تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: وروسته له هغې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ثور د اتمې په ویاړ د ولسمشر د فرمان له مخې د زرګونه بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړ، اوس د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم لوی ریاست وايي، امر ورته شوی دی چې ۱۲ زره او ۳۹۹ بندیان د ټول هېواد له زندانونو څخه خوشې کړي.
په دې اړه د زندانونو د چارو د تنظیم عمومي رئیس احمد راشد توتاخېل نن ماسپښين په یو خبري کنفرانس کې وویل، د کورونا د مخنیوي او د ثور د اتمې د فرمان په مناسبت به د ولسمشر د بخښنې د فرمان له مخې د ټول هېواد له زندانونو ۱۲ زره او ۳۹۹ زندانیان خوشې شي.
ښاغلي توتاخېل پر ټولو خوشې کېدونکو زندانیانو غږ وکړ چې له خوشې کېدو وروسته څوارلس ورځې په خپل کور کې قرنطین پاتې شي.
تر دې وړاندې هم ولسمشر د لسو زرو زندانیانو د خوشې کولو امر کړی و چې د توتاخېل په وینا له دې جملې تر اوسه ۶ زره ۱۲۴ زندانیان خوشې شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده .
دا مهال د هيواد په زندانونو کې ۴۳ زره بندیان دي چې د کورونا ناروغۍ د خپرېدو په اړه په اړه یې اندېښنې زیاتې شوي دي.
د لویو خلکو لوي زړونه وي. دوکتور محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر د خپل ولس د رضایت او د هغوي د ژوند د ساتلو لپاره د هغو کسانو د آزادۍ فرمانونه یو پر بل پسې صادر کړل چې په یو ډول نه یو ډول د خپل ولس اوخاورې پرضد یې قانون مات کړی وو.
په هر حال سره د افغانستان له زندانونو نه به ټول شاوخوا شل زره بندیان خوشې او له خپلو کورنیو سره به یوځای شي.
که هربندي په خپل کور کې د پنځو کسانو سرپرست وي نو پدې اساس به ټول سل زره افغانان د خپلو عزیزانو د یو ځای کېدو له نعمت نه برخمن شي.
ایکاش دا فکر د افغانستان د دولت له مخالفینو سره هم وای. د دولت او د مخالفینو په ورځنیو جګړو کې هره ورځ له شلو تر پنځوسو بېکناه مسلمانان او افغانان وژل کيږي. که لږ تر لږه یوه میاشت دوی د خپلو هېوادوالو له وژلو لاس واخلي ، د یو اوربند او اعتماد جوړولو لپاره په خپلو ورونو رحم وکړي او د الله ج له قهر نه وډار شي ، پدې یوه میاشت کې به 1500 تر 2000 مسلمانانو ژوند ته نجات ورکړل شي.