دسږنیو خونړیو جګړوستړي وسله وا ل د پاکستان په لور په کمپونوکې د نوی کال د افغان بچو د کړولواو وژلو د پلان په بشپړیدو د خپل بادار وروستۍ سلامشورې ته خوله جینګه نیولې. له تیروڅو اونیو راهیسې د افغانستان ډیرې بانډې او کلي له مخ پټو غلو ته ورته وسله والو خالي شوي او خپل اصلي کلي پنجاب ته یې پناه وړې. پاکستان کډوال راشړي، خو وسله والو ته په کورکالیو او ډوډۍ سربیره وسله او د ورانۍ توښه هم ورکوي. سږکال په پنجابۍ خاوره د مرګ خپرولو په نوم مدرسو بودیجه تر پخوا زیاته شوې او داځل پکې د روبلو له برکته نورزور هم ورته زیات شوی. د خیبرپښتونخوا او بلوچستان د پښتون میشتو سیمو د مدرسو پرلورد ای اس ای د ژیرورو تګ راتګ زیات شویدی. د هریپورټول کمپونه خالي شوي، خو د مدرسو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او هغه جوماتونه په کنډوالو بدل شویدي، چې په تیرو کلونو کې به د ژمي پرمهال د افغانستان له کلیودورستنو شويو جګړو ځپلي طالبانو د کتابونوپاڼې پکې د ۳ میاشتو لپاره اړول کیدې او د سیمې له خوارو کډوالو به یې د خوراک لپاره وظیفې راټولولې. خو لاهم دغلته د مولوی واحد په مشرۍ د ای اس ای مشهوره مدرسه کې اوس د څو کډوالو له نظره لیرې په ازاد ډول د افغان خاورې ورانونکي او افغان بچي وژونکي پنجابیان خپلو مزدورانو او کرايی قاتلانو ته افغانستان د ورانۍ نقشې ورکوي.
افغانستان ته د پاکستان د کډوالو له پنډغالود څه باندې یومیلیون بیرته را ستنو شویو مهاجرو له کبله سږني ژمي د وړو مدرسو او جوماتونو بار هم په لویو مدرسو ډیرکړی او ډیرپنډ طالبان یې اوس د پنجابیانو له کورونو د بیګاه او سبا لپاره (وظیفې) ډوډۍ په خپلو چڼو راټولوي. د هریپورلوی پنډ غالی چې یومهال پکې تر۲۰۰ زرو ډیرکډوال میشت وو او هرکال ژمی به پکې د افغانستان د جګړې په زرګونو ستړي وسله وال دیره وو سږکال ژمی له خلکو تش او څڼور طالبان پکې سیمه ییزو پنجابیانوته په شرمونکي افتخارد خپل کلي او بانډې د ورانولو کیسې کوي. د پیښورډیرکمپونه هم له کډوالوتش شوي، خوله جګړو تښتیدلوطالبانود خیټې مجبوریت ترپخوا ای اس ای ته لا ډیرشوی او دغه غلام ډوله چڼي اوس تربل هرمهاله زیات د پنجاب ترچړې لاندې راغلي او د ای اس ای لخوا ورته د حبیب بینک کارټونه په خوند جوړوي. ددوی بیخونده خولې او سترګې اوس د افغان کډوال د دروازې پرځای د پنجابی بادار روټۍ ته خړې دي.
د سږکال خونړی جګړې داسې مهال په سړیدو ده، چې په لسګونو زره افغان میندې، خویندې، پلرونه او بچیان یې دبربادی د لوی کاروان لارویان کړل او له الله ورکړو نعمتونه اوحقونو یې بې برخې کړل. وران یې خپل کور، بوره یې خپله مور، بې سرپناه او بې پلاره یې خپل بچیان کړل او د بل په ټوپک بیاهم دخپل ورور مرګ ته نوې کندې وباسي. دوی له هغو افغانانو تشو مینو هم نه شرمیږي، چې یومهال یې تره او پلارخپل دویم کورګاڼه خو د پنجابي بادار په سوټي یې اوس کنډوالي د پاکستاني لپاره د کر کیلې پټۍ او دسهار ماښام غله ورته برابروي. هلته یې په خپله اودلته یې په خپلو مزدورو چڼودافغان د خټوکور ورانوي او له کرمیلن سره پرې خپله سودا سیخوي.
سره له دې چې د پاکستاني مدرسو تودې خړې بړستنې ترنیموشپو اوارې وي، خو چې غلام یې دا درک کوي، نو دماسکوپه یخ ژمي به یې وربرابرکړي وي. په دې نوې لوبه کې طالبان ترټولوډیر زیان طالب ته رسیږي چې یوخوا یې ژوندی کپرۍ تورپنجابي په سپینه ورځ په ماسکو وپلورل، بلخوا یې ددوی اصلي څیره په خپل کور کې دده تربره ته لاجوته کړه او دریم یې ددوی بیه او کرایه امریکایانو ته وټاکله. اوس تربل هروخته د افغان دړې ته ولاړ په وسله سمبال دپاکستان د استخباراتوترګورت لاندې او مټې یې تړلي دي. دوی د کډوالو په راستنیدو خپله شړۍ د ای اس ای په دروازه کې اواره کړه او ددغه زاړه بادار درګاه ته یې ترپخوا لاډیرې سترګې مړې او فرمان یې د اجرا وړ شو، بلخوا یې ترپخوا د لګښت او کرایې بیه لانوره ټیټه اودخونړۍ غوبل کولو غوښتنه ترې ډیره شوه.
د جګړې لوبغاړو او ددوی ملاتړي د نوي رنګ اخیستو په درشل کې دي. په افغان خاوره یوه بل دوزخي کال ته هره غاړه نوي پروګرامونه برابروي. د افغان بچي د یتیمولواو د میرمنې د کونډې کیدو پلان اوس اسلام اباد له ډیرو نورو سره شریکوي، چې له دې یخ وهلي ژمي یې ګرم را بهر او په راتلونکي موسم کې د افغان په وینوسره نغري کې یوځل بیا په نوې بڼه یوشمیرنور په روسی سیخانو کې افغانان کباب کړي.
د پنجابک په نوې لومه کې هغه ټولې هوښیارې بې منطقه مرغۍ (وسله وال طالبان) راګیریدونکي دي، چې د خپل پلار او ادې په مینه یې خپل تربور ځانته دښمن او خپله مینه یې سور تنور کړه. اوس نو د ای اس ای له دایمي ماموریت پرته یې نه د ابۍ په پنجابۍ خاوره او نه د خپل بابا په میړنۍ خاوره د شپې د ویده کیدو شړۍ غوړیږي. دده په پیدا کیدو خوبه یې پلار د ټوپکو شپیلۍ اسمان ته پورته کړې وي، خو په مرګ به یې ددې وطن د ساتونکو د ټوپک شپیلۍ دده ریتاړې سینې ته نیول شوي وي، چې هسې هم ددوی جنازې د فقیرمامد درویش په سندرو پورته کیږي او د مړینې لست یې پنجابي ته استول کیږي. په دې ساړه ژمي د پلار په څنګل بیده ډیرو نازولو ته به اوس د پنجاب په تودو مدرسو کې دمرګ نقشې کښل شوي او دده په جیب کې به د بینک اف پاکستان کارډ اچول شوی وي.