د ژوند له هرې پېښې او شېبې سره عادي يا هم يو رنګ چلند او په اړه يې يو ډول فکر کول زموږ ژوند ته بدلون نه شي ورکولى، د مازديګر د لمر لوېدو شېبه هېڅکله د سهار د لمر راختلو زرينې شېبې ته نه ده ورته.
په بازار کې له خپل يوه سپين ږيري دوست سره مخامخ کېدل زموږ د يوه ځوان ملګري سره د مخاخ کېدو او خبرو اترو په څېر نه دي.
د هر څه په اړه توپيري تفکر موږ خپل ژوند او نړۍ ته زيات نږدې کوي او پوهه راکوي. د ترکاڼۍ (نجارۍ) په بازار د تېرېدو پرمهال بايد د کړکۍ جوړونکي او تابوت جوړونکي له هټۍ څخه زموږ ليدنه او اخيستنه عادي او يو ډول نه وي.
د ښکلو ماڼيو لپاره د مرمر ډبرو د فابريکې تر څنګ د شناخته جوړونکي او کتيبه ليکونکي هټۍ د کاروبار او پيسوګټلو وسيلې دي. هغوى خپل کسب ته په يوه سترګه ګوري، خو موږ بايد خپله دويمه سترګه هم فعاله کړو او پر خپلو ټولو حواسو او احساس ورته ځير شو.
چاپيريال او ټولنه د ژوند د زده کړې لپاره پرانېستى کتاب دى، لوستل يې ژوندى حس او ويښ فکر غواړي، د لويو انسانانو د بريا راز او پيغام په همدې کې نغښتى دى.
٢٠١٥ د اپرېل ١٧مه