You can win ! 

لنډیز او رااخیستنه: انجنیر رسول امین (سلطاني)

ته ګټونکی یې کتاب له نن نه کابو ۲۲ کاله وړاندي یانی په ۱۹۹۸ ع کال کی د هندوستان مشهور لیکوال شیوکهرا (Shiv Khera) لیکلی چ تر نن ورځی په لسګونو ژبو ژباړل شوی او په ۲۰۰۵ کال کال کی د هندوستان یو تر ټولو ډیر پلورل شویو کتابونو له جملی څخه هم دی، په یاد کتاب کي لیکوال د ژوندانه د چارو د ښه سمبالښت، په Self-Management یا د ځان په اداره کولو او تر څنګ یی په نورو ډیرو مهمو موضوعاتو شننه کړی، ‎د نړیوالو شخصیتونو  د ژوند د بریالیتوب رازونه، حکمتونه او په فرصتونو یی رڼا اچولي، په دي کتاب کی راښودل شوی چ څنګه په ژوند کی له شته فرصتونو ګټه پورته کړو، په شته امکاناتو ژوند وکړو او خپل فکرونه جوړ کړو. دلته یي ما له کتاب نه تر ټولو مهمی او انګیزه لرونکي جملي او د کتاب لنډیز راخیستي دی.

بخت یواځي یو ځلي د سړي ور ټکوي، شاید بل ځل تر لومړي ځل ښه او یا هم بد وي. خو په هیڅ صورت د لومړي ځل په څیر نه وي. له همدي کبله په خپل وخت د سمي پریکړي کول په بریالیتوب کی حیاتي ارزښت لري او په نامناسب وخت کي د سمي پریکړي کول د ناسمو کړنو سبب کیږي.

یو کس مشهور فرانسوي فیلسوف پاسکال ته ورغی او ورته ویي ویل: که می ستا ذهن او هوش درلودلای نو تر تا به ډیر بریالی وم! پاسکال ځواب ورکړ: بریالی کس واوسه، هله به زما ذهن او هوش ولري. 

 د سازمانونو لویوالی د هغوي د مزدونو او کاري شرایطو له مخي نه بلکی د فکرونو د بڼي او احساساتو له مخي سنجول کیږي. کله چي یو کارکوونکي وایی: زه دغه کار نه ترسره کوم، نو دا ۲ معناوي لري لومړی دا چی نوموړی دغه کار نه شي ترسره کولای او دوهمه دا چي نه غواړي تر سره یی کړي. که یی نه شی ترسره کولای نو فنی یا تخنیکی ستونزه موجوده ده او که یی ترسره کولای شی او نه یی ترسره کوي دلته بیا د فکر د بڼي خبره ده.

 د کالګاري برج چي ۱۹۰۸ متره لوړوالی لری استوار په خپل ځای ولاړ دی. د برج ټول وزن ۱۰۸۸۴ ټنه دی او له دي ډلي ۶۳۴۹ ټنه یی د تهداب وزن دی چی د ټول وزن شاوخوا ۶۰ سلنه کیږي. لکه څنګه چي یو ستر ساختمان پر یوه کلک تهداب ولاړ وي نو بریالیتوب هم همداسی دی او د بریالیتوب بنسټ د فکر بڼه ده!

په هغه هیوادونو کی چي دولت او سیاستوال یی صادق ویِ ډیری خلک یی هم صادق وي. قانون ته ژمن او مهربانه وي. په فاسد محیط کی د صادق انسان ژوند سخت دی، هماغه ډول چی په یوه صادقه ټولنه کی د مفسدو افرادو ژوند سخت وي.

 کلتور تل له لوړ پوړیو ټیت پوړیو ته لیږدي او هیڅکله له ټیټ پوړو لوړ پوړو ته نه لیږدول کیږی. باید څنګ ته ودریږو او وګورو چی د ځان او هغو کسانو لپاره چي په شاوخوا کی مو دي څه ډول چاپیریال مو را مینځ ته کړی. په منفی چاپیریال کی د مثبت کار ترسره کول ستونزمن دي. په هغه ټولنو کی چی اړو دوړ ته د قانون په سترګه کتل کیږی، صادقو وګړو ته هم د درغلګرو او غلطو افرادو په ستګره کتل کیږی. وړاندیز مو دا دی چی د دغه امر د ارزونی لپاره تامل وکړي او وګوری چی چاپیریال په تاسی څه ډول اغیز کوی او یا هغه چاپیریال چی تاسی رامینځ ته کړی پر نورو څه ډول اغیز کوي.

ژوند د تمرین جامي نه دي، زما لپاره دا مهمه نه ده چی ته پر کومه فلسفه باور لري. زه یواځي دومره پوهیږم چی موږ په دي لوبه کي یواځي یو غشي لرو چی هغه هم د ژوند غشي دی. هدف ډیر لوړ دی او دغه هدف راتلونکي نسلونه دي.

 یوه ډله خلک تل دي ته په تمه دي چی د کار ټول شرایط ورته برابر شي او وروسته یی د ترسره کولو لپاره له کوره ووځي. ډاډه اوسی چی دغه کار هیڅکله هم نه کیږي او هغوی وړاندی له دي چی کار پیل کړی ناکامیږي چی دا بیا ډیره دردونکی ده.

 څه وخت دی او موږ چیرته یو؟ ځواب څرګند دی. اوس او همدلته یو. راځي چی له اوس نه ښه او پوره ګټه پورته کړو. له اوس نه د ښي ګټي پورته کولو موخه هیڅکله هم دا نه ده چي د راتلونکي لپاره پلان جوړولو ته اړتیا نشته. که موږ حال (اوس) څخه سمه ګټه پورته کړو نو په اتومات ډول به مو د ښه راتلونکی لپاره کار کړي وي.

 که غواړو چی د فکر بڼه مو مثبته وي، باید (همدا اوس یی ترسره کړم) عبارت زده او د لټی عادت هیر کړو.

رابرټ فولټن Robert Foltan د بخاري کیښتی (بیړی) مخترع وو، کله چي ده خپله اختراع د هاډسون د سیند په سواحلو کي ننداري ته وړاندي کوله، د هغو خلکو د لیدو لپاره چی ننداري ته یی راغلي ول، یوه ډله بد بین او شکاک خلک هم وو چي ویل به یي (دا بیړی حرکت نه شي کولای) خو کله چی بیړی چالانه شوه او حرکت یی وکړ، بیا نو همدی بدبینی ډلي چغي وهلی چي دا بیړی به هیڅکله ونه دریږي!

 نو ځینی خلک تل نیوکه کوي. دوی ته مهمه نه ده چی موضوع څه ده او کارونه څنګه روان دي، تل مخالف دریځ نیسي. دغه ډول کسان په هره کورنی او دفتر کی پیدا کیدای شي. 

 چي دغه ډول خلکو ته ارواپوهانو انرژی مصرفونکی نوم ورکړي.

خلکو دا هیره کړي چی موږ په خلا کي ژوند نه کوو، هر څه چی ته کوي ما اغیزمنوي او څه شی چي زه کوم په تا اغیز لری. موږ ټول سره تړلی یو او باید پوه شو چي په دی نړی کی سره شریک یو له همدی کبله باید زده کړو څه ډول مسولانه چلند وکړو. پر د غه عبارت چی وایي (دا زما خپل ژوند دی، هر شی می چي زړه وغواړي ترسره کوم يي) عمل کول د ګټي په ځای زیان لري.

د الیور ونډل هلمز Oliver Wendell Holmes په خبره چی د ژوندانه تر ټولو خواشینونکی برخه دا ده چی ډیری خلک خپلو قبرونو ته له هغو فکرونو سره ځي چي هیڅکله یی له خلکو سره شریک نه کړل. مونږ تر ډیره له دي کبله له ښه ژوند څخه بي برخی کیږو چی ښه لیدلوری نه لرو. که غواړی چی د یوه شاهین په څیر پرواز وکړی باید د هغه په څیر د الوت لاري چاري زده کړی. که له بریالیو، متفکرو بښونکو او یا هم منفی افرادو سره ناسته پاسته ولري، تاسی به هم د هغوی په څیر شی کله چی یوه ډله خلک بریالیتوب ته رسیږي نو لنډ فکره انسانان هڅه کوي په هغوی نیوکهه وکړی او هڅه کوی د هغو شخصیت ته زیان ورسوی.

 نو له همدی کبله ده چی که له لنډ فکره انسانانو سره له جګړی کولو تیر شو نو بریالی به شو.

وایی هنری فورډ Henry Ford چی کله لومړی موټر جوړ کړ نو ریورس یا شاته تګ ګیر یی په کی له یاده وتلی وو او د توماس اډیسن Thomas Edison باره کي لیکل شوی، کله چي نوموړی ۴ کلن وو نو له ښوونځي یی له ځانه سره په جیب کي کاغذ راوړ او مور ته یی وسپاره. په کاغذه کی لیکل شوي وو: (ستاسی ټامي ډیر تنبل دی، له ښوونځی یی وباسی) مور يي کاغذ تر لوستلو وروسته وویل (زما ټامي تنبل نه دی، په خپله به یی وروزم). هماغه ټامی وروسته توماس اډیسون شو. 

 دا موهیر نه شي چی اډیسن یواځی دري میاشتی رسمی زده کړی کړي دي.

 پورتنی مثالونه دا ښيي چي بریا د ماتي غیبت نه دی بلکي پر ماتو غلبه ده، نو ټولو بریالیو خلکو ستر کارونه نه دي ترسره کړي بلکی کوچنی کارونه یی په سمه بڼه ترسره کړي دي.

انتخاب پایلي لري. په دي برخه کی تر ټولو مهم شی چي باید په یاد یی ولری هغه دا دی چی موږ ټول په انتخاب کی آزاد یو، خو کله چي یو شی انتخاب شول، وروسته انتخاب، انتخابوونکی کس کنټرولوی او په حقیقت کی بیا موږ انتخاب نه لرو.

 د انتخابونو له مخی بریالیتوب څه شی دی؟ د مثبتو انتخابونو ټولګه بریا او د منفي انتخابونو ټولګه ناکامی ده.

 ژوند له کلال سره پرتله کولای شو. څنګه چي د هغه زړه وي له خاوري هماغه ډول لوښی جوړوي، دغه ډول موږ هم هر ډول مو چي زړه وي خپل ژوند جوړولای شو!

جیمز الن ’’James Allen’’ په خپل یوه مشهور کتاب کی لیکلي دي چي: زموږ افکار علت دي. ته فکر کري او عمل ریبي. بیا عمل کري او عادت ریبي ورپسی عادت کري او شخصیت ریبي او په اخره کی شخصیت کري او برخلیک ریبي چي دا ټول بیا له افکارو پیلیږي. د انسان ذهن د باغ په څیر دی. له دي وړاندي چی یو شی وریبي باید وییي کري، د ریبلو عمل تر کرلو وړاندي نه شي ترسره کیدلای، وړاندی له دي چي یو څه ترلاسه کړو باید یو څه له لاسه ورکړو. بخاری هیڅ وخت وړاندي تر دی چی لرګي په کي واچوي نه ګرمیږي. ډیری خلک مخکی له دي چي بیعه یی پري کړي د یو شي د ترلاسه کولو په لټه کی وي په داسی حال کي چي دا کار عملي نه دی.

 نو که مو په ذهن کی هم ښي میوي وکرلي نو ښه حاصل به ترلاسه کړو او که مو هیڅ په کي ونه کرل حاصل به يي هرزه بوټي او تش بیابان وي..

په پښتنی مینه 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *