پلار يې له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۹ پورې د امريکا د ۴۰م ولسمشررونالډ ويلسن رېګن مرستيال وو او وروسته له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۳ پورې د امريکا ولسمشر شو. دی پخپله له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې د امريکا د ټيکساس ايالت والي پاتې شو. له۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پورې يې دوې پرلپسې دورې د امريکا ولسمشري وکړه. د ده په دور کې د ټولې نړۍ سياست او تګلوری له يوه نوي اوړونټکي سره مخ شو. ۹/۱۱، افغانستان، عراق او ورته نورې سترې پېښې د ده په وخت کې وشوې. جارج واکر بوش د امريکا په سياست کې پر دومره اوږدې شخصي او کورنۍ مخينې سربېره په ۲۰۰۹ کې د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسېدو وروسته سياست ته مخه ښه وويل او له ژونده يې خوند اخېستلو ته مخه کړه. دی نور کورناستی(تقاعد) شو او په ډيلاس کې خپل تفريحي کور ته وکوچېد. اوس هم هلته اوسي او ټوله ورځ کتابونه لولي، ياداښتونه ليکي، فلمونه ګوري، مرغان او حيوانان ساتي، لامبو او نورې لوبې کوي. له کورناستۍ وروسته يې نه له کوم تلويزون سره مرکه کړې ده، نه په کومه سياسي غونډه کې ګډون.
په ۲۰۱۱ کې چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو نو بارک اوباما مخکې تر دې چې نړيوالو او رسنيو ته د هغه د وژل کېدو اعلان وکړي له بوش سره يې اړيکه ټينګه کړه او غوښتنه يې ترې وکړه چې په سپينه ماڼۍ کې د اسامه د وژل کېدو په وياړغونډه کې ګډون وکړي او نړۍ ته د اسامه د مړينې اعلان په خپله خوله وکړي. دا تر ۹/۱۱ وروسته د ترهګرۍ او ترهګرو د له منځه وړلو په لړ کې د امريکا تر ټولو ستره لاسته راوړنه وه، مګر بوش اوباما ته په ځواب کې وويل: “ښاغلی ولسمشره! ته پوهېږې چې زه نور کورناستی یم، ته د امريکا ولسمشر يې ته پوهېږې او اسامه بن لادن، زما يې په دې کارو څه؟”
يوازې بوش هم نه، په امريکا کې دا اوس اوس درې نور پخواني ولسمشران هم ژوندي دي، خو تاسې به د يوه ټلويزوني مرکه يا په کومه غونډه کې ګډون نه وي ليدلی؟ سبا و بله ورځ به بارک اوباما هم ويني چې په سپنه ماڼۍ کې به خپله وروستۍ وينا وکړي او بيا به خپل عادي او نومورکی ژوند پيل کړي. يوازې بل کلنټن کله ناکله د خپلې مېرمنې د کمپايني غونډو په کوم کونج کې مالومېږي کنې اوس به يې له خلګو نوم هم هېر وای، او که په بازار کې هم چا ليدلی وای ښايي د سيلفي غوښتنه يې هم نه وای ترې کړې.
مارګريټ تاچر له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د انګلستان لومړۍ وزيره وه، دې د شمالي آيرلېنډ د خپلواکۍ په شمول د انګلستان د تاريخ خورا سترې پرېکړې وکړې، مګر له تقاعد وروسته بيا په ۲۰۱۳ کې د دې تر مرګه پورې نه چا د دې مرکه واورېده او نه پر حکومت کومه نيوکه.
دا نږدې ګورډن براون، ټوني بلېر او ډيويډ کېمرون در په ياد کړئ! راغلل، سياست او حکومت يې وکړ، تقاعد شول او کرار پر کور کښېناستل. د دوی وس نه رسي چې په رسنيو کې راڅرګند شي او د حکومت د کړنو په اړه خپل نظرونه ورکړي؟ که دوی انسانان يا هوښياران نه دي؟ که يې خبريالان پوښتنه نه کوي؟
هر ورځ يې رسنوال د کور مخ ته ولاړ وي او غواړي چې د حکومت او روانو چارو په اړه د دوی نظر واخلي مګر دوی پټه خوله پاتې دي او وايي چې نه کار په هغه څه کار.
مګر ته موږ ته راشه!
صبغت الله مجددي په ۱۹۹۲ کې د دريو مياشتو لپاره د افغانستان مشري وکړه، په ۲۰۱۴ کې يې د انتخاباتو لپاره په کمپايني غونډو کې ويناوې، له رسنيو سره مرکې او د شپې په خوب کې استخارې وکړې. حتی په ۲۰۱۶ کې يې هم د آرام ساه نه ده اخېستې او د حکومت پر کړونو تبصرې ورکوي چې تېره ورځ يې د ګلبدين حکمتيار او حکومت تر منځ د سولې د تړون په خلاف غونډه د بېلګې په توګه يادولای شو.
برهان الدين رباني له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د افغانستان ولسمشر و، د ژوند تر پايه پر کور نه کښېناست او په يو ډول له ډولونو په سياست او حکومت کې ښکېل پاتې شو، حتی تر مرګ وروسته يې هم چوکۍ د ميراث په توګه زوی ته پاتې شوه.
له بده مرغه همدغه کار پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم کوي، انتقالي دوره او دوې پرلپسې پېنځه کلنې دورې يې ولسمشري وکړه مګر بيا هم پر کور نه کښېني. هره ورځ له يوې نه يوې رسنۍ سره مرکه کوي او د روان حالت په اړه خپله اندېښنه څرګندوي، هره ورځ په يوه لويه غونډه کې ګډون کوي. هره ورځ د يوې پېښې په اړه خپل نظر ورکوي. اوس هم په هماغه اندازه د تلويزون پر سکرين را څرګندېږي لکه ولسمشر چې وو.
د صبغت الله مجددي، برهان الدين رباني او نورو په پرتله له ښاغلي حامد کرزي څخه بايد ډېره ګيله وشي. ځکه دی له هغه پاس ياد شويو نړيوالو سياسي څېرو سره نږدې پاتې شوی، بوش يې ملګری وو او له دا نورو هر يوه سره يې نږدې اړيکي لرلي دي. هغه د چا خبره ګرځېدلی سړی دی. دی يې بايد له بوش، ډېوېډ کېمرون، ګورډن براون او ټوني بلېر څخه زده کړي. که هغه نه وي دا زموږ په نږدې ګاونډي هندوستان کې من موهن سنګ دې ور په ياد کړي. من موهن سنګ څه شو؟ بيا به چا نه وي ليدلی؟ د اټل بهاري واجپای مرکه به بيا چا نه وي اورېدلې او نه به يې چا ته په لوی لاس د ځان د سپکاوي چانس ورکړی وي؟ زموږ مشران به کله د مشرانو پر ځای کښېني؟
(د جاويد چودري له يو کالم څخه اقتباس)