افغان شپاړلس کلنو لوبغاړو د کویټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې ته د اتو ویکټو په تفاوت سره ماتې ورکړه
په قطر کې د شپاړلس کلنو په آسیایي سیالیو کې نن د افغانستان کرکټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې په خپله دوهمه سیالۍ کې د کویټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې ته د اتو ویکټو په تفاوت سره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د کویټ لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د سیالۍ تر ۲۵ اوور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان شپاړلس کلنو لوبډلې ته د ۶۹ منډو هدف ورکړ. د افغان شپاړلس کلنو توپ اچونکو له لوري عبدالواسع د سیالې لوبډلې ۷ لوبغاړي وسوځول.
افغان شپاړلس کلنو توپوهونکو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۱ اوور کې د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. عبدالواسع د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټول افغان ملت ته د ملي شپاړلس کلنې لوبډلې دوهمې بریا مبارکي ووییله. نوموړي ووییل چې زموږ تنکي شپاړلس کلن ځوانان به د لوی خدای ج په نصرت او د ولس په دعاګانو ددغو سیالیو جام له ځانه سره کور ته راوړي.