د تنور جوړولو چارې که له یوې خوا عادي خلکو ته سختې برېښي؛ خو تنور جوړونکي  کولالان په ورځ کې څلور او یا هم پنځه تنورونه جوړوي، چې د یو تنور جوړل یې د دوو او یا هم د درېو  ساعتونو کار دی او په اوړي  کې دغه کار یو ساعت وخت نیسي، تر ټولو غټ تنور جوړول، بیا د دوو ورځو وخت ته اړتیا لري.

د تنور جوړولو لپاره له ځانګړې سرې خاورې نه استفاده کېږي، چې سرېښناکه وي او شګه ونلري.

2د تنور جوړلو لپاره لومړی په خاوره  کې د اوبو اچولو ترڅنګ بوس هم اچول کېږي، چې وروسته خټه پخېږي  پسخه، پسخه کېږي او بیا  په یوځانګړي ځای کې له دغه پسخه شوې خټې نه د تنور جوړولو لړۍ پیل کېږي، چې په غاړو پای ته رسېږي.

کله چې د تنور جوړول بشپړ شي بیا نو جوړ شوی تنور په ځانګړي تپک ټپول کېږي، چې د پوخوالي مرحلې ته رسېږي، د تنور صفایي کېږي، په لاندې بېخ کې ورته مورۍ جوړوي او بیا یې کولالان بازار ته د خرڅ لپاره وړاندې کوي.

2د ننګرهار ولایت د میا اسلم پلازې شاته د تنورونو جوړونکي چې تنورونه جوړوي، یو تنور جوړونکی زبیر چې په خاورو ککړه څېره په تورو ویښتانو کې یې د بوسو خلي له ورایه معلومېږي، په لاس کې یې د تنور تپک نیولی په چاودلو شونډو کې یې دغوټۍ، غوټۍ وینو اثرات ښکاري د خپل کسب په اړه وایي، چې درې قسمه تنورونه جوړي، چې یو د (۱)کور تنور (۲) هوایي تنور او درېم د ځمکې تنور دی.

۱ ـ د کور تنور هغه تنور دی، چې  د ځمکې په سر کېښودل کېږي، دغه تنورونه عموما په کورونو کې د ډوډۍ پخولو لپاره استعمالیږي، چې له شپږو ډوډيو نیولې ان تر ۱۴ ډوډيو پورې پکې د کور ښځینه وو لخوا پخېږي.

لکه پښتو لنډۍ د تنور د لمبه کولو ترجماني کوي:

لیونۍ بیا تنور لمبه کړ

د ډوډۍ ټپ یې څوارلسم کلي ته ځينه

۲ ـ هوایي تنورونه چې اکثره په دېوال کې لګول کېږي، زیاتره استعمالوونکي یې نانوایان دي، چې دوی یې استعمالوي او له شلو ډوډیو نه نېولي ان تر ۲۵ ډوډيو پورې پکې پخېږي.

ځينې ډوډۍ پخوونکي «نانوایان» چې کله ډوډۍ پخوي؛ نو له خولو یې د سندرو زمزمې او یا هم نور څه اورېدل کېږي ته به وایې، چې دوی هم د ډوډۍ په پخولو کې خپله ورکه مینه لټوي.

۳ ـ د ځمکې تنورونه هغه تنورونه دي، چې ځمکه ورته کېندل کېږي او بیا په هغې کېندل شوې ځمکه کې لګول کېږي، دا تنورونه هم اکثره نانوایان استعمالوي چې له شلو نه تر ۲۵ ډوډيو پورې پکې پخېږي.

کله چې تنور جوړونکي  جوړ شوي تنورونه  د خرڅولو لپاره بازار ته وړاندې کړي، بیا نو په کلیوالو سیمو کې تنور جوړونکي کولالان تنورونه په بایسکلونو او  خرګاړو کې ګرځوي، همدا نارې وهي، چې واخلئ تنور واخلئ !

2

کله چې ډوډۍ پخوونکي او یا هم د کور ښځینه تنور په ځمکه کې د ډوډۍ پخولو لپاره ودروي دوه او یا هم  درې ساعته په تازه لګول شوي تنور کې اور بلوي او بعد له هغې بیا د ډوډۍ پخولو لپاره چمتو شي.

په کلیوالو سیمو کې چې څوک نوی تنور ودروي؛ نو په شاو خوا ګاونډ کورونو کې  بیا سم اختر وي او د خپلو کور دروازو ته یې سترګې نېولې وي، چې کله به د ګونګړو کاسه د کور په  وره ورننوځي.

