اوس چي هم کله توره شپه او بد طوفان وي، نو د کلي توره خونه را په ياد سي چي زما د نيکه د کور او کوڅې په منځ کښي وه او موږ ماشومان به ځني وېرېدو چي دلته به لويه بلا پټه وي چي په چيغو به راووځي، په دغه به کله چي موږ د کلي دوکان يا چېري تلو، نو په ګډه به تلو.
هغه وخت جي به باد چېري ناري او چيغي وهلې، هلته به زموږ زړونه په درزي وو ، توري خوني ته به مو په وېري کتل، کليمې به مو په خوله وې او چي کله به په شرارت کښي يو وويل آو، نو به مو چيغي کړي او مخته به مو داسي منډي وهلې چي هم به غوځار سولو ، هم به مو ځان خوږ کړ. اوس چي هم کله نني ژوند ته وګورم ، نو داسي ډېري توري خوني سته چي هم موږ وېروي ،هم مو په چيغو کړي او هم خوبونه را خراب کړي، خو له موږ سره د شعور دبلي نسته چي په موږ ناري کړي چي دلته هيڅ بلا نسته.