له نن څخه ۹۹ کاله پخوا په دې ورځ میخاییل کلاشینکوف وزېږېد. میخاییل کلاشینکوف په دې مشهوره شوی چې کلاشینکوف ماشینګڼ یې جوړ کړی، هغه توپک چې ښايي تر بلې هرې وسلې یې زیات افغانان وژلي وي او لا یې هم وژني.
کلاشینکوف د ۱۹۱۹ کال د نوومبر په ۱۹ زېږېدلی او د ۲۰۱۳ د دسمبر په ۲۳ مړ شوی دی. نن چې د کلاشینکوف د زوکړې ورځ ده په تاند کې د کلاشینکوف په اړه د تواب غورڅنګ دا لیکنه بیا خپروو چې د کلاشینکوف د مرګ په درشل کې خپره شوې وه. (تاند)
په اجتماعي شبکو کې، د میخایل کلاشینکوف پر اختراع بحثونه روان دي. ویل کیږي چې نوموړی د ژوند وروستۍ شپې ورځې اړوي. یوه ډله یې د کلاشینکوف د جوړولو له امله غندي او بله ډله وایي، چې انسانان کلاشینکوف ندي وژلي، انسانانو وژلي دي او دی پکې ملامت نه دی. ځینې دا وژنې د انسان د سناریو برخه ګڼي او ځینې وایي، چې کلاشینکوف د وژنې وسیله ده او د وژنې لپاره د دهرې وسیلې رامنځته کول سم کار ندی. پخپله میخایل کلاشینکوف د زوکړې د نویمې کالیزې په دستوره کې وویل، چې که څوګ د دې وسلې د رامنځته کولو له امله ګرم بلل کیږي، باید المانیان وي. ځکه، زه د هغوی د جبر له امله د دې اختراع رامنځ ته کولو ته اړ شوم. یعنې دا ګناه د یوې بلې ګناه له امله وشوه. ښایي میخایل کلاشینکوف به هغه وخت د روسیې عزت تر انسان وژنې مهم بللو.
د شفاخانې په مسترح بستر کې به دا پخوانی روسی عسکر اوس څه فکرونه کوي؟ ایا ده ته به دخپل ابتکار دعارضي اړخونو کیسې چا کړې وي؟ البته دی به پوهیږي، چې د کلاشینکوف میل یوازې د روسيې د دفاع لپاره ونه کارول شو، خو دی به لاهم په خپلې هوشمندۍ او نوښت ویاړي. که فرض کړه همدا ميل دده یا دده د کورنۍ پر خلاف کارول شوی وای، میخایل به بیا هم ویاړل؟ زه باور لرم، چې هغه وخت به یې پر خپل ځان اوهوش لاړې توکلې. د انسانانو لپاره د ناز مایې تر هغه وخته د لمانځلو وي، چې دوی ته یې تاوان نه وي رسیدلی. کله چې په خپلو ارزښتونو کې تاوان وکړي، بیا ور شا کوي. یعنې د انسانانو ارزښتونه دادي، چې ګټې یې وساتي.
د میخایل لپاره کلاشینکوف ځکه د افتخار او ناز مایه وه، چې د روسیې غلیمان یې ووژل. میخایل له همدې امله ویاړمن شو او مټې یې له ستورو ډکې شوې. ترمرګ وروسته به یې شاید د ماتم لوی مراسم جوړشي او د روسیې دملی سرود له غږولو سره به یې تابوت په سرکاري تشریفاتو خاورو ته وسپارل شي. د روسیې ملي شاعران به دیوه نه هیریدونکي عسکري خدمت له امله اوږدې مرثیې پرې ولیکي. خو په مرثیو کې به څه وایي؟ مثلاً میخایل یو زړور عسکر و، روسیې ته یې خدمت وکړ، د ژوند تر پایه یې د روسیې په اړه فکر کاوه او ان د شفاخانې د بستر په خونه کې یې پر تلویزیون د پوځ د روزنې بهیر څارلو او… ایا دا به هم ولیکي چې میخایل کلاشینکوف جوړ کړ، کلاشینکوف خلک ووژل او دا وسله د نړۍ ټولو غدیو ته ورسیده ، کلاشینکوف لاهم خلک وژني او لاهم تر ټولو اسانه پیدا کیدونکې وسله ده؟ او که همدې وسیلې پخپله میخایل وژلی وای ، هلته به روسي شاعرانو څنګه ویرنې ورته جوړولې؟
کلاشینکوف یوازې یو مثال دی. زموږ ډېر کار له ناروغ کلاشینکوف سره ندی . په حقیقت کې د وسلې جوړولو تفکر مردود دی. نن لوی ملکونه کابو هره ورځ د وسلو پر نویو طرحو کار کوي. ددوی په ګومان که داسې ونکړي، هېوادونه به یې تهدید شي. دوی وسله د خوندیتوب ذریعه بولي او فکر کوي، پرمختللې وسلې به د هېوادونو ژوند او انتظام وساتي. خو زه فکر کوم، که کوم ملک له خپلو پولو د اتوم او باروتو حصاورنه هم تاو کړي، د ژوند لپاره به خوندي جزیره جوړه نه کړي. خوندیتوب دا ندی، چې ته د ساتنې لپاره وسله تونونه ولرې. خوندیتوب دادی ، چې د انسان له تیري ډاډه شې او د ګډ ژوند لپاره پرې باور وکړې. نړۍ یوازې دلویو ادارو ملکیت نه دی. د ټولو انسانانو کور دی. ښه او بده ورځ یې له ټولو سره تړلې ده. خو تهدید محدودو انسانانو ورته مخامخ کړی. هغوی چې فکر کوي، دنورو په له منځه وړلو به ځانو ته د راحت فرصتونه زیات کړي، کله به هم نېکمرغه نه شي. زه له هغې ورځې وېره لرم، چې د انسان قهر به نهایتاً د اتوم د کارولو سبب شي او بیابه دومره څوک هم نه وي، چې د خاورو ددې ستوري د تباهۍ غمیزه ولیکي.
تواب غورځنګ
دا لیکنه لومړی پلا په| سې شنبه, 08.01.2013, 09:50 PM | (401 په تاند کې خپره شوې وه.
هغه لنډۍ داسې وه:
د ښو توپکو استاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه
وروره
د نن ورځی د خطرناکو وسلو تولید او زیرمی ته په کتو سره د کلاشنکوف په هکله تشویش او اضطراب به داسی مثال ولری لکه د پیازو د چړې او زرهی ټانک مقایسه
Mikhail Kalashnikov
برید جنرال میخایل کلاشنیکوف په خپل وخت کې د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې لپاره خدمت وکړاو په 1947 کې یې په خپل نوم سره دا سلاح اختراع کړه ، ولې په خواشینۍ سره باید ووایو چې په مجموع کې د کلاشنیکوف په شمول ټوله وسله یا سلاح د بشریت او انسانیت پرضد استعمالیږي.
دادي یو څولنډۍ چې د تور توپک ستاینه پکې شوېده ، ستاسو خدمت ته وړاندې کوم :
یارمې توپک زه یې ګولۍ یم
له لویو غرو مې اړوې ورکه به شمه
یار مې په تور کې ښایسته دی
لکه په تور توپک د سرو زرو خالونه
وروره تر تور توپک د ځار شم
داد کونداغ څنډي د خور جوړ کړي دینه
عسکر ولاړ توپک په لاس دی
غزا له ځې په خپل وطن سر ورکوي
د هدیرې په بره غاړه
ځوانان ولاړ دي تور توپک زېړي ګلونه
د تور توپک به دې څونډی شم
چې ورمې نکړي د ناکسو په لاسونه
د تور توپک ویشتل مې خوښ دي
داد چړو ویشتل سړی بدرنګوینه
د تور توپک ویشتلی جوړ شو
د سپینې خولې ویشتلی وینې اچوینه
خلک ویشتل په توپکو کې
زه یې ویشتلی په ملالو سترګو یمه