اصف بهاند

(دیموکراسي او د بیان آزادي)

کله چې په افغانستان کې د ټوپک شپیلۍ سُر شوه او د بهرنیانو د نا سمې نسخې له مخې زموږ د ناروغې ټولنې له پاره د دیموکراسۍ ا و د بیان د آزادۍ په نامه نسخه ولیکل شوه، نو په ټولنه کې د نظم پر ځای بې نظمي حاکمه شوه او دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ د مفاهیمو د نه پوهیدنې یا سؤ استعمال سره د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په نامه خپلسري، توهین، ښکنځل او د وطن او ملي گټو پر ضد دریدل پیل شول.

ځینو د دیموکراسۍ او د بیان د آزادي له مفاهیمو نه په استفادې سره داسې اعمال پیل کړل چې له هیڅ ډول قانون او نرخ سره برابر نه وو. څه یې چې په سر کې و، هغه یې و ویل او څه یې چې غوښتل تر سره یې کړل او دا حالت اوس هم داسې دوام لري چې زموږ په ټولنه کې یې د دیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ په نامه لویه غمیزه روانه کړې ده چې همدا اوس په خپل ټول قوت سره روانه ده.

د بیان د آزادۍ په باب، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په نولسمه ماده کې داسې راغلي دي:

«هر انسان د خپل نړۍ لید او مفکورې د څرګندولو آزادي لري. دا د هر چا حق دی چې خپل نړۍ لید او گروهه (عقیده) پرته له کومې ویرې او خنډه په ډاگه څرګنده کړي او په دې اړه د معلوماتو د لټولو، را ټولولو او خپرولو په کار کې له ټولو ممکنو وسیلو نه په آزاده توگه استفاده وکړي.»

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د نولسمې مادې له مخې هر څوک حق لري چې خپل فکر، عقیده او نړۍ لید په آزادانه ډول بیان کړي. په داسې ځای او ټولنه کې چې هر څوک کولای شي خپل فکر او عقیده پرته له ډار نه نورو ته ورسوي، دا د بشریت له سترو ارمانونو څخه گڼل کیږي. د بیان آزادي د دیموکراتیکو ټولنو ستره ځانگړنه ده او د دې ځانگړنې نقض یا تر پښو لاندې کول، په نیغه توگه د بشري حقونو د نورو موازینو تر پښو لاندې کول او له منځه وړل دي.

په آزادو او دیموکراتیکو ټولنو کې د بیان د آزادۍ پر حدودو او سرحدونو باندې بحث، تر ټولو جنجالي او ستونزمن بحث دی. په هغو ټولنو کې چې وگړي یې د دیموکراسۍ، د بیان د آزادۍ په مانا سم نه پوهیږي، هلته له دې دوو کلمو(دیموکراسي، د بیان آزادي) نه په ناسم تعبیر سره نورې ستونزې را منځ ته کیږي، په تیره بیا په کومو ټولنو کې چې د سواد، زدکړو او پوهې کچه ټیټه وي، یو شمیر سیاسي استفاده جو افراد د دیموکراسي او د بیان آزادي له مفاهیمو نه سؤ استفاده کوي او نا لوستي کسان داسې پوهوي چې دیموکراسي  دا مانا رسوي چې هر څه دې زړه غواړي وې کوه او د بیان آزادي هم دا مانا لري چې څه دې زړه کې ګرځي که ښه وي که بد کولای شې وې وايي، خو دا نه ورته وايي چې هر څه کولای شې، هر څه ویلای شې، مگر د قانون په چوکاټ کې ، هر څه کولای شې، هر څه ویلای شې، مگر په هغه صورت کې چې ضرر یې ټولنې ته او نورو خلکو ته و نه رسیږي او عامه نظم اخلال نه کړي.

دا څه باندې شپاړس کاله کیږي چې زموږ په هیواد کې له یادو دوو مفاهیمو(دیموکراسي، د بیان آزادي) نه په سؤ استفادې سره، ډیر خلک په ناسمو لارو روان شوي او غولول شوي دي. عجیبه خو لا ده چې اوس د دیموکراسۍ او بیان د آزدۍ له پاره هغه څوک چیغې وهي، ستوني شکوي او سؤ استفاده ور نه کوي چې څو کاله وړاندې له عسکري بوټو سره وسله په لاس د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ پر ستونو باندې ولاړ و او دواړو ته یې د کفري پدیدې نوم ورکاوه.

د ټوپک د شپیلۍ له سُر کیدو او واکمنیدو نه را په دې خوا په عیني ډول لیدل شوي دي چې ځینې سیاسي اشخاص، ټوپکيان او زورواکې ډلې د همدې بیان د آزادۍ په دایره کې  ځان ته د هر څه د ویلو حق ور کوي، خو د بیان د آزادۍ د رښتیاني مفهوم له مخې که د دوی کوم مشر ته یا د دوی د ډلې کوم منسوب شخص ته دې له شته حقایقو او اسناد سره، سره یوه خبره هم وکړه، بیا عکس العمل ښيي او د مرگ تر بریده خلک تهدیدوي.

له طالبانو نه په را وروسته واکدارۍ کې د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په دایره کې د«تنور تود دی، خپله ډوډۍ پخوه» د پالیسۍ له مخې د هر چا، هرې روا او ناروا ډلې ، تنظیم یا گوند، هر ډول چې زړه وشو ځانته یې  چاپي، غږیزې او انځوریزې خپرونې پیل کړې او هر څه یې چې زړه و، هغه یې خپرول او اوس هم دا پروسه ښه په خرپ کې روانه ده. وطن، ملي گټې، د خلکو فکر، د ټولنې پرمختگ، د نوي نسل روزل او نور ملي مسایل هیڅ مطرح نه و او نه مطرح دي، یوازې خپلې شخصي او گروپي گټو ته یې ترجیح ورکول دي او بس.

په ۲۰۱۶ کال کې بي بي سي (bbc) یو را پور خپور کړ چې په هغه کې یې په افغانستان کې د بیلابیلو رسنیو شمیر ښودلی و. په یاد رپوټ کې دا شمیرې داسې ښودل شوې وې:«

ــ اوس په افغانستان کې یوزرو اوه سوه (۱۷۰۰) شا و خوا کې ورځپاڼې، اونیزې او میاشتنۍ شتون لري،

ــ په ټول هیواد کې یوسلو پنځوس (۱۵۰) رادیو گانې فعاله دي،

ــ شپیته تلویزیوني کانالونه خپرونې کوي،

ــ یوسلو اتیا (۱۸۰) چاپخونې فعاله دي.»

د میډیا د بیلابیلو ډولونو په دې گڼه گوڼه کې چې بیا د بیان آزادي او دیموکراسي په مفاهیمو یا څوک پوه نه شي چې سم یې وکاروي او یا ځینې کسان له همدې مفاهیمو نه په سؤ استفادې سره خپلو سیاسي موخو ته د رسیدو له پاره خلک وغولوي، نو د خلکو د افکارو او ټولنې حال به څه ډول وي؟

دې ته مو پام وي چې هر مرض ته خپل ډاکتر او خپل دارو په کار دي، ځینې ټولنې او خلک شته چې په دیموکراسۍ او د بیان په آزدۍ نه اداره کیږي. دیموکراسي او د بیان آزادي د دوو ډیرو قیمتي مرغلرو حیثیت لري، خو دا قیمتي مرغلرې هغه چا ته په لاس ورکړئ چې په قیمت ، په قدر او په کارولو یې پوه شي، که ماشوم ته همدا قیمتي مرغلرې او یو څو عادي کاڼی په لاس ور کړئ، هغه په ټولو یو شان لوبې کوي.

یو په وطن او خلکو باندې زړه سواندي او دیموکراسۍ او د بیان آزادۍ باندې پوه فرهنګي، له دیموکراسۍ او د بیان له آزادۍ نه د سؤ استفادې په حال کې، زموږ په ټولنه کې د بیان د آزادۍ لاسته راوړنې داسې      په نښه کړې دي:

«په افغانستان کې، د بیان آزادۍ، ځېنې نورې لاسته راوړنې :

ــ د پردیو هېوادونو، په سپارښتنه د افغانستان د نظام سپکاوي او بې اعتباره کول؛

– د جهاد له نامه نه، د ناوړې ګټې په مرسته، د زیاتو بشري او د موکراتیکو ارزښتونو، له منځه وړل؛

– د ولس مشر، او نورو دولتي ارګانو، قضا او څارنوالۍ، مشرانو ته ښکنځلې او د هغو بې اعتباره کول؛

ـ د دولتي اسرارو افشا کول؛ (ولس مشر یا وزیر لا سند لاسلیک کړی نه وي، بیا دده په خپرونه کې خپور وي .)

–  د خبرونو او شننو په نامه د ټولو نظامي پټو او برالا عملیاتو، څرګندول؛

– ملي څېرو او د پام وړ شخصیتونو بدنامه کول او هغو پسې د ډنډورو غږول؛

– د پردي فرهنګ، دود دستور او کړو وړو دودول؛

–  د هېواد په ملي داخلي او بهرني سیاست ملنډې وآن د هغو د پټو ټکو څرګندول؛

– د هېواد پر اساسي او نورو نافذو قوانینو ملنډې وهل؛

– په هېواد کې د میشتو قامونو ترمنځ د تفرقې اور ته لمن وهل؛

او …»  

اوسنۍ پیښې دا ښیي چې د همدې دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ تر نامه او پردې لاندې د «پنځم ستون» رول لوبول کیږي او د خپل وطن او خپلو خلکو د گټو پر ځای، د پردیو گټو ته کار کیږي. څو وروستیو ورځو کې لیدل کیږي چې د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په دایره کې د دولت پر ضد مظاهرې شوې دي د مظاهرو په ترڅ کې تاوتریخوالی رامنځ ته شوی، مظاهره چیانو غوښتل په دولتي ودانیو او له هغې ډلې پر ارګ یرغل وکړي، پولیسو ډزې ور باندې کړي دي، څو تنه وژل شوي او څو تنه ټپیان دي. که په پیښو کې ښکیلې دواړه غاړې (مظاهره چیان او پولیس) د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په ریښتینې مانا پوهیدی، نو داسې نا وړه پیښې به رامنځ ته شوې وې، البته چې نه.

زموږ ټولنه اوس له هره اړخه د ې برید ته رسیدلې لکه جړ شوی تار یا جړ شوې کلاوه، چې د سر پیدا کول  او د حل لاره سنجول یې اوس له موږ نه څه چې له ټولې نړۍ نه ورکه ده. نو په دغسې یوه ټولنه کې چې انارشي تر دې بریده وي چې د ټوپک د زور په دایره کې او د مرمۍ د ډار په ولکه کې هر څه سر چپه وي او د دیموکراسي مانا دې په گډوډۍ تعبیر شي او د بیان آزادي دې د توهین او ښکنځلو په مانا وکارول شي، نو  د هغې ټولنې او هغو خلکو حال به داسې وي لکه اوس چې افغانستان په کې را ګیر دی، پایله به یې داسې وي لکه دا په کابل کې د څو ورستیو ورځو چغې سورې، مظاهرې، وینې تویول ، مړي او جنازې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *