تنکي افغان ځوانان په خطرناکو لارو اروپا ته روان دي

خبریال: میرویس جلالزی – په سلګونو تنکي افغان ځوانان په ډيرو ناخوندي او له کړاونو ډکو لارو اروپا ته روان دي.

هغوی د راتلونکې په اړه ناهیلي ښکاري او ګومان کوي چې په اروپايي ملکونو کې به ځان ته ښه ژوند جوړ کړي.

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې، وزګارتیا، نا امني او اوس اوس د راتلونکې په اړه بې باوري د دې لامل سوي چې نه یوازې ځوانان حتی ماشومان په اوږدو، غیرقانوني او خطرناکو لارو اروپايي هیوادونو ته مخه کړي.

د رپوټونو له مخې ډیری ځوانان د ګاونډي ایران له لارې ترکیې او بیا اروپا ته د تګ تکل کوي.

هغوی د قاچاقوړونکو په لارښوونه په هوايي او یا هم د ځمکي له لارې لومړی ایران، وروسته د ایران له پولو په پټه ترکیې او له هغه ځایه یونان، ایټاليا، فرانسي او بیا د اروپا نورو ملکونو ته لیږدول کیږي.

ډیری دغه ځوانان په ایټالیا او فرانسي کې پاتي کیدل نه خوښوي ځکه هلته د مهاجرت قوانین ډير ستونزمن دي او هغوی ناروې، سویډن، جرمني، ډنمارک او بریټانیا د استوګني لپاره غوره بولي.

په کابل کې د بکتاش په نامه یوه ځوان رسنیو ته ویلي چې دی او د کورنۍ پينځه غړي يي دولس ځله له ترکیې څخه یونان ته د اوښتو هڅي کړي لیکن یو ځل هم نه دي توانیدلي چې اروپا ته د رسیدلو خپل خوب ریښتینی کړی.

نوموړی اوس بیرته کابل ته را ستون شوی او په دې فکر کوي چې کومه بل لار ومومی.

هغه وایي بې روزګاري او امنیتي ستونزې د ده او د هغه د کورنۍ د تیښتې اصلي لاملونه دي.

اروپا ته پر لاره افغان تنکي ځوانان په ډیرو مواردو کې له سختو ستونزو او مرګ سره مخامخ شوي هم دي. تیر کال د ترکیې او یونان په اوبو کې څو ځلې بیړۍ ډوبې شوې او په لسګونو افغانان پکې مړه او تري تم شول چې د قاچاقبرو له لوري اروپا ته د هغوی د بیولو لپاره چراتر شوي وي.

بهر ته په ځمکنیو او خطرناکو لارو روان ځوان او تنکي ځوانان د لارې له خطرونو څخه خبر دي.

د حسین علي په نامه یو افغان، چې اوس د جرمني تابیعت لري، وايي په ۲۰۰۲ کال کې په ډیرو ستونزمنو لارو اروپا ته ځان ورساوه.

هغه وايي په کښتۍ، کانټینري موټرو او حتی په ځنګلونو کې د شپې پر مهال د قاچاقبر له لوري له یوې ډلي نورو کسانو سره وړل شوی تر څو چې د شپږو میاشتو تیریدو وروسته خپل هدف ته چې جرمني هیواد و ورسید.

هغوي وايي دی او په دغو خطرناکو لارو روان افغانان د خپل سر په قیمت اروپا ته د تلو تکل کوي او نه یوازي دا چې د لاري په خطرونو خبر دي بلکې ډیر مالي امکانات هم لګوي.

څه موده دمخه د کابل د صرافۍ (شهزاده مارکیټ) بازار کې افغان دولت ټولو هټیوالو ته خبرداری ورکړ چې د انسانانو د لیږد را لیږد په برخه کې د هیڅ قاچاقوړونکي او بهر ته د تلونکي کس ضمانت و نه کړي.

ویل کیږي دغه مارکیټ بهر ته د انسانانو د لیږدولو تر ټولو لوی مرکز دی او یو شمیر صرفان په قانوني اوغیرقانوني لارو د ډیرو پیسو په بدل کې بهر ته لیږدوي.

د رپوټونو له مخې اوس مهال له افغانستانه یو شمیر اروپایي هیوادونو ته د هوا له لارې د یوه کس د لیږدولو لګښت د ۱۷ تر ۲۲ زره امریکايي ډالروپوري دی. په داسی حال کې چې د ځمکي له لارې بیا دغه بیه له ۷ تر ۱۰ زروامریکايي ډالرو پوري ده .

په دقیقه توګه نه ده معلومه چې هره میاشت څومره افغان ځوانان او یا افغاني کورنۍ له افغانستان څخه په خطرناکو لارو بهر ته د تلو تکل کوي.

One thought on “تنکي افغان ځوانان په خطرناکو لارو اروپا ته روان دي”
  1. ډیره مهمه او د کورنیو لپاره ضروری دپام وړ لیکنه ده چی خپل ځوانان په دا سختو لارو چی ډیر ځله د ځوانانو د ځان په بیه تمامیږی د یو اروپایی ژوند له پاره چی دیری سختی له ځانه سره لری را ونه لیږی ، زه چی له خپلی کورنۍ سره له ډیرو کلونو په المان کی اوسیږم په دی هکله می ډیری کیسی اوریدلی او ډیر ځوانان چی په داسی سختو لارو اروپا ته راغلی له نژدی لیدلی او د هغوی د لارو ترخی کیسی چی د ویلو نه دی اوریدلی دی. هیڅ سالم عقل او انسان به دی لاری ته زړه ښه نه کړی که دغه کیسی یو وار د هغو افغانانو له خولی نه چی په دغو لارو راغلی دی واوری. په تاکید سره ټولو هغو کورنیو ته چی خپل تنکی ځوانان او یا هم د کورنی غړی له دغو لارو اروپا ته رالیږی دا خبره په پام کی ولری چی په دی سفرکی د هغوی ژوند له اتیا سلنه زیات په خطر کی دی. او هغه څوک یی چی په اصطلاح د نورو منځ کی تالع مند وی له دی ټولو سختیو را تیرشی دومره روانی سختی او رنځونه وینی چی له پایلو به یی ټول عمر کړیږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *