میښال زیړ ګل راواخیست:

  • پخوا به مې پر خپلو ګلانو زړه نه کیده چې خرڅ یې کړم ما ویل ما اوبه ورکړي ما په ګل راوستي
  • دا ټول دې په خپله کرلي

ده له یوه ګلدانه څو شنه بوټي راکش کړل:

  • له دغو پرته ټول ما په خپل پټي کې روزلي

سړي دا  شنه بوټي له ګلانو سره ونیول. بیا یې  سره، سپین او ګلابي ګلان ورسره یوځای کړل او د ګلو د ګیډۍ د سر خوا یې ماته راښکاره کړه:

  • څرنګه شول؟
  • ښایسته ښکاري

میښال یو سور ګل د ګیډۍ له منځه راوایست او د ګیډۍ اړخ ته یې ونیو. بیا یې د ګلانو ګیډۍ زما خواته ونیوله. سر یې وخوځاوه او ورټیټ شو د ګلدانونو له بیخ سره یې سنۍ راواخیسته او د ګلانو له ګیډۍ یې ژر ژر راتاو کړه. ګلان یې له ځانه لرې ونیول. بیرته یې تار پرانیست. یو بل وړوکی یاسمني ګل یې له ګیډۍ سره کیښود او پر پرانیستی تار یې ګیډۍ وتړله بیا یې په یوه رنګه کاغذ کې ونغښته او ماته یې ورو رامخته کړه.

 ما پیسې ورته ونیولې:

  • تا خو ویل چې اوس مې په ګلانو زړه کیږي چې خرڅ یې کړم خو ګیډۍ دې زړه نازړه رامخته کړه
  • اوس ډیر ښه شوی یم پلار مې نصیحت راته کړی چې په هغه څه زړه مه تړه چې د تل لپاره ستا نه وي
  • نو له ځانه پرته بل څه شي د تل لپاره ستا دي
  • ملګرې مې
  • که بیله شوه

خاطرې خو به یې تلپاتې وي

  • نو ګل هم همداسې نه دی

دوکاندار زما د ګیډۍ پر سر لاس تیر کړ:

  • د ګلانو عمر لنډ دی.

پراګ، پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *