تاند- د هند او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړي سچن تندولکر د کرکټ له نړیوالو لوبو سره خدای پاماني وکړه، ویې ویل چې لا یې باور نه کېږي چې دا برمناک سفر یې پای ته رسېدلی دی.

څلوېښت کلن تندولکر د کرکټ په ۲۴ کلن ژوند کې په دوو سوو مسابقو کې ګډون وکړ او وروستۍ ټیسټ لوبه یې یوه ورځ مخکې پای ته ورسېده.

ده په دې مسابقه کې دوه اورونه بالینګ وکړ خو څوک یې ونه سوځولای شول خو په دې مسابقه کې هند ویستټ انډیز یا غرب الهند ته په ۱۲۶ منډو ماتې ورکړه.

هندي لوبغاړو سچن تندولکر ته د احترام ګارډ په ځای کړ او بې شمېره نښانونه او میډالونه یې ورکړل.

ده په همدې منځ کې وویل چې باور یې نه کېږي چې د کرکټ له دنیا تقاعد کوي.

1د کرکټ نړیوالې شورا تندولکر په دې د ستاینې وړ وباله چې په ۶۶۴ نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی او د سلو سلیزو د جوړولو ترڅنګ یې ټولټال ۳۴۳۵۷ منډې یا رنزونه جوړ کړي دي.

تندولکر په خپله وروستۍ مسابقه کې ۷۴ منډې جوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *