http://www.dreamstime.com/royalty-free-stock-photos-image41200798
ليکوال براین ټرېسي
ژباړن محمداکبر حقمل
هر څومره ډېر، چې خپلې زده کړې تمرین کړئ همدومره ژر به هغه ارزښتمنې او اړین وړتیاوې ترلاسه کړئ کومې، چې ستاسو په کار راځي. هر څومره ډېر، چې تمرین وکړئ، نو همدومره ډېر، په پوره ډاډ سره او په چټک ډول به وده او پرمختګ وکړئ او د خپلو ټولو کم لیدنو احساساتو پر وړاندې به مو ودرېږئ او په هغې کار کې به ډېر ژر د استادۍ درجې ته ورسېږئ. ذهني صندوق ته مو د دې وړتیاوو په زیاتولو سره کولای شئ په خپل پاتې عمر کې بډایه شئ. همدا نن، همدا اوس تصمیم یا پرېکړه ونیسئ، چې د خپلې څانګې لس ۱۰ سلنه غوره یا ښو سره یو ځای شئ. ووينئ، چې هغه څوک دي، کوم ځای ته رسېدلي دي او د هغو غبرګونونه ستاسو له غبرګونونو سره څه توپیر لري. هغه ارزښتمن ځانګړي مهارتونه او وړتیاوې یې څرګندې کړئ کومو ته، چې هغو په خپل ځان کې وده ورکړې ده او له هغې وروسته تاسو هم د ورته کارونو ترسره کولو پرېکړه یا تصمیم ونسئ او ډاډ ولرئ، چې تاسو هم کولای شئ د نورو په شان هر څه ترسره کړئ او هر ځای ته ورسېږئ. هېڅ کس له تاسو څخه غوره او باهوښه نه دی.  «د ژباړن زیاتونه»هر کس پټ استعدادونه لري، که چېرې یې له خپلو پټو استعدادونو څخه خبر شي او بشپړه ګټه ترې واخلي نو بریالی به شي او که چېرې پرې بې باوره شو په خپل پټ استعداد یې خبر نه شو او په دې ډول مثبتو خبرو یې باور را نه غئ، نو څرګنده خبره ده، چې په ژوند کې به نابریالی او ناخوښ وي. اوس نو یواځې او یواځې باور ته اړتیا ده. باور ولرئ، خپل پټ استعداد مو وسپړئ او د ريښتینې بریا پر لور مو کوټلي ګامونه واخلئ تر څو بریالي شئ. محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *