نابغه ګان خپل ټول ۱۰۰ سلنه فکر پر یوې موضوع متمرکزوي او له هغو کړنو چې د هغوی ذهن مغشوشوي، ځان ژغوري. په نړۍ کې چې تر اوسه هم کوم کشفونه شوي، ټول د سل سلنې ذهن د تمرکز زېږنده ده. د متمرکز ذهن قدرت ته (CMP) وایي. کله چې ذهن متمرکز شي، په اسانۍ سره کولی شئ د ځان لپاره مهالوېش جوړ کړئ او کومې موخې مو چې د ځان لپاره ټاکلې دي، ور ورسېږئ.
د دې لپاره چې وکولی شئ ذهن مو پر یوې موضوع باندې متمرکز کړئ، کوم کار باید ترسره کړئ؟ لومړی دا چې وخت ته پاملرنه وکړئ، څو وکړای شئ له هر ډول فکري بوختیا پرته خپل کار ترسره کړئ. کېدای شي د وخت د مديریت یو اصل دا هم وي چې تاسو وکړای شئ نور هر څه پرېږدئ او ذهن مو یوازې پر یوې مشخصې موضوع متمرکز کړئ. هڅه وکړئ هره ورځ له ۶۰ تر ۹۰ دقیقو پورې د ځان لپاره داسې چاپېریال برابر کړئ چې هېڅ ډول برقي وسایل او یا داسې څه نه وي چې ستاسو ذهن ګډوډ کړي. کولی شئ یوازې په همدې وخت کې د خپل کار په اړه چې ډېر درته مهم دی، فکر وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *