بدلون

سرليکنه\ اداره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴

ښایي د بدلون اونیزي له درنو لوستونکو سره سوال پیدا شي چې موږ ولې د اونیزې په نظر کې بیا- بیا  پر نشه، نشه یې توکو، او نشیانو ډېرې خبرې کوو؟ نو زموږ جواب به دا وي چې له وچې مجبورۍ او ملي- انساني غمه دا کار کوو او بیا به هم دغو یادونو ته ادامه ورکوو، ځکه:

یو- د می ۳۱– مه چې د جوزا د ۱۰– مه کېږي د ملګرو ملتو له خوا د تنباکو د مخنیوي نړیواله ورځ نومول شوې او د دې ورځې د یادونې موخه دا ده چې خلک د تنباکو، وژونکو او تباکوونکو ګواښو ته متوجه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا د تنباکو کارونې له امله په نړۍ کې هر کال د ۶- میلیونه انسانانو خولې د مرګ په خاورو ډکېږي، له دوی څخه پنځه میلیونه یې هغه بدبختان دي چې مخامخ د تنباکوو زهر خوري او ۶۰۰ زره یې داسې قربانبان دي چې خپله خو په دغه بلا نه دي اخته مګر د هغو روږدو بلا وهلو تنباکو وهونکو د مړه دود په وجه د ژوند له خواږه نعمته لاس پر سر کېږي؛ د یوې محاسبې پر اساس د تنباکو کارونې له درکه په هره ثانیه کې ۶- تنه مري چې ٪۸۰ قربانیان یې په هغو غریبو هیوادو کې دي چې ګټه- وټه یې ډېره ټیټه یا هم په منځني حد کې ده.

دوه- د افغانستان د نورو هراړخیزو او ناپایه بدمرغیو ترڅنګ یوه لویه غمیزه د نشې، نشیانو، نشیي توکو د کر، قاچاق او کارونې ده.

د بي. بي. سي راډیو د یوه ګزارش له مخې د افغانستان پر اوږو د زرګونو ښځو او کوشنیانو په شمول له ۱،۳- ۱،۶ میلیونو پورې معتادین بار دي، دا یو ډېر ملاماتوونکی وزن دی او د هر بااحساس و وطنپرست افغان انسان لپاره لړزوونکی واقعیت دی، د دې تر څنګ افغانستان د نړۍ ٪۹۰ فیصده هیروئین تولیدوي، که د شرم په نوم څوک کوم څه پېژني نو تر دې د لوی شرم بله کیسه و معامله نشته، د بدلون په تېره ګڼه کې مو هم د امریکا د بهرینو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې او قانون پلي کولو ادارې په استناد لیکلي ول چې د افغانستان ٪۱۳ نفوس مخدره مواد کاروي.

څنګه کېدای شي چې ودان افغانستان ګوند د دغسې ټکان ورکوونکو ارقامو و اعدادو په وړاندې د یوه ملي مبارز غورځنګ په توګه د سختو عکس العملو سلسله روانه ونه ساتي او اول پر خپلو مبارزو غړو بیا پر ټول ولس چغه و نه وهي چې د خدای لپاره، هم ځانونه د دغې وبا له شره وژغورئ او هم ټول افغانستان و افغان انسان ته نجات ځنې ورکړئ.

درې- ټول پوهېږي چې جنګ د یوه ملت په مادیاتو و معنویاتو دواړو د نېستۍ اور لګوي، افغانستان څلورو ته نژدې لسیزې کېږي چې د پردیو په ګټه خو افغان ملت په تاوان ناروا جګړې قرباني دی، دې جنګ مو له یوې خوا د باعزته او ښېزاره ژوندانه لپاره ټولي مادي و اقتصادي زمینې له منځه وړي او له بله پلوه یې له معنوي ارزښتو و اخلاقي درنښتو خلاص کړي یو؛ دغو دوو لویو زیانو چې څلوېښت کاله مسلسل لاسونه سره ور کړي او د یوې ډېرې خطرناکې بلا په څېر یې پر یوه تاریخي ولس غوبل جوړ کړی نو نتیجه به یې خود هغه وي چې اوس یې موږ له فریاده یو د سترګو رپ هم بېغمه نه یو.

کله چې مو ٪۱۳ نفوس نشیي وي یو څرګند تفسیر یې دا دی چې اخلاقي بنسټونه مو نړېدلې دي.

دا چې دلته مشخص بحث پر تنباکو کارونې دی نو ډېره خواشینوونکې دا ده چې زموږ په ولس کې د نورو نشو لکه شراب، هروئین، چرس او … تماشې خو ډېرې عامي نه دي اما سګرېټ، نصوار او چلم بېخې معمولې خبره ده آن په ډېرو مواردو کې د موډ و فیشن درجه لري.

په داسې حال کې چې په ځینو اړخو کې یې ضرر تر نورو نشو ډېر دی له یوې خوا یې مستقیم استعمالوونکی په بلا اخته کېږي او بل لور ته هغه بېچارګان، په تېره بیا د روږدي کس نژدې خپلوان، ملګري او د کورنۍ غړي مفت و جفت تبا کېږي چې له معتاد سره له اړیکو چاره نلري او هم د چاپېریال د ککړتیا سبب ګرځي او دا تر هر ډول بد اخلاقۍ، ناروغۍ او بدبختۍ بتر حالت دی خو زموږ خلک دومره سطحی چلن ورسره کوي چې اصلاً کوشنۍ ستونزه هم نه ورته ایسي.

جالبه لا دا چې زموږ یو شمېر وطنوال چې کله مخامخ د دغه ناوړه عادت غم و درد درک کړي نو بیا په ځان دا ریشخند ووهي چې د یوې نشي پرېښولو لپاره بله شروع کړي، مثلاً، که سګرېټ څکوي نو د نصوارو په چټلي ځان اخته کړي یا هم برعکس.

ښه به دا وي چې اول پر خپل ځان نیوکه وکړو او خپل مثال ورکړو، زموږ یو ګوندي ملګری دی د سګرېټ په بدل کې پر نصوارو راسم شو چې دا ډېره شرموونکې ده! که ګوند نورو ته نصیحت کوي او خپله یې په سیسټم کې دننه دغسې ریشخند روان وي نو خدای خبر چې د افغانستان دا ګډوډه بېړۍ به د نجات ساحل ته سره رسوو ځکه لویي او ملي مبارزې په سالم فکر سره کېدای شي او دا هم بدیهي خبره ده چې روغ فکر په روغ بدن کې وي او که موږ په نشه روږد یو نو نه د روغ بدن دعوه کولای شو او نه هم سالم فکر، ځکه روغتیایې کارپوهان وايي چې مخدره مواد د انسان پر ټول بدن، په ځانګړي توګه مغز ناوړه اغېز کوي او جسمي و رواني ناروغۍ پیدا کوي نو اوس په اسانه دا نتیجه اخیستای شو چې په تنباکو او نورو نشو اخته خواران نه یوازې د نورو بار نشي سپکولای بلکې خپله هم د ټولنې، خپلوانو او کورنۍ د اوږو بار وي.

نو! راځئ په ګډه د ملي- انساني احساس په حکم دا مسؤلانه شعار ورکړو:

مخکې له دې چې تنباکو مو تبا کړي، راځئ تنباکو تبا کړو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *