د ګڼو معلومو کایناتو په منځ کې انسان یو شعوري موجود او ارادي فاعل دی. له فلسفي پلوه کایناتي مطالعه او څېړنه ثابتوي، چې بشر هم مسول او هم مکرم دی. انسان د نورو کایناتو برخلاف د ذهن، فکر، احساس، حواسو، مینې، غوسې او تلوسې خاوند دی، چې له همدې امله اړتیا او بوختیا ته ضرورت لري. د خپلې اړتیا او بوختیا د پوره کولو لپاره د ټولنې او نورو انسانانو په منځ کې ژوند کوي، کورنۍ جوړوي، ټولنه رامنځ ته کوي، دولت تشکیلوي او بالاخره نړۍ رغوي.
د بشري ژوند ارتقا ښيي چې لومړني انسان له فزیکي او سایکالوجي پلوه ډېر کمزوري وو، د خپل ژوند په ډېرو چارو نه پوهېدل، له حیواناتو سره یې په ډېر کم څه کې توپیر درلود او ان د خبرو لپاره یې ژبې هم ورسره سمه ملګرتیا نه کوله. د بشر په دې ماشومانه حالت کې ګڼو الهي استازو د هغوئ د روزنې لپاره خولې توی کړې او د ټولنیز ژوند، سایکالوجکي ډاډ، ذهني ودې او اداري انسجام په ډېرو لارښوونو یې د پرمختګ پر لوري سیخ کړل.
د الهي استازو په پیغامونو او لارښوونو کې توحید تل اساسي ځای درلود او هر رسول پرې بې کچې ډېر ټینګار کړی دی. توحید په ساده مانا د یوه الله نمانځنه ده، خو په خپل دقیق ماهیت کې ډېره معنوي پراختیا لري چې په لنډو یې له الله او خلګو سره په شرعي تعامل کې خلاصه کولای شو.
د توحید په مفهوم کې د الله پالنې او د هغه د نمانځنې اړخ ته ډېرو پام کړی او په بشپړ تفصیل یې معرفی کړی دی چې په پوره تلوسه او مینه د ثواب په نیت د نمانځنې هر ډول تر سره کول او یا د عذاب په نیت یو کار او یا یو شی پر ځان حرامول یې موارد دي، خو له خلګو سره د تعامل پر اړخ یې ډېر لږ کسان تم شوي او په دې اړه بیخي هېڅ هم نه دي ویل شوي، ځکه دا اړخ یې یو څه دقیق دی او د دین، ټولنې او سیاست په نوم د کاروباریانو دریځ ته هم زیان رسوي.
د تاریخ په اوږدو کې چې د توحید داعیانو په عملي ډګر کې د کوم شرک په وړاندې د مبارزې توغ پورته کړی او د توحید رښتنی پیغام یې وړاندې کړی اصل هدف یې له عبادتي توحید سره یو ځای د سلوکي شرک له منځه وړل وو. هغوی غوښتل چې پر ټولنه د جبر، استبداد، ظلم، رهبانیت، ملایت او مذهبي زورواکۍ کوم خدایان حاکم دي هغه له منځه یوسي، ټول بشریت د فکر، عقیدې، بیان او فردیت خپلواکۍ ته راوبولي. د توحید هدف د انساني اخوت پر بنسټ د وخت او زمان له غوښتنو سره سم د داسې یوه نظام لپاره د بېلابېلو بشري پرګنو مبارزه وه، چې اساسي بشري حقوق وساتي، دوامدارو رښتنیو حقایقو ته وده ورکړي، په ټولنیز سلوک کې ټولنیز ارزښتونه د یوې غوره ټولنې سمبول شي. د وینا او کړنې پر مهال عدالت پلی شي، هر ډول اجتماعي بنسټونه د ټولنیز نیاو یا عدالت پر اصل ودرېږي، انساني ذهن وده وکړي او هر هغه فکر او نظر له منځه ولاړ شي چې انسان د خدای پر ځای د خپل ځان غلام او بنده ګرځوي.
د معلوم تاریخي بهیر په ټولو پړاونو کې د الله له خوا د توحید هر رسول همدا دنده تر سره کړې چې د خپلې دندې په محدوده او یا پراخه ساحه کې یې د خلګو د فکري، فردي، قولي او عقیدوي ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده. ابراهیم علیه السلام ځکه د خپل وخت جابر نظام وننګاوه، چې ځان یې د ټول ولس د هر ډول ایمان او عمل خدای باله، موسی علیه اسلام ځکه د فرعون دربار ته د توحید دعوت وړاندې کړ، چې په ښکاره یې ځان د ګرد مصري ملت د هر ډول ایمان، عبادت او ان مرګ و ژوند حاکم ګڼلی وو. فرعون که له یوې خوا د خلکو د ایمان او نمانځنې حق ترې اخیستی وو له بلې خوا یې د هغوی د مرګ او ژوند پرېکړې هم کولې.
نن چې په اسلامي نړۍ کې د دین د پلي کولو او اسلامي نظام د رامنځ ته کولو کوم خوځښتونه سیاسي او یا نظامي مبارزه کوي، که له یوې خوا د توحید په عبادتي اړخ کې تر سوال لاندي دي، نو له بلې خوا د هغې فرعوني ارادې او عقیدې ممثلین دي، چې ټولو رسولانو او په ځانګړي ډول وروستی رسول یې د نابودۍ او بربادۍ لپاره راغلی وو. قرآن کریم په ښکاره ټکو وايي: ژباړه: او له دوی سره تر هغو جګړه وکړئ چې پر دین ځورونه له منځه ولاړه شي او د ین یوازې د الله لپاره شي، که یې لاس واخست، نو بې شکه الله یې د کړنو لیدونکی دی. الانفال ۳۹ ایت.
دا ایت په قاطع او صریح ډول د فکري او عقیدوي ازادۍ د ترلاسه کولو امر کوي او وايي، له هغو مشرکینو سره جګړه وکړئ چې د خپل جبر او استبداد له مخې خلګو ته د فکر او عقیدې ازاده نه ورکوي. په دې ایت کې له فتنې څخه مراد د شرک له منځه وړل نه دي، بلکي هدف یې دا دی چې باید پر دین ځورونه او د عقیدې پر بنسټ تشدد او شکنجه له منځه ولاړه شي.
موږ ته قران هم ویلي، چې که څوک درسره جګړه نه کوي، پر دین مو نه ځوروي او له خپلو سمیو مو نه شړي په هغوئ کار مه لرئ، که څه هم باورونه او عملونه یې له قران سره موافق نه وي او د رسول الله ثابت او متواتر سنت هم ښيي چې ده په خپل ژوند کې له ګڼو هغو مشرکینو او اهل کتابو سره معاهدې او تړونونه کړي چې پر خپلو شرکي او خرافي باورونو ولاړ وو، له دې حقایقو په ډاګه کېږي چې په پورتني آیت کې له فتنې څخه پر دین ځورونه مراد ده او د دې فتنې علت سلوکي او له خلکو سره په ټولنیز ژوند کې هغه شرکي عقیده ده، چې د جبر او استبداد پر نظر ولاړ ټولنیز او سیاسي نظامونه یې د خپلې بقا لپاره پر کار اچوي.
د جهاد، اسلامي نظام، کفري یرغل او خلافت په نوم د اسلامي نړۍ په ګوټ-ګوټ کې له تاوتریخوالي سره مله روان خوځښتونه له خلکو سره په تعامل کې د هغه شرک ممثلین دي چې د توحید د داعیانو په نوم د الله د بنده ګانو د ژوند او مرګ واک په خپل لاس کې اخلي، په زور پرې خپل فکر او نظر تپي که یې څوک نه مني، نو د فرعوني نظام په څېر یې په اوتادو شکنجه کوي او بالاخره یې وژني. د مذهب په نوم د ترهګرو ډلو غړي او پیروان د خپل ترهګریز رول په لوبولو په الهي ځمکه کې په فساد، سلوکي شرک او هغه جبري تعامل اخته دي چې د قراني حکم له مخې یې باید د توحید رښتني داعیان په وړاندې ودرېږي او تر هغو یې پر خلاف هر اړخیزه نظامي، سیاسي، فکري او ټولنیزه مبارزه وکړي چې له دې کاره لاس اخلي او توبه باسي.
د مذهبي سیاست په نوم او خلافت د شعار په وسیله د جبر او فتنې لارویان د سولې، اصیل دیني فهم، انساني خپلواکۍ، بشري کرامت، سوله ییز ژوند، مینې او عاطفې هغه دښمنان دي چې د کرکې او فتنې په خپرولو اسلام او انسانیت سپکوي.
نننۍ ترهګري د توحید هغه اړخ نفیې کوي چې له کبله یې د انسان عقیدوي، فکري او فردي ازادي تضمینېږي. توحید په خپل ذات کې عبادتي اړخ ته هغه مهال زمینه برابرولای شي چې د فتنې، جبري شرک او سلوکي ظلم په له منځه تلو د انساني ټولنې هر غړی ګډو بشري ارزښتونو ته په پام د ژوند په هره برخه کې پوره خپلواکي ولري.