هلک په قفس کې راګیر موږک ته وکتل او په کوڅه کې یې له قفس سره منډه کړه. نژدې له ګاونډي حاجي سره لګیدلی و. حاجي موسکی شو، ورټیټ شو، وروځې یې کش کړې چې په قفس کې موږک وویني.

هلک بیا منډه کړه او له پټیو سره یې د قفس ور پرانیست. ترهیدلي موږک د قفس په کونج کې پښې ټینګې کړې وې، نه راووت. هلک په یوه لرګي پورې واهه، هغه بهر ته منډه کړه.

هلک تش قفس له ځانه لرې نیولی و. د کور له وره سره حاجي تسبحو ته ورچوف کړل او پرې غږ یې کړل:

– څرنګه داسې ژر راوګرځیدې؟

– موږک له قفسه نه راوتو

د چشمو شاته د حاجي سترګې غټې ښکاره شوې:

– ژوندی دې خوشي کړ؟!

– هو

حاجي قفس ترې کش کړ:

– دغه لاستی د څه لپاره دی دغسې به دې د نهر په اوبو کې غوټه کاوه خپله یې ساه خته

هلک سترګې ښکته واچولې. حاجي تسبیح جیب ته کړې:

– ورشه موږک پیدا کړه کنه بیرته کورو ته راځي

هلک پټیو ته منډه کړه. یوه لوټه یې راواخیسته، شاوخوا یې وکتل او بیرته ستون شو. حاجي ورته وویل:

– پیدا دې کړ؟

هلک لوټه ویالې ته واچوله:

– دغسې مې په دا سر وویشت

– سم دې ولید چې مردار شو

هلک سر وخوځاوه. حاجي تسبیح پر سترګو وموښلې.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *