تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د امریکا د ولسمشرۍ نومانده تولسي ګابارډ وايي، د قاسم سلیماني له وژنې وروسته په منځني ختیځ کې د راپورته کېدونکې جګړې په نسبت د افغانستان جګړه یوې میلې او تفریح ته ورته ښکاري.
میرمن ګابارډ له فاکس نیوز سره په مرکه کې پر ولسمشر ټرمپ نیوکه کړې د ایراني جنرال په نښه کولو سره یې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتولو ته لمن وهلې ده.
خو اغلې ګابارډ ټینګار کړی چې امریکا باید اوس وخت کې حالاتو ته په پام له هوښیارتیا څخه کار واخلي، ځکه له ایران سره یوې هراړخیزې جګړې خواته تګ به دومره سخته وي چې د افغانستان او عراق جګړه به وربورې د یوې تفریح او پکنیک په څېر ښکاري: (( دا جګړه به د امریکایي مالیه ورکوونکو لپاره ډېره ګرانه تمامه شي، دا دومره مسایل موږ اخر د څه لپاره جوړوو؟))
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د جمعې په ورځ د ایران استخباراتي جنرال قاسم سلیماني په عراق کې د هوايي برید په ترڅ کې وواژه چې ورسره په سیمه کې د یو لوی کړکیچ د راپورته کېدو وېره زیاته شوې ده.