نن د سلواغې میاشتې شپږويشتمه نېټه ده، چې روسي ير غلګر ځواکونه اته ويشت کاله وړاندې پر همدې ورځ  زموږ له ګران هيواد څخه ووتل.

د روسي يرغلګرو له راتګ سره د هيواد په ټولو سيمو کې  ټولو هيوادوالو په جهاد لاس پورې کړ او دغه جګړه يې د الله ج په لار کې تر ټولو سپېڅلې جګړه ګڼله. په زرګونو هيوادوال د روسي يرغلګرو له لوري په شهادت ورسېدل، په زرګونو خويندې بې وروره او په زرګونو ماشومان د پلار له سيوري څخه محروم شول.

د خدای بښلي ډاکتر صيب نجيب الله  د واکمنۍ تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا وه، چې روسان يې له هيواد څخه وتلو ته اړ کړل، خلکو باور درلود، چې د روسانو له وتلو سره سم به ټپونه يو بل ته خولې ورکړي او د څه وخت په تېرېدو سره به د جنګونو بلا له هيواد څخه وشړل شي.

د الله ج په لار کې جنګېدونکي رښتيني مجاهدين له روسانو سره د جګړې پر مهال ووژل شول، يو شمېر نورو يې د روسي يرغلګرو له وتلو څخه وروسته جګړې ته شا وروګرځوله.

خو ډېر شمېر مجاهدينو چې د روسي يرغلګرو ځواکونو  د شړلو دعوې کوي، جهاد د لنګي غوا شيدې وګرځېدل، د جهاد په نوم يې د افغانانو زنې وتړلې، پاټکونه يې واچول، د ژوند ښکلا يې د بارودو او بمونو په تورتمونو کې بدرنګه او ورکه کړه.

د امريکايي ټوپکونو شپېلۍ د خپلو وروڼو سينو ته برابرې کړې، يو افغان يې په څو نومونو باندې ورنګول، تاجک، پښتون، هزاره، ترکمن، ازبک باندې يې سره بېل کړل، تنظيمونه يې جوړ کړل، د هر تنظيم ملا صاحب د جنت او دوزخ ټاپې له ځان سره ګرځولې، پر يو بل ېې د تور کافر او سپين مسلمان ټاپې لګولې،  دوی په مکه مکرمه کې هم په قران لاس کېښود، چې نور به د تنظيمي ګټو څخه تېرېږو او ملي ګټو ته به ترجيح ورکوو، د افغانانو هيلې پيدا شوې، چې دا ځلې يې په قران لاسونه کېښودل، نور نو د جنګونو لمن ټوليږي او د سولې ارامۍ فضا رامنځ ته کېږي، خو خبر نه و، چې پروني راکيټياز هم دغه د سولې هيله شنډه کړه، ځکه چې  د نوموړي ګټې په خطر کې وي.

همدغه نني بدمعاش مجاهدين چې د جهاد په برکت لوړپوړيزې ودانۍ لري، دولتي چوکيو کې د جهاد له برکته په چنو بوخت دي، سپين ږيری ولسمشر هم  ورته وايي، چې دا ځلې د بیا رغونې لپاره را ميدان ته شئ، هيواد جوړ کړئ، ولسمشر هم کله، کله ښې ټوکې کوي، دوی له هغو مجاهدينو د هيواد د ودانولو هيلې لري، چې هر يو يې تر شا د ورانيو زر کيسې لري.

په ناڅاپي ډول طالبانو راپيدا کېدل او د بدمعاشو مجاهدينو تېښتې وښوده، چې دوی  څومره بزدله او ډارن دي، ډېر جهادي رهبران په پنجشير کې دېره و، د ارګ چوکۍ يې پنجشير ته يووړله، ناڅاپه د طالب او امريکا تر منځ هم اسامه اوبه خړې کړې او امريکايي بې پيلوټو الوتکو د طالبانو لومړني خطونه مات کړل او د سولې شهيد ورنه د غټو، غټو بمونو غوښتنه کوله.

کله چې د روس پر ضد جهاد پيل شو، هغه مهال سې، ای، اې د پاکستان سامراجي استخباراتي شبکې پر مټ وکولای شو، چې روسي يرغلګر ماتي وخوري، دوی له پاکستان سره دومره ژورې اړيکې درلودې، چې د افغانستان د جهاد قوي مورچل يې باله، امريکا له پاکستان سره د افغان مجاهدينو سره دومره کومکونه وکړل، چې نن پاکستان اټومي وسلې لري او زموږ زېر بناوې  تورو مجاهدينو، تورو طالبانو او تورو داعشيانو له منځه يووړې، ځغروال  ګاډي اره او پاکستان خرڅ شول، نن هم چې طالب له افغان امنيتي ځواکونو کومه رېنجر يا ټانګ نيسي، نو سم  د واره يې پاکستان ته وړي.

اې تورو مجاهدينو تاسو د شرم په نوم څه پېژنئ، که مو پرون روس هيواد نيولی و، نو نن امريکا او څلوېښت نور هيوادونه راغلي دي، تاسو خو کفر او اسلام دوه نه پخلا کېدونکې طرفونه بلل، نن ولې ورته هرکلی واياست او د نورو ځواکونو غوښتنه ترې کوئ، تاسو رښتيآ هم د پيسو او ګدۍ په فکر کې هرې ناروا ته لاس اچوئ، خو يواځې مو نوم د مجاهد دی، تاسو تېر وتلي ياست، چې موږ روس د لرګو او تبرونو په زور وايستل، بلکې تاسو سره د امريکا سټينګرو مرسته وکړه، د خدای بښلي ډاکتر نجيب الله هڅې وې، چې له روسانو سره خبرې وکړې او هغوی يې قانع کړل، نن که حکمتيار د جهاد دعوه کوي او د سولې له پروسې سره يو ځای کېږي، ښه خبره ده، خو فکر نه کوم، خو دا ځای مې ژړوي، چې پرون يې صلبيانو سره د جګړې اعلان کړی و او نن يې بیا غوښتنه مني.

ولسه! د مجاهدينو په منافقت مه غولېږئ، دوی هر وخت پر موږ زهر د شهدو په لوښي کې څښلي دي.

3 thoughts on “تور مجاهد او سپين اسلام/ زلفانه  ”
  1. په قلم دې برکت + تا رابرسره کړ حقیقت
    ډیر غله کوی دجهاد اکت + مخ یې تورخومدعی دشرافت

  2. سلامونه
    اغلې خور زلفانه! ډیر ښه تحلیل مو کړی ده.
    خو زما په فکر، که ماوویست اومولتي جاسوس مسعود او د کارمل بقایا تش په نامه جندرالان (چې ډیري ېې اوس په آمپریالیزم کې ګدایی ته ناست دي لکه کشتمند، زیری، عظیمی؛علومي ا.د.ن…) له خوجيين رباني او هظرت مجدډنګ ،سیاف نداف ، هلیلي ملیلی سره لاس نه وای یو کړای او د ګرباچف لاسبوسي ته ماسکو ته نه وای تللای ،او تر ټولو بتره يي تش په نامه ملل-متحد خپل د جینوا پلان په لغته نه وهلای ؛ دا د مجاهلینو یا مچایدین !! بلاوې به د سپېڅلي اسلام په نوم سیاسي-ضلالي نه کولای.
    و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.

  3. زلپاڼي!ږ
    تور مجاهد ته د امریکا د استعمار څه مه وایه خو خپل تورمخی غله مشرانوڅخه د ی خپل او دملت حق وغواړه او که نه ددغو ظالمانو امرته غاړه کفر کڼل کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *