۱ برخه!
حامد حقمل
+ لیکوال او یي ایم ګرې وایي: ( بریالي خلک هغه کارونه کوي چې د ناکامو خلکو نه خوښېږي. داسې نه ده چې د بریالیو به هم ګني دا کار حتماً خوښېږي، خو توپیر دا دی چې د بریالیو خلکو ( نه خوښېدل) د دوی د قوي هوډ او ارادې تابع وي.)
+ توماس هنري هاکسلي وایي: ( د ټولو زده کړو ارزښتمنه پایله ښاشښ د هغه کار کولو وړتیا وي چې ستا خوښېږي که نه، خو د اړتیا په وخت یې باید وکړې. )
+ روغتیایي څېړونکو دادهم موندلې چې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې شخصي یادښتونه لیکل ستاسې روغتیا، د هاضمې سیستم او عمومي وضیعت ښه کولای شي. دا یاد ساتئ!
که ستاسې ژوند په فکر کولو ارزي، نو په لیکلو هم ارزي.
+ (خبرې باید لږې وي، د تبلیغ ځای نه دی، نو څه باید وکړې؟ یوه جارو را واخله، د یوه چا کور پاک کړه. دا ډېر څه وایي.)
+ د ژوند لویې ماتې لوی فرصتونه در ښکاره کوي.
+ لرغوني مفکر ایروپیدیس ویلي: (په بد بخت کې د خوشاله بدلون ښه فرصتونه دي. )
+ دا یاد ساتئ چې خوشاله خلکو تر خپه خلکو ډېرې سختۍ تېرې کړې دي. توبیر یې دا دی چې دوی د خپلو یادونو د داسې مدیریت کولو وړتیا لري چې ژوند ښکلی کوي.
+ دا هم یاد ساتئ چې که تاسې تر نورو ډېر ناکامېږئ، نو په دې معنا ده چې د ډېر ښه ژوند لپاره تر نورو ډېر فرصتونو هم لرئ.
+ بوکر ټي واشنګټن وایي: (ما دا زده کړي چې بریالیتوب په اوسني مقام او موقف نه اندازه کېږي، بلکې په هغو خنډونو اندازه کېږي چې د دې بریالیتوب په لاره ترې انسان را تېر شوی دی. )
+ کوم شیان چې درته مهم او اړین نه وي، هغوی ته (نه) ویل زده کړئ. دا مو چې زده کړل، هغو شیانو ته به ډېر وخت و مومئ چې ستاسې د ژوند ښه کولو قوت لري.
+ که یو کس په نڅا کې له خپلو ملګرو سره نه شي یو ځای کېدای، ښایی لامل یې دا وي چې بله موسیقي به اوري. پرېږده چې هغه هماغې موسیقۍ سره نڅېږي، که لرې وي او که نږدې.
+ حضرت عنایت الله خان ویلي: (هغه توري تر مرغلرو ډېر ارزښتمن دي چې اروا روښانه کوي. )
+ ژوند د شمېرو لوبه ده، تاسې چې څومره لوی ختر اخلئ، هومره لویه ډالۍ به تر لاسه کوئ .
+ بخت د کمزوري زړه په خوا نه دی.
+ انډري ګایډ وایي: انسان چې تر ډیره وخته د ساحل له لیدو بې برخې نه شي، نوې ځمکې نه شي موندلای.
+ رالف والډو ایمرسن وایي: هېڅ ښه شی بې شوقه نه دي تر لاسه شوي.
+ ورکوونکی لاس، تر لاسه کوړنکی لاس دی.
+ رومي فیلسو سینیکا: څومره ژوند چې کوئ، هومره ژوند پکې زده کوئ.
+ نن سبا وخت ډېر په چټکۍ بدلېږي او په دې وخت کې مفکورې د بریالیتوب مهمه وسیله ده.
+ د یوه ښه کتاب یوه مفکوره مو شخصیت او کرکټر جوړولای، اړیکې ښې کولای او ژوند بدلولای شي.
+ ښه کتاب ستاسې د مینې بڼه بدلولای شي، مشهور فیلسوف هنري ډیویډ تورو وایي: ځینې خبرې زموږ د حالت سره بیخي جوړې وي، که موږ دا خبرې سمې واورو او پرې پوه شو، نو تر سهار او سپرلي به ډېرې رغوونکې وي او ښایي د شیانو په اړه موږ ته یو بُعد او لید لوری راکړي.
+ په کومه ورځ چې تاسطې مطالعه ونه کړه، ګویا ژوند مو نه دی کړی.
+ که تاسې په دې پوهېږئ چې څنګه مطالعه وکړئ، خو بیا یې هم نشئ کولای، نو په تاسې او نالوستي انسان کې هېڅ توپیر نه شته.
+ مادر تیریسا وایي: لوی کارونه نه شته، بلکې لوی کارونه اصلاً هماغه کوچني کارونه دي چې په ډیره مینه کېږي.
+ تولستوی وایي: د خوشالۍ تر لاسه کولو لپاره له ځان نه را ووځئ، د غڼې په څېر هرې خوا د مینې جال وغوړوئ او څه چې درته راغلل ویې نیسئ.
+ که له چاسره غږېږئ او هغه کس درته تر یوې دقیقې هېڅ ځواب در نه کړ، خبره یې ونه کړه یا یې ستاسې خبره تایید یا رد نه کړه، نو هغه کس تاسې سره نه دی، ښه دا ده چې تاسې ډېرې خبرې کول بس کړئ.
+ ډیوډ سټار جوردن وایي: حکمت دا دی چې څه وکړو، مهارت دا دی څنګه یې وکړو او فضیلت دا دی چې ویې کړو.
+ ( علم قوت دی) خو زه یې نه منم، علم قوت نه دی. علم بالقوه قوت دی او قوت هغه وخت ترې جوړېږي چې عمل پرې وشي.