تاند- پاکستاني رسنیو وویل چې تورخم بندر، چې له تېرو درو ورځو راهیسي بند و، نن بېرته پرانستل شو.

امنیتي چارواکو وویل چې تورخم دروازه د نوومبر په یوویشتمه /پنجشنبه/ په ګمرک کې له ځانوژونکې حملې وروسته د امنیتي اقداماتو د زیاتولو په هدف بنده شوې وه.

د پاکستان جیونیوز تلویزیون وویل، د پولې له پرانستلو سره سم د پاکستان له لارې افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي کاروانونو په شمول تجارتي فعالیتونه پیل شول.

تر دې څو ساعته مخکې د پاکستان د موټرچلوونکو ټولنې ویلي و چې له پاکستانه افغانستان ته د تلونکو موټرو له چلوونکو سره د ظالمانه چلن له کبله د مال وړل تر هغو دروي چې د چارواکو له لوري د امنیت ډاد نه وي ورکړای شوی.

دوی وايي، د تشدد ګواښ وروسته له دې دوی ته وشو چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو لپاره احتجاج او مظاهره پیل کړه.

د پاکستان د کراچۍ له بندره افغانستان ته سوداګري وسایل او دغه راز د ناټو اکمالات د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راځي.

ویل کېږي چې د ورځې اووه زره موټر، لارۍ او کانتینرونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

د پاکستاني موټرچلوونکو ټولنه وايي چې حاضردمه یونیم زره موټر په افغانستان کې بند پاتې دي.

په تېرو شپږو کلونو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ناټو د اکمالاتو پر ۲۸۸ موټرو حملې شوي چې په ترڅ کې یې ۱۳۸ موټرچلوونکي او د هغو کلینران وژل شوي او ۲۳۵ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *