یوې افغانې مېرمنې او د هغې خاوند د هالېنډ په دنهاګ ښار کې د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړه. کوم وخت چې د هغوی هغه کار چې له سفارت نه یې تمه لرله تر سره نشوه، د سفارت د ديپلومات او ددې مېرمنې او خاوند ترمنځ خبرو زور واخست. په پایله کې افغان دیپلومات دا مېرمن او خاوند یې تر ستوني ونیول، په سوکانو او لغتو یې داسې وډبول لکه د کابل په منډه يي  بازار کې چې د دوو لنډغرو ترمنځ جګړه وي.

تردې وروسته چې د جګړې خبره تر پولیسو او د هالېنډ بهرنیو چارو وزارت پورې ورسېده، اوس د بهرنیو چارو وزارت د پولیسو په ذریعه موضوع تر پلټنې لاندې نیولې ده. د سفارت غړو د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې د شخړې پخلی کړی، خو له نورو جزیاتو خپرولو یې ډډه کړې ده.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو پوښتنو ته له ځواب نه ډډه کړې او ویلي يې دي، چې هغوی له پوره بهیر نه خبر نه لري، د موضوع تر پلټنې وروسته به په راتلونکې کې ددې دیپلومات پر وړاندې د قانوني عکس العمل غږ د رسنیو تر غوږونو هم ورسېږي.

د هالېنډ رسنيو په خپلو تبصرو کې د افغانانو له خولې ویلي، چې په هالېنډ کې د افغانستان په سفارت کې له افغانانو سره د هغوی د چلند له کبله پخوا لا نیوکې شوې دي. د سفارت د کارکوونکو زیاته برخه يې دري ژبي دي او د سفارت ټول کاغذونه او فورمې هم په دري ژبو لیکل شوې دي. هغه افغانان چې په اروپا کې را لوی شوي، زیات یې فقط په خپله مورنۍ ژبه پوهېږي. هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده، د سفارت د دري ژبو فورمو سره ستونزې لري. که څوک پوښتنه وکړي، چې فورمې په پښتو غواړي، نو د سفارت د کارکوونکو له خوا د پاکستاني نوم پرې اېښودل کېږي او ورته وایي: ((ته خو پاکستانی یې، دلته څه کوې؟))

تر رسنیو رسېدلي معلومات ښیي، چې په هالېنډ کې په افغان سفارت کې د دغې ښځې او خاوند د مناقشې جرړه هم همدغې موضوع ته رسېږي، چې په یوه دیپلوماتیکه ساحه کې په اخ و ډب بدله شوه.

په بهرنیو هېوادونو کې افغان سفارتونه یو کوچنی افغانستان دی، چې د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په هغه هېواد کې د ټولو افغانانو ستونزې ورحلوي او حقه حقوق یې ور برابروي.

پدې ځای کې نه یواځې لازمه ده، بلکې حتمي او ضروري ده، چې لږ تر لږه په دري او پښتو هم خبرې وشي او هم په دواړو ژبو فورمې موجودې وي، څو عارض کېدونکي کسان نور له دا ډول ستونزو سره مخ نشي.

تر دې جنجال وروسته دا ټوله کیسه لکه د هغه لوی او واړه سپي ده، چې ویل کېږي: ((یو سړی پر لاره تېرېده، یو کوچني سپي پرې حمله وکړه. دې سړي چې له هغه نه ځان په منډه خلاص کړ، وړاندې یې پر لاره یو لوی سپی ولید، چې کرار ویده دی. دا سړی دې سپي ته نږدې ورغی او لوی سپي ته یې کلکه لغته ورکړه. بل سړي پوښتنه ترې وکړه چې دا سپی دې ولې وواهه؟ حمله خو هغه کوچني سپي درباندې کړې؟))

ده ورته ځواب ورکړ، چې: ((هغه کوچني سپي له دې لوی سپي نه زده کړه کړې او زه یې وځغلولم، نو ما هم خپل زور له ده واخست.))

په هالېنډ کې د افغان سفارت دا ګناه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته متوجه کېږي، څنګه کېدای شي، چې په یوه بهرني هېواد کې د افغانستان دیپلوماتیک مرکز یوازې په دري ژبه خبرې وکړای شي او کاغذونه یې هم ټول په یوه ژبه وي؟

بل دا چې ولې پدې سیاسي او دیپلوماتیک مرکز کې چې په بهر کې د افغانستان استازیتوب کوي، د افغانستان د ټوټه کېدو کار کېږي او هغه هم په قصدي ډول؟

آیا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پدې موضوع خبر دی او کنه؟ که خبر وي ولې یې مخنیوی نه کوي او که نه وي خبر دا یې هم کم اهلیتي ده، چې ګناه په ګناه نشي توجیه کېدای.

دا یوازې د هالېنډ کیسه هم نده، وړاندې هم څو ځل ورته کارونه په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د یو شمېر افغانانو لخوا د افغانانو پرضد شوي دي، چې نور باید دا موضوع جدي ونیول شي.

8 thoughts on “ته خو پاکستانی یې، دلته څه کوې؟! احمدالله رحماني”
  1. خبره د دری او پښتو نه ده. د کرزی په اوسنئ اداره کی یا خو پنجشیریان واکمن دی یا پوپلزیان. په سفارتونو کی اکثریت ئی متعصب نا لوستی خلک دی او که لوستی هم وی هغه داسی دی سی په شعوری ډول د نورو پښتنو په وړاندی کرکه ښئی. کندهار سی د پښتنو ولایت ده هلته سی د نورو ولایتونو خلک د کار او روزګار لپاره څوک ورسی نو لمړی خو که ئی په پاکستان کی زدکړی کړی وی د پاکستانی یا آی ایس په تور تورنوی او په مخ کی ئی خنډونه پیدا کوی. که ئی په پاکستان کی زدکړی نه وی کړې نو بیا په دې بهانه سی د کندهار نه ده په یوه او بل تور له وظیفی او کار څخه بې برخی کوی.

  2. dera kha ao mohema moazo da za ba da paron khabara wakam koma che ma sara zama da makhe na tera shwa paron pa islamabad ke da afghanistan safarat ta waghlam da mahselai da passport la para da der wakht da intezar na wrosta yo zawan raghe ao asnad me warkral no rata ye 2 form rakre che da dak ka no ma ham da zra la ikhlasa wakheste ao pa dakawalo me shoro wakra no che kala warla kenastam no da english kho me kha sama daka kra ao che kala war da bal form raghe no hagha pa dari jaba wa no khode shta zra me der bad sho da safarat na kho zaka che da noom ao da plar da nom na akhwa pa take ham na pohedam ao majboor shom che da bal malgare na pokhtana wakam kho kher pa sa chal me form dak ka ao war me ka no der da zan sara khafa ao khpemana shom che da akher wale ao pa sa waja

  3. سلامونه
    وايي هر سه چه وشو خپل يار وكرل، له نورو گيله نشته،
    كه موژ پشتنو يوالي درلودي او لژ تر لژ د يو بل په درد پوهيدلي نن ورز به شوراي نظار (ستميانو) په پشتنو دا په شكاره سترگو حراميتوب نكاوه.
    زما هيله له طالب حزب گلبودين او نورو په سياست كي شكيلو پشتنو نه داده چه د يوالي خواته فكر وكي وس هم ناوخته نده كنه دا شدل او خاوري په سر پشتانه به نور هم مظلوم شي چه سبا ورز به لگكي هزاره او اوزبك دلستوني مار شي تاجك خو وس شازاده دي،
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  4. لیکواله وروره! تاسې ته لکه چې پته نه شته چې دا ډول لیکنې (دپښتو او پښتنو دپاره د روا حق غوښتنه ) مو زمونږ په اصطلاح ملي یووالي ته تاوان رسوي . د افغانستان سفارتونه یوازې د تاجکانو د ستونزو د حلولو مسؤلیت لري ، «نه» د ټولو افغانانو . لږه موده مخکې مې د خاوند سره په هندوستان کې د افغانستان سفارت ته تللې وم ،سفارت باید زمونږ پاسپورتونه تایید کړی وی ،خو کله چې دسفارت یوې دري ژبې کارکونکې ولیدل چې پاسپورت په کونړ ولایت کې اخستل شویدی ؛نو پوه شوه چې مراجیعین یې پښتانه دي ،بیا یې نو همغه وضع وکړه لکه څنګه چې د ټولو پښتنو سره کیږي . دا خو لا څه چې کله مو سفارت ته واسطه پیدا کړه هغه (واسطې والا ) هم په غوسه شو چې مونږ ولې په سفارت کې په پښتو غږیدلي یو ، خو چې کله پوه شو چې داسې نده زمونږ په پاسپورت کې د کونړ په لیدو زمونږ جرم (چې پښتانه یو) ښکاره شو نو بیایې مطلق د واسطې کولو نه ډه ډه وکړه . خو زه بیا وایم چې پښتانه دې لدینه هم بدتر شي ،چې یو د سر سړی په کې نه پیدا کیږي؛او که پیدا شي هغه بیا لکه د ښاغلي «یون» په شان بیرته د خپلو پښتنو لخوا متعصب او احساساتي یادول کیږي . ټول انسانان نیمګړتیاوې لري ،پښتانه یې هم لري ،خو توپیر پدیکې دی چې نور خلک خپلو نیمګړتیاو ته نیمګړتیا وایي او د اصلاح کولو هڅه یې کوي ،خو پښتانه رسیدلي ،څیړونکي ،حقوق پوهان ،ادیبان او… قلم را خیستی وي او د پښتنو نیمګړتیاوې نړۍ ته د جرمونو په بڼه ښکاره کوي ،ښکاره خبره ده چې څوک ځان ته مجرم وایي نور یې هم مجرم ګڼي او هیڅوک نه غواړي چې د مجرم پلوي وکړي.

  5. دافغانستان په تاریخ کی دکرزی خکومت دپښتنو حیثیت اوعزت تباه تباه کړه،

  6. صحیح خبره ده . پښتو او دری دواړه زمونږ رسمی او د ویاړ ژبی دی, دافغانستان په ټولو داخلی او خارجی ادارو کی مامورین باید په دواړو ښکلو ژبو وپوهیږی, لیک او لوست پری وکړی شی او ټولی فورمی باید په دواړو ژبو چاپ شی . تر څو د داخلی او خارجی نفاق اچوونکوو لاسوهنه لنډه شی

  7. دا دهغو جاهل او خرڅ سوي انسانانو کار دی کوم چې د تعصب او نفاق په مرض او غرض ککړ دي

  8. سلامونه او نیکی هیلی
    پښتانه باید ځان وپیژانی او یو بل پسی ودریږی او یو بل ته د مینی او محبت څخه ډک لاسونه ورکړی او اتفاق وکړی که داسی ونه شی نو په ډاډ سره وایم چی پښتانو څخه فارسیوان خو څه ټوله دنیا به تری نافرت وکړی او پښتون ته به څو د انسان په سترګه ونه ګوری .. زه په یو نړیوال پوهنتنون کی زدکړی کوم دلته اکثر وخت په بدو مثالونو کی پښتانه یادیږی او هره ورځ مو ورسره د پښتانو په تاریخ کی لنجه وی دا وجه ددی ده چی مونږ یو بل نه منو بس وایو چی زه ،زه یم ته نه یی … که چیرته د یو او بل خبره په غور واورو او اخترام یی ولری او پرځای یی ومنو نو پښتون به پښتون شی… بیا هم شکر چی پښتون یمه..الله مو سره یو کړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *