که چارواکي دنګې ماڼۍ لري، په لوکسو موټرونو کې د طبعيت له رنګنيو څخه خوند اخلي، ځينې خپله شتمني په غريبو او بېوزله خلکو وېشي، ځينو نورو بیا د سوال لاسونه اوږده کړي وي، ټول يو ډول انسانان دي، ځينو ته شتمني خپل مخ او ځينو نورو ته يې څټ شوی وي، يو امر او بل مامور ګرځول شوی وي.
د الله تعالی د مخلوق عجيب جوړښتونه دي، کله د چا د دروازې نوکر وي، بل وخت پيسې پيدا کړي او پردي ډاله ته خپلې څڼې اړوي.
که همدا توپيرونه نه وای، نو نن به ټول انسانان يو ډول وای، نن به د ظالم او مظلوم کيسې د چا پر ژبه نه اوښتي، د ښکلا ضد بدرنګي هم به نه وه، د ښکلا تعبير ته به عاجز و.
ځينې خلک خپله هوساينه د خپلو خلکو په راويښولو کې لټوي، خپل خلک د ځان لپاره عظيم ولس بولي، د مينې او پخلاينې لپاره يې هڅې او هاند کوي.
خو ځينې نور وګړي بیا بېل عادت لري، هغوی د خپلو ګټو په فکر کې وي، هغوی ته خپل شخصيت ارزښت نه لري، د خپل ټبر په مقابل کې درېږي او خپلې کړنې د ملي يووالي په خم کې ورنګوي.
فيسبوک پاڼو ته يې چې ګورې ته به وايي رښتيا خدای دې دغه کسان ژوندي لري، دوی خو د خپل ولس د فکر لپاره کار کوي، خو کله چې د پردې تر شا حقايقو ته سترګې وغړوئ، درته روښانه کېږي، چې دغه خلک د مايع په څېر د هماغه لوښي شکل ځانته غوره کوي.
د ټولنې لپاره مضر هماغه چارواکي او هماغه کسان دي، چې د خپل قوم پر سر له نورو سره د معاملې ميدان ته راووځي، هغه خلک هيڅ وخت مطلوبې موخې ته رسېدلی نه شي، چې له خپلو خلکو سره د تعصب او کرکې پر بنسټ چلند کوي.
په دايکنډي، باميانو، کابل او غزني کې د ټوټاپ مسير پر بدلون لاريونونه وشول، دغه لاريونونه په حقيقت کې د ټوټاپ د مسير پر بدلون نه و، بلکې ځينو لنډغرو غوښتل چې د هيواد نظام وننګوي او پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي.
افغانستان د ټولو ټبرونو ګډ کور دی او ټول افغانان يو ډول د ژوند کولو حق لري، د قانون په چوکاټ کې باید خلک د سوله ايزو لاریونونو له لارې خپلې غوښتنې له دولت سره شريکې کړي، نه دا چې د ايران د سپاه پاسدارانو په نېغه مداخله د څو هزاره جنګسالارانو په لارښوونه په زرګونو هزاره هيوادوال لاريونونو ته راوايستل شي، هغوی د ټوټاپ مسير د بدلون غږ تر چارواکو ورساوه.
داسې ښکارېده لکه افغانستان چې نظام ونه لري، داسې مې انګېرله، چې دغه لاريونونه د ايران په هيواد کې دي، خو لاريون د کابل په دهمزنګ کې تر سره کېده، دلاريونوالو په لاسونو کې د ايراني اخوندانو عکسونو هم ددې ګواهي ورکوله، چې موږ لا اوس هم پرديپال يوو، پرديو په اشاره د خپل نظام د ضعف او کمزوري لپاره هڅې کوو.
په کابل، غزني او باميانو کې لاريونونو وښودله، چې ايراني اخوندانو دلته زياتې پیسې لګولې دي، اوس هم ددوی هڅه داده چې زموږ پر سوچه فرهنګ بريد او يرغل وکړي.
غريب کس لاریون ته نه ولاړ ځکه هغوی ته مالومه وه، چې زما له وسه دا کيسې پوره نه دي، رحمت نبیل ددې لپاره د ايراني پاليسي ملاتړ وکړ، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د هزاره وګړو رايې خپلې کړي.
په دايکنډي، باميانو، کابل او غزني کې هزاره ګانو په لاريون کې د ګوتو په شمېر بښتانه او تاجک هم مله وه، هغوی د خپلو سياسي موخو لپاره د سپاه پاسداران مشرانو ته د تعظيم سرونه ټيټ کړل.
چارواکي هيڅ وخت روښانه دريځ نه لري، د موسم بدلون په څېر هر وخت ځانونه بدلوي او د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره يوه ورځ له يوه او بله ورځ له بل سره ملګری وي.
خير که دوی لوړې ماڼۍ لري، دوی که په دولت کې د واک او اختيارچوکۍ لري، دوی که هر څومره ځواکمن شي، بیا هم د خپلو سياسي هلو ځلو لپاره د خپل ملت پر سر معاملې ته چمتو وي، هر وخت دوی ملت پلورلی دی، د ټوټاپ پربانه د ايران هيواد غواړي، چې په افغانستان کې د ټبرونو تر منځ د کرکې او کينې تخمونه وکري او دوی يې ننداره وکړي، د ځينو پښتنو او تاجکو چارواکو ګډون بې له تعصب او کرکې بله مانا نه لري.
دوی ته په کار وه، چې د دولت د پاليسي ننګه يې کړې وای، ملي ګټې يې پر خپلو شخصي ګټو لوړې بللې وای، خو لکه وړاندې چې مې يادونه وکړه، هغوی پيسې او ماڼۍ لري، خو د وجدان له فقر سره مخ دي.
چارواکي هروخت د پيسو په وسيله پېر او پلور کولی شي، خو د غريب توپیر له همدې ځایه واټکلوئ، چې قاطع دريځ لري، موخې ته د رسېدو لپاره په چا پورې لاس نه نيسي.