په تناره مه ورغوړيږه

د اوربل څوکې به دې اور وسوزوينه

رښتيا هم په تناره ډوډۍ پخول سخت کار دې ، بيا نو چې د ګورو زلفو، څڼه وره پېغله په تناره وروغوړېږي ، او خپلې د بنګړو ډکې مرمرينې لېچې په لمبه شوي تناره وردننه کړي؛ نو بيا ورته د اوربل د څوکو ساتل بلا ګران شي، په تناره پخلې کول هم يو هنر دې، خو د ډېرو پېغلو سره د هڅو هم دغه کمال نه زده کېږي ،ډېرې داسې نجونې شته چې په تناره پخلې کول بېخي پېژني نه، پېړې کول يعنې، زوالې جوړول، خو پرېږده ، خو کومه يوه نيمه چې په ډېرو خواريو د پېړو چل ياد کړي او هغه بيا په تناره کې پورې کوي، نو ډوډۍ يي نيمه د تناره په دېوال او نيمه زوړنده پرېښي وي او لاس ترينه په منډه بهر راکاږي ، يا خو يي اوړه دومره خيشته کړې وي چې بيا ترې ډوډۍ نه راځي په تناره کې څڅيږي او يا يي په مټو کې دومره زور نه وي چې وړو ته سم سوک ورکړي او ښه يي واغږي ، نو ديوې کليوالې پېغلې لپاره د پخلي چل يادول ډېر اړين شي، ځکه که په تناره يي پخلې ياد نه وي نو هغه که په ښايست کې حوره شي هم څوک يي خپل زوی يا ورور ته نه غواړي ، ځکه نو امانت وايي

ګنډل دې زده دي ښه پخلې کوې او ښه ښايسته يې

نو امانت ته دې بيا ولې خپله مور نه کوي

يعنې ښه پخلې کول د يوې پيغلې ښه کمال دې بيا نو چې ورسره خايسته هم وي ، او ورسره خپل او د خپلې کورنۍ جامې په خپل سنګر ماشين په خپل کور کې په خپلو خيالي ګوتو ګنډلې شي نو بيا خو پرې د جرګو مرکو وار نه وي ، پلار يي خولې کږه ايښي وي او په لور د لوړ ولور اخستو ته حسابونه کوي ،ځکه چې لور يي په ټولو کليوالو معيارونو پوره وي زموږ شاداب لالا دا معيارونه څومره په هنر به ګوته کړي :

د کليوالو انجونو لويه خوبايي دغه ده

چې په رشته يي څوک ورځي وايي ګنډل ورځي

په1 هر صور ت خبره مې تناره سره د تړلو ټولنيزو چارو ، د کلي د دود دستور او نورو رنګونو کوله ، نن سبا تنور نه يواځي د جوړښت په لحاظ خپل شکل بدل کړې بلکې تناره سره تړلې ټولنيزي او کلتوري چارې هم تر ډيره په ټپه دريدلي دي ،موږ چې ماشومان و ، نو پخو ښځو به د ژمي په رارسيدو سره د کوټو د اخيړ کولو او پا کولو لپاره د انجونو اشر وغوښت نو د نوي تناره لپاره به يي هم خټه ښه پخه کړه په خپل لاس به يي خپل کور کې تنورونه جوړول .

هو رښتيا !

دا دکوټو د آخيړ لپاره به اشر شو انجونو څه بد حال جوړ کړې و ، اوږدې تورې څڼې به يي په خټو لړلې وي ، له خټې نه به يي په خپلو سپينو مخونو خالونه وهلې و ، موږ به دوې په خټو ويشتې او دوۍ موږ ، مسکين جان هم بلا سړې دې دا شوخۍ يي ليدلي :

هغې پرون خپلو کوټو ته چې اخيړ ورکاوه

څومره وران کړې به کورونه وي د غڼې جنۍ

اوس نو په کلو کې له هر غنم لو نه وروسته چې کله غنم په کندوانو او بوس په بوساړو کې ځاې په ځاې شي ڼو کولالانو په خر ګاډو کې منګي او تنارونه بار کړي وي کوڅه په کوڅه يي ګرځوي ، په نقدو پيسو يايي په غنمو پلوري ، پيغلې ترينه ځانته منګي ، وړې انجونې ترينه ، د ختو جوړې خزانې او پخي ښځي ترينه تنورونه اخلي .

خبره مې دا کوله چې مخکې به په تناره يواځي پخلې نه کيده بلکې له ګودره راوروسته د انجونو د يو ځاې کيدو مقام به تنور و ،پخوا به په ټول کلي کې يو يا دوه تنورونه و ، د کلي ښځو به بيا په نوبت پخلي کاوه ، چې تنکۍ غرمه به شوه ،نو د خاشاکو پنډ په سر او وړو کولپۍ په اوږه ګڼې ښځي به د کلي په هغه کلا ورماتي وي په کومه کې به چې تنور و،يوې نيمې سره به خپل لالي د اوړو کولپي تر يو ځايه وړله چې نورو انجونو به وليده نو بيا به يي غلي ورته غوږ کې ويل :

ماته مې خپل موزيګې ښه دې

د تناره پورې کولپي راسره وړينه

دې سره به نو د خندا کړسار شو ، شوخو انجونو به د تناره په وار لانجه کوله که څه هم تنور به د لمړي ځل لپاره د همغې کلا ښځو ګرماوه خو وروسته به نو يوه له بله مخکې کيده .

هو !

پخوا به پيغلو يوې بلې سره په تناره د زړه خواله کوله ،يوه بله به يي په خپلو منځو کې د هغه چا په نوم تنګوله ، چې يا به يي ورسره کوژده شوې وه ، يا به يي کوژده کيدونکې وه ، او يا به يي زړه کيده چې فلاني ته کوژده شي ،که څه هم ددغه اظهار کولو واک به ترينه د پښتو د درنو رواجونو راج اخستې و ، د داسې کس نوم به پرې ښه لګيده خو ځان به يي له ملګرو مرور کړ کلپي به يي په سر کړه او روانه به شوه ، عزام هم ددغه صحنې ننداره کړې ځکه نو وايي :

شوخې همزولې تنګوي خواره کولپي په سر کړي

ما ورته ياد کړي ترينه وار د تناره ونيسي

اوبله دا چې انجونو به بيخي د تناره لمبو او لوګو ته نه کتل ځکه ټوله ورځ به کورونو کې بنديوانې ناستې وې دا به نو بيا يوه غرمه او ماښام و چې د تناره په بانه به سره راټولې شوي او بيا به يي په تناره د پخلي تر څنګ خپل ډک زړونه همدلته تشول ،کله به نو دوۍ د يو چا په ياد دومره سره ګرمې شوي ،چې په تناره کې پورې کړې ډوډۍ به يي وسوزيدې ځکه به نو د يو چا له خولې دا ټپه وتله چې :

په تناره به يي ډوډۍ سوزي

کومې جنۍ چې په چا زړه بايللې وينه

په تناره د پيغلو د ميني ډک بنډارونه به کله کله د مينې په جنګ بدل شولو بيا به نو د ټوکو په دې جنګ کې دلۍ ،دلۍ بنګړي مات شول ، برکت ګرديوال هم همدا خبره کوي :

هغوۍ ورته زما نوم اخلي دا پرې غصه کيږي

نو تل يي وي همزولو سره جنګ په تناره

کله ، کله به بيا په دغه تنورونو چا پيغام پريښې و او چا دلاس نښې ، هغه به نو بيا د وړو ريبارانو کار و ، چې څنګه يي د مينو تر ګوتو ورسوي ،ځکه نو د ګرديوال صيب محبوبه پخپل ريبار تاکيد کوي چې :

ريباره ګرديوال ته رسول يي نو ستا کار دې

د لاس نښه مې نن پريږدم لونګ په تناره

په تناره به دا د ميني بنډارونه ، دومره خواږه و چې ډيرې انجونې به نو د ډوديو ډک شکورونه په سر ولاړې وې تودې ډوډۍ به ي سړې شوې خو دوۍ به په خبرو نه مړيدې ، ماښام به هم د تناره خوا ګرمه وه ، انجونو به تياره ماښام هم په تناره يو شور جوړ کړې و ،او د ستورو راختو به سره بوختې وې يوې به بلې ته د زړونو حالات او کيفيت څرګنداوه حمايت هم په سکڼي ماښام د تناره ننداره کړې:

حالات يي کړل څرګند ورته تمام په تناره

راټولې وې همزولې وې ماښام په تناره

دا زه چې پښه نيولې ورته کله کله شمه

پريږدي کله ناکله څه پيغام په تناره

انجونې به چې کله ناوخته کور ته ستنې شوې کومه يوه به چې په دې پو هيده چې ملګرې ورسره دي او د په کوڅه کې د خپل لالي سره د سپوږمۍ په رڼا کې ديدن او خبرې نه شي کولې ، نو له قصدا به يي تناره ته له ځانه سره وړې جام يا کولپي هملته په تناره پريښوده حمايت يي ددغه شوخۍ شيطاني هم کړيده :

د مينې څو خبرو ته د بيا راتلو لپاره

له قصده يي و پريښې پرون جام په تناره

په تناره به يواځي د مينې کېسې نه کيدې د کلي اړونده نور مسايل به هم همدلته بحث کيدل ،د نظرونو تبادله به کيده ، پخو ښځو به د انجونو د لاس پخلې ليده د چا پخلې به يي چې خوښ شو نو غوښتل به يي چې اينګور يي کړي ، کومې ليونۍ به چې په کوم زلمي زړه بايللې و ڼو په تناره به يي د همغه زلمي د مور يا خور سره پخلې کاوه په سره غرمه کې به د تناره لمبو ته ولاړه وه ، د مينې له تاوه د تناره په ګرمۍ نه پوهيده ، په تناره به ټپې کېدې ، غزلې به ويل کېدې سندرې به هم غلې ، غلې زمزمه کيدې ،ځکه نو حمايت ته خپله محبوبه وايي :

تر هغې حمايته له همزولو نه تلې نه شم

وېلې چې مې نه وي ستا کلام په تناره

وړو انجونو به هم د تنور خوا نه پريښوده دوۍ به په تناره د خپلو نانځکو لپاره کورونه جوړ کړي و ، د نانځکو واده به يي هم په تناره کاوه :

ښادي چې د نانځکو کړي په خپلو کې راجوړه

ډولۍ ته يي وي کړې انتظام په تناره

په ژمي کې به چې تنور له پخلي اوزګار شو نو تنکيو زلمو او پيغلوټو به پښې په تنور کې زوړندې کړې وې ګرم به ناست و ، او سره کېسې به يي کولې زموږ اوبرنګ هم له دې ګرمۍ او د مېنې له بنډاره خوند اخستې ځکه نو اوس خپل جانان ته وايي :

چې پرې کولې مو د مينې کېسې

هغه ماښام هغه تنور دې ياد شي

لنډه دا چې تنور سره د ټول کلي ژوند تړلې و ، يو کو ر به د بل کاله د اقتصادي حالت څخه خبريده په دې به هم پوهيد ل چې د چا کورنۍ اسوده ده او څوک ناداره ، د ناچارو سره مرسته به بيا د ټول کلي فرض جوړيده ، د ښځمنو هم ځانته اصول و، که په يوه کور کې به له چاې ګوړې نيولې د اوړو اوغوړو پورې ترمياشتوڅه نه و ،هم څه خبره به نه وه يوبل سره به پور و ، چې دې راکړې ورکړې ته به کور کلې ويل کيده که د کومې پښتنې ليلې لالې به بې وسه و ڼو هغې به شور نه کاوه خپله پښتولي به يي پالل،همراز دا بې وسي څومره په هنر سندره کړې

وه بې وسي خو پښتنې د لالي پت ساتلو

هغې به خپل تنور ته بل کور نه راوړه سکروټه

ملګرو !

په دې خو شاله يم چې سهولتونه راغلل او کورپه کور خلک ترډيره په خپل ځان بسيا شول ، خو په دې بيا ډير درد رارسيږي هغه د عمر دراز خبره چې :

اوس څوک ګاونډ په ګاونډ پور نه کوي

اوس څوک خپلوۍ نه پالي ، محبتونه چرته لاړل ، په ژوند کې د پخوا په څير رنګ او شرنګ نه دې پاتې ،

آآه !

دريغه ! د کلي ماښامونو په تاسو څه وشول اوس خو ټول مالت پيکه، پيکه دې اوس خو ګودرونه ،شاړ او تنورونه ویجاړ دي،او که تنورونه شته نو نو کور په کور دي ، راشه درشه نشته، کېسې نشته ، بنډارونه نشته هر څه د وخت توندو سيليو پوړل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *