Purchase this image at https://www.stocksy.com/975399

سرچینه: د روغتیا نړیواله اداره (WHO)

ما یو تور سپی درلود چې نوم یې خپګان و. هرکله به چې تور سپی راښکاره شو، زه به خپه شوم او احساس به مې وکړو چې هر څه مې بایللي. داسې به برېښېدل چې ژوند ډیر ورو روان دی. هغه کولی شو پرته له کوم دلیله یا موقعې په یوه ناڅاپي لیدنې سره ما حیران کړي. تور سپي به داسې احساس راکاوه ګواکې چې زه له خپل عمر څخه زوړ ښکارم. کله به چې پاتې نړۍ داسې برېښېده چې له ژونده خوند اخلي، ما به دغه نړۍ یوازې د تور سپي له لاری کتله. هغه فعالیتونه چې عموما به یې خوښۍ رابخښلې ناڅاپي ودریدل. د هغه خوښه وه چې زما اشتها له منځه لاړه شي. هغه زما حافظه او د توجه وړتیا ژوولي وو.

د تور سپي په شتون کې د یو کار کولو او یا چیرې تللو پر مهال به له بشره لوړ ځواک ته اړتیا وه. په ټولنیزو موکو به هغه زما څخه هغه باور واخیست چې مې په ځان درلود. زما لویه ویره به دا وه چې خلک مې څاري. زه به ایدیښمن کېدم چې خلک به زما په اړه قضاوت وکړي. د تور سپي د شرم او پیغور له امله به زه تل اندیښمن وم چې وبه څارل شم. نو ما به په لويه کچه انرژي لګوله تر څو هغه پټ کړم. تور سپي به زه اړ کړم ترڅو د منفي شیانو په اړه فکر او خبرې وکړم. هغه به زه اړ کړم  تر څو بد چلند وکړم. هغه به له ما څخه زما مینه واخیسته او زما صمیمیت به یې په خاورو کې ښخ کړ. هغه خوښ وو چې ما اړ باسي تر څو په لوړه کچه تکراري او منفی فکرونو کولو ته ویښ پاتې شم. هغه په دې هم خوښ وو چې ماته رایاد کړي چې راتلونکې ورځ به زه څومره ستړې اوسم.

په خپل ژوند کې تور سپی لرل یوازي په دې معنی نه ده چې ته یو څه خپه، غمجن یا خواشینی یې. دا په بدترین ډول د احساس کولو بې برخې پاتې کېدو په معنی دی. زما د عمر زیاتېدو سره تور سپې هم غټېده او تل یې زما شا او خوا پاتې کېدل پیل کړل. ما به هغه د یو داسې شي سره وشاړه چې فکر مې کاوه را څخه به یې په منډه کړي. خو په ټوله کې به هغه په ما بریالی شو. غورځېدل د بېرته راجګېدو په پرتله آسان دي. نو ما په خپل سر درمل کارول ښه وګڼل، خو دې ما سره هیڅ مرسته ونه کړه. په پای کې مې احساس وکړ چې زه له هر څه او هر چا منزوي شوې یم. په پای کې تور سپي زما ژوند برمته کولو کې بریالې شو.

کله چې ته د ژوند ټولې خوښۍ بایلې، کولې شې له ځانه وپوښتې چې ستونزه کوم ځای کې ده. له نیکه مرغه دغه مهال ما د یوه متخصص د مرستې غوښتنه وکړه. دغه زما د بیرته رغېدو په لور لومړی ګام او په ژوند کې مې د بدلون یو ستر پړاو و. ما دا زده کړل چې اړینه نه ده ته څوک یې، تور سپی په ملیونهاو خلکو اغیزه کوي. دا هر څوک د برید لاندې نیولی شي.

ما دا هم زده کړل چې ددې مرض د ټولو خلکو لپاره یوه حل لاره او یو ځانګړی درمل نه لري. چا سره به درمل مرسته وکړي او چا ته به بیخي یوه بله حل لاره اړینه وي. ما دا هم زده کړل چې که چیرې هغو خلکو سره کوم چې تاته ډیر نږدې دي په عاطفي ډول حقیقی او سوچه واوسو نو دا هم په بشپړه توګه لوبه بدلولې شي. له ټولو مهمه دا چې ما زده کړل چې له تور سپي باید وېره ونه شي او هغه ته مې خپل یو څو نوي چلونه وروښودل. ته چې څومره ډېر ستړی او فشار لاندې اوسې هغومره به دی لوړ غاپي. ځکه دا زده کړه اړینه ده چې څه رنګه باید خپل ‌‌ذهن ارام وساتې.

کلینیکي څیړنې ښیي چې په منظم ډول ورزش د هغه خپګان لپاره چې ډېر ژور نه وي، یو اغیزمن درمل کېدای شي. نو قدم ووهه او یا هم منډه وکړه او هغه کوټه سپی شاته پریږده. د خپل موډ یا حالت لیکلو لپاره یو ژورنال وساته؛ خپل فکرونه په یوه کاغذ لیکل به تا سره مرسته وکړي تر څو په هغو پوه شې او پاک یې کړې. هغه خبرې هم یاداښت کړه کومې چې خوښۍ درکوي. له ټولو مهمه خبره چې باید په یاد وساتل شي دا ده چې هیڅ خبره نه ده چې دغه څومره خراب حالت ته رسي، که چیرې ته سم ګامونه واخلې او سمو خلکو سره وغږیږې نو د تور سپي شپې تیریدی شي او تیرې به شي.

زه به دا نه وایم چې زه د تور سپي منندوې یم خو هغه زما یو حیرانوونکې ښوونکی و. هغه زه اړ کړم تر څو خپل ژوند بیا ځلې وارزوم او اسان یې کړم. ما دا زده کړل چې ددې په ځای چې له ستونزو وتښتم، باید ورغاړې وځم. تور سپی به تل ما سره وي خو دی به نور د هغه وحشي ځناور په څېر نه وي کوم چې مخکې و. اوس موږ یو تفاهم لرو. ما زده کړل چې د پوهې، صبر، ډیسپلن او ټوکو ټکالو له لارې تر ټولو بد تور سپي درملنه کېدای شي. که چیرې ستونزه لرې نو هیڅ کله له مرستې غوښتلو مه وېرېږه. په دغه کار کولو کې هیڅ شرم نشته. یواځنې شرم د ژوند څخه د خوند موکه له لاسه ورکول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *