د سې شنبې ( ۱۲-۱۲-۲۰۱۷) ماښام و چې د هانوور ښار لمنو ته ورسیدم. غټه غټه واوره وریده. کلونه وړاندې همداسې یو ماښام و، خو واوره نه وه، تیز باران پر پیښور را مات و، ژمی و، یخني وه. د کور دروازه وټکیده، مور مې راته وویل، هله تیاره ده ژر دروازه خلاصه کړه مسافر نه وي.
په همهغه ورځ مې مور ته وویل چې اوس پخوانۍ زمانه نه ده، هوټلونه دي هرځای څوک شپه تیرولی شي. مور مې ویل، که څوک د هوټل پیسې نه لري.
دا دی کلونه تیر شوې خو کله چې ماښام یو نه اشنا ځای ته تللی یم دغه مکالمه، هاغه شیبه او مورکۍ مې سترګو ته دریدلې.
له پراګه سهار په موټر کې رهي شوی وم، سیخ هغې پتې ته ورغلم چې ډاکټر محمد تنها په فیسبوک کې راکړې وه هلته څوک نه و. استاد تنها ته مې زنګ وواهه ده راته وویل چې دا خو د پروګرام ځای دی، دوه ساعته لا وخت شته راځه کور ته راځه له دې ځایه به یو ځای سره ولاړ شو.
د تنها کور ما نه و لیدلی، په ادرس ورروان شوم. واوره په باران بدله شوه، باران تیز شو. په تیاره کې مې د کورونو شمیرې نه شوای سهي کولی. تنها ته مې زنګ وواهه ده راته وویل چې ته ودریږه زه دروځم.
تیاره، باران او بل ته انتظار چې په زړه کې وایې درسره په عذاب نه شي…
تنها راغی، ورسره شوم. لکه د کابل مکروریان څنګ په څنګ ودانۍ وې پر یوې ورننوتو. د هوټل غوندې اوږد دهلیز یې درلود. تنها په دریم پوړ کې د یوې دروازې ور پرانیست. د ده کوټه هم د هوټل په څیر ده. یو تشناب، یوه کوټه او ورسره نښتی پخلنځی.
تنها راته ویل، که مې کوټه ښه پاکه نه وي نو وبخښه ځکه چې په تیرو څو میاشتو کې که رښتیا درته ووایم له درسونو سم نه یم وربیکاره شوی.
د کوټې پر یو دیوال د افغانستان بیرغ راځوړند و، پر بل دیوال د تنها عکس و خو تنها نه و، ورسره د افغانستان ولسمشر اشرف غني و.
ځانونه مو محفل ته تیار کړل او د پروګرام ځای ته ورغلو. د سینما په څیر د یوې لویې پردې مخې ته کتار چوکۍ ایښې وې. په هال کې راغونډ شوي کسان داسې ښکاریدل لکه د نړۍ د بیلابیلو ګوټونو استازي چې پکې وي. خلک سره غږیدل داسې احساس مې کاوه لکه په ټولګي کې چې یم. دا احساس هغه وخت نور هم زیات شو چې د لیبنیز پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیاله پروفیسور سستر د سټیج لور ته ولاړه او ښه راغلاست یې ووایه، د دې له خبرو سره ټول داسې غلي شول لکه درس چې پیل شوی وي. دې هم وخندل او وې ویل څرنګه خاموشي شوه. ډاکټرې سیستر یوې هنرمندې ته بلنه ورکړه چې پروګرام د یوې نغمې له غږولو سره په خوند پرانیزي. یوه چینایۍ راغله، یوه اله یې وترنګوله. دا اله د رباب په څیر وه خو ډیر تارونه یې لرل.
موزیک خوندور و، ماته نوی ایسیده خو کله چې خلاص شو خلک غلي شول، هنرمنده ولټیده، خلک پوه شول چې خلاص شو بیا یې چکچکې ورته وکړې.
په دې پسې د هانور د لیبنیز پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیالې یوې پروفیسورې ته بلنه ورکړه چې هغې په جرمني کې د لوړو زده کړو په اړه خبرې وکړې او د سلګونو میلیونو ایرو لګښتونو ته یې اشاره وکړه چې جرمني یې په دې ډګر کې کوي. دې پروفیسورې تنها ته بلنه ورکړه او له یوې بلې جرمنۍ پروفیسورې سره یې هغه ته د جرمني د اکاډیمیکو همکاریو ادارې له لورې د دوکتورا د څیړنیز کار په پار د « فوق العاده اکاډیمیکو لاسته راوړنو او مدني فعالیت » لومړۍ جایزه وسپارله. په دې جایزې کې یوه تقدیرنامه، یو پاکټ او یوه ګیډۍ ګلان ښکاریدل.
د جایزې تر اخیستو وروسته تنها خبرې وکړې. لومړی په جرمني ژبه وغږیده چې نه پرې پوهیدم چې څه وایي. بیا یې په انګلیسي ژبه له جرمنیانو مننه وکړه چې ده او یو شمیر نورو افغانانو ته یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده. د تنها وینا د هال د برخه والو لپاره په زړه پورې وه، ځکه چې په خندا پیل شوه. پروفیسورې ورته وویل چې له خیره سره د ډاکټري ټولې چارې به بشپړې شي، ده ورته وویل، بشپړې شوې دغه نن مې د دوکتورا سند هم واخیست، په هال کې خندا شوه، بیا تنها وویل له دې ګلانو سره به څه کوم. یوې استادې میز ته اشاره وکړه ده ګلان هلته کیښودل او له چک چکو سره یې خپلې خبرې د خپل ژوند له یوې کیسې پیل کړې. ده وویل، یولس کلن به وم، راډیو مې اوریده. د ساینس پروګرام و. د وړانګو په اړه یې معلومات ورکول، اغیز یې راباندې وکړ. دا هغه وخت و چې پر کابل توغندي لګیدل خو زما زړه ته لویدلي و چې هدف ته به رسیږم، ساینس به لولم. د توغندیو دغه ورځې نورې هم سخته شوې د کابل ښار دننه، کوڅه په کوڅه جګړې پیل شوې خو بیا مې هم هیله وه چې ساینس به لولم. همهغه و چې په کابل پوهنتون کې مې پوهنځی ولوست بیا جرمني ته راغلم ماسټري مې واخیسته، بیرته کابل ته ستون شوم او دا دی څو کاله وروسته جرمني ته د یوې کلنې تحقیقاتي پروژې په نیت راغلم چې خبره ډاکتري ته ورسیده.
د ډاکټر تنها له خبرو وروسته په بن کې د افغانستان جنرال کونسل سید نعمت الله ثایر خبرو ته پاڅیده. د ده خبرې تر ډيره تر دې راڅرخیدې چې جرمنیان وهڅوي چې نورو افغانانو ته هم د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي. ما ثایر ته چې څنګ ته مې ناست وو، وویل چې کاشکي زموږ ټول دیپلوماتان په بهرنیو هیوادو کې ورته هڅې وکړي او له غونډو د خپل هیواد په ګټه داسې استفاده وکړي.
په دې محفل کې د ماسټري دورې یوې چینایي محصلې او یو محصل ته هم جایزې وسپارل شوې.
د پوهنتون یوه پروفیسور کلیمن والتر وویل چې د تنها خبرو ته غریو ونیولم.
ما سهار دا خبر لوستی و چې په جرمني کې له نویو افغان کډوالو سره چلند سخته شوی دی او اکثریت جرمنیان د دې پلويان دي چې افغان مهاجر ژر تر ژره بیرته افغانستان ته ولاړ شي، خو اوس چې مې غونډې ته کتل استادان تر افغان تنها راګرځیدلي و، عکسونه یې ورسره اخیستل.
د استاد تنها یوه لارښود پروفیسیور جورج شتاین هاوزس راته ویل، ما ډیر کسان لیدلي دي چې په درسونو کې ښه وي، خو داسې څوک چې هم په درس کې تکړه وي او هم یې د پوهنتون په مدني فعالیتونو کې تل برخه اخیستې وي، نه و لیدلی، محمد تنها همدا دواړه کماله لري ځکه یې په درسونو کې د ښو نومرو او ښه اجتماعي هلو ځلو ګډه جایزه خپله کړه.
تنها د تیرو څه باندې دریو کلونو په ترڅ کې په هانوور کې د ډاکټري سند د ترلاسه کولو پر مهال یوازې د پوهنتون په مدني فعالیتونو کې برخه نه ده اخیستې. ده په خپل فیسبوک کې د افغانانو لپاره هم ډيرې هڅې کړې دي. ښایي په فیسبوک کې زما د څو زره ملګرو په کتار کې دی یوازینی کس وي چې افغان محصلان یې له ډيرو بهرنیو بورسونو خبر کړې دي، تل یې په فیسبوک کې د بهرنیو پوهنتونونو د سکالرشیپونو اعلان ورته کړی دی.
په فیسبوک کې د تنها تبصرې ښایي پر ځینو بدې لګیدلې وي ځکه چې دی کله ناکله نورو ته د تریخ طنز په شکل پیغور ورکوي او ورته لیکي چې پرمختللې نړۍ په کومه خوا درومي او تاسو څه کوئ؟!
ډاکټر تنها هغه افغان دی چې د جرمني په څیر په یوه پرمختللي هیواد کې یې د ساینس په ډګر کې افغانانو ته ویاړ ورپه برخه کړ، خو ده په خپل ژوند کې یو مهم ګام نه دی اخیستی. تنها په ۲۰۱۴ کال کې په کابل کې میلمه کړی وم، د ده مخې ته یو پنډ کتاب پروت و، انګلیسي کتاب و. په وروسته پاتې هیوادو کې لکه پاکستان کې د اټومي فعالیتونو په اړه و. تنها ویل په دې کتاب کې یو شمیر اسرار هم افشا شوې دي چې څرنګه پاکستانیانو له ایران، لیبیا او شمالي کوریا سره اټومي رازونه او کودونه شریک کړې دي.
ما تنها وهڅاوه چې دا کتاب وژباړي خو دا دی کلونه تیر شوې دي او ده دا کار نه دی کړی. په دې کلونو کې که دا ژباړه نه ده شوې نو تنها پکې ډاکټري اخیستې ده او هغه هم په ډیرو لوړو نومرو. خو تر دې وروسته چې د تنها د درسونو پیټې کوز شوی دی، دا هیله ده چې د اټومي ټکنالوژي په برخه کې ځیني مهم کتابونه وژباړي. تنها هغه څوک دی چې زما په اند دا کار ښه ترسره کولی شي، ځکه چې په فیسبوک کې چې کله کومې تبصرې په پښتو لیکي ډیر واضح نثر لري په داسې روان نثر ساینسي کتابونو ته افغان محصلان ګومان کوم داسې تږې دي لکه سولې ته چې تږې دي او شپې ورځې ورته حسابوي.