شونډې دې سرې

اننګي سره

لاسونه سره

سترګې دې هم  غصه کې

سرې سرې واوړي

***

لوپټه سره

جوړه دې سره

ګرانې ته سره ګلابه!

ته نښانه او  ته سمبول د مینې

د خدای د ښکلي خلقت

واړه خواږه رنګونه

تا باندې  راټول د مینې

نو مبارک شه

تاته ته مبارک

ته خپله ورځ دمینانو ګرانې!

سیدجیلاني جلان

14  فبروري 2017 کابل –

د مینانو د ورځې په مناسبت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *