دریو تنکیو کندهاري زده کوونکو د ۷۶ هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې لومړي مقامونه خپل کړي او د سرو زرو مډالونه یې ګټلي دي.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم دا درې زده کوونکي د کندهار ولایت اوسېدونکي او د افغان ترک عالي لیسې د نهم ټولګي زده کوونکي دي او څو میاشتي مخکې یې د ترکیې هیواد په جوړ سوو سیالیو کي چي د ۷۶ هیوادونو تر منځ وې لومړي مقامونه خپل کړي دي.

 کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا د دغو دریو تنو تنکیو زده کوونکو د بري د ستایني په موخه نن په خپل دفتر کي په کندهار کي د افغان ترک عالي لیسې د مدیر او یادو دریو تنو زده کوونکو سره ولیدل او دوی ته یې افتخاري مډالونه ورپه غاړه کړل.

کندهار والي یادو تنکیو هڅاندو او په ترکیه هیواد کي د سیالیو ګټونکو ته د بریا مبارکي وویل او تر څنګ یې ددوی د زیار او کوښښ ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه چي دا یوازي د کندهار لپاره نه بلکي د ټول افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی چي تنکي ګلان یې د ۷۶ پرمختللو هیوادونو څخه لومړی مقام لاس ته راوړي.

کندهار والي دغه راز د ترکیې هیواد نه ستړي کېدونکي هڅي، چي د کندهاري زده کوونکو د زده کړي په برخه کي یې کړي دي وستایلې او ددوی څخه یې د ځوانانو لپاره د تحصیلي بورسونو، او نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کي یادو هڅاندو زده کوونکو هم د کندهار والي د تود هرکلي او د هغوی د زده کړو د ستایلو مننه وکړه او د ټولو ځوانانو څخه یې وغوښتل چي باید زده کړي وکړي تر څو په هیواد دننه او دباندي کي د نورو ځوانانو په وړاندي په جګ سر ودریږي او په ډېر افتخار د افغانستان نوم د نړۍ پر لوړو څوکو ولیکي.

One thought on “تنکيو کندهاريانو د ۷۶ هيوادونو په منځ کي د سرو زرو مډالونه وګټل”
  1. زمونگ افتخار ياست او درباندي فخر كوو زما كندهاريانو ورونو او تل بريالي اوسي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *