له ژمي راهیسې مو مسکا ته عذر او زارۍ کولې چې سږ به ښوونځي ته ځې. که به یې طبعه برابره وه، هو به یې وکړه، کله کله به په نا ولګېده، یو نیم ځل به ښکلا ووېروله، په خپل ځانګړي انداز به یې ورته وویل، وهلو او لښتو ته به ځان ټینګوې، بیا به نه ژاړې. کله ناکله به چې مسکا هوکړه وکړه، خو خپل شرطونه به یې هم وړاندې کړل.

د مسکا شرطونه دا وو چې نوې جامې، بوټونه، بکسه، قلمونه، کتابونه، کتابچې به ورته اخلم،  هره ورځ به نغدې پیسې هم ورکوم. په میاشت کې به یې یو ځل چکر ته بیایم، خو دا یې هم وویل که څه شی یې خوښېدل، نو په اخیستلو کې به نا نه ورته وایم. دا ټول مې ورسره ومنل. بالاخره د نوي کال په راتګ سره ښوونځي پیل شول.رښتیا یو شرط یې دا هم وو چې په لومړۍ ورځ به ښوونځي ته ورسره حتماً ځم، خو د ټاکنو، کور جوړولو، دندې، غونډو او ګڼو نورو بوختیاو له امله ونه توانېدم چې ښوونځي ته ورسره لاړ شم، په دلاساینه مې دې ته راضي کړه چې زما په ځای ښکلا او خپل وراره د تګ لپاره ومني، له هغوی سره لاړه.

ښوونځي ته د تلو په لومړي سهار د مسکا په لیدو خپل کوچنییتوب رایاد شو. په دغه ورځ مسکا همغسې خوشاله وه، لکه زه به چې د اختر د لومړۍ ورځې په سهار خوشاله وم، سهار مسکا ښوونځي او زه دفتر ته روان شوم. د مسکا د خوښي له برکته مې هغه ورځ ښه تېره شوه، خو ماښام چې کورته راغلم، نو مسکا بړوسه ناسته وه، نه یې سلام وکړ او نه هم کلام.

ما ویل ولې، مسکا مو په څه شي خپه کړې؟

مور یې ویل، ښوونځي کې یې نه ده داخله کړې، سهار راهیسې خپه ده. ټوله ورځ یې همداسې په شواخون تېره شوه.

ښکلا مې وپوښتله چې ولې؟

د ښکلا په خبره ښوونځي ورته ویلي چې د نورو زده کوونکو اسناد مو لېږلي دي موږ اوس یو د دې (مسکا) د اسنادو لپاره وزارت ته نشو تللی، نو اوس دې لاړه شي، کال ته یې راولئ، بیا به یې داخله کړو.

تعجب مې وکړ، د خدای لپاره، ته به وایې چې وزارت په اسمان یا کومه بله سیاره کې دی، د لټي دې کور ړنګ شي، هغه هم دومره لټي چې له احمدشاه بابا مېنې تر ښاره یې تګ له لاسه نه کېږي، سره له دې چې دا یې مسوولیت او مکلفیت دی،  دوی ته د ماشوم یو کال د زده کړو ځنډ هیڅ مانا او ارزښت نه لري. زه نه پوهېږم چې د مسکا په څېر به یې نور څومره ماشومان همداسې نهیلي کورونو ته استولي وي.

د ښوونځیو د مسوولینو د دغې بې غوري او لټي له امله نه یوازې د زده کوونکو زده کړې ځنډېږي، بلکې د زده کړو مینه او لېوالتیا یې هم کمېږي، ځکه د مسکا سږنۍ لېوالتیا او له ښوونځي سره مینې ته چې ګورم باور مې نشي، چې کال ته به په همدومره مینه او تلوسه ښوونځي ته لاړه شي، ځکه دا اوس هم چې کله کله په ټوکه ورته ووایم چې څنګه ښوونځي ته به کله ځې؟

مسکا په خندا راته ووایي، بېخي نه ځم، نه یې وایم، نو وېرېږم چې همداسې تر پایه په نا ونه لګېږي.

د پوهنې وزارت له درنو مسوولینو مې هیله ده چې د ښوونځیو په اداري مسوولینو او ښوونکو دې ټینګه سپارښتنه وکړي، له ماشومانو او زده کوونکو سره دې دغسې چلند نه کوي چې یا یې له ښوونځي د زړه توروالي او یا یې هم د زده کړو د ځنډ لامل شي، ځکه د دوی دا وړ چلند به ماشومانو او د هغوی کورنیو ته په ډېره لوړه بیه تمام شي، په دومره لوړه چې ځینې کورنۍ به یې د بیې ورکولو ته هم بې وسه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *