبع يې کيسې دي. کېداى شي، يوه تلمېح د يوه داستان کرکټر راوښيي. نجيب سربندى وايي:
همېشه لکه مجنون خراب تراب يم
ستا په هجر کې زه هسې په عذاب يم
د نولسمې زېږدې پېړۍ شاعر مولوي محمد رفيق په خپل دېوان(شمس الفلک) کې د فردوسي د شهنامې او نورو حماسي اثارو همدا راز د افسانو اتلانو(روستم، اشکبوس او کاموس) ته په اشاره وايي:
روستم طوره کمانکش کمند انداز شه
که دې نفس اشکبوس دى يا کاموس
استاد زلمي هېوادمل چې په زيار يې دا دېوان چاپ شوى، په وييپانګه کې يې د اشکبوس او کاموس په اړه ليکي:
اشکبوس: د يوه توراني مبارز نوم دى، چې د افراسياب له سردارانو څخه و. او د روستم له لاسه ووژل شو.
کاموس: د توران له داستاني پهلوانانو څخه و. افراسياب دى د روستم جنګ ته ولېږه او روستم وواژه.
زموږ په ادب کې تلمېحات محدود او تکراري دي. مثلا: د حضرت يوسف، حضرت اسماعيل، فرهاد، مجنون او …نورو تلمېحات تکرارېږي؛ نو پکار ده، چې تلمېحات زيات شي او هر شاعر هڅه وکړي، چې له اسطورو، تاريخونو او ادبه نوي تلمېحات راوباسي. لکه، د فردوسي د روستم يادونه ډېرو کړې؛ خو د اشکبوس او کاموس له يادونې ښکاري، چې مولوي محمد رفيق لومړى وار د تلمېح په توګه کارولي وي. د نوموړي په دېوان کې داسې نور نوي تلمېحات هم شته دي. مولوي محمد رفيق په هغو کسانو کې شامل دى، چې پښتو ته يې د فردوسي شهنامه راژباړلې ده.
دا سمه نه ده، چې تلمېحات يواځې له پخوانو پېښو/کيسو/اشخاصو جوړېداى شي. له نويو پېښو او کسانو هم تلمېح جوړولاى شو. پېښه يا شخص چې د شاعر و ليکوال وخت ته ورنېژدې وي، تلمېح يې موثره وي، ځکه ليکوال و شاعر د پېښې له جزياتو او د شخص له ډېرو اړخونو خبر وي او دا هم کېداى شي، چې بېخي د شاعر و ليکوال د وخت وي. خوشال-چې د اورنګزېب هممهالى دى- د اورنګزېب ډېرې ښې تلمېحګانې جوړې کړې دي. د افغانستان دا تېرې درې لسيزې، په تېره کورنۍ جګړې د برياليو تلمېحاتو ښې منابع دي. د کاروان- چې نوي تلمېحات يې وکارول- د ناهيد تلمېح ښه بېلګه ده.
نجيب سربندي د خپل وخت افغان واکمن احمدشاه بابا ته په اشاره نوې تلمېح کارولې، چې په شعر کې يې تازګي پيدا کړې:
احمدشاه دى، چې په تخت د ديلي ناست دى
که نجيب دى، چې له ياره همکنار دى