د استاد بېـنوا لیک او د علامه رشاد څو جملې
استاد بېنوا او علامه رشاد د افغانستان، سیمې او نړۍ په ادبیاتو او فرهنگ کې د ځانگړو دریځونو او سبکونو درلودونکي شخصیتونه دي. د دوی په باب خبرې کول، د افغانستان د ادبیاتو، ژبو، سیاست، تاریخ، هنر او په ټول کې د فرهنگ په باب خبرې کول دي.
د استاد بـېـنوا او علامه رشاد له شخصیتونو، کارنامو او آثارو پرته، زموږ معاصر تاریخ، ادبیات، ژورنالیزم او فرهنگ نیمگړی برېښي. په عام ډول د افغانستان او په ځانگړي ډول د پښتو ژبې او ادبیاتو په اوسني تاریخ کې د دوی تخلیقي، تاریخي او څېړنیز آثار، د معاصر فرهنگي بهیر بشپړونکي دي.استاد بـېـنوا او علامه رشاد زموږ د ادبیاتو او فرهنگ نه تکرارېدونکې څېرې دي.
زه د دې لنډو کرښو په ترڅ کې نه غواړم د استاد بېـنـوا او علامه رشاد د ژوندلیکونو په باب څه ووایم. د دوی ژوند لیکونه په بېلابیلو ځایونو کې په چاپي او آنلاین ډول تر لاسه کېدای شي. د ترلاسه کېدو او لوستلو ډېره اسانه پته یې ویکیـپـیـدیا ده چې د «عبدالروفبـېـنوا»او «عبدالشکوررشاد» تر سرلیکونو لاندې هلته پیدا کېدای شي.
په دې لنډه مقاله کې بحث د استاد بېنوا پر هغه لیک دی چې له لیبیا څخه یې د نورو گڼو لیکونو په ترڅ کې، د خپل دیپلوماتیک ماموریت په موده کې علامه رشاد ته لېـږلی و. ما (اصف بهاند) د دې لیک یو متن لیدلی و هغه هم په «هیله»مجلهکې (پرله پسې پنځه ویشتمه گڼه، ۵ ـ ۶ مخونه).
په یاد مې نه دي چې څه وخت او چېرې، خو له لیدلو او لوستلو وروسته مې، په هماغه ځای کې پرنت او خوندي کړ. څو ورځې مخکې مې د زړو یادداشتونو د بیا ځلي لیدلو په ترڅ کې سترگې پرې ولگېدې، بیا مې ولوست او په زړه کې مې تېر شول چې راځه دا په کمپیوتر کې ټیپ او له لوستونکو سره یې شریک کړه.
د استاد بېنوا د دې لیک (توره…) بل چاپزما له نظره نه دی تېر شوی، خو کله مې چې د همدې لیک په باب له استاد معصوم هوتک نه ځینې پوښتنې کولې، د تیلیفوني بنډار په ترڅ کې یې د همدې لیک د یو بل چاپ په باب داسې راته وویل:
«د استاد بېنوا دا لیک د نثرونو په یوه ټولگه کې چې «ادبي نثرونه» نومېـږي؛ هم چاپ شوی دی. د نثرونو یاده ټولگه د علامه رشاد د لومړي تلین په مناسبت، له کندهار څخه، د علامه رشاد اکادیمۍ له خوا خپره شوې ده او د دغې ټولگې په څلور دېرشم (۴۳) او پنځه دېرشم (۳۵) مخونو کې راغلی دی.»
د استاد بېنوا په لیک کې او د علامه بابا په څو کرښو کې د «سرې سپۍ» او «توره…» یادونه شوې ده. سره سپۍ له کوکرکیو سره چا افغانستان ته راوسته؟ او څنگه بېرته ووتل؟ : څوګ یې ویاړ گڼي او څوک یې شرم؛ په تاریخ او میډیا کې هر څه ثبت دي.
اصلي خبره اوس دا ده چې سرې سپۍ او کوکرکیو یې له تگ وروسته زموږ په وطن کې داسې مرداری او ستونزې پرېـیـښي دي، چې افغانان د خپلې ناپوهۍ له مخې، اوس هم یو د بل سر وهلو او وینو څکلو ته تږي دي؛ خو توره سپۍ او ورنه زېـږېدلي کوکرکي یې د «جهاد او مقاومت؟» په نامه، دا ډېره موده وسله په لاس له عسکري بوټو سره زموږ د خلکو پر ستوني باندې ولاړ او هر څه خپل «غنیمت؟» گڼي.
زما له نظره د استاد بېنوا دا لیک او د علامه بابا څو جملې د یو ستر سیاسي ـ تاریخي طنز حیثیت لري او له بده شامته چې دا ژړونکی او خندونکی طنز دا ډېره موده زموږ د وطن پر سیاسي ستېـژ باندې، زموږ د هېوادوالو د غوښو او وینو په بیه ښودلو ته وړاندې کېـږي.
دا هم د استاد بېنوا لیک او ورسره د علامه رشاد څو جملې:«
توره…
ښاغلی استاد عبدالرؤف بېنوا دې خدای وبخښي، کله چې په لیبیا کې د افغانستان لوی سفیر و، په دوو درېوو هفتو کې یې یو لیک ما ته رالېـږه.
په دغو لیکونو کې یې يه یوه لیک کې داسې کښلي وو:
په لیبیا کې د افغانستان سفارت دوه پوړیزه دی، په دویم پـوړ کې زه اوسم او په لاندې پوړ کې د افغاني سفارت دفتر دی. یوه ورځ سهار وختي د پلي ګرځېدلو په نیامت زه د سفارت انگړ ته راکښته سوم. که ګورمد سفارت په انگړ کې یو سپی په شګو کښې غـزېدلی دی او خپل شیني ګروي. زه ورو ـ ورو ورنږدې سوم او په خښم مې ورته وویل:
ته نه پوهېږې چې دا د افغانستان سفارت دی، وځه، ژر وځه، کنه…
سپی له ځایه ونه خوځېد، هسې یې داړې راته سپینې کړلې، خو راته ویې نه غپل. ما ته نور هم خښم راغی، ګمان مې وکړ چې راباندې ویې خندل. بیا مې له ځانه سره وویل:
پېژندلی یې نه یې، دا مردارخور نه پوهېـږي چې زه په لیبیا کښې د افغانستان لوی سفیر یم.
په تلوار د سفارت د ودانۍ لوړ پوړ ته وختلم، هلته مې د دیپلوماتانو دریشي واغوستله، بو مې وتړله، د سر ویشتان کې ږمنځ کړل او څه کولونیا مې هم په غاړه پورې وموښله، په دیپلوماتیکو ادابو راکښته سوم. دا پلا مې په ډېر خښم ، پر سپي ږغ کړ:
اوس خو به مې پېژنې چې د افغانستان سفیر یم، زه حکم کوم ژر وځه، دا د افغانستان سفارت دی، نه ستا کوډله.
سپي دا پلا په خښم راته وغپل او په غپا کې یې په خورا بې پروایي راته وویل:
ته که داسې مېړه یې، خپل ملک ته ولاړ سه، هلته سره سپۍ لنګه شوې ده او کوتریو یې ستاسو ملک په سر اخیستی دی، ته که غیرت لرې، هغه سره سپۍ له خپلې مېنې وباسه او کوتري یې پسې واخله.
ما چې د سپي له خولې دا زیاړې واورېدې، ډېر خوښ سوم، ژر مې سپي ته شا وروګرځوله او د سفارت لوړ پوړ ته مې په ختلو پیل وکړ. په ځینو (زینو) کې چې ختلم، اوښکې مې پر مخ رابهېدلې. په خپله خونه چې ننوتلم، د ملک پر بده ورځ مې ډېر وژړل.
ما چې د ښاغلي استاد بېنوا دا لیک په دې ورځو کې بیا ولوست، له ځانه سره مې وویل:
اوس که ښاغلي استاد بېنوا ژوندی وای او د افغان سفارت له غولي څخه یې د لیبیایي سپي د ایستلو هڅه کړې وای، هرومرو به لیبیایي سپي په توصیفي ترکیب کې د سرې پر ځای «توره» کلمه د صفت په توګه کار کړې وای.»