ژڼی، ځوان او زلمی هغه خوږې کليمې دي چې په ورځني ژوند کې د انسانانو غوږونو ته څو، څو واره رسيږي. د فلاني ژڼي ژڼي زامن دي ، خو دی اوس هم په کار اخته وي. یا د فلاني زامن ژڼي شول خواري یې لاړه.

همدا شان اورو چې ځوان زوی یې په کور کې شته، د خپلو مټو په زور به خېلخانه وساتي. یا هم ښه ځواني یې راسره وکړه. ښه زلمی و. د کار زلمی و. دې ته ورته نور بېلا بېل د زړه سوي، خواخوږۍ، ميړانې او د صفتونو ډکې جملې د ځوانانو په اړه اورو.

شاعران يې د شعرونو له لارې ستايي: ژڼی وه د هرې بلا کار به يې په مټ کې و ښار ته به روان و برچه دار به یې په مټ کې و (جلال خپلواک) پیغلوټې یې هم د ودونو او د نورو خوښيو په وختونو کې ، په سندرو،سروکو او لنډيو کې ستايي لکه:

په مورچل هغه زلمی خېږي      چې یا مین وي یا يې پیغله ناسته وینه

پام دې دی زلمیه ! چې څومره نازول کېږې، څومره هېلې او اميدونه په تا پورې تړلي دي. د کار هيله تا ته دروړل کيږي، د ابادۍ هيله هم تاته ده، توره هم له تا څخه غواړي . سره د دومره ناز او ادا چې ته يې د ټولنې له وګړو اخلې، ښه به نه وي ؟! چې شپه او ورځ د په ځان یوه کړې او د هرې نيمګړتيا د پوره کېدلو هڅې دې ګړندۍ کړې. په دې سره به دې دوه کاره تر سره کړي وي یوې خوا به دې ستونزې هوارې کړي وي او له بل لوري به دې د ټولنې راتلونکی نسل هم په ښو نومونو او القابو یادونه وکړي او ستا په سر به وياړي.

را ويښ شه! هسې نه چې د شاعرانو او پیغلوټو د شعرونو او لنډيو مسير درته بدل شي، د ستاینې پر ځای د اکبر بادشاه د لټانو په ډله کې ونه شماري. دروند استاد ګل پاچاه الفت ليکي « مونږ باید ويښ یوازې هغه چاته ونه وايو چه چورۍ يې په لاس کښې ده او له ځانه مچان شړي،ځکه چه دا کار ويده هم کوي او په خپله پوزه مچان نه پريږدي. ويده یوازې هماغه څوک نه دی چه د خپل بچي ژړا نه اوري او نه يې قلاروي، بلکه هغه اشخاص هم ويده بویه چه د مظلومانو او بيوزلو ژړا او فريادونه نه شي اوريدلی او نه متاثر کيږي …. مونږ ويښ هغه ته وايو چه د قام غم او د وطن درد له خوبه پاڅولی وي. د قام غم او د وطن درد ځکه وايو چه د غاښ یا غوږ درد مو مطلب نه دی او درد شکم هم مراد نه دی..»

دغسې هم نه ده چې پرون دې کار کړی نه دی، پرون د هم ښه کار کړی، دا ودانيزې پروژې خو ستا د مټو محصول دی. د غرونو په سرونو او په لرې پرتو سيمو کې دې د خلکو د خوبونو له پاره ځان بې خوبه کړی، خو نن ورځ یې هم سر دوخت دی که د کوم کار نيمګړی پاتې وي ،بشپړ یې کړه او که نه کوم بل نوي کار ته ورودانګه. ځوانه دا هم د ياده مه باسه ، چې د هېواد پرمختګ ، د ټولنې سرلوړي او ويښتيا ستا پرمختګ، سر لوړي او وښتيا ده. نوټ : که د نشر وړ وي هيله ده چې راته نشر يې کړی، دسمونې یې پوره حق لری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *