دری ورځې مو د تاشکند په هوایې ډګر کې تیرې کړي . په کابل درنه واوره اوریده ، آریانا الوتکې ته د ناستې امکانات نه وه .
لومړۍ شپه خوهم موږ تازه وو هم مو قسمت د ازبکستان په نامه ډیر ښکلی او ستر میلمستون کې شوه، خوند یې وکړ. دوهمه شپه یې بیا په یوه لوی بس کې کینولو ، ښایسته ټوټه لری یې په یوه بی خونده ، تنګ او تیاره هوټل ورکوز کړو. دریمه شپه خو مو چا حتی پوښتنه هم ونکړه، هملته ټولو د ترمینل په اوږدوو څوکیو اویا د غولی په سر د خوب په ځای ځانونه ستړي او ګنګس کړل .
بالاخره په همدې سهار مو توبه قبوله شوله ، آریانا الوتکې مخ په جنوب په ځغاسته شوه .
(د کابل بین الملی هوایي ډګر ته ښه راغلاست) لوحه د ترمینل په سر او دننه د جمهور ریس ډاکتر نجیب لوی قاب شوی عکس چې په جدی سترګو درته ګوری ، هغه لومړنی انځورونه دي چې له کابل سره دې بیرته نښلوي .
کابل همغه کابل وه .ژوندی ، خوځند ، له هڅو او هیلو ډک ښار، د ډیرو خوشالیو او لږو غمونو ښار، د ملګرو او ملګرتوب ښار .
چې خلکو ته ګوری ؛ وایي ټول مي خپلوان دي .
خو ما ته نه کابل خوند راکوی ، نه یې خلک . نه یې د غرونو چوپ او هوښیار هوښیار کتل او نه د ځمکی په سر ودان کورونه او آزاد آزاد زړونه .
زما زړه مات دی، د رغیدو نه دی.
زړه هغې رامات کړ . هغې ځکه چې هغه مي د زړه مالکه وه .
زړه مي په هغې آبادوه ؛ چې هغه نشته ، په دې ویجاړ ه جونګړه کې به د خوښې کومه کوتره ځاله وکړی ؟
* * *
زه دحربی پوهنتون په وروستی ټولګی کې وم چې هغه مي ولیده ، کنه یې هغې خوزه له ډیر وخته څارلم .
چې به پوهنتون ته تلم ، لاره مي د هغوې په کوڅه وه . کرار کرار متوجه شوم چې څوک مي څاری. د یوه کور د دروازی له شا کوم کس کله پټ کله ښکاره .
یوه لکه له سپینو سونډو دې چې جوړه کړی وه ، په عمر ځوانه نجلۍ ، له دوو اوږدو اوږدو خرمایې چوټیو او له آسمانی شوخو شوخو سترګو سره .
هره پنجشنبی ماسپښین چې راځم او جمعه مازدیګر چې بیرته درومم، د هغې نیلې د روښانه آسمان په رنګ سترګې زما پیره کوي.
لمړیو کې به یې یوازی په کتلو خبره خلاصوله ، وروسته وروسته شونډه په غاښ کړی او خپله پټه خندا د چوټیو سره په لوبی کولو پټه کړی .
زه د تاثیر لاندی راشم ، قدمونه مې ګډوډ شی ، نه پوهیږم چې لاسونه څنګه واچوم ، لاسونه راباندی اضافی بار شی . دا بیا راوګوری او اوس یې پټه خندا، د سپینو صدفی غاښونو د برښنا په مټ په پاروونکې موسکا بدله شی .
زیاتی به مي د جمعې راتګ ته تبه وه ، چې څه وخت به بیا د شوخو سترګو سیل کوم او دا به لکه د پسرلی برښنا ، لکه د سباوون لمړنې سپیدې ، یوه دنیا راته خاندی .
همسې یو بل د جمعې مازدیګر وه . دا بیا د وره په مینځ کې ولاړه وه، بیا یې د سترګو بمبارې زما قدمونه کاږه واږه کړل.
لا مو پوره نه وه سره کتلی چې له دننه چا غږ پسې وکړ.
وارخطا شوه ،چوټې یې په بیړه شا ته وغورځولې او په منډو وتښتیده ، حتی بیرته یې راوهم نه کتل.
ماهم قدمونه ګړندی کړل او له کوڅې راپنا شوم.
ځان سره په ویره کې شوم :
– که چا لیدلی وای؟
– پدی نظامی یونیفورم کې ، د خلکو د کور تر مخه! دا بدنامی به دې چیرته وړه؟
ځان سره مي قسم یاد کړ، چې نور به دې زړه راکښونکې لومې کې نه نښلم، له همدا اوسه بس!
نور به نه دې کوڅې ته سر ورښکاره کوم ، نه به دې آسمانی سترګو کې ډوبیږم.
په خپل قسم ټینګ پاتی شوم ، دا بله پنجشنبه او جمعه هسې درې کوڅې لیری تیر راتیر شوم .
ماویل :
– پریږده چې دا د آسمان د ګومبزې په شان نیلې نیلې سترګې په انتظار سپینې شي. پریږده چې دصدفو موسکا یې همسې د شونډو د پستو پستو دیوالو شا ته مړاوی شي ، خو زه به بیا ور ونه ګورم.
ما ویل زیاتی نوره به یې نه یادوم. له خپل زړه او ذهن به یې د ابدالابد لپاره رخصتوم .
خو……..خو د عقل او زړه کوڅې بیلې دي .
اونۍ رابندې پیړې تیره شوه. د پنجشنبې تر ماسپښینه مي ورځې جدا شمیرلې، ساعتونه جدا،او دقیقې جدا .
پنجشنبه دومره لیری شوه لکه د دنیا هغه سر ، لکه دزمان لایتناهی.
په هغه شیبه چې رخصت شوو، نور په ځمکه روان وو ، زما زړګی په هوا الوته .
الوته د همغی آشنا کوڅې په لور، د هغې د سترګو د شوخیو لیدو ته ، د هغې د غاښونو د صدفونو شمیرلوته .
چې کوڅې ته یې ورداخل شوم ، زړه مي په دربیدا شه .ماویل دا د سپینو سپینه نجلۍ به اوس راوځی ، اوس به راوځی ، اوس به راوځی………
د کور له مخې یې تیر شوم. د کوڅې تر آخره ورسیدم……….دروازه یې همسې تړلې!
فکر مي وکړ:
-هلکه بیړه دې کړې ، له وخته مخکې رارسیدلی یي.
لاړم ، په بلې کوڅې بیرته راتاوشوم. بیا په دمدمو دمدمو تیر شوم. زړه مي همداسې ورته نینې نینې کیده ، اوس به یې وینم ….اوس به یې وینم .
مګر هیڅ……..دروازه همسې تړلې!
کورته لاړم ، ځمکه مي د پښو لاندې سره تبې وه. زړه مي په هیڅ نه بسیا کیده.
هره شیبه به د هغی د سپین مخ تصویر لکه بل څراغ د دروازی په مینځ کې سترګو ته را ودرید،چې لګیا ده پخپلو چوټیو لوبې کوی .
د جمعې مازدیګر یې بیا په کوڅې وربرابر شوم. ماویل اوس به ور راخلاصیږی، دوې نیلې سترګې او یوه له رازه ډکه پته موسکا به دې بیا د زړه دربا په کوڅه کې خپروي.
په ډاګ ولګیدم؛دروازه یې بیا همسې تړلې…………..
په ځان نه پوهیدم، شرم او ویره رانه وویریدل، وتښتیدل ؛ درې ځله په کوڅه تیر راتیر شوم….ور همسې په قار…….تړلی!
څو ځله مي زړه شو چې ورشم دروازه وروټکوم.
