د ډیورنډ پر پوله د تورخم دروازې ساحه

تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په خاطر ۴ ورځو لپاره تړلې تورخم دروازه یې نن سهار بېرته خلاصه کړه.

مساپر او باروړونکي موټر اوس کولی شي چې نه یوازې د تورخم بلکې د چمن پر کرښه هم اخواته واوړي.

د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی و چې تر یکشنبې پورې به د څلورو ورځو لپاره د ډیورنډ پر فرضي کرښه له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې وساتي، په داسې حال کې چې له ټاکنو څو ورځې وړاندې ولسمشر غني عمران خان ته په ټلیفوني تماس کې ویلي وو چې د ولسمشریزو ټاکنو په امنیت کې ورسره مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *