تاند- د ترکیې د استانبول او د جاپان د توکیو ترمنځ تجاپاني پلازمېنه د دوه زره شلم کال د المپیک لوبو د کوربه توب ویاړ وګاټه.
د ارجنټاین په پلازمېنه بوینس آیریس کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک غوراوي په غونډه کې توکیو تر استانبول زیاتې رایې وګټلې.
د المپیک نړیوالې کمېټې پرون اعلان وکړ چې توکیو شپېته رایې وګټلې خو استانبول ته یوازې شپږدېرش رایې ورکړل شوې.
توکیو په داسې حال کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک د دوبي د لولو لپاره د کوربه ښار په توګه غوره شوی چې د جاپان د فوکوشیما په اټومي بټۍ کې د راډیواکټیف وړانګو د لیک کېدو په برخه کې اندېښنې شته. دا بټۍ د ۲۰۱۱ کال له څونامي او زلزلې وروسته سخته زیانمنه شوه.

دا به دوهم ځل وي چې د جاپان پلازمېنه د دې لوبو د کوربه ښار په توګه غوره کېږي. په توکیو کې له دې مخکې په ۱۹۶۴ کال کې هم دا لوبې ترسره شوې وې.

خو په ترکیه او کوم بل اسلامي هیواد کې تراوسه پوري د المپیک سیالۍ نه دي شوي او ترکانو له همدې کبله استانبول د المپیک لوبو مستحق باله.
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان په خپله بوینس آیرس ته تللی و چې د المپیک د سیالیو د کوربه توب لپاره استبانبول وړاندیز کړي.

اردوغان ویلي و چې استانبول د زرګونو کلونو تاریخ لري او د دوو لویو وچو په منځ کې پروت دی ځکه د المپیک لوبو لپاره مناسب ځای دی.
د جاپان دوه نور ښارونه ساپورو Sapporo او ناګانو Nagano د المپیک د ژمنیو لوبو کوربه پاتې شوي دي.
د ۲۰۱۶ کال د المپیک د لوبو کوربه به د برازیل ریو دې جنېرو ښار وي.
لندن د المپیک د وروستیو لوبو کوربه و.
سپورت د سیاست ښکار شویدی