یونس تنویر

   لرغوني مصر کې د کاهنانو داسې روایتونه موجود دي چې له افسانوي چاپېریال نه بلې خواته ته نه شي تللی. د څلورم فرعون په زمانه کې تاریخ لیکي چې کاهنانو د یو افسانوي مار په نوم عبادت کاوه. د مصر تر ټولو ښکلې نجلۍ به هر کال دغه مار ته قرباني کیده. دغه مار په یوه غره کې اوسیده. لویه میله به یې جوړوله او دغه ښاپیرۍ به د مار خونې ته وردننه کیدله چې وروسته به یې مړی او ژوندی ورک و. دوی به دا تصور کاوه چې ګوندي اوس به په جنت کې د خدای په خوا کې ناسته وي او د هغه چوپړ به کوي.

   کاهنانو به داسې مذهبي استدلالونه او روایتونه برابرول چې ډیرو خلکو به د دې ورځې ارمان کاوه. هغه! به ډېره بختوره نجلۍ وه چې ځان دې دغه ظلم ته چمتو کړي. د دوی په خبرو کې به یو ډول تمثیل نغښتی وو. چې د خلکو تصور به یې په اسانه لاس ته راوړه.

   په اسلامي پېښلیک او یا د نړي په تاریخ کې د ادم (ع ) نه تر دې دمه د تمثیل ډیرې بیلګې لرو چې ګټورې ثابتې شوې دي. مګر د استعمال په مواردو کې، ځینې د بشر په خیر وي او ځینې خو بیخي کفري وي. زموږ کار یوازې د تمثیل اهمیت او ارزښت دی. د هابیل او د قابیل په جګړه کې د کارغه تمثیل چې قابیل ته یې لار وروښوده او هابیل یې ښخ کړ.

   د افغان او انګریز په جګړه کې د ملالۍ تمثیل چې په څو مسرو یې ایوب خان او د هغه ملګرو ته د همت درس ورکړ او لویه بریا یې لاس ته راوړه.

   مګر دا هغه تمثیلونه دي چې په عملي توګه به ترسره کیدل. ولې زموږ کار شاعرانه تمثیل دی. دغه تمثیل د شعر ژبه داسې ښایسته کوي چې د لوستونکو په احساساتو کې ډیر زر جذبه راولي او انسانان د جذبې په واک کې ډیر زر ایساریږي.

     د هندي سبک شاعران د خپل فکر د څرکندولو لپاره له دې الهامي کیفیت څخه کار اخلي. افلاتون په داسې خبرو شکمن شوی و. او شاعري یې نقالي کڼله، مګر دې ته یې پام نه و چې شاعري د فطرت انځور ګري ده. موږ په بیان کې د تمثیل په څېر له یوه لوی رکن څخه سترګې پټې کړې دي.

د هندې سبک راتګ دغه شي ته ډیره توجو وکړه. همدغه د هندي سبک یوه لویه ځانګړنه هم ګنل شوې ده.

   په شاعرۍ کې که څوک نیغه خبره وکړي ممکن هنر نه وي؛ ولې که د یوې مستعارې مانا په څېر یې وکړو، نو هنر یې ګنلی شو.

   په شاعرۍ کې د تمثیل موخه شبهات وي. دغه شباهت داسې دلیل وي چې یو ذهني انځور ولري. تمثیل دې ته وایې چې یو حالت د بل حالت سره ورته وګڼل شي. په بدیع کې موږ د مدعا المثل په نوم یو صنعت لرو چې لومړی ادعا کیږي او بیا ورته دلیل راوړل کیږي. ولې په دواړو فنونو کې یې مختلف تعریفونه شوي دي.که تمثیل ته ځیر شو نو همدغه مفهوم ترې را ولاړیږي. تاسي د استاد پسرلي دغه بیت ته ځيرشئ:

په کاڼو مه وژنئ جذبې د مینې

د غـره دریـا شي په ډبرو مسته

                    استاد پسرلی

   لومړی مسره کې ادعا شوې ده، مګر په دوهمه مسره کې یې یو مستند دلیل راوړی دی. که د بیان له مخې یې څېړو، نو دمینې جذبه یې دغره د دریا سره ورته ګڼلې ده. چې یو حالت یې دبل حالت سره ښودلی دي.

   د ډاکتر احسان الله درمل لیکنه مې په ښکلا مجله کې لوستې وه چې دپیغام او استدلال نوم یې ور کړي و. د مدعا المثل په باره کې یې ویلې دي چې په لومړۍ مسره کې یو پیغام وړاندې کړي. په دوهمه مسره کې یو شاعرانه دلیل ورته راوړي. چې کله-کله پکې پیغام له استدلاله ورسته هم راغلی وي.

   دتمثیل هم همدغه خواص دي. توپير یې دا دی چې تمثیل ته په تعریف کې تشبهي رنګ ورکړل شوی دي او مدعا المثل ته داستدلال. تمثیل دتشبیه په څېر وجهه هم پیدا کولای شي. استاد اجمل ښکلي په افغان ادبي بهیر کې تمثیل انځور وباله. لکه: یو تصویر چې دبل تصویر په څېر ښکاره کړې دا تمثیل دي.

   دغه تصویر دمدعا المثل په څېر هم نه دی. دغه تصویر په غیرې مستقیمه ژبه باندې خپله غوښتنه ښکاره کوي. دغه غوښتنه تا ته نه وایي چې ته داسې کار وکړه،بلکې خپل فکر لکه: د یو تصویر په څېر در ښکاره کوي.خوښول او نه خوښول یې ستاپه لاس کې دي. مدعا المثل درته وايي : یې چې ته دلمر په څېر خواخوږي ولره چې ټول عالم دې په تلو د ویر تورې جامې واغوندي.

شــګفــته کــړه لــکه لــمر تنــدی هــر چاتـه

چـې په تله دې سیه پوش تمام جهان شي

                                              شیدا

پـه انــوار بـــه یــې روشــن شــي عـالـمونـه

هـر سړی چې تل شب خیز لکه شعله شي

                                              شیدا

   په مدعا المثل کې دتشبیه توري هم راتلی شي، مګر په تمثیل کې که دتشبې توری راشي نو بیا تمثیل نه دی او تشبیه ګڼل کیږي…موږ ځینې تشبیه لرو چې دتشبیه ادات پکې نه وي راغلي. دې تشبیه ته موکده وایې. ولې دخپلو خواصو له مخې ورسره شباهت لري. په تشبیه کې که وجهه نه وي، تشبیه نه ګڼل کیږي مګر تمثیل په وجهې کې بې نیازه دی. په تمثیل کټ مټ یو حالت دبل حالت سره ښودل شوی وي. که وجهه یې وي او کنه وي.که تشبهي رنګ پرې غالب وي او کنه وي، مګر شبهه شوی حالت باید یو سنجیده هنرې دلیل وي. تاسې د رحمان بابا بیت وګورئ چې دتشبیه ادات پکې نشته مګرتشبیه ده:

دلـړم لاشـه یـې مـاتـه وي پـه زړه کې

چـې یـې نقش وي پـه زړه ابرو دا ستا

                                  رحمان بابا

   په پورتني بیت کې ابر دلړم دلاشې سره تشبیه شوي دي. وجهه یې داده چې ابر یا وریځې تورې وي،نرې وي،تېرې وي.دلړم لیشه توره وي،تېره وي،نرۍ وي.غرض یې دمعشوق وریځې خونکارې ښودل دي چې مشبه یې وریځې یا ابر دي مګر مشبه به یې دلړم لاشه ده.

اویا د احسان الله درمل بیت چې څڼې یې دمنګور سره تشبیه کړې دي:

ستاد څڼو یـاد او زهــرجنې شپــې

مــات زړونــه پـــه پـړي دمنګور تـړو

                                                       احسان الله درمل

د تمثیل په اړه داستاد پسرلي دا بیتونه وګورئ:

پــــه نـظــر سـاتـــــم نـظر لـــــــه ډاره

ورک شي مـاشوم چـې لـه کوره وځـي

                                       پسرلی

زمـونږ ګنـا څـــه ګــورې شـیخـه

سیـوري د هـرچـا له کوره لویږي

                                     پسرلی

   په پورتنیو بیتونو کې لومړی ادعا شوې ده او بیا ورته ثابت استدلال راوړل شوی دی. یا مستند دلیل دی. کوم شیان چې مستند دلیل یا مستنده انځور کري ولري ،یو دقیق دلیل وي. او بیا په الفاظو کې داسې مستند دلیل راوړل او دغه دلیل ته لطافت او باریکي ورکول، علمي هنر یې ګڼلی شو. د علمي هنر اصطلاح مو ځکه ورته وکاروله چې مستند هنري دلیل دی. د پورتنیو دو بیتونو منط�� دحسن تعلیل په څېر خیالي علت نه دی. حسن تعلیل دطبعیي پېښې لپاره شاعرانه علت راوړي. مګر ادعا نه کوي.

   په شاعرۍ کې مستنده خبره یا دلیل راوړل او یا د یوه حالت شباهت دبل حالت سره داسې ځواک دی چې تر تخیلي کړنې کم نه دی. تاسې لاندې بیتونه وګورئ:

د دانـــا پـــه خـپل وطـن کــې قــدر نه وي

در هــــله قــدر پیـداکــړ چـې غریـب شــو

                                            خوشال بابا

اندښمن یې په کمکۍ نـګاه چې نـه شې

د کمـکـي اختـر ورسـتۍ ورځ عــرفــــات وي

                                                نورالحبیب نثر

زړونـــه چـې نـازک شي پـه پـلـمه درومــي

واورې چـې اوبـه شـي لـه کـوهسـاره ځـي

                                                پسرلی

پــای

اخځلیکونه:

۱-سینوهه: د فرعون ځانګړی طبیب،پښتو ژباړن: ډاکتر عیسی ستانکزی۲۰۱۰.

۲-فوکلور پېژندنې لارښود:وفا،محمد داود،ختيځ اکاډمي-ننګرهار،۱۳۹۲ل/۲۰۱۳.

۳-ادبي فنون:بینوا،عبدالرووف،ketabton.com(دوهم ځل چاپ)۱۳۸۳.

۴-ښکلا مجله:داکتر احسان الله درمل لیکنه: پیغام او استدلال.

۵- افغان ادبي بهیر:داستاد اجمل ښکلي تدریس.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *