کله کله عصاب شل،ژبه گونگه او قلم بې حسه شي چې څه ولیکي، چاته ې ولیکي او څنگه ې ولیکي ؟ داسې خبر لیکل ،داسې خبر لوستل ، داسې خبراوریدل او لیدل څومره لویه حوصله، ستره سینه او کلک زړه غواړي چې څوک درته دا وواي چې د افغانستان دبلخ ولایت په یو کلي کې یوې پینځې کلنې جلۍ سره یو همسایه زبرزنا کړیده. د آدم بچي د حوا وړه کمکۍ لور د خپل هوس دلاسه په سرو وینو ککړه کړیده. په شهادتونو جهادونو او مصیبتونو گټلي افغانستان کې چې بنده داسې ذلیله ،رذیله او خبیثه خلک گوري . نو نه پوهیږي چې څه ووايي او څنگه ې ووايي او چا ته ې ووايي؟. ځکه چې دا نه اول ځل دی چې داسې ناروا کیږي او که داسې حالت وي نو اخري ځل به هم نه وي چې د افغانستان په یو کونج کې یو ځناور راپاڅیږي او د خپل شهوت نوکان د یو ښکلي ماشوم یا ښایسته ماشومې په مخ راکش کوي. اوس خو هغه زمانه هم نه ده چې د کاڼو باران پرې وشي. ژوندي په زمکه ننوځي او په ولاړه ولاړه کاڼي شي. اوس خو نه ښیرا قبلیږي نه دعا. نه خدای نه څوک ډاریږي نه د باچا نه .
د باچا زور خو ټول همدومره دی چې تخار کې والي ته ټیلي فون وکړي چې هغه درې کلن ماشوم ته سل زره افغانۍ ورکړه چې خواجه غار کې ورسره ناروا شویده. خو ماشوم کفایت الله به دا پیسې څه کړي چې هغه وخت نه د باچا عسکر وه او نه پولیس چې کله د ده ماشومتوب سره شیطاني لوبه کیدله. شیطان ټول هیواد نه خپلې پنجې راتاو کړیدي. کله جومات کې ملا راپاڅیږي او په شاگرد باندې خپله شیخي قربان کړي او شاگرد د ټول عمر دپاره خوار و زار کړي. کله همسایه لیونی شي او د تخار خواجه بهاولدین کې وړې مژگان باندې د هوس تنده ماته کړي. دې وخت کې نه ورته پاس اسمان ښکاري ،نه لاندې انسان. نه ورته خپل ځان ښکاري او نه ورته دین نه ایمان. بس یو ذللات دی ،یو حشت دی او لعنت دی چې په دې خلکو باندې وریږي.
ماشوم که د تخار وي .ماشومه که د بلخ او هلک که د قندهار وي .هغه که په کور کې وي که په حجره کې. جومات کې وي که مدرسه کې. مکتب کې او که په قیشله کې. هر یو ته چار چاپیره د هوس دامونه خواره دي. څوک ې په تیاره کې ژړوي. څوک ې رڼا کې گډوي. څوک ې مخ ته گوري .څوک ې شا ته. چا ته بیرش دی. چا نه نانی. چا ته هلک او چاته یوه ساعتیري. بیا وايي چې افغانستان د دې مصیبت نه ولې نه خلاصیږي؟. بیا وايي چې خدای ولې نه رحمیږي؟. بیا وايي چې دا افغانستان ولې سمیږي؟. مصیبت به څنگه ختم شي. چې شهوت نه سړیږي. خدای به څنگه ورحمیږي چې د شیطان امر چلیږي. افغانستان به څنگه سمیږي چې دا رزیل خلک نه اعدامیږي.
خو افسوس چې نه په لیکلو څه کیږي او نه په لوستلو او نه په ویلو. گني هغه ملا چې ټوله شپه قران ته ناست وي او سبا ته د خپل شاگرد سره لوڅې پښې نیول کیږي. هغه ته به څوک کوم ایت تشریح کوي ؟. هغه استاذ چې ټوله ورځ د اخلاقیاتو درسونه ورکوي او د امتحاني نومرو دپاره شاگرد سره مخ توروي. هغه به ته څوک څه نوم ورکوې ؟. هغه ریس چې د خپل اختیار نه او هغه خان چې د خپل زور نه انسانان لکه مریان ساتلي وي او هر چرته ې چې زړه وي خپل هوس او نشه ښکاره کوي او څوک نه وي چې لاس ې ونیسي. همدغه خلک چې بیا کله کښیني .وايي چې د اسلام خلاف سازشونه او د افغانستان خلاف دسیسې روانې دي. خو نه پوهیږي چې یو دین چې داسې باغیان ولري او یو وطن چې داسې بې ناموسه خلک ولري نو دښمن ته څه حاجت لري.دوي خپله بس دی چې دا ملک همداسې په تورو تیارو کې وساتي. د ورځې مړزان جنگوه .دشپې هلکان گډوه او سبا ته بیا د مانځه په اول صف کې ځای لټوه.
یو ملک چې وړوکی ماشوم د مکتب په ځای د جنسي تیري د زخمونو دلاسه شفاخانه کې پروت وي. یو هلک چې د درس ویلو په ځای د بدبخته بچه باز سره بالاخانه کې پروت وي او یو وړه ماشومه چې د نناځکو سره د لوبو په ځای پخپله د شیطانانو د لوبو سامان شي. نو هغه اسلام به په څه اسلام شي او هغه افغانستان به څه افغانستان شي ؟. هغه افغانستان چې یو نیم میلون شهیدان ې په دې نوم ورکړل چې روس دلته کفر راولي. نو د روس په کفر کې او د دې خلکو په مسلمانی کې څه فرق دی چې غریب سړی خپل بچی د کوره بهر پریښودی نشي. مکتب ته ې لیږې نشي او مدرسه کې ې کیښنوی نشي. ځکه چې هر ځای کې وږي تږي سپي ناست دي او خپلې مردارې داړې ې راویستې د وطن بچيان چیچي او په وینو ې مخونه لړي.
د گلونو ،رنگونو او ښکلا گانو افغانستان به داسې بدرنگه شي. د غیرت او شهامت خلک به داسې نسل هم وزیږوي چې خپل بچي خوري. خپل وروڼو په میدان گډوي. مخونه ورته لړي .مخونه ورسره لړي او په شرمونو ې شرموي.هر دویمه ورځ دا اوروو چې درې کلن هلک سره ،پینځه کلن جلۍ سره او یو شاگرد سره شیطاني عمل شویدی. نو انسان چاته ویلی هم نشي چې دا هغه افغانستان دی غرونه کې بازان او بچی لکه زمریان لري. پیدایشي مسلمانان لري او د دین قربان غازیان لري. هغه افغانستان چې خلک پکې هره ورځ د اسلام په نوم ځانونه الوزوي. هغه افغانستان دی چې قانون ې په کلیمه شورو شویدی او دا هغه افغانستان دی چې هر کونج کې ې د شهیدانو ادیرې دي. خو په دې افغانستان چې د ځان مرگي سره خوا ته د شهوت دلاسه وژل شوی ماشوم وگورې. د اسلام د قانون لاندې چې شیطان واک ووینې او د شهېدانو د ادیرو په منځ کې د لواطت صحنې ووېنې. نو ځانته حیران شې. چې دا کوم گناهکار وطن دی چې توبه ې نه قبلیږي او دا کوم ذلیل خلک دي چې په دې زمکه نه ښخیږي.
دا چی زمونږ مشرانو د الله لاره پرایښی ده هریو د جیبونو په ډکولو،لګیادی د ددې خوارانو پښتنه به څوک وکړی،هغه څوک چی هغه ته باید شکایت وشی هغه خپله پدی ناوړه کارونو کی لاس لري، حکومت مو له بادشاه صاحب نه نیولي تر پیاده پورې ټول په فساد اخته دي،
چی مجرم د پیسو په بدل کی خلاصیږی نو جرم به څنګه بند شی یا کم شی،
ښاغلې مطیع الله عابد ته سلامونه اودرنا وې وړاندې کوم .
ښاغلې ! په ډیره درناوې هیله در څخه کوم چې داسې زړه دردونکې لیکنې ونه کړې. که دې دداسې زړه دردونکو پيښو هیڅ برداشت نشوای کولای نو په پیشلمې دخوبه راپاڅه او (۸) رکعته نفل الله (ج) ته په ښه اخلاص وکړه او دده(ج) په دربار کښې ددوعا لاس پورته کړه چې یا الله هر هغه څوک چې داسې نارواوې اوداسې ظلمونه کوې ، هرهغه چا دغه حالت په هیواد کښې راوستلی دی ته یې دعادیانو ،ثمودیانو او د قوم لوط په ډول یې هلاک کړې.زه خو ددغه عکس دلیدلو او ددغه مضمون دویلو بر داشت په والله که لرم
تا ند والو وروڼو سلامونه مې ومنی.
که لطف وکړی او دغه عکس دتا ند دصفحې څخه لیری کړی ډیره مهربانې به مو وې.دیو مومن مسلمان زړه بلکې دیبشر زړه دغه عکس او دغه ظلم نه سې بر داشت کولای. څوک چې داسې ظلم او دغه ته ورته ظلمونه کوې او هغه څوک چې حمایت دداسې بد کارانو کوې خدای دې یې هلاک ، بند پر بند پرې او په دنیا او اخرت کې شرمنده وګر ځوې.امین
که کمونیستانو ، اخوانیانو ، طالبانو او خرزیانو خیانت نه وای کړی ولې به دغه حال زموږ په هیواد کښې وای ولې به زموږ افغا ن ملت داسې بدنام او شرمنده وای.موږ ښایسته هیواد ، ښایسته جمهور رییس شهید داود درلودی خو دوی (کمونیستان ، اخوانیان ) دی خدای تباه کړې چې هر څه یې دبینه یووړه
عابد صاحب ګل خبري دي کړیدي. مسلماني لا ډیره وخته تللي ده د انسانیت غم خوره.
که صورت می د سړي دی زه یی څه کړم
په معنی کی د چارپایو په حساب یم
دا جهان قصاب خانه کړه خدای و ماته
پابسته ولاړ په خولي د قصاب یم
چی و خپلو ګناهونو ته نظر کړم
سزاوار د هر عذاب د هر عتاب یم
لکه څوک چی په خره سور وی مخ یی تور وی
زه هم هسی تر څښتن پوري بی آب یم
غزا وشوه که ګفتار کوم په ژبه
زه رحمان چی کردار نه لرم کذاب یم
زه حيران يم چې ځينې ویبپاڼې ولې د ظلمونو سورنا ته ګډېږي؟؟؟؟؟؟؟؟
د تاند په پاڼه کې مې د مطیع الله عابد په نوم يوه لیکوال لیکنه چې سرلیک يې (تورمخي خلک) و ولوستله چې په رښتيا يې د ظلم په مقابل رښتونی جهاد کړی او د افغانستان د اشغال او کالوني خاورې نن ورځيني تورمخو واقعیتونه يې راسپړلي چې په دغې سپېڅلې شهيدې خاورې څه جنایتونه نه دي چې نه کېږي . ښاغلی مطيع الله عابد به نن ډېر مجبوره شوی وي چې دا لیکنه وکړي خو ورسره همغږي لرم چې دی وايي ، سړی څه ولیکي ؟ او چاته يې ولیکي ؟ څوک شته چې ددغو ستونزو مخه نیولای وشي؟ . پکار داده چې د مطيع الله عابد صاحب په پرتله دغو ستونزو پر مقابل همدې تاند پشان انټرنټي پاڼو خپل انساني ، اسلامي ، او افغاني مسولیت ترسره کړای وای او د دغې پېښې عاملین يې خلکو ته ورپېژندلي وای . د دغو نادودو هاغه جلادان چې ورته د آزادۍ بيان په نارو بچه بازي ، ماشومبازي ، ناموسبازي او نورو ناروا کړنو ته د ډيموکراسي جامه وراغوندي دوی يې مخونه په خپلو پاڼو کې ورتور کړي . خو يوه ګیله د تاند په څېر هر اړخیزه پرمخ تللې پاڼې او دا چې ددغې پاڼې مسولین د پښتو بي بي سي د پياوړي خبريال ایمل پسرلي د کورنۍ غړي دي ورځينې کېږي ، چې دوی هر ډول سهولتونه دننه په هېواد کې لري او دباندې د هېواد څخه هم ډېرې مهمې موسسې او مطبوعاتي رسنۍ د دوی تر نظر لاندې کار کوي خو بې پرې يا ناپېېلی ونډه يې نه ښکاري ، چې دا پخپله د افغاني سولې ، پرمختګ او د بندیزونو څخه پرده نه پورته کولو پر ځای مخه بندوي . د دغې پاڼې محتوا ته که ځير شو نو پرته د طبعي ، سپورتي ، او ځينو افغان شعوره پوهو د ګوتو په شمار لیکوالانو او ټولنیزو بوختو وګړو څخه د داسې لیکوالانو لیکنې هم خپروي چې د افغانستان ټولنې ته يې نه دا چې ټولنیزه ګټه نه رسېږي بلکه خپله پاڼه د سوال لاندې راولي چې ولې باید د ټولنې داسې اشخاصو ته عليحده بلاګونه يا پاڼه ورته په اختيار ورکړل شي چې روحي ستونزې او عُقدې ولري؟ د بېلګې په توګه پکار دا وو چې په تېرو دولسو کالونو کې د افغانستان د يوې ډلې بدتي مسلمانانو مافيا حکومت پر خلاف يې نړېوال او کورني د دوی د فسادونو څخه خبر کړي وای نه دا چې ستونزو زېږوونکو حکومتي اشخاصو لکه عصمت قانع ته او مجید قرار غوندې يو طرفه قضاوت والا د حکومت د جاسوسې ادارې غړي ته نیمه پاڼه په اختيار کې کېښوده . مطيع الله عابد پشان لیکوالان کولای شي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره حقیقت ته په کتلو سره خدمت وکړي ، نه هاغه حقیقت چې خلک په سياسي مشغولاؤ کې په طرف او نا طرف غړو بوخت وساتي بلکې د افغانستان د اوسیني شرايطو چې همدغو سياستوالو لکه کرزی، اشرف غني احمد زی ، عبدالرب رسول سياف ، دوستم ، عطا نور ، عبداله عبداله ، اسماعيل خان ، صلاح الدین رباني ، قطب الدین هلال ، داود سلطان زوی ، رسولي او داسې نورو له وجې ستونزې زېږېدلي او لا پسې نادودې ډېرې شوي باید چې د ولس اکثريتو غمځپلو سره د خواخوږۍ په نیت يې د لیکوالانو پام يې دغو ناخوالو ته رااړولای وای . خو زه پوهېږم چې د افغانستان د ستونزو يوه اهمه او مهمه وجه يې هم دغه ده چې هر چاته چې واک او سهولت ورغلی نو هغه د بل کمزوري ، د ټولنې د ستونزو څخه مخ اړولی او غاصبینو سره نورې هم ملنډې وهلي او د خلکو اخلاقي احساس ته په سپکه کتلي . دا هم د حقيقت يوه برخه ده چې طالبان د تپل شوې کرښې دواړو خواؤ ته پاکستان او نړېوالو استخباراتو خپلواکه ندي پرې ايښی او دوی هم د نړۍ په سياست کې بې سواده پاتې دي چې اوس په دغو ډلو پسې شورای نظار مخبرانو د پاکستان په ملتيا را اخيستې او هغوی چې په وزيرستان کې دي يوازې او يوازې خپلو کورونو او ځان ساتنې لپاره ټوپک راوچت کړی. طالبانو ډېرې ستونزې ولس ته وزېږولې چې سترګې پرې نه پټېږي . دا هم له پامه باید ونه غورځول شي چې طالبان او ګلبیدن ډلې يرغمال شوي دي او له ډېر فشاره يې پاکستان او امریکا ته مخه کړېده ، همدارنګه د فساد جړ دې ځاته رسېږي چې نن ورځ ځان وژونکي برېدګر زمونږ د ولس محرومه بچيان دي چې د دوی د نجات لپاره څوک راوځي نه خو ملنډې يې پرې له دولسو کالونوشروع کړي دي . خواخوږي دېته نه وايي چې يوه وړه نجلۍ د ځان وژنې لپاره په زور ټيل وهل کېږي خو چې کله نیول کېږي عاملینو پسې د ګرځېدو خبرې نه کېږي اما د نجلۍ په هکله تود بحث رامنځته کېږي . لکه څنګه چې عابد صاحب ستونزو ته اشاره کړې نو زه هم دا وایم چې ددغو ناخوالو ورکاوي يوه لار داده چې د ځان وژونکي برید فتواګر پسې وګرځي او پیدا يې کړي ، بيا د سيمې د ناوړه استخباراتو د غړو پسې چې دغه ناخوالې په عمل کې پياده کوي ، وروسته بيا کورنیو ته ورشي چې اصلي ستونزه د دوی د ځان وژنې څه ده؟؟؟؟؟ ايا يوه وجه يې همدا د عابد صاحب د لیکنې پر اساس په نجونو او وړو هلکانو تېری ندی چې بيا مجبوره کويي يې دېته چې ځان ووژني؟؟؟ تاند وال باید داسې قضاوت کوي او ووايي چې پکار د افغانستان حکومت ته نه وو چې د ټولنیزو ستونزو د زیاتۍ لپاره يې خصوصي امنيتي ډلې ټپلې جوړولې او هر يوه ته يې د شمالي ټلوالې د قوماندانانو اختيار ورزیاتاوه ، او په عموم کې يې غیر اخلاقي بې سواده خلکو ته د جنرالانو رتبې ورکولې چې اوس د پخوا څخه هم جنرالان زيات شوي او د دغو عمومي جاج اخيستلو څخه هم د تاند پاڼې ډله ییز او محدود سياسي مقصد ته کارکوونکي خاوندان هم څه نه بيانوي . ددغو ناخوالو باندې چوپتيا دوه دلیلونه کېدی شي . لومړی . يا خو تاندوال يا د تاند کارکوونکي د صدیق پسرلي صاحب اولاده يا کورنۍ د مفسده حکومت دننه مقاماتو سره خپلوي ، نژدې اړیکې لري ، يا هم دوی د حکومت د سياسي محور په چوکاټ کې د سياسي مقاصدو ته رسېدو لپاره لکه محمد اسماعیل يون هرې نادودې باندې سترګې پټوي او په انتظار کې ناست دي . زه چې دغه لیکنه کوم کېدای شي ځينې راباندې د اسلامي حزب پلوي يا طالبانو پلوي ټاپه ووهي خو يو الله ج شاهد دی چې نه د ارتجاعي ګوند حزب اسلامي پلوی يم نه د سخت دريځه ديني ګوند طالبانو سره يم خو حقایق چې هرې لورې ته سم او ناسم ښکاري د يو مسلمان په څېر او انسان ته درناوي پخاطر يې لیکم ، ځکه چې کېدی شي دغه هم زموږ په تلو کې يو سالم ګام شي . په هر حال سیاست سره زما کار نشته ، دا چې ستونزې ګډې وډې دي او هر کس پزړه کې د ناوړه سياستوالو او ناوړه بې انصافه پلويانو لخوا داغل شوي دي نو کله ناکله سیاست ته هم خبره ورکش شي . ستونزه چې عابد صاحب ورته اشاره کړې واقعآ چې باید په تکرار ورباندې لیکنې ، خبرې ، بحثونه او مناظرې جوړې شي څو د ټولنې مسیر له بدلمنۍ څخه راوګرځي . افغانستان کې چې کومې غټې ستونزې دي هغه همدغه دي چې له دغې څخه نورې ستونزې زېږي ، خو افسوس د مجید قرار او عصمت قانع غوندې لیکوالانو چې قلم لري خو سياسي هوس او تبلیغي مقاصدو ته يې کاروي نه د ټولنې د عمده او مهمو موضوعاتو په هکله . افسوس خو لا نور هم دادی چې همدا لیکوالان ځانونه د ولس خواخوږي ګڼي خو جاني جنایت کوونکي ته براات ورکوی لکه دوستم او د نړۍ متفکر اشرف غني ته . همدارنګه نورې پاڼې هم خپل دیني او شعوري انساني مسولیتونه په پام کې نه نیسي نو کله چې روڼفکره يا روشنفکره داسې وي نو د ټولنې عام ولس خود نهیلی کېږي او مجبورآ د پاڼو د لوستلو ، د ټولنیزو کارونو کې لاس ورکولو او داسې نورو ښېګڼو څخه هم په څنګ کېږي هرڅه د ناوړه دودونو ، پردو په ټغر ناستو پېښو ، او په عموم کې مافيايي زنځير کړۍ ښکاري چې همدا د يوې ټولنې بدبختي ده . هیله ده چې پورته ياد شوي لیکوالان خپه نشي دغه هم حقايق دي چې باید ياد شي . د دې پر ځای چې د بدمعاشانو جنګسالارانو چې د افغانستان خاوره په ټولنیزو ستونزو او ګډوډيو استخباراتي جنګونو کې ښکېله کړې پر عکسونو يې لعنت ولیکل شي او خلکو ته د دوی هره کړنه نامنلې وګڼل شي تر څو ولس خپل په منځ کې راټول شي خو تاند پاڼې او ډلې یې د هغوی د انتخاباتو لپاره کمپاين پیل کړی ، آيا تاسو د دغو کسانو د خدمت يوه وړه بېلګه په رسنیو کې ځلولی شئ چې هيواد ته يې کړی وي نه ولس ته ؟په داسې حال کې چې د دوی تور مخونه نړېوالو ورته د وخته څرګند کړي. چې افغانستان او ولس ته يې په دولسو کالونو کې پرته د فساد د شهرته بله سالمه ډالۍ نده راوړې . که زه درواغ وایم تاسو د نړۍ رسنیو ته مراجعه وکړئ .
په درنښت
افغانپال خدمتوال