فکرمي وکړ:
– که بل څوک دروازه خلاصه کړی، څه به ورته وایي؟
ورته وایم به: ای خلکو! نوم یې نه پیژنم ، خو دوه شوخې د هوسې سترګې لرې ، په خرمایي وریښمینوچوټیو کې یې زما زړه زنګیږی . هغه راته راولئ .
له کوڅې لاړم ، خوپه زړه مي د ټولې نړۍ په وزن غم ناست وه .
تم ځای کې موټر ته په انتظار شوم .
د جمعې ناوخته مازدیګر دومره ګڼه ګوڼه نه وي. یو یونیم کس ستړی د سبا ورځې په چرت کې ولاړ دی .
زړره مي همسې شین دی ، سترګې مي له ځمکې نه پورته کیږي ، د هیچا د لیدو حوصله نلرم.
لکه څوک چې په غوږ کې راته ووایي :
– شا ته دې ګوره!
شا ته مي چې وکتل؛په سترګو مي لیدل ، خو زړه مي نه منل:
هغه هلته له خلکو لیری یوازی د تم ځای شاته ولاړه ده،حتما” زما لپاره!.
خرمایي چوټې یې په نازک تور پوړنی کې بندیانې کړي، بیا یې پوړنی قید له زنې سره بیرته راګرځولی او د سپین مخ څراغ یې داسې ښکاری چې رڼا یې په همدې مازدګر کې د سړی سترګې وړي .
پوه نشوم چې څنګه به ور رسیدلی یم ؟
مخامخ ورته ودریدم:
– سلام!
سر یې ښکته اچولی ، د لاسونو ګوتې یې په یوبل کې ورکړې ، له تشویشه ډکه لوبه پرې کوی .
ځواب یې رانکړ.
– بیا مي ور ته وویل:
– ماویل سلام….څنګه یي ؟
سر یې لږ راپورته کړ. مخ یې په سپینو کې داسې سور اوښتی ، ته وایي اوس به وینې ترې راوبهیږی . شونډه یې په غاښ کړی .
بیایې ځواب رانکړ:
– ………………
زه یې حیران کړم، ماویل:
– خبرې کوی شی؟
لکه ژاړی چې:
– هو.
ښایې غږ به مي څه لوړ شوی وي ، خلکو راوکتل،وشرمیدم .
هغه نوره د دریدو نه وه . ګړندۍ ګړندۍ لاړه .
څو شیبې هک پک حیران ودریدم .دا دومره خوشالې ته مي یو په یو په زړه کې ځای نه مینده.
پسې ورټوپ مي کړ، ور ورسیدم. څنګ په څنګ ورسره روان شوم .
په زاریو شوه:
– د خدای په لحاظ ، څنګ ته مه راځه ، خلک راګوری.
په سپین سترګی مي ورته وویل:
– نوم دې راته ووایه ، بیا درنه ځم .
– سپوژمی
او لا پسې ګړندۍ شوه .
بیرته کور ته راوګرځیدم.
په هغه ورځ پوهنتون ته لاړ نشوم. د سبا ورځې جزا مي په ځان ومنله.
د سرخوږ مي پلمه کړ ، همغه سر ماښام په بسترننوتم او تر سهاره په توده تبه کې د خیالونو په قلمرو کې مي د سپوژمی سره د ژوندانه سفرونه کول .
زیاتی د پسرلیو دور شروع شو ، زیاتی د خدای د جنتونو فصل شو .
زیاتی زه وم او سپوژمی ، زیاتی سپوژمی وه چې زه وم .
زیاتی د کابل د سړکونو په سر پیره دارو ونو په پټه خوله زموږ د مینې ننداره کوله او د کابل چوغکو په چغیدو چغیدو زموږ د عشق ترانه غږوله .
خدای پوهیږی چې زما د خوشالو خوشالو قدمو تر څنګه به د سپوژمی د وړو خوږو خوږو پلونو څومره نښې د کارته چار په کوڅه کوڅه کې پاتې شوې وي .
خدای ښه پوهیږی چې ( ډیره راته ګرانه یي) او ( ډیر راباندی ګران یي) څومره جملې به زموږ له ژبو وتلې د خدای په آسمان کې لکه ښایسته شاپرکونه الوتلی رالوتلی وي.
زه له پوهنتونه فارغ شوم، وظیفه مي له کابل بهر شوه. یوه اونۍ ، دوې اونۍ وروسته به راتلم او له محبته مالامال زړګې به مي هغې ته پرانیسته. بیا به مو یوبل ته د ( ته چې نه وي ) ورځو لیکونه ورکول .
زما په هر یو لیک کې به سپوژمی ته یو شعر پییل شوی وه او د دې خو هیڅ داسې لیک ما ونه لید چې هلته به د اوښکو نښه پکې نه وه ، ویل یې ته چې نه وي ، هره شپه درپسې ژاړم.
له هر لیک سره به یې زما یو انځور وه. ویلې یې :
– په لمړیو وختو کې چې په تا مینه شوم،هره اونۍ به چې په ښکلو نظامو جامو کې زما له مخه تیر شوی ، مابه دې یو انځور رسماوه او تر بلې اونۍ به ورسره غږیدلم.
د الله مینې ویشونکې ملایکې څومره په موږ لوریده ؛ د ډیرو ډیرو خلکو د مینې برخه یې زموږ په ګوګل کې پټه کړې وه .
خلکو به هرمرو ډیرراته کتل، خو موږ نور هیڅوک هم نه لیدل . د هغې په سترګو کې یوازی زما تصویر وه او زما نظر یوازی د هغې په موسکا وه چې لکه دکابل د اوړی د شپو ستوري ، دانه دانه غاښ یې بیله نڅا درلوده.
نور مو زمان د مینې په خاطر نه حساباوه ؛ نور به مو پسرلي د یوبل په سترګو کې لمانځل او د ژمی ساړه مو د یوبل د لاسونو په پنجو کې ویلې کول .
داسې په یوبل کې سره ورک شوو چې نه مو د کلونو ګذر ته فکر وه، او نه د خدای هست کړي میاشتوته.
یو وخت ګورم دادی دوه کاله کیږی چې مو زړونو یوبل ته ډالی کړي ، دا دی دوه کاله کیږي چې د شپې د یوبل په یاد ویده کیږو او سهار چې راپاڅو ؛ لمړی مو د یوبل انځور سترګو ته دریږی . دوه کاله کیږی چې د یوبل ګرانښت مو د الله باچا دربار ته دعا کړي .
خو ……خو یو ورځ چې بیا له وظیفې کابل ته راغلم ، هغه نه وه ………
زه لکه د تل په شان د لیکونو له ګیډۍ سره د همغې پخوانۍ ونې لاندی ورته ولاړ وم چې زموږ د ټول عشق رازداره وه……مګر سپوژمی رانغله چې رانغله .
زړه مي غوږو ته بدې بدې خبرې راپسنیده.طاقت مي ونشو کړای . کوڅې ته ورغلم ، وره ته یې ودریدم .
کاشکی دنیا ځای په ځای دریدلې وه، کاشکی زما سترګې ټپې ټوپې شوې وي چې دا حال خو مي نه لیده؛ دروازې ته یې تورغټ قفل پروت وه .
وارخطا وارخطا ، پریشانه حال مي له ګاونډیانو وپوښتل . هیچا هم نه وو لیدلي چې په کوم لور کډه شوي.
په سبا مي یوه آشنا ښوونکۍ پیدا کړه ، رابعه بلخی لیسې ته ورغلو.
عجیبه وه ؛ سپوژمی هیڅ بل ښوونځی ته نه وه تبدیله شوې، یوازی یې خپل سوابق اخیستی وو ، نور چا یې هیڅ مالومات نه درلودل.
سپوژمی او کورنۍ یې رانه ترې تم شول.
سپوژمی مي لاړه پنا شوه ؛ لکه د عطرو یو څاڅکی ، لکه د سهار په ګلپاڼو ناسته پرخه ، لکه د یوه شیرین خوب یاد…..دا نشته خو مشک یې ، یاد یې همسې ټوله فضا را وږمه کړې .
لاړه سپوږمی رانه لاړه،بیرته نه راګرځی…………. لکه د ادی د نکلونو خوند، لکه د مورد مخملې غیږ ې د خولو بوی ، لکه د پلار د لاسونو زیږ والی چې تا پورته پورته اچوی ، لکه د ماشومتوب د اختر شپه …… بیا هیڅ نه راګرځی.
نجلۍ لاړه د انځر ګل شوه.
چې څومره پسې وګرځیدم ، چې څومره مي د کابل کوڅې پسې ګزوپل کړي، چې څومره مي د انس و جن نه د هغی تپوس وکړ، چې څومره مي هره شپه د خپلې سپوژمی عکس د آسمان سپوږمۍ ته ورښودلی او ژړلی ، پته به مي تری غوښتی وي……
نه …نه …………لاړه چې لاړه.
یو خوب وه چې رښتیا نشو، یوه رویا وه چې ژر ختمه شوه، یوه له لیری د باد په څپو ښکلۍ موسیقې وه ، یو انځور وه د ښکلا، یوه هیله د وصال وه ، یو اوج وه د ګرانښت………………… لاړه ، بیا به یې ونه وینم.
شپږ میاشتې ، شپږ عمرونه راباندی تیرشول ، شپږ قیامتونه مي په زړه راواوښتل؛ خو هغه مي ونه مینده.
نور نو کابل راته زندان وه. نور نو د کارته چار پلې لارې د دوزخ لارې وي چې پرې تلم، نور د کابل مرغیو د غم مرثیې بللی .
بی له هغې د کابل شنه پسرلي غمجن او تکراري او ساړه ژميو یې د مرګ بوی ورکاوه .
زیاتی نو د کابل مازدیګرونو زورولم،زړه یې داسې رانښیځه ، ماویل هره ورځ چې وي، دا زما له ناکامی مینې ډک زړګی به بی له غږاو زوږه په هغې پسې وچوی .
نور دلته شپې راته د دوزخ ساعتونه وو،او ورځې هسې عمر وه چې بی له سپوژمی عبث تیریده .
کورنۍ زما دا حالت نشو زغملی. مجبور یې کړم د شوروی بورس یې راته برابرکړ، تاشکند ته رامسافر شوم .
دلته ډیرې مینې وي ، پریمانه او آسانه…..
ما ویل سپوژمی به هیره کړم؛ خو نه د ګلچهرې او مطلوبې په غیږ کې مي هغه ومینده او نه د زویا ، ماشې او نورو خنداوی راته د ستورو ترانه وویله ؛ټول خام خام هوسونه او د دروغو وصالونه.
له کابله خو هسې په تیښته راوتلی وم، نه په لمړی دوبی کې رخصتی ته راغلم او نه د دوهم کال . او چې د دوهم کال ژمنی رخصتي رانژدی شوې، بیا نو له کوره یې بالکل په عذاب کړم :
– بس راځی به …
آخر راغلم اوچې له سفره ستړی ، درې ورځې په ترمینل کې کړیدلي، بیګا را ورسیدو؛ سهار وختې شریف په سر پوری راته ناست، ځه چې ځو، میلمه مي یي .
د چا له لاسه کیدل؟په ما د بلبل غږ بد لګیږی .
او چې ځان مي نور هم په ناغیړې واچاوه، بیا نو مور په سترګو سترګو کې پوه کړم چې :
– ځه ورسره لاړ شه! درنه خپه کیږي .
له شریف سره یوځای لوی شوي یو، نه مي پټه ترې پټه ده او نه ښکاره.
تر ښاره چې راتلو ، د ده خنداوې او مستې وي او زما اسویلي او آهونه .
خوارکی ډیره هڅه کوی چې بیرته مي له ژوند سره پخلا کړی ، خو زما د پخلاینې پلمه همسې لا مروره ده، په څه اسره به یې دل آسا کومه ؟
ښار کې شریف مخامخ بانک ته روان شو.
ما ترې وپوښتل:
– خیریت؟
هغه همسې په بیړه کې:
-لږ کار لرم ، راځه چې خلاص یې کړو.
بی حوصلی وم:
– شریفه ته هم عجب سړی یي ، بله ورځ نه کیده ؟
خو دی لکه چې زما خبرو ته کوڼ دی . په لوړو لوړو ګامونو پشتنی بانک ته ورننوت.
بانک کې داسې ګڼه ګوڼه ده چې مکوه پوښتنه. خلک دي چې د ښیښه ای غرفو مخ ته ولاړ په لوړ غږ یو بل سره غږیږی .
شریف لکه سیل ته چې راغلی وي؛ کله یوې غرفې ته ودریږی ، کله بلې ته سر ورښکاره کړی او بیا کله دریمې ته ورمنډه کړی .
زه خپه هملته یوه کونج کې ودریدم
شریف د یوې غرفې مخ ته تم شو ، بیا یې مخ ماته راوګرځاوه، د خلکو له مینځه یې پیدا کړم .
د لاس په اشاره یې وروغوښتم چې یانی:
-دلته راشه!
ما دواړه لاسونه د پوښتنې په ډول ورته پورته کړل ، یانی:
– څه خبره ده؟
داځل یې په شدت په دواړو لاسو اشاره وکړه، یانې:
– راځه نو………
چې ورغلم د غرفی منځ ته یې اشاره وکړه :
– وینی یې؟
غرفې ته مي ځغلنده نظر وکړ؛ شریف یوه میرمنه راښوده چې له چا سره په خبرو بوخته وه ، تور پوړنی یې نیم په سر نیم په غاړه کې پروت وه .موږ ته له څنګه ښکاریدله.
مخ مي بیرته شریف ته راواړاوه:
– ښه ، څنګه یې کړم ؟
شریف په غوصه شو ؛ زما سر یې په خپلو دواړو لاسو ونیوه اوپه شدت یې زمامخ په ښیښه ورسریښ کړ:
– سترګې دې خلاصې کړه ، ښه ورته وګوره!
هم مي د قار یوه څپه ماغزو کې تیره شوه، هم د شریف دې حرکت ته حیران شوم
بیا د غرفې مینځ ته ځیر شوم :
میرمنې دا ځل مخه دې پلو راوګرځوله . ورته دقیق شوم ؛ پیکی یې ښی خوا کې بیل کړی ، بیا پورته پورته جوړ کړی وه. د مخ کاسه یې داسې تکه سپینه روښانه بریښیده لکه ګیس.
سترګې یې ؟ د سترګو رنګ یې د غرفی له شا نه ښکاریده، خو له همغه لیری داسې ځلیدلې لکه د الماسو دوې ټوټې .
شریف له همدی ځایه هغې ته هم اشاره وکړه، زه یې وروښودلم.
سپوژمی راته ځیر شوه، ویې پیژندم. دوه درې ثانیه حیرانه وه. بیا لکه د ګلانو ونه چې وڅنډی ، کږه وږه شوه او بی حاله په ځمکه راولویده.
زړه مي سپک شو ، لکه یو غر دې چې ترې لری کړی وي . آزاد شو .
لکه څوک مي چې د ماشوماتوب په زانګو کې وزنګوی، لکه ملایکې مي چې له ځمکې پورته کړی د آسمان په لور مي بیایي ؛ بی وزنه شوم ، بی خوده او بی حسه شوم ، پښې مي قات شوې او ځای په ځای په شریف ورولویدم.
سترګې مي پټې شوې او زړه مي ولیدل چې په آسمان کې ډلې ډلې ستوري لکه د بلورو پیالو د کړنکهار په شان په ناز ناز راته خاندی او د آسمان پهره داره سپوږمۍ له ما او سپوژمی سره د دې خوښیو نندارې کوي .