ژباړه
ولې ځينې ورځې خوشحاله يوو او ځان نېكمرغه احساسوو خو ځينې نورې ورځې بيا ځان راته ناكام او نيمگړى ښكاري؟
انسانان همداسې پيدا شوي، چې د حالاتو له بدلون سره يې احساسات او فكر هم بدلېږي.
كله چې موږ له خپلو داسې ملگرو سره مخ شو چې شتمن دي، (كه پيسې راته ارزښت ولري) د يو ډول كمۍ او نيمگړتيا احساس كوو او ناهيلي كېږو؛ خو برعكس كه له داسې كسانو سره وينو چې ژوند يې له موږ سره په یوه سطحه کې دی او يا تر موږ ټيټ، نو د نېكمرغۍ او سرلوړۍ احساس راته پيدا كېږي. انسان له ډېرې پخوا حريص راپاتې شوى، چې د دې حرص ذكر يې ان په اسماني كتاب كې هم راغلى. د بېلگې په توگه پخوا مو كه د بايسكل لرلو هيله درلوده، خو اوس كه موټر لرو، بيا هم د نېكمرغۍ احساس نه كوو او وايو: خدايه! ته چې دومره بښونكى يې، نو ولې دې تر دې ډېر نه دي راكړي!؟
دا هېڅ مهمه نه ده چې ته څوك يې او څه كاره يې؛ ځانته ځير شه چې فكر او احساسات دې څنگه دي، همدا اوس هم كولى شې له ژونده خوند واخلې.
خپل اوسنى ژوند په نظر كې ونيسه، چې د تېر كال يا پنځو كلنو مخكې په پرتله دې څومره بدلون كړى دى؛ خو موږ هېرجن يوو، خپله ماضي نه وينو چې څومره ابتدايي او ټيټه وه، څومره نيمگړتياوې او عيبونه مو لرل، چې اوس يې نه لرو. موږ تل د خپل ژوند په نشته شيانو فكر كړى او تل مو دا ويلي چې ولې خداى له هغه څه چې موږ غوښتي، ډېر څه نه دي راكړي.
راځئ دا پرېكړه وكړو چې د نېكمرغۍ احساس په ځان كې وروزو.
د دې لپاره ځينې لارښوونې شوې:
١- په يوه ليست كې د خپل سږ كال هغې لاسته راوړنې وليكئ چې تېر كال ترې بې برخې وى.
٢- خپل ټول شيان، كالي او … وگورئ؛ له كومو نه مو چې گټه نه اخيستله او نه مو كارول، هغه توكي هغو ته ور وبخښئ چې سخته اړتيا ورته لري.
٣- يو ليست جوړ كړئ او د هغو كسانو نومونه په كې وليكئ چې تاسې پرې گران يى.
٤- خپل فكر ته ځير شئ، وگورئ چې له چا سره مو نه ده جوړه او ورسره نښتي يى، هغوى په اسانۍ سره وبخښئ.
٥- كوم څه چې تاسې ته د نيمگړتيا احساس دركوي، له ځانه لرې كړئ.
٦- پر هغه څه چې لرى يې، له پاكه خدايه شكرگزاره واوسئ او د شكر سجده ادا كړئ.
شه تبصره وه.
د لاتحزن کتاب همدی موضوعاتو ته ځانګړی شوی او ما ته تر ټولو په زړه پوری کتاب دی چی لوستل یی یو عجیب احساس راکوی.
په احترام
نوری
ارواپوهان وايي چې د خوښۍ او ځان خوشالولو لپاره یوازې دا بسنه کوي چې ووایاست: خوشاله یم او ځان خوشاله ونیسئ، که خندا نه درځي، په دروغو وخاندئ، څو شېبې وروسته به دا هر دروغ رښتیا شي.
وږمه جانې !مطالب دې خوندور او د لوستلو وړ دي .لا بریا دې غواړم