دادی اوس له هغه وخته شاوخوا لس کاله تېر شوي دي. د حالاتو تصویر لکه څنګه چې ماته ښکارېده تر هغه هم خړ پړ دی. هغه ملګری مې په یوه چاودنه کې لومړی ټپي شو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه. اوس یې درې یتیمان په بد حالت کې ژوند کوي.
ما هغه ته پر ځمکنیو حقایقو ولاړ دلایل ویل، خو هغه په مثبت فکر باور لرلو، ما به ویل خوشبیني ښه وي، خو بدلون یوازې په خوشبینۍ نه راځي، د بدلون لپاره د ولس او چارواکو رښتینولۍ، پاک نفسۍ او وطندوستۍ ته ضرورت دی. هغه ملګری به مې اوس خاورې شوی وي او زه له وطنه زرګونه کیلومتره لرې مساپر شوم، خو حالات لا هم هماغسې ترینګلي دي. اوس هم چې د چارواکو انډوخر او تظاهر ته ګورم زړه مې له نهیلۍ سست شي.
د کوم هېواد چې ولسمشر ډارن ډیکټاټور وي، وزیران او سفیران په کې د وسلې او د تایمني اغا صیب د تاویزونو په زور مقررېږي، په ځان ملنډې وهونکي ځوانان په کې لوی لوی رئیسان وي، د دنیا تر ډېرو ځواکمنو هېوادونو په کې خام خولي جنرالان زیات وي نو په هغه هېواد کې به سړی څنګه مثبت فکر وکړي.
مثبت فکر خو به هله سړی وکړي چې زموږ مشران او ځوانان د ماموریت په وخت کې هېواد او ولس ته خپله رښتینواله په ازبات ورسوي، داسې نه چې له وزیره تر ماموره هر څوک چې له قدرت او چوکۍ لري شي د وطندوستۍ احساس یې را وپارېږي. چې له ماموریته وشړل شي بیا ټلویزونونو کې په هماغې ادارې پسې خوله خلاصه کړي او د فساد او خیانت لسګونه دوسیې یې را وسپړي.
مثبت بدلون په فیسبوکي چیغو او تظاهر نه راځي، مثبت بدلون دا نه دی چې چارواکی دې دیوه غریب ماشوم سترګو ته سل افغانۍ نیولې وي او بیا خپل عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپروي. مثبت بدلون هله راځي چې دا ماشوم خبر هم نه شي او چارواکي یې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه کړی وي.
تاسې د دنیا د پرمختللو هېوادونو په اړه مطالعه وکړئ، دا هېوادونه یوازې په مثبت فکر کولو نه دي جوړ شوي، ددې هېوادونو خلک او چارواکي له خپل هېواد او خلکو سره رښتیني دي، په دوی کې اوس وطن او ولس سره خیانت کول نه یوازې له قانوني پلوه بلکې په فرهنګي او ټولنیزو اصولو کې هم بد کار دی. له بده مرغه هغه څه چې زموږ دین، کلتور او رواجونه یې غندي، هغه کار اوس موږ په ویاړ کوو. موږ یې وینو چې ځینې خلک زموږ په وینو وپړسېږي خو سبا مو هماغه اتل وي، هماغه مو وزیر او وکیل وي.
رښتیا خبره خو داده چې په موږ هرڅه له خپله لاسه کېږي، دا هسې یو شعار دی چې په خپلو بدمرغیو کې نور خلک ګرموو. په دې کار موږ هسې خپل زړه او روح ته سکون ورکول غواړو.
اوس هغه ملګری نه شته چې ورته ووایم: تر هغې چې مې په خپل ولس کې د ځان بدلولو اراده نه وي لیدلی تر هغې به همداسې منفي ګرا یم.
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله