کلونه مخکې مې په اُردو ژبه د ډېل کارینګي (کامياب لوګ) په کتاب کې د (اډورډ بوک) په نوم د یوه هالنډ الاصله امریکایي کیسه لوستې وه، (ژباړه یې په توتکۍ مجله کې هم خپره شوې) چې خورا بې وزلی وي، خو یوه ورځ ګوري چې یو کس د سګرټو ډبی خلاصوي او یو عکس ترې راباسي، شا و مخ یې ګوري، نور یې بیرته غورځوي. ایډورډ بوک دا عکس رااخلي ګوري چې د یو مشهور سیاستوال عکس دی، له دۀ سره فکر پيدا کېږی، چې که د دې عکس پر شا د همدې سیاستوال ژوند لیک ولیکل شي، نو عکس به هم بې ځايه نه غورځول کیږي او د خلکو په پوهه او مالوماتو کې به زیاتوالی هم راځي. ایډورډ بوک په همدې موخه د سګرټو کمپنۍ ته ورځي او اخېر په همدې برخه (د مشهورو خلکو پيژندليکونه) کې پر کار ګمارل کېږي، چې وروسته د سحافت په برخه کې حیرانوونکی پرمختګ کوي، بیا پر یو لوی شتمن بدلېږي او د امريکا لپاره خورا لوی خدمتونه ترسره کوي…..

“درې مورچل کې بس همدا ښکلې ده.
په ما خو ګرانه ده نازا ښکلې ده”… شعر زما د ماشومانو سم یاد شوی و، ممکن د نورو ماشومانو به هم یاد وي.
له دې وړاندې مې یوازې پر ځينو لباسونو او نورو توکو د تُرکي سریالونو د لوبغاړو عکسونه لیدلي وو، خو دا څۀ مې په لومړي ځل وليدل او اثر مې یې هم پر ماشومانو ولید.
له دې وړاندې مې یوازې پر ځينو لباسونو او نورو توکو د تُرکي سریالونو د لوبغاړو عکسونه لیدلي وو، خو دا څۀ مې په لومړي ځل وليدل او اثر مې یې هم پر ماشومانو ولید.
زۀ دې حماقت ته بیخې حیران شوم، زړۀ کې مې وویل، که د دې پر ځای یې ماشومانو ته بیلابیلې ترانې، وړې کیسې، ټوکې، کیسۍ، مالومات…. کښلي وای، زموږ جنګونو و کلتورونو ځپلې ټولنې ته به څومره ګټور تمام شوي وای؟ همدارنګه افغانستان ته پر ځينو نورو واریدوونکیو څیزونو هم دې ته ورته عکسونه او نومونه شته، لکه: د قیام نکریزي(قیام یو تُرکی جنګي سريال دی)، درې مورچل بنګړي، تُلسي سُرمه…..
موږ فکري تبلیغ او د اذهانو روښانولو ته ځښته ډېره اړتیا لرو، که چېرې زموږ د سوداګرو پام دې ته واوړي، چې خپل هغه توکي چې زیاتره یې ماشومان اخلي، د: اوربند، سوله….په نومونو ونوموي، او یا همدې ته ورته نومونه، شعارونه، شعرونه …..پرې وکښي، دا کار به د دوی د اقتصادي خېر تر څنګ د ټولنې پر معنوي خېر هم تمام شي او هیوادوال به د دوی اجناس خورا په مینه او احترام اخلي.
که چېرې زموږ سوداګر د پیسه دوستۍ تر څنګ د وطن او افغان دوستۍ احساس او فکر هم ولري، نو له یوې خوا به یې ټولنې ته د خپلو توکو پر مټ یو نېک او ګټور پيغام لیږدولی وي او له بلې خوا به یې د ګیډو د ډکولو تر څنګ فکرونه هم روښانه ساتلي وي.
او له اخيستونکو هم هیله کوو، چې د اډورډبوک غوندې خپل سوداګر دې ګټور کار ته متوجه او ورسره همکاري وکړي.