په تناره ډوډۍ پخول که له یوې خوا مشکله کار دی؛ نو له بلې خوا ځينې څڼورې پېغلې په تناره ورټېټېږي  او خپلې ځلېدونکې لېچې په تود  شوي تناره ورننباسي، چې بیا ورته دزلفو ساتل ګران وي.

لکه  د ډوډۍ پخولو په وخت کې دا ټپه ښه انځور ګري کوي.

په تناره مه ورغوړېږه

د اوربل څوکې به دې اور وسوځوینه

ځینې داسې انجونې، چې په لومړي ځل د پېړو جوړولو چل یاد کړي، هغه بیا په تناره کې پیړې  پورې کوي، چې نیمه ډوډۍ د تناره په دیوال ځوړنده پرېږدي او لاس ترېنه په منډه راوباسي او یا خو یې وړه دومره لامده کړي وي، چې یا یې ډوډۍ سمه پخه نشي او یاهم د تناره د ایرو خوراک شي.

صحت سمسور
صحت سمسور

خو زیاتره یې د وړو د اغږلو په چل نه پوهېږي، چې وړو ته سم سوک ورکړي او ښه یې واغږي، چې بیا یې په پورې کولو کې ورته ستونزه جوړه نکړي هغه پیغلې؛ خو بېخي له ځانه ناخبره وي، چې پورې کوي ډوډۍ او فکر کوي د خپل راتلونکي په اړه.

 لکه پښتو لنډۍ د دغه شان پېغلو د زړه حال بیانوي.

د لوپټې پلو یې وسو

په تناره ټپې کوي ما یادوینه

په کلیوالو سیمو کې که څه هم هغه پخواني رواجونه ندی پاتي، چې یو تنور به وو او د چم ګاونډ ښځې به  پرې راغونډې وي، خپلې ډوډۍ به یې پکې  په وار پخولې او هغه کیسې به یې دتناره په سر کولې، چې دوی به په کور کې له چاسره نشوې کولای.

لکه یوه ټپه هم ده چې وایي :

سبا مې بیا د تنور وار دی

د یار راتګ ته مې شمېرلې ګوتې دېنه.

One thought on “تنـــــــــــور/  صحت سمسور ”
  1. د پریکړو کولو بهیر
    لیکوال : شمس الله ساپی
    که څه هم پریکړې کول یوازې په مدیریتي مسایلو پورې محدودی نه دي ، ددی سربیره پریکړی په عام ژوند کې هم مهم رول لري. کله چې مو یوه اړتیا وي او یا د یوې ستونزې سره مخ یو نو په دغه صورت کې اړ یو چې د خپلو ستونزو د له منځه وړلو لپاره ځینې پریکړې ونیسو.
    مخکې له دی چې د پریکړو کولو پر بهیر بحث وکړو، لومړی باید په دی وپوهیږو چې پریکړه څه ته وايي؟
    پریکړهDecision/ :
    په دقیقه او منطقي توګه د موجودو بدیلونو تر منځ د منطقي بدیل ټاکلو ته پریکړه وايي.
    د پریکړو کولو بهیرDecision making process/ : پریکړه کول یا د موخو د تر لاسه کولو ، د معلوماتو راجمعولو او د بدیلونو په ارزولو سره د په نښه شوې اړتیا د پوره کولو لپاره د بدیلونو رامنځته کول دي.
    د پریکړو کولو موډلDecision making model:
    پړاو په پړاو د پریکړو کولو د بهیر عملي کول چې په ډیر غور سره اړونده معلومات تنظیم او بدیل معرفي شي. دغه بهیر موږ ددی جوګه کوي چې په ښه توګه تر ټولو ډاډمن بهیر غوره کړو. د پریکړو کولو بهیر لاندې پړاوونه لري.
    ۱- دهغه پریکړی په نښه کول چې نیسو یې( Identification of decision made)
    ۲- د معلوماتو راجمعول (Collecting information)
    ۳- د پریکړو د بدیل په نښه کول (Identification of alternatives)
    ۴- د شواهدو ارزول(Weigh the evidence)
    ۵- د جلا جلا بدیلونو نه د یو ټاکل (Choosing the best among different alternatives)
    ۶- د پریکړی عملي کول (Implementing the decision)
    ۷- پریکړی ته بیا کتنه (Review of decisions)

    په اغېزناکه توګه د پریکړی کولو پورته ذکرشوي اووه پړاوونه په لاندي ډول تشریح کیږي.
    ۱- پړاو: هغه پریکړه په نښه کړئ چې تاسو یې کوئ:
    که تاسو فکر کوئ چې پریکړه به خامخا کیږي، نو بیا تاسو هڅه کوۍ چې د هغې پریکړی ماهیت چې تاسو یې نیسئ په روښانه توګه په نښه کړئ. د ا د پریکړو کولو تر ټولو مهم پړاو دی.
    ۲: د اړونده معلوماتو راجمعول:
    د پریکړو کولو لپاره تل اړونده معلوماتو ته اړتیا وي. په دی پړاو کې د حقیقي پړاو لپاره اړین معلومات، اړینې سرچینې او چې څه ډول باید تر لاسه شي په نښه کیږي. ځینې معلومات باید تاسو د خپلی ارزونې نه تر لاسه کړئ، نور معلومات د بهرنیو کتابونو او نورو سرچینو نه تر لاسه کیږي. له دی امله په دی پړاو کې داخلي او بهرني کار شامل دی.
    ۳: پړاو: د بدیلونو په نښه کول:
    د معلوماتو د راجمع کولو د بهیر پوسیله ممکن تاسو به څو کارونه او یا بدیلونه چې باید عملي شي په نښه او تر سره کړئ. ممکن تاسو به ځينې تصورات او معلومات وکاروئ چې نوي بدیلونو رامنخته کړي. په دی پړاو کې ټول ممکنه غوراوي په نښه کیږي.

    ۴ پړاو: د شواهدو ارزول:

    په دی پړاو کې په خپلو معلوماتو او جذباتو تمرکز وکړئ چې تاسو څه فکر کوئ دا به هم ممکنه وي چې تاسو هر بدیل اخر ته راوړئ. تاسو باید وارزوئ چې هغه اړتیا چې تاسو په لومړي پړاو کې په نښه کړې د هر غوراوي یا بدیل پوسیله موږ پوره کولای شو او یا یې په له منځه وړلو کې مرسته کولای شو. کله چې ددغه ستونزمن داخلي بهیر نه تیریږو تاسو څو غوراوي خوښوئ چې موخې ته رسول ممکنوي. بلاخره تاسو بدیل ته د خپلو ارزښتونو سره سم لومړیتوب ورکوئ.

    ۵ پړاو: د بدیلونو او غوراویو تر منځ د یوه ټاکل:

    کله چې تاسو ټول شواهد وارزوئ نو بیا تاسو هر بدیل چې مناسب یې بولئ ټاکئ. ممکن تاسو د بدیلونو یوه ټولګه غوره کړئ. په دی پړاو کې ستاسو انتخاب ممکن عین شی وي او یا هغه بدیل ته ورته وي چې تاسو د څلورم پړاو په پای کې په لومړي قطار کې راوستې دی.

    ۶ پړاو: د پریکړی عملي کول:

    اوس تاسو ځینې مثبت ګامونه اخلئ چې د هغه بدیل چې تاسو په لومړي پړاو کې ټاکلی دی د پلي کیدا پیل وي.

    ۷ پړاو: پریکړو او د هغې پایلو ته بیا کتنه:
    په تیر پړاو کې تاسو د خپلی پریکړی پایلی چې د پریکړی نه مو تر لاسه کړی وی تجربه کړی او و مو ارزولی چې آیا په لومړي پړاو کې په نښه شوې اړتیا له منځه تللی. د اړتیا په صورت کې د څه وخت لپاره په خپله پریکړه پاتی شئ. که شوې پریکړی په پایله کې په نښه شوی اړتیا نه وي پوره شوي، نو د نوی پریکړی کولو لپاره باید تاسو د ددی بهیر څو پړاوونه بیا عملي کړئ. د بیلګی په توګه د نورو جلا جلا معلوماتو راجمعول چې اضافه بدیلونه د کوم په اساس چې پریکړه کیږي رامنځته شي.

    نتیجه: د پریکړو کولو هر بهیر ځینې خطرونه او بریالیتوبونه د ځانه سره لري. هره پریکړه چې کوو یې ممکن ښه وي او ممکن بده وي. ډیری اداری داسې جوړښت لري چې په لویه کچه پریکړې په لوړه کچې تر سره کیږي. ځکه چې په لوړه کچه د ستونزو د له منځه وړلو لپاره چې کله تصمیم نیول کیږي نو اغېز يې په ټوله اداره کې محسوسیږي. په تکتیکي او اجرایوي کچو د پریکړو کولو بهیر واړه خطرونه د ځانه سره لري.

    د تاند ویبپاڼی چلووونکی